د اوبو شخړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوبو شخړه اوبو ته د لاسرسي د حق پر سر د هېوادونو، ملتونو یا ډلو تر منځ شخړې ته ویل کېږي. ملګري ملتونه څرګندوي چې د اوبو د اړوندو اختلافاتو لامل د اوبو د مصرفوونکو د عمومي یا خصوصي ګټو ټکر دی. د تاریخ په اوږدو کې د اوبو پر سر ګڼې شخړې پېښې شوې دي، خو له دې سره سره ډېرې کمې دودیزې جګړې د اوبو پر سر شوې دي. اوبه له تاریخي پلوه د کړکېچ سرچینه او د هغو شخړو عامل دی چې په نورو دلایلو پیل شوې دي. د اوبو اړوندې شخړې د ګڼو دلایلو له امله پېښېږي چې ارضي اختلافات، د سرچینو لپاره مبارزه او ستراتیژيکې ګټې یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۱][۲][۳][۴][۵]

د اوبو شخړې په یوه هېواد کې دننه یا د بېلابېلو هېوادونو تر منځ پېښېدای شي. هېواد منځي یا د هېوادونو تر منځ شخړې د دوو یا ډېرو داسې ګاونډیو هېوادونو تر منځ پېښېږي چې د سیند، سمندر یا ځمک‌لاندې اوبو د حوضې په څېر د اوبو ګډه سرحدي سرچینه ولري. د بېلګې په توګه منځني ختیځ د نړۍ د خوږو اوبو یوازې ۱ سلنه برخه د نړۍ د ټول نفوس له ۵ سلنه برخې سره شریکه کړې ده. د هېوادونو دننه شخړې په یوه هېواد کې د یوه یا ډېرو لورو تر منځ پېښېږي. یوه بېلګه یې ښايي د کروندګرو او صنعت تر منځ ټکر (د کرنې په مقابل کې د اوبو صنعتي استفاده) وي.[۶]

دغه شخړې هم د خوږو اوبو او هم د تروشو اوبو پر سر دي چې هم د هېوادونو تر منځ او هم په هېوادونو کې دننه پېښېږي. خو ډېری شخړې د خوږو اوبو پر سر دي. دا چې د خوږو اوبو سرچینې اړینې او په عین حال کې کم‌پیدا دي، له همدې امله د اوبو د اړوندو اختلافاتو مرکزي نکته خوږې اوبه دي چې لامل یې د څښاک، خړوبولو او انرژۍ د تولید اوبو ته اړتیا ده. همدا راز خوږې اوبه یوه حیاتي طبیعي سرچینه ده او له همدې امله دغه ډول اوبو ته لاسرسی د یوه هېواد یا سیمې د ژوند او اقتصاد پر حالت اغېز کوي. د اوبو د ناورین د نورو عواملو تر څنګ منځني ختیځ ته په ورته سیمو کې د اوبو رسونې د ارزان بیه انتخابونو کمښت د اوبو پر ټولو مصرفوونکو لکه شرکتونو، دولتونو او افرادو شدید فشار واردولای شي او د شخړو او بالاخره د تېري یا تجاوز لامل کېدای شي.[۷][۸][۹]

د اوبو پر سر ګڼې داسې شخړې موجودې دي چې تر ډېره په ملي کچه ناحل پاتې کېږي او کله چې اوبه کمېږي، یا د اقلیمي بدلونونو له امله ځايي هایدرولوژي بدلېږي او یا هم د نړۍ نفوس زیاتېږي، دغه موارد لا ډېر خطرناک کېږي. دا چې د اوبو اړوند اختلافات زیات دي، له دې امله دغو اختلافاتو ته رسیده‌ګي هم ستونزمنه ده، خو د دغو اختلافاتو د خطرونو د کمولو لپاره ګڼې ستراتيژۍ هم موجودې دي. ځايي او نړیوال قوانین او هوکړه‌لیکونه د نړیوالو سیندونو او ځمک‌لاندې اوبو له شریکولو سره مرسته کولی شي. پرمختللې ټکنالوژي او مؤسسې کولای شي چې په کم اوبو سیمو کې هم اوبو ته لاسرسی ښه کړي او هم د اوبو له شریکولو سره مرسته وکړي.[۱۰][۱۱]

لاملونه[سمول]

