د اوبو د سرچينې مديريت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوبو د سرچينې مديريت د پلان، ودې او وېش فعاليت او د اوبو د سرچينو د مطلوبې اندازې کارونې اداره کولو ته ویل کېږي او دا د اوبو د دوران مديريت يو اړخ دی.

اوبه زموږ د ژوندي پاتې کېدلو لپاره اړينې دي. د اوبو د سرچينو د مديريت برخه به بايد د اوبو د تخصيص سره مخ کېدونکو شته او راتلونکو مسئلو سره توافق کولو ته دوام ورکړي. د نړيوال اقليمي بدلون مخ پر ودې شکونو او د مديريتي عملونو اوږد مهاله اغېزو سره د پرېکړې کول به ان زيات ستونزمن وي. اټکل کېږي چې د روان اقليمي بدلون به هغو حالتونو ته زمينه برابره کړي، چې تر اوسه نه دي رامنځته شوي. د پايلې په توګه د اوبو د سرچينو په تخصيص کې د شاته تګ د مخنيوي په پار بديلو مديريتي کړنلارو ته اړتيا ده.

له هيلې سره سم، د اوبو د سرچينې مديريت پلان جوړونه د اوبو ټولو رقابتي غوښتنو ته درناوی لري او د ټولې کارونې او غوښتنو د قانع کولو په موخه د عدالت پر بنسټ د اوبو د تخصيص غوښتنه کوي. د بلې سرچينې مديريت په پرتله، دا په عمل کې په نادره توګه ممکن دی.

د اوبو پر بنسټ د سرچينو لپاره په راتلونکي کې يو تر ټولو سترو اندېښنو نه د شته او راتلونکو اوبو سرچينې د تخصيص تلپاتی والی دی. دا چې اوبه کمېږي، د اوبو د مديريت ارزښت په پراخه توګه وده کوي او د انسانانو د اړتياوو او په چاپيريال کې د اوبو د سرچينو د پایښت بنسټيز ګام تر منځ يو توازن مومي. [۱]

اوبه[سمول]

اوبه د سيارې پر مخ د ټولو ژوند لپاره يوه بنسټيزه سرچينه ده. د ځمکې بر مخکې د اوبو د سرچينو له ډلې يوازې 2.5 سلنه يې تازه اوبه دي. د تازه اوبو دوه پر درې برخه يې په يخ او يخچالونو احاطه کړي دي. د پاتې يو پر درې برخو نه، يوه پينځمه برخه يې لرې، د لاسرسي ناوړه سيمو کې دي او يا په موسمي سيندونو او سيلابونو کې زياتره د موسمي بارانونو اوبه دي چې په اسانۍ سره ترېنه ګټه نه شي اخېستل کېدلی. هر څومره چې وخت تېرېږي، اوبه کمېږي او د هېوادونو تر منځ د څښاک پاکو او خوندي اوبو ته لاسرسی لرل محدود دي. اوسمهال د نړۍ د ټولو تازه اوبو يوازې نږدې 0.08 سلنه يې ان د اوبو لپاره په مخ پر زياتېدونکې غوښتنه کې هم د انسانانو په واسطه د روغتيا (په عملي ډول د ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي)، څښاک، توليد، وخت تېرېدنې او کرنې په برخو کې په کار اچول کېږي. د پاتې شوو اوبو د کوچنۍ سلنې له امله، د هغو تازه اوبو ګټورول چې موږ له طبيعي سرچينو نه پرېښي دي، په نړيواله کچه په بېلابېلو موقعيتونو کې يوه همېشنۍ ستونزه ده. [۲][۳]

د اوبو سرچينې مديريت کې زياته هڅه د اوبو کارونې د ګټورتوب او پر طبيعي چاپېريال باندې د اوبو د چاپېريالې اغېزې د کمولو په برخه کې دي. د ايکوسيستم د نه بېلېدونکې برخې په توګه د اوبو مشاهده د متحدو اوبو سرچينې د مديريت پر بنسټ ده، چې د ايکو سيستم کميت او کيفيت په کې د طبيعي سرچينو د طبيعت په مشخص کولو کې مرسته کوي. [۴]

