د اوبو ککړتيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


د اوبو ککړتيا (آبي ککړتيا) په عادي ‌ډول د انساني فعاليتونو د پايلې په توګه په داسې ډول د اوبو د برخې ککړتيا ده، چې د اوبو د قانوني يا مشروع کارونو باندې منفي اغېزه کوي. د اوبو ککړتيا د ايکوسيستم خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې د اوبو وړتيا کموي، چې بې له ککړتيا يې کېدای شي چمتو کړي. د اوبو په بدنونو يا سټو کې د بېلګې په ډول ولاړې اوبه، سيندونه، سمندرونه، (aquifers)، زېرمې او د ځمکې د سطحې اوبه شاملېږي. د اوبو ککړتيا هغه وخت اغېزه کوي، چې ککړوونکي توکي دې ډول اوبو ته ورګډ شي. د اوبو ککړتيا په عادي ډول يو له څلورو سرچينو ته نسبت ورکول کېدلی شي: ناولې اوبه، صنعت، کرنه او د توپان اوبو په ګډون ښاري پراختيا. د نمونې په ډول: طبيعي اوبو کې په نامتوازن ډول د چټلو اوبو ورګډول د اوبو د دې ايکوسيستمونو ټيټوالی رهبري کولی شي. د اوبو ککړتيا هغو خلکو ته د اوبو پر مټ لېږدېدونکي ناروغيو ته هم لارښوونه کولی شي، چې ککړې اوبه د څښاک، غسل، مينځلو يا اوبو رسونې په موخه کاروي. د پاکو اوبو وړاندې کول يو مهم ايکوسيستم خدمت دی، چې د تازه اوبو د يو څه سيستمونو په واسطه چمتو شوی دی، مګر نږدې په نړۍ کې ۷۸۵ ميليونه خلک د ککړتيا له امله پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. [۱][۲][۳][۴]

د اوبو ککړتیا د سطحي اوبو د ککړتيا (لکه: ولاړو اوبو، ويالو، د سمندرګیو هغه برخې چې د سيند په خوله کې ننوتې وي او په سمندري ککړتيا کې د سمندر د برخو د ککړتيا) يا د ځمکې د سطحې د اوبو ککړتيا په توګه ډلبندي کېدلی شي. د اوبو د ککړتيا سرچينې يا متمرکز او يا غير متمرکز (له يو ټکي يا د دې برعکس) دي. له يو ټکي [متمرکز] سرچينې د تشخيص وړ يو سبب لري. لکه: د توپان اوبه اېستنه، د چټلو اوبو د درملنې يوه سرچينه يا د (oil spill). ککړتيا د وخت په تېرېدو سره د پرله پسې ډول زياتېدونکې اغېزې پايله ده. [۵]

ککړتيا کېدای شي، د زهري مادو،(لکه: تېل، فلزونه، پلاستيک، د حشرو وژونکي درمل، پياوړي عضوي ککړونکي، د صنعتي ضايعاتو توليدات)، د ټينګار يا فشار وړ حالتونه (لکه: د Ph بدلون، hypoxia or anoxia، خپه کوونکې حرارت درجې، پراخ turbidity، ناخوښ خوند يا بوی او د تريووالي بدلونونه) يا د ناروغيو رامنځته کوونکو ژونديو موجوداتو بڼه واخلي.  په ککړونکو کې کېدای شي عضوي او غير عضوي مادې شاملې وي. تودوخه هم يوه ککړوونکې کېدلی شي او دې حالت ته حرارتي ککړتيا وايي. د حرارتي ککړتيا يو عام سبب د صنعتي فابريکو (توليدوونکو) له خوا د انرژي دستګاه يا سرچينې په واسطه د سړوونکې (يخوونکې) مادې په توګه د اوبو کارونه ده.

د اوبو ککړتيا اداره کول مناسبې زېربنا او مديريتي پلانونو او قانون اېښودنې ته اړتيا لري. ټکنالوژيکي حل لارې په عملي ډول د ناروغيو د مخنيوي، چټلو اوبو، درملنې، د صنعتي ضايع شوو اوبو درملنې، د کرنيزې ضايع شوې اوبو درملنې، د خاورې توږنې اداره کولو، د رسوبي موادو اداره کولو او د ښاري پراختيا اداره کولو (د توپان اوبو د مديريت په ګډون) برخو کې پرمختګ رانغاړي. د ښاري پراختيا په ګټوره اداره کې د بهير ( جريان )چټکتيا او د اندازې کمول شامل دي.