د اوبو کمښت په ځايي او سیمه‌ييزه کچه د شخړو لامل شوی دی. اوبه د انسان د ژوند لپاره یو حیاتي عنصر دی او انساني فعالیتونه د اوبو له شتون او کیفیت سره نږدې اړیکه لري. اوبه یوه محدوده سرچینه ده. د اوبو پر سر ځکه شخړې رامنځته کېږي چې د اوبو د سرچینو او د څښاک د اوبو لپاره تقاضا ښايي تر عرضې لوړه شي، یا یې ښايي دلیل دا وي چې اوبو ته د لاسرسي او تخصیص کنترول لانجمن دی او یا یې هم ښايي دلیل دا وي چې د اوبو د مدریت بنسټونه کمزوري دي یا نه‌شته. د اوبو د ناورین عوامل ښايي د اوبو د ګډو سرچینو د ترلاسه کولو لپاره پر زیانمنو لورو فشار راوړي او دا فشار د دیپلوماتیک کړکېچ یا څرګندې شخړې لامل شي.[۱۲][۱۳]

دا مهال د اوبو پر سر کړکېچونه او شخړې تر ډېره په ملي کچو رامنځته کېږي. د افریقا په سوېلي صحرا کې د کروندګرو او مالدارانو تر منځ تاوتریخوالی په ډېرېدو دی. په یمن، سوریه او عراق کې د هغو جګړو په جریان کې چې له اوبو پرته په نورو دلایلو پیلېږي، د اوبو پر غیر پوځي سیستمونو بریدونه ډېر شوي دي. د اوبو کمښت هغه شخړې او سیاسي کړکېچونه لا شدیدولای شي چې مستقیماً د اوبو پر سر نه رامنځته کېږي. د وخت په اوږدو کې د خوږو اوبو د کیفیت یا کمیت تدریجي کمښت ښايي د خلکو روغتیا زیانمنه کړي، د اقتصادي پراختیا مخه ونیسي او لویې شخړې شدیدې کړي او په دې توګه د یوې سیمې بې‌ثباتي لا زیاته کړي.[۱۴][۱۵]

اقلیمي بدلونونه او د نړۍ د نفوس ډېروالی هم په ګډه د اوبو پر محدودو سرچینو نوي فشارونه واردوي او د اوبو پر سر د شخړو خطر ډېروي.[۱۶]

وړاندوېینې[سمول]

په تېرو ۲۵ کلونو کې سیاستوالو، پوهانو او ژورنالستانو بیا بیا اندېښنه څرګنده کړې ده چې د اوبو پر سر اختلافات به د راتلونکو جګړو سرچینه وي. په دې اړه ځینې مشهور نقل قولونه شته: د مصر د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي «بطرس بطرس غالي» ویلي چې "په منځني ختیځ کې به راتلونکې جګړه د سیاست نه وي، بلکې د اوبو پر سر به وي"؛ په ملګرو ملتونو کې د ده ځای‌ناستي «کوفي عنان» په ۲۰۰۱ کال کې وویل چې "د خوږو اوبو لپاره شدید رقابت به په راتلونکي کې د شخړو او جګړو پر سرچینه بدل شي"، او د نړیوال بانک پخواني مرستیال «اسماعیل سراج الدین» ویلي چې که په حکومتولۍ کې بدلونونه رانه‌شي، د راتلونکې پېړۍ جګړې به د اوبو پر سر وي. پر دې سربېره، د اوبو په اړه د سټکهلم په تېر کنفرانس کې «لېسټر براون» وویل، "دا مهال معمولاً ویل کېږي چې په منځني ختیځ کې راتلونکې جګړې د تېلو پر ځای د اوبو پر سر دي".[۱۷]

د اوبو پر سر د جګړو فرضیو د سیند، اردن او نیل په څېر د یو شمېر سیندونو په اړه په مخکې ترسره شویو څېړنو کې ریښې لرلې. دغو ځانګړو سیندونو ته د اوبو د اړوندو اختلافاتو له امله پام واوښت. ځینې ځانګړې پېښې شته چې د شواهدو په توګه ذکر شوې دي. په دې کې د اردن سیند د سرچینو د اړولو لپاره د اسرائیلو له‌خوا د سوریې د هڅو بمبارول او د مصر هغه پوځي ګواښونه یادولی شو چې هر هېواد ته یې د نیل په پورتنیو اوبو کې د بندونو جوړولو په اړه کړي دي.