د اوبو عرضه د يوې محدودې سرچينې په توګه يوګواښ رامنځته کوي. دا حالت د DESAFIO (Democratization of Water and Sanitation Governance by Means of Socio-Technical Innovations) د پروژې په واسطه مفروض شوی دی، چې د ۳۰ مياشتو په اوږدو کې د څېړنې، تيکنالوژيکي پرمختګ او ادارې لپاره د اروپايي اتحاديې د اووم کاري چوکاټ پروګرام په مالي ملاتړ رامنځته شوی دی. دا پروژه د مخ پر ودې سيمو لپاره له يوې ستونزې سره مخامخ شوه، چې اړينو اوبو ته په لاسرسي کې د ساختماني ټولنيزې نابرابرۍ له منځه وړل او د عامه روغتيا خدمتونو برخې وې. د DESAFIO انجنيرانو د امريزې انرژۍ او فلټرونو پر مټ د اوبو د درملنې يا ډول په يوه سيستم باندې کار وکړ، چې د Minas Gerais په ايالت کې يوې زياتې غريبې ټولنې ته خوندي اوبه چمتو کوي. [۵]

د هرې يوې سرچينې بريالی مديريت د شته سرچينو سمې پوهې، د کارونې برخو، د سرچينې لپاره سيالې غوښتنې، د غوښتنو د سيالۍ د ارزښت او څرنګوالي د ارزونې په موخه معيارونه او پړاوونه او د کړنلارو د پرېکړو د عملي کولو ميکانيزمونو ته اړتيا لري. په ټوله کې د نوي مديريت ګډون کوونکي اړتيا لري چې نوې تجربې تر سره او خپله دا تجربې له باندنیو خلکو سره شريکې کړي، چې د حکومت پيغام خپور او دا نوې کړنلارې جوړې کړي. [۶]

اوبه د يوې سرچينې په توګه جوړول، ځکه ستونزمن دي چې د اوبو سرچينې له زياتو ملي پولو نه تېرېږي او د اوبو کارونې د مالي ارزښت د مشخص کولو په برخه کې ستونزې لري او کېدای شي، له عمومي دود سره سم یې  په سمو (معمولي) اصطلاحاتو کې يې تنظيمول ستونزمن وي. په بېلګو کې يې نادر موجودات، ايکوسيستمونه يا تر ځمکې لاندې د لرغونو زېرمو (چې ځينې وختونه د فوسيلي اوبو په توګه پېژندل کېږي) اوږدمهاله ارزښت شاملېږي. [۷]

کرنه[سمول]

کرنه د نړۍ د تازه اوبو د سرچينو تر ټولو ستره کارونه ده، چې ۷۹ سلنه اوبه مصرفوي. دا چې د نړۍ نفوس زياتېږي، نو ځکه زيات خواړه مصرفوي (اوسمهال له 6% زياتېږي، چې تر ۲۰۵۰ ز پورې تر 9% د رسېدلو اټکل يې شوی دی)، صنعتونه او کليوالي پرمختګونه پراختيا مومي او د راښکاره کېدونکو biofuel حاصلاتو سوداګري هم د تازه اوبو سرچينو د ونډې غوښتنه کوي، چې همدې ټولو مواردو ته په پام سره د اوبو لږوالی يوه مهمه مسئله جوړېږي. په کرنه کې د اوبو سرچينې د مديريت په اړه يوه ارزونه په ۲۰۰۷ ز کې د اوبو د مديريت د نړيوال انسټيټيوټ له خوا په سريلانکا کې تر سره شوه. موخه يې دا معلومول وو، چې ايا نړۍ د خپل مخ پر وده نفوس لپاره د خوړو چمتو کولو په پار کافي اوبه لرلې که نه. دې ارزونې په نړيواله کچه د کرنې لپاره د اوبو شته لاسرسی وارزاوه او هغه سيمې يې په نښه (نقشه) کړې، چې د اوبو له کموالي کړېدلې. ذکر شوې ارزونې وموندل چې د نړۍ پينځمه برخه خلک، چې له 1.2 بيليون نه زياتېږي؛ د فزيکي اوبو د کمښت په سيمو کې ژوند کوي، چې د دوی د اړتياوو د پوره کولو لپاره په کې پوره اوبه نه شته. 1.6 بيليونه نور خلک چې په هغو سيمو کې ژوند کوي، د اقتصادي اوبو کمښت تجربه کوي، چې په اوبو کې د پانګه اچونې کمښت يا ناکافي انساني ظرفيت په کې د اوبو لپاره د تقاضا قانع کولو په موخه دا د صلاحيت لرونکو مقاماتو لپاره ناممکنوي. [۸][۹][۱۰]

