د اهل حق په وړاندي د اهل باطل دسيسې:
د اسلام د پيل څخه اهل باطل د اهل حق په وړاندي خپله سړه او توده جګړه فعاله ساتلې او د اهل حق د چوپ کولو او ختمولو لپاره يې ګڼ شمېر طريقې په کار اچولي او په مختلفو ډولونو يې اهل حق ته دسيسې او توطئې جوړ کړيدي چي عمده يې په لاندي ډول دي:
1 – دوکه کول او په فتنه کي اچول؛ اهل باطل کوښښ کوي چي اهل حق دوکه کړي او په فتنه کي يې واچوي په خاصه توګه د مال، ښځو او منصبونو فتنې چي تل اهل باطل د امتيازاتو او ډاليو په بڼه اهل حق ته وړاندي کړيدي تر څو اهل حق ښکار کړي او د خپلي حقي مبارزې څخه يې را وګرځوي؛ ددې لپاره په تاريخ کي ډېري لويي بېلګي سته چي تر ټولو يې ښکاره نمونه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د قريشو وړانديز دي چي عتبة بن ربيعة العبشمي يې ور واستوی تر څو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د مال او منصب پيشنهاد وکړي او په مقابل کي رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل دعوت پسې پريږدي.
عتبه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په ډېره پسته ژبه وړنديز کوي چي که ته خپل دعوت پسې پريږدې موږ به تا ته دومره ډېر مال ټول کړو چي ته زموږ ټولو مالداره جوړ سې او که ته منصب غواړې موږ به تا ته داسي منصب درکړو چي په موږ کي به هيڅ کار بېله ستا مشورې نه کيږي او که ته باچاهي غواړې موږ به تا پر ځانونو باندي باچا کړو او داسي نور وړانديزونه يې ورته وکړه خو رسول الله صلي الله عليه وسلم ددوی ټول وړانديزونه رد کړه او پر خپلي مبارزې يې ټينګار وکړ.
همداسي د تاريخ په اوږدو کي ډېرو مسلمانو باچاهانو او شخصيتونو ته د کفارو او اهل باطل لخوا ډېر غټ غټ وړانديزونه سوي وي خو چا چي ددوی وړانديز منلی ارومرو يې هغه ښکار سوی او د حقي لاري څخه يې اړولی دی او چا چي ندی منلی هغه په يو ډول خپله ديني داعيه پر مخ باندي بيولې ده؛ حضرت معاويه رضي الله عنه ته د روم امپراطور ليک واستوی چي که ته د حضرت علي رضي الله عنه سره جګړه کول غواړې زه به ډېر امکانات تا ته په اختيار کي درکړم خو معاويه رضي الله عنه ددې تر څنګ چي دده غوښتنه يې و نه منل بلکي په ډېره تونده لهجه يې جواب ورکړ او هغه يې سخت تهديد کړ.
يهودانو سلطان عبدالحميد رحمه الله ته وړانديز وکړ چي ته موږ ته په فلسطين کي د اوسېدلو ځای راکړه موږ به ستا د خلافت ټول مالي پورونه آداء کړو سلطان عبدالحميد رحمه الله يې په کلکه وړانديز رد کړ او ورته ويې ويل: زه به د فلسطين يوه لوېشته مځکه تاسي ته در نکړم.
همداسي ډېري نوري بېلګي سته چي کفارو او اهل باطل د مسلمانانو د دوکه کولو او خطا ايستلو لپاره کوښښونه کړيدي تر څو يې د خپلي حقي داعيې او مبارزې څخه را وګرځوي.
2 – تهمت او اتهام؛ اهل باطل چي کله د اهل حق د دوکه کېدلو څخه نا اميده سي بيا نو بې ځايه تورونو او اتهاماتو ته مخ اړوي او د حق مبارزين په ناوړه نومونو او بدو کارونو باندي متهم کوي تر څو هغوی په ټولنه کي بدنام کړي او خلګ يې د پلوۍ څخه را وګرځوي لکه کفارو چي د پيغمبرانو سره همداسي کول او هغوی يې په ساحرانو، کاهنانو، شاعرانو، درواغجنانو او ليونيانو باندي متهم کول؛ کفارو پدې باندي هم بسنه نه کول بلکي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بدنام کولو لپاره يې خلګ ګڼو ځايونو ته لېږل تر څو هلته خلګو ته رسول الله صلی الله عليه وسلم بد معرفي کړي او خلګ يې د پلوۍ څخه را وګړځوي لکه نضربن الحارث چي خلګ به يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه راګرځول او د فارسيانو او روميانو قيصې به يې ورته کولې چي ګويا محمد صلی الله عليه وسلم هم تاسي ته داسي قييصې کوي.