د اوبو پر سر د شخړو د ډېروالي یو بل عامل په کم‌اوبو سیمو کې د اوبو لپاره شدید رقابت دی او دا هغه ځایونه دي چې د انساني استفادې، غذايي تولید، ایکوسیستمونو او نورو مصارفو لپاره د اوبو د تأمین اړتیاوې اوبو ته له لاسرسي سره برابرې دي. د سېلابونو او وچکالۍ په څېر شدیدې هایدرولوژيکي پېښې هم د اوبو پر سر د شخړو خطرونه ډېرولی شي. د نفوس له ډېرېدو او اقتصادي پراختیا سره د اوبو تقاضا هم ډېرېدای شي او ښايي په ځينو سیمو یا هېوادونو کې په ځانګړي ډول د وچکالۍ پر مهال یا د اوبو په مشترکو نړیوالو حوضو کې د محدودو اوبو د تخصیص او کنترول پر سر اختلافات شدید شي.[۱۸]

د اوبو هغه سرچینې چې د نړیوالو سرحدونو په محدوده کې راځي، د جګړې په پرتله تر ډېره د همکارۍ سرچینې دي. هغه پوهان چې د اوبو د مدیریت په نړیوال انستېتیوت کې کار کوي، هغه شواهد یې څېړلي دي چې د اوبو پر سر د جګړې د اټکلونو تر شا دي. د دوی موندنې څرګندوي چې که څه هم د اوبو په یو شمر نړیوالو حوضو کې د اوبو اړوند تضاد موجود دی، خو په پاتې شاوخوا ۳۰۰ نړیوالو مشترکو حوضو کې شواهد تر ډېره مثبت دي. سلګونه داسې معاهدې موجودې دي چې د هغو هېوادونو تر منځ د اوبو عادلانه استفاده تنظیموي چې د اوبو ګډې سرچینې لري. د دغو معاهدو یا هوکړه‌لیکونو په پایله کې رامنځته شوي بنسټونه ښايي د تضاد پر ځای د همکارۍ د تضمین لپاره مهم عوامل وي.[۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Tulloch, James (August 26, 2009). "Water Conflicts: Fight or Flight?". Allianz. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اگسټ ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kameri-Mbote, Patricia (January 2007). "Water, Conflict, and Cooperation: Lessons from the nile river Basin" (PDF). Navigating Peace. Woodrow Wilson International Center for Scholars (4). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  3. United Nations Potential Conflict to Cooperation Potential, accessed November 21, 2008
  4. Peter Gleick, 1993. "Water and conflict." International Security Vol. 18, No. 1, pp. 79-112 (Summer 1993).
  5. Heidelberg Institute for International Conflict Research (Department of Political Science, University of Heidelberg); Conflict Barometer 2007:Crises – Wars – Coups d'État – Nagotiations – Mediations – Peace Settlements, 16th annual conflict analysis, 2007
  6. (په March 18, 2003 باندې). Water shortages 'foster terrorism'. BBC News
  7. "Patp > > >". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ جولای ۲۰۰۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Freshwater: lifeblood of the planet, accessed November 21, 2008
  8. Murakami, Masahiro. 1995. Archived 2011-01-17 at the Wayback Machine. Managing Water for Peace in the Middle East: Alternative Strategies, New York: United Nations University Press. Accessed online November 16, 2008.
  9. [۱] United Nations Potential Conflict to Cooperation Potential, accessed November 21, 2008
  10. [۲] Archived 2016-11-24 at the Wayback Machine. Brooks, Nina. "Impending Water Crisis in China," Arlington Institute. Accessed November 28, 2008.
  11. Gleick, Peter (17 March 2022). "Water Conflicts Continue to Worsen Worldwide". Pacific Institute. Pacific Institute. د لاسرسي‌نېټه March 17, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wolf, Aaron T (2001). "Water and Human Security". Journal of Contemporary Water Research and Education. 118: 29. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ICWE (1992). International Conference on Water and the Environment--Development Issues for the 21st Century, 26–31 January 1992, Dublin, Ireland : the Dublin statement and report of the conference, Geneva, Switzerland, ICWE Secretariat, World Meteorological Organization
  14. Gleick, Peter (2019). "Water as a weapon and casualty of armed conflict: A review of recent water-related violence in Iraq, Syria, and Yemen". WIREs Water. 6 (4): 1–15. doi:10.1002/wat2.1351. S2CID 195514316. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Postel, S. L.; Wolf, A. T. (2001). "Dehydrating Conflict". Foreign Policy. 126 (126): 60–67. doi:10.2307/3183260. JSTOR 3183260. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Coming Wars for Water". Report Syndication. October 12, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "EPI Releases - How Water Scarcity Will Shape the New Century - EPI". www.earth-policy.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gleick, Peter (17 March 2022). "Water Conflicts Continue to Worsen Worldwide". Pacific Institute. Pacific Institute. د لاسرسي‌نېټه March 17, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Promoting cooperation through management of transboundary water resources, Success Stories, Issue 8, 2010, IWMI