یاد شوي راپور وموندل چې په راتلونکي کې د مطلوبو خوړو توليد به ممکن وي، مګر د اوسني (نننيو) خوړو د توليد دوام او چاپيريالي تمايلات به د نړۍ په زياتره برخو کې کړکېچونو ته زمينه برابره کړي. د خوړو توليد په پام کې نيولو سره، نړيوال بانک د کرنيزو خوړو توليد د يو مخ پر زياتېدونکې نړيوالې مسئلې په توګه د اوبو سرچينې مديريت په نښه کوي، چې يوه مهمه او وده واله مناظره تغذيه کوي. د (بې اوبو: له ډېروالي تر کمښته او د نړۍ د اوبو د ستونزو د حل څرنګوالی) کتاب ليکوالانو د نړۍ د اوبو د ستونزو دحل په موخه د شپږ ماده یيز پلان بنسټ کېښود. هغه شپږ ټکي دا دي: ۱) د اوبو اړوند معلوماتو ته وده ورکول، ۲) چاپيريال خوندي کول، ۳) د اوبو اداره (water governance) تشکيلول، ۴) د کرنيزو اوبه کارونې بيا ژوندي کول، ۵) د کليوالي او صنعتي غوښتنې اداره کول او ۶) د اوبو د سرچينې په مديريت کې د غريبو او مېرمنو پياوړي کول. د اوبو د نړيوال بحران د مخنيوي په پار بايد بزګران د ګټورتوب د زياتوالي هڅه وکړي، چې د خوړو لپاره د وده والي غوښتنې پوره کړي؛ په داسې حال کې چې صنعت او ښارونه په یو څه  زياته ګټوره توګه د اوبو د کارونې لپاره لارې مومي. [۱۱][۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. Walmsly, N., & Pearce, G. (2010). Towards Sustainable Water Resources Management: Bringing the Strategic Approach up-to-date. Irrigation & Drainage Systems, 24(3/4), 191–203.
  2. Fry, Carolyn The Impact of Climate Change: The World's Greatest Challenge in the Twenty-first Century 2008, New Holland Publishers Ltd
  3. "How Much Water is There on Earth?". www.usgs.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. USGS - Earth's water distribution
  5. "Extend access to water with the help of technology. [Social Impact]. DESAFIO. Democratization of Water and Sanitation Governance by Means of Socio-Technical Innovation (2013–2015). Framework Programme 7 (FP7)". SIOR, Social Impact Open Repository. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Pahl-Wostl, Claudia; Craps, Marc; Dewulf, Art; Mostert, Erik; Tabara, David; Taillieu, Tharsi (2007-08-20). "Social Learning and Water Resources Management". Ecology and Society (په انګلیسي ژبه کي). 12 (2). doi:10.5751/ES-02037-120205. ISSN 1708-3087. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. USGS - Earth's water distribution
  8. Grafton, Q. R., & Hussey, K. (2011). Water Resources . New York: Cambridge University Press.
  9. "Water in Agriculture". World Bank (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Molden, D. (Ed). Water for food, Water for life is A Comprehensive Assessment of Water Management in Agriculture. Earthscan/IWMI, 2007.
  11. The World Bank, 2006 "Reengaging in Agricultural Water Management: Challenges and Options". د کتاب پاڼي 4–5. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Chartres, C. and Varma, S. Out of water. From Abundance to Scarcity and How to Solve the World’s Water Problems FT Press (USA), 2010