د اتهام او تورونو تر بريد لاندي يواځي پيغمبران ندي راغلي بلکي د تاريخ په اوږدو کي ډېر تکړه داعيان او مبارزين د کفارو او اهل باطل لخوا متهم سوي لکه منافقينو چي پر حضرت عائشې رضي الله عنها تهمت ولګوی، روافضو پر ابوبکر او عمر رضي الله عنهما تهمت ولګوی، خوارجو پر حضرت عثمان او حضرت علي رضي الله عنهما تهمت ولګوی، ځينو متعصبينو پر امام ابوحنيفه رحمه الله د مرجئيت تهمت ولګوی، يهودو او د هغوی ګوډاګيانو د عثماني خلافت پر خليفه پنځم سلطان مراد د ليونتوب تهمت ولګوی او لکه کفارو چي پر مجاهدينو د تروريست تهمت ولګوي او داسي نوري بېلګي.
نو کله چي د کفارو او اهل باطل فاسده تطميع پر مسلمانو مبارزينو تأثير ونکړي د هغوی متهم کولو او بدنامه کولو ته مخه کوي چي له بده مرغه د کفارو دغه کار اوس په ځينو خود خواه او متعصبو مسلمانانو کي هم پيدا سوی دی چي ځيني حقاني علماء، د اسلامي نظام ځيني مشران او مسلمان مبارزين په ناوړه نومونو باندي متهم کوي تر څو چي هغوی په ټولنه کي بدنام کړي او د هغوی د ديني خدماتو مخه ونيسي.
په لنډه توګه داسي ویلای سو چی اتهام او تهمت د فکري جګړې يوه برخه ده مسلمانان بايد په پوره غور ورته هوښيار وسي.
3 – آزار رسول او ځورول؛ کله چي د کفارو او اهل باطل د اتهام او تهمت پاليسي ناکامه سي نو بيا د اهل حق آزار او ځورولو ته مخه کوي تر څو پدې طريقه هغوی د خپل هدف څخه را وګرځوي او د اسلامي مبارزې مخه يې ونيسي چي د تاريخ په اوږدو کي ددې لپاره هم ډېري لويي بېلګي لرو لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي چي کفارو هغه ته او مسلمانانو ته ډول ډول تکليفونه ورکول او هغوی يې په ګڼو طريقو ځورول؛ د مکې کفارو د ذهني ځوروني څخه پيل بيا تر اقتصادي او فزيکي ځوروني پوري په ټولو باندي مسلمانانو ته تکليفونه ورکول او دا يواځي تر هغه وخته پوري خاص هم ندی بلکي په هره زمانه کي کفارو او اهل باطل د مسلمانانو او اهل حق د ځوروني کوښښونه کړي او کوي يې.
4 – فزيکي اخيستنه او وژل؛ کله چي د اهل باطل پورته طريقې د مسلمانو مبارزينو پر ضد نتيجه ورنکړي نو بيا د مبارزينو وژلو ته مخه کوي چي د تاريخ په اوږدو کي کفارو د پيغمبرانو څخه پيل بيا تر عامو مسلمانانو پوري د ټولو سره همداسي کړيدي؛ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي ددې تر څنګ چي عقبه بن ابي معيط او ابوجهل په انفرادي ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وژلو کوښښونه کړيدي په دارالندوه کي د مشرکينو مشران سره راټول سوه او په ګډه يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وژلو فيصله وکړه.
په هره زمانه کي د مسلمانانو، مسلمانو واکمنانو، حقاني علماؤ او مسلمانو مبارزينو په وړاندي کفار او اهل باطل همدا پاليسي غوره کوي د خپل اقتدار او بروز په وخت کي يې په ښکاره ډول وژني او د خپل ضعف او پټوالي په وخت کي يې بيا په مرموز شکل په شهادت رسوي.
موږ مسلمانان بايد د کفارو او ټول اهل باطل ټولو دسيسو او توطئو ته پوره متوجه وسو.
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري