د اور غورځونکي خوټيدلو ډولونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اورغورځونکي خوټېدنو بېلابېل ډولونه چې پر مهال يې لاوا، تيفرا (ايرې، لاپیلي، اور غورځونکي بمونه او اورغورځونکي سټې يا کوندې) او په سره ورته برخو وېشلي ګازونه له يو اورغورځونکي سوري يا درز څخه راوځي، چې د اورغورځونکي پوهانو له لورې يو له بل څخه بېل شوي دي. دا ډولونه ډېری وخت د نامتو اورغورځونو پر مهال د هغوی د کتل شوي ډول يا چلند په نومونو نومول شوي دي. ځيني اور غورځونکي غرونه ښايي د فعاليت د يوې دورې پر مهال د خوټېدنې يوازې يو ډول ځانګړتيا وښيي، په داسې حال کې چې ځیني نور ښايي په يوه خوټېدونکې لړۍ کې يوه بشپړ سلسله څرګنده کړي.

خوټېدنې درې ډولونه لري:

  • مګماتيک خوټېدنې “Magmatic Eruptions” چې د خوټېدنې تر ټولو زيات کتل شوي ډولونه دي. دوی د مګما دننه د ګاز د تراکم نه شتون رانغاړي، چې دا مخ پر وړاندې راوباسي.
  • فرياتيک خوټېدنې “Phreatic Eruptions” چې له مګما سره د اړيکې له لارې د بخار د لوړې تودوخې له لارې پېښېږي. دا ډول زياتره وخت هيڅ مګماتيک مواد نه ښيي او پر ځای يې د شته پرښې د ماتولو لامل ګرځي.
  • فريتومګماتيک خوټېدنې “Phreatomagmatic Eruptions” د مګما دننه د ګاز د تراکم يا فشار له مخې پر مخ ځي او د بهير مستقيم مخالف مګماتيک فعاليت ته ځواک ورکوي.

د خوټېدنو د دې پراخو پېژندل شويو ډولونو دننه بېلابېل څېرمه يا فرعي ډولونه دي. تر ټولو کمزروي يې له ““Hawaiian” او تر سمندر لاندې او ورپسې “Strombolian” اور غورځونې دي، چې “Vulcanian” او “Surtseyan” ورپسې ځای لري. د اورغورځونې تر ټولو پياوړي ډولونه “Pelean” او ورپسې “Plinina” خوټېدنې دي، چې تر ټولو پياوړي هغه يې د “Ultra-Plinian” په نوم يادېږي. تر کنګل لاندې “Subglacial” او فرياتيک اورغورځونې د دوی د خوټېدنې د څرنګوالي له مخې راپېژندل شوي دي او د ځواک يا پياوړتيا له مخې توپير لري. د اورغورځونې ځواک يوه مهمه اندازه د اورغورځونې د چاودون لړيال “Volcanic Explosivity Index (VEI)” دی، چې پراخوالي يا طول البلد کچې يو ترتيب دی، چې له صفر څخه تر ۸ پورې اندازه لري او اندازه يې زياتره وختونه د اور غورځونې په ډولونو پورې اړه لري.

د خوټېدنې ميکانيزم[سمول]

اورغورځونکې خوټېدنې د درې اصلي ميکانيزمونو له لارې راپورته کېږي: [۱]

  • د نه تراکم له مخې ګاز خوشې کېږي، چې د مګماتيک خوټېدنې لامل کېږي.
  • د بخار خوټېدنو پر مهال د ننتو ذراتو وتل، چې فرياتيک خوټېدنې لامل کېږي.
  • له اوبو سره د تماس پر بنسټ د سړولو له امله حرارتي راټولېدنه يا انقباض، چې د فرياتومګماتيک خوټېدنو لامل کېږي.

د فعاليت له مخې د «چاودېدونکو خوټېدنو» او «له حرارت څخه ډکو خوټېدنو» په نوم دوه ډوله خوټېدنې دي. چاودېدونکي خوټېدنې د ګاز په مرسته د رامنځته کېدونکو خوټېدنو له مخې مشخص کېږي، چې مګما او ټيفرا له ځان سره راوباسي. له حرارت څخه ډکې خوټېدنې په ورته وخت کې په پام وړ چاودېدونکې خوټېدنې څخه پرته د لاوا د باندې غورځونې له مخې مشخص کېږي. [۱][۲]

اورغورځونکې خوټېدنې د پياوړتيا له مخې پراخه توپير لري. په يوه اړخ کې له تودوخې ډک هاوايين “Hawaiian” خوټېدنې دي، چې د لاوا چينو يا فوارو او مايع لاوا بهيرونو له مخې مشخص کېږي، چې په عمومي ډول ډېر ګواښونکي نه دي. په بل اړخ کې پليني “Plinian” خوټېدنې پراخه، زورورې او سترې ګواښونکې چاودېدونکې پېښې دي. اور غورځونکي غرونه په يو خوټېدونکي ډول پورې نه دي تړلي او په پرله پسې ډول په زياتو بېلابېلو ډولونو سره څرګندېږي، چې د نامعلوم يا غير فعال او چاودېدونکو دواړو بڼو په ګډون ان د خوټېدنې د يو بهير د دوران په کچه راڅرګندېږي. اورغورځونکي غرونه تل خپلې څوکې ته له يوې نږدې خولې څخه په ولاړ يا عمودي ډول نه راخوټېږي. ځيني اورغورځونکي د اړخيز او چاور يا درز “Fissure” خوټېدنو ښکارندويي کوي. د يادونې وړ ده چې زياتره هاوايي “Hawaiian” خوټېدنې د درز يا چاود له سيمې څخه پيل کېږي او ځيني پياوړې سرټسي “Surtseyan” خوټېدنې د ماتوالي يا کسر سيمې په اوږدو کې رامنځته کېږي. پوهانو باور درلود چې د مګما خونه کې د مګما يو له بل سره ګډ شوي ټوپونه وهل يا خوټېدل مخکې له دې چې مخ پورته راپورته شي، هغه بهیر دی چې د اټکل له مخې څو زره کالونه وخت نيسي. که څه هم د کولمبيا پوهنتون د اورغورځونې پوهانو وموندله، چې په ۱۹۶۳ ز کال کې د کستاريکا هېواد د “Irazu” اور غورځونه ښايي د مګما له لورې رامنځته شوې وې، چې يوازې د څو مياشتو په موده کې يې د ځمکې له منټل پوړ څخه نه درېدونکې لاره غوره کړه. [۳][۴][۵][۶]

د اورغورځونې د چاودون لړيال “Volcanic Explosivity Index (VEI)”[سمول]

د اورغورځونې د چاودون لړيال “Volcanic Explosivity Index” چې عمومي لنډه بڼه يې (VEI) ده، د خوټېدنو د پياوړتيا اندازه کولو لپاره له صفر څخه تر ۸ پورې ميزان دی. دا لړيال د “Smithsonian Institute” د اورغورځونې د نړيوالې خپرونې “Global Volcanism Program” له لورې د تاريخ او له تاريخ څخه د مخکې لاوا بهيرونو د اغېزې د ارزونې په برخه کې کارول کېږي. دا د زلزلو لپاره د “Ritcher” ميزان سره په ورته ډول فعاليت کوي، چې په ارزښت کې هر ځنډ يا واټن په کې په پراخوالي کې لس برابره زياتوالی څرګندوي (دا لوګاريتمي ميزان دی). د اورغورځونکو خوټېدنو لويه برخه د “VEI” د صفر او ۲ تر منځ ده. [۷]

د اور غورځونې د چاودون لړيال “VEI” له مخې د اورغورځونې خوټېدنې[سمول]

VEI د څپې لوړوالی د خوټېدنې حجم د خوټېدنې ډول تکرار يا فريکوينسي بېلګه
0 <100 m (330 ft) 1,000 m3 (35,300 cu ft) Hawaiian پرله پسې Kīlauea
1 100–1,000 m (300–3,300 ft) 10,000 m3 (353,000 cu ft) Hawaiian/Strombolian ورځنی Stromboli
2 1–5 km (1–3 mi) 1,000,000 m3 (35,300,000 cu ft) Strombolian/Vulcanian دوه اونيز Galeras (1992)
3 3–15 km (2–9 mi) 10,000,000 m3 (353,000,000 cu ft) Vulcanian درې مياشتنی Nevado del Ruiz (1985)
4 10–25 km (6–16 mi) 100,000,000 m3 (0.024 cu mi) Vulcanian/Peléan ۱۸ مياشتنی Eyjafjallajökull (2010)
5 >25 km (16 mi) 1 km3 (0.24 cu mi) Plinian ۱۵-۱۰ کالونه Mount St. Helens (1980)
6 >25 km (16 mi) 10 km3 (2 cu mi) Plinian/Ultra-Plinian ۱۰۰-۵۰ کالونه Mount Pinatubo (1991)
7 >25 km (16 mi) 100 km3 (20 cu mi) Ultra-Plinian ۱۰۰۰-۵۰۰ کالونه Tambora (1815)
8 >25 km (16 mi) 1,000 km3 (200 cu mi) Supervolcanic ۵۰۰۰۰+ کالونه[۸][۹] Lake Toba (74 k.y.a.)

مګماتيک خوټېدنې[سمول]

مګماتيک خوټېدنې د ګاز د خوشې کېدلو له امله د چاودېدونکي نه تراکم پر مهال ځوانې ټوټې توليدوي. د دوی زياتوالی پر “Hawaii” باندې د لاوا د يو څه کوچنيو چينو يا فوارو څخه “Ultra-Plinian” خوټېدنې ستونونو پورې دی، چې په ۷۹ کې د ويسووييس غر د خوټېدنې “eruption of Mount Vesuvius 79” په پرتله (چې Pompeii سيمه يې لاندې کړه) له ۳۰ کېلو متر (۱۹ میل) څخه زيات لوړ دی. [۱۰]

هاوايي خوټېدنې “Hawaiian”[سمول]

هاوايي يا “Hawaiian” خوټېدنې د اورغورځونکې خوټېدنې يو ډول دی، چې د هاوايي اور غورځونکو غرونو په نوم نومول شوي دي، چې د خوټېدنې دا ډول ورسره په نښه شوی دی. دا خوټېدنې د اورغورځونې پېښو تر ټولو ارام يا خاموش ډولونه دي، چې د ټيټې کچې ګازي موادو په درلودلو سره د خورا مايع تور مرمر د ډول له حرارت څخه د ډکې خوټېدنې له مخې مشخص کېږي. له دې ډول خوټېدنې څخه د راپورته کېدونکو موادو اندازه د هغې کچې په پرتله له نيمايي څخه هم کمه ده، چې د خوټېدنې په نورو ډولونو کې موندل شوې ده. د لاوا د کوچنيو اندازو ثابت توليد د شيلډ اورغورځونکي لوی او پراخه بڼه جوړوي. هاوايي خوټېدنې د اورغورځونې د نورو ډولونو په څېر په خپله اصلي څوکه کې متمرکز نه دي او زياتره وختونه د څوکې شا او خوا سوريو کې پېښېږي او د چاود سوريو له لارې له مرکز څخه د باندې برېښېږي. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Heiken, Grant; Wohletz, Kenneth (1985). Volcanic ash. Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼې 246. د کتاب نړيواله کره شمېره 0520052412. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Glossary: Effusive Eruption". USGS. 12 July 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Volcanoes of Canada: Volcanic eruptions". Geological Survey of Canada. Natural Resources Canada. 2 April 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "How Volcanoes Work: Hawaiian Eruptions". San Diego State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۰۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "How Volcanoes Work: Hydrovolcic Eruptions". San Diego State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۰۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ruprecht, Philipp; Plank, Terry (August 2013). "Feeding andesitic eruptions with a high-speed connection from the mantle". Nature. 500 (7460): 68–72. Bibcode:2013Natur.500...68R. doi:10.1038/nature12342. PMID 23903749. S2CID 4425354. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "How Volcanoes Work: Eruption Variability". San Diego State University. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Dosseto, A., Turner, S. P. and Van-Orman, J. A. (editors) (2011). Timescales of Magmatic Processes: From Core to Atmosphere. Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-3260-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link) صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  9. Rothery, David A. (2016). Volcanoes, earthquakes, and tsunamis : a complete introduction (الطبعة Illustrated). London: Teach Yourself. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781473601703. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Heiken, Grant; Wohletz, Kenneth (1985). Volcanic ash. Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼې 246. د کتاب نړيواله کره شمېره 0520052412. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "How Volcanoes Work: Hawaiian Eruptions". San Diego State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۰۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)