پېژندنه[سمول]

د اوبو ککړتيا یو عملي تعريف دا دی: «د اوبو ککړتيا د موادو يا انرژي بڼو زياتوالی دی، چې په داسې ډول د اوبو طبيعت کې په مستقيم يا نامستقيم ډول بدلون راوړي، چې قانوني استعمال يې په منفي ډول اغېزمنوي». د همدې له امله ککړتيا له هغو مفهومونو (چې په نامه منفي بدلوونې او د اوبو کارونې دي) سره ملګرې ده چې نسبت يې انسانانو ته ورکول کېږي. اوبه هغه وخت ککړې ګڼل کېږي، چې د (anthropogenic) [د انساني] ککړوونکو په واسطه خرابې يا نابرابره وي. د دې ککړوونکو له امله اوبه يا د انسان ګټه اخيستنه (لکه د څښاک اوبه) نه وړاندې کوي او يا د خپلو اوبو (آبي) ټولنو (لکه: کبان) د ملاتړ په موخه په خپله وړتيا کې يو څرګند بدلون زغمي. [۶]

ککړوونکي او سرچينې يې[سمول]

که چېرې د اوبو ککړتيا له چټلو اوبو (ښاري اوبو ضايعاتو) نه سرچينه اخلي، نو اصلي ککړوونکي يې: معلق کلک شيان، د ژوند ټيټوونکي عضوي ماده، غذايي مواد او د ناروغيو رامنځته کوونکي ژوندي موجودات دي. [۷]

له چټلو اوبو او کرنې نه د ناروغيو لېږدوونکي[سمول]

د ناروغۍ عامل کوچني ژوندي موجودات (ميکرواورګانيزمونه) د ناروغيو د لېږدونکي ګڼل کېږي. د ناروغيو د لېږدونکو ژونديو موجوداتو ستر ګروپونه: ا) بکتريا، ب) ويروسونه، ج) پروتوزوا او د) چينچي دي. په عمل کې شاخصي ژوندي موجودات ځکه د اوبو د ککړتيا د ناروغي لېږدونکې ککړتيا څېړلو په موخه کارول کېږي، چې د اوبو په نمونه کې د ناروغي لېږدونکو ژوندیو موجوداتو موندل او د لګښت په توګه د هغوی د لږ تراکم له امله ستونزمن دي. د اوبو نمونو د fecal [پاخه] ککړتيا په عام ډول کارېدونکې شاخصونه (باکتريايي شاخص) دا دي: total coliforms (TC) [د کولي ټولې بڼې]، fecal coliforms (FC) [د کولي پخې بڼې] يا تودوخه زغمونکي coliforms، Escherichia يا ايکولي. [۸]

د ناروغيو لېږدونکي په انساني يا حيواني کوربانونو(میزبانونو) کې د اوبو په واسطه لېږدېدونکې ناروغۍ توليدولی شي. ځيني کوچني ژوندي موجودات ځيني وختونه چې د سطحې په ککړو اوبو کې موندل کېږي او د انسان د روغتيايي ستونزو سبب کېږي؛ دا دي: Burkholderia pseudomallei, Cryptosporidium parvum, Giardia lamblia, Salmonella, norovirus او نور ويروسونه، او د (Schistosoma) ډول په ګډون پرازيتي چينجي. [۹][۱۰]

په اوبو کې د ناروغي توليدونکو د لوړو کچو سرچينه له (human feces) (د خلاصې اطراح له امله)، چټلو اوبو، تورو اوبو او سرې ورکولو نه کېدلی شي، چې د اوبو کتلې ته يې لاره موندلې ده. د دې سبب په عملي ډول د ناروغيو د مخنيوي کمښت او کمزوري يا د سيمې د ناروغۍ مخنيوي پر سيستمونو کمزوری عمل (septic tanks, pit latrines) [د کثافاتو ټانکونه، کنده تشنابونه]، د چټلو اوبو د درملنې دستګاه يا سرچينې بې له عفوني ضد پړاوونو نه، د روغتيا ساتنې د ناپاکو اوبو تر ځمکې لاندې د نل بهيرونه (sanitary sewer overflows) او دتوپاني پېښو او متمرکزې کرنې پر مهال د ناپاکو اوبو تر ځمکې لاندې د ترکيبي نل جريانونه (combined sewer overflows (CSOs)) کېدلی شي. [۱۱]

