د انګلیس او زولو جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د انګلیس او زولو جګړه په ۱۸۷۹ز کال کې د بریتانیا ټولواکمنۍ او زولو سلطنت ترمنځ پیل شوه. د کاناډا فدراسیون لپاره په شمالي امریکا کې د بریتانیا د ۱۸۶۷ز کال قانون له تصویبېدو وروسته ګومان کېده چې ورته سیاسي هلې‌ځلې او نظامي عملیات به د افریقا په سویل کې د افریقایي شاهي نظامونو، قبایلي سیمو او بویر جمهوریتونو په تړاو بریا ته ورسېږي. په ۱۸۷۴ز کال کې، د بریتانیا ټولواکمنۍ له‌خوا ښاغلی بارتل فرېر د لوړپوړي پلاوي په توګه د افریقا سویل ته واستول شو ترڅو دغه پلانونه عملي کړي. د افریقا د سویل جمهوریت وسله‌وال خپلواک هېوادونه او د زولولنډ شاهي نظام لوی خنډونه وو.[۱]

د ۱۸۷۸ز کال د ډسمبر پر ۱۱، فرېر د زولو پاچا «کېتشوایو» ته یوه وېروونکی ضرب‌الاجل ولېږه او له ردېدو وروسته یې لارد چلمسفورډ واستوه ترڅو پر زولولنډ برید وکړي. په اېساندلوانا جګړه کې د زولو لومړنۍ بریا او وروسته د زولو ستر ځواک له‌لورې برید کې د بریتانیا کوچني پوځ له‌خوا د روکس دریفت دفاع په شمول، دغه جګړه د څوګونو خونړیو نښتو له‌امله مشهوره ده. په پای کې، بریتانیا دغه جګړه وګټله او پر سیمه باندې یې د زولو واکمني پای ته ورسوله.[۲][۳][۴]

تاریخچه[سمول]

مخینه[سمول]

د بریتانیا ټولواکمنۍ[سمول]

د ۱۸۵۰ز لسیزې په لړ کې د بریتانیا ټولواکمنۍ د افریقا په سویل کې یوشمېر مستعمرې ترلاسه کړې چې له بېلابېلو بویر مېشت‌ځایونو، د زولوګانو په څېر ځایي شاهي نظامونو، باسوتو او ډېرشمېر قبایلي سیمو او ایالتونو سره یې پولې درلودې. د دغو ډلو ترمنځ بېلابېلې دوه‌اړخیزې اړیکې د پراختیا غوښتنې تګلارې د رامنځ‌ته کېدو لامل وګرځېدې. د کېپ مستعمره، د هالنډ او انګلیس ترمنځ د ۱۸۱۴ز کال له تړون وروسته رامنځ‌ته شوه چې له‌مخې یې د کېپ ټاون هالنډي مستعمره د تل لپاره بریتانیا ته ورکړل شوه او دغه مستعمره په نولسمې پېړۍ کې خورا پراخه شوه. د افریقا په سویل‌ختیځ کې ناتل د ۱۸۴۳ز کال د مې پر ۴ وروسته له هغه د بریتانیا د مستعمرې په توګه وپېژندل شو چې د بریتانیا دولت د ناتالیا بویر جمهوریت خپل کړ. دغه مسایل هغه مهال پای ته ورسېدل چې د زولو د مشر «سیرایو» درې زامنو او یو ورور پر ناتل یو برید ترسره کړ او دوه ښځې یې، چې د بریتانیا تر ملاتړ لاندې وې، ووژلې.

په ۱۸۶۷ز کال کې، د وال سیند په غاړه، د کېپ ټاون شمال‌ختیځ ته ۵۵۰ مایلۍ (۸۹۰ کیلومټرۍ) ته پرتې سیمه کې د الماس کشفېدل د هېواد دننه د بویرانو انزوا ته د پای ټکی کېښود او پر پېښو باندې یې د پام‌وړ اغېزې درلودې. په دغه کشف سره د «الماس بازار تود شو» او له ټولې نړۍ څخه د خلکو پام ورواوښت، چې د پنځو کلونو په اوږدو کې د کیمبرلې ښار د وګړو شمېر ۵۰،۰۰۰ کسانو ته لوړ شو او د بریتانیا د ټولواکمنۍ د ګټو پام یې ځان ته واړوه. په ۱۸۷۰ز لسیزه کې، بریتانیا سویلي ګریکوالنډ، چې د کیمبرلې د الماس کشفیاتو سیمه وه، خپله مستعمره وګرځوله.

په ۱۸۷۴ز کال کې، د مستعمرو په برخه د بهرنیو چارو وزیر «لارد کارناروون»، چې په ۱۸۶۷ز کال کې یې په کاناډا کې فدراسیون رامنځ‌ته کړی ؤ، ګومان وکړ چې ورته پلان به په سویلي افریقا کې هم عملي وي. د سویلي افریقا د پلان له‌مخې به د سپين‌پوستو یوې کوچنۍ ډلې د تورپوستو پر لویې ډلې واکمنه وه، چې په‌دې سره به د بریتانیا د بورې کروندو او کانونو لپاره یو ارزان کاري ځواک تامین شوی ؤ. په ۱۸۷۵ز کال کې، کارناروون د بریتانیا د نفوذ پراختیا لپاره د هلوځلو په ترڅ کې «د اورېنج ازاد ایالت» او ترانسوال جمهوریت بویر ایالتونو ته نږدې شو او هڅه یې وکړه ترڅو د بریتانیا او بویر سیمو لپاره یو فدراسیون رامنځ‌ته کړي خو د بویر مشرانو د هغه طرحه ونه‌منله.[۵]

په ۱۸۷۷ز کال کې، ښاغلی بارتل فرېر د لارد کارناروون له‌خوا د افریقا سویلي هېوادونو لپاره د لوړپوړي پلاوي په توګه وټاکل شو. کاناروون، فرېر وګوماره او ګومان یې دا ؤ چې هغه به د کارناروون کنفدراسیون پلان سرته ورسوي او وروسته به فرېر د سویلي افریقا د فدرال مستعمرو لومړی بریتانیایي واکمن شي. فرېر د یوه لوړپوړي پلاوي په توګه د افریقا سویل ته واستول شو ترڅو دغه پلان عملي کړي. د دغه پلان د عملي کېدو پر لار ستر خنډونه د زولولنډ شاهي نظام او د افریقا د سویل جمهوریت د بویر خپلواکو ایالتونو شتون ؤ، چې په غیررسمي توګه د ترانسوال جمهوریت او د اورېنج ازاد ایالت په توګه پېژندل کېدل. بارتل فرېر، د وروستیو یولړ پېښو په اهمیت ورکولو کې په مبالغې سره، د پلان پرمختګ او د زولو پر وړاندې د جګړې پلمې موندلو لپاره هېڅ وخت ضایع نه‌کړ. [۶]

په ۱۸۷۷ز کال کې، په ناتل کې د قبایلي چارو وزیر «تیوفیلوس شپستون»، د یو ځانګړي حکم له‌مخې د ترانسوال جمهوریت د بریتانیا په مستعمرو کې ورګډ کړ. د ترانسوال بویرانو مخالفت وکړ، خو له هغه ځایه چې د زولو ګواښ هم شتون درلود، ځانونه یې د دوو ګواښونو ترمنځ ولېدل؛ هغوی وېرېدل، که چېرې بریتانیا سره د ملحق کېدو پر وړاندې وسله پورته او مقاومت وکړي، د کېتشوایو پاچا او زولوګان به له دغه فرصت څخه په ګټې‌اخېستنې سره ورباندې برید وکړي. بریتانیا خپلې د خپلو مستعمرو پراختیا ته دوام ورکړ او سیمې به یې یوه په بل پسې ضمیمه کولې؛ دغه ملحق کېدنې او په ځانګړې توګه د لوېدیځ ګریکوالنډ ضمیمه کېدل د بویر جمهوریتونو لپاره د اندېښنې او ناکرارۍ فضا رامنځ‌ته کړه.

شپستون د کېتشوایو رژیم د پاتې کېدو وېجاړوونکو اغېزو