د بيولوژيکي تخريب ناوړه عضوي مرکبونه[سمول]

د بيولوژيکي تخريب عضوي مواد له يو لړ سرچينو (لکه صنعتي فاضله اوبو) نه د اوبو بدن ته داخلېدلی شي. د دې کيمياوي موادو ډېری يې زهري دي. [۱۲]

  • له حشره وژونکو او واښه(علف) وژونکو نه کيمياوي مواد.
  • د تېلو په ګډون (ګاسولين، ډيزل، د الوتکو تېل او د سون تېل) د معدني تېلو هايدروکاربنونه او روغنيات (د موټر يا ماشين تېل) او د تېلو د سوځېدنې فرعي توليدات، د تېلو له spills يا د توپان د اوبو له پراختيا نه. [۱۳]
  • بړاس کېدونکي عضوي مرکبونه: لکه له نامناسبې زېرمې نه صنعتي حل کوونکي.
  • ثابت يا ټينګ عضوي ککړونکي: لکه (per- and polyfluoroalkyl substances (PFAS)).[۱۴][۱۵]
  • Organochlorides, polychlorinated biphenyl (PCBs) , trichloroethylene, perchlorate: (دا مواد اوس يا پخوا د حشره وژونکو، حل کوونکو، دوا جوړونې او صنعت اړوند کيمياوي موادو په توګه کارول کېدل.

راتلونکي ټول مرکبونه، د اومو اوبو يا ان د فاضله اوبو درملنې په واسطه د اوبو بدنونو ته رسېدلی شي:

  • بېلابېل کيمياوي مرکبونه، چې په شخصي روغتيا ساتنې او سينګار شيانو په توليداتو کې موندل کېږي.
  • چاپېريالي تلپاتې درملي ککړونکي، چې بېلابېل درمل او د هغوی ميتابوليتونه، لکه: د خپګان ضد درمل، انټي بيوټيک يا د حمل د مخنيوي درمل رانغاړلی شي. [۱۶][۱۷]
  • د ناقانونه درملو ميتابوليتونه. لکه: (methamphetamine) [ميتافيتامين] او د خوښۍ ecstasy درمل.  
  • د توليداتو په واسطه ضد عفوني کول، چې په کيمياوي ډول د ضد عفوني شوو څښاک اوبو کې موندل کېږي (په داسې حال کې چې دا کيمياوي مواد د اوبو د وېش په شبکه کې ککړېدلی شي، دوی په مناسب ډول بړاس کوونکي دي او د همدې له امله تل په چاپېريالي اوبو کې نه موندل کېږي). [۱۸]
  • هورمونونه (له حېواني مالدارۍ نه او د انساني هورموني حمل مخنيوي مېتودونو نه پاتې شونې) او ترکيبي مواد، لکه: (phthalates)، چې هورمونونه د هغوی په عمل کې لېږدوي. دا په طبيعي biota، خورا ټيټ غلظت کې او په بالقوه ډول پر انسانانو باندې منفي اغېزې لرلی شي (که چېرې اوبه د څښاک اوبو لپاره درملنه او وکارول شي). [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچینې[سمول]

  1. Von Sperling, M. (2015). "Wastewater Characteristics, Treatment and Disposal". IWA Publishing 6. doi:10.2166/9781780402086. ISBN 9781780402086. https://iwaponline.com/ebooks/book/72/. 
  2. W. Wesley Eckenfelder Jr. (2000). Kirk‐Othmer Encyclopedia of Chemical Technology (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 1). John Wiley & Sons, Inc. doi:10.1002/0471238961.1615121205031105.a01. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-48494-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Water Pollution". Environmental Health Education Program. Cambridge, MA: Harvard T.H. Chan School of Public Health. July 23, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. WHO and UNICEF (2017) Progress on Drinking Water, Sanitation and Hygiene: 2017 Update and SDG Baselines. Geneva: World Health Organization (WHO) and the United Nations Children's Fund (UNICEF), 2017
  5. Moss, Brian (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Water Pollution by Agriculture"]. Phil. Trans. R. Soc. Lond. B 363 (1491): 659–666. doi:10.1098/rstb.2007.2176. PMID 17666391. 
  6. Von Sperling, M. (2015). "Wastewater Characteristics, Treatment and Disposal". IWA Publishing 6. doi:10.2166/9781780402086. ISBN 9781780402086. https://iwaponline.com/ebooks/book/72/. 
  7. Von Sperling, M. (2015). "Wastewater Characteristics, Treatment and Disposal". IWA Publishing 6. doi:10.2166/9781780402086. ISBN 9781780402086. https://iwaponline.com/ebooks/book/72/. 
  8. Von Sperling, M. (2015). "Wastewater Characteristics, Treatment and Disposal". IWA Publishing 6. doi:10.2166/9781780402086. ISBN 9781780402086. https://iwaponline.com/ebooks/book/72/. 
  9. Schueler, Thomas R. "Microbes and Urban Watersheds: Concentrations, Sources, & Pathways." Reprinted in The Practice of Watershed Protection. Archived January 8, 2013, at the Wayback Machine. 2000. Center for Watershed Protection. Ellicott City, MD.
  10. Pollution: Causes, effects, and control. Roy M. Harrison (الطبعة 5th). Cambridge, UK: Royal Society of Chemistry. 2013. OCLC 1007100256. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78262-560-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  11. کينډۍ:Cite report
  12. Laws, Edward A. (2018). Aquatic Pollution: An Introductory Text (الطبعة 4th). Hoboken, NJ: John Wiley & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781119304500. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. G. Allen Burton, Jr., Robert Pitt (2001). Stormwater Effects Handbook: A Toolbox for Watershed Managers, Scientists, and Engineers. New York: CRC/Lewis Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87371-924-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link) Chapter 2.
  14. Johnson, Mark S.; Buck, Robert C.; Cousins, Ian T.; Weis, Christopher P.; Fenton, Suzanne E. (2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Estimating Environmental Hazard and Risks from Exposure to Per‐ and Polyfluoroalkyl Substances (PFASs): Outcome of a SETAC Focused Topic Meeting"]. Environmental Toxicology and Chemistry 40 (3): 543–549. doi:10.1002/etc.4784. ISSN 0730-7268. PMID 32452041. 
  15. Sinclair, Georgia M.; Long, Sara M.; Jone s, Oliver A.H. (2020). "What are the effects of PFAS exposure at environmentally relevant concentrations?". Chemosphere 258: 127340. doi:10.1016/j.chemosphere.2020.127340. PMID 32563917. Bibcode2020Chmsp.258l7340S. https://linkinghub.elsevier.com/retrieve/pii/S0045653520315332. 
  16. Knight, Kathryn (2021). "Freshwater methamphetamine pollution turns brown trout into addicts". Journal of Experimental Biology 224 (13): jeb242971. doi:10.1242/jeb.242971. ISSN 0022-0949. https://journals.biologists.com/jeb/article/224/13/jeb242971/270754/Freshwater-methamphetamine-pollution-turns-brown. 
  17. De Lorenzo, Daniela (2021-06-18). "MDMA Gangs Are Literally Polluting Europe". Vice World News. Brooklyn, NY: Vice Media Group. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Alexandrou, Lydon; Meehan, Barry J.; Jones, Oliver A.H. (2018). "Regulated and emerging disinfection by-products in recycled waters". Science of the Total Environment 637-638: 1607–1616. doi:10.1016/j.scitotenv.2018.04.391. PMID 29925195. Bibcode2018ScTEn.637.1607A. https://linkinghub.elsevier.com/retrieve/pii/S0048969718315845. 
  19. "Environment Agency (archive) – Persistent, bioaccumulative and toxic PBT substances". Environment Agency (UK). د اصلي آرشيف څخه پر August 4, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Natural Environmental Research Council – River sewage pollution found to be disrupting fish hormones. Planetearth.nerc.ac.uk. Retrieved on 2012-12-19.
  21. "Endocrine Disruption Found in Fish Exposed to Municipal Wastewater". Reston, VA: US Geological Survey. د اصلي آرشيف څخه پر October 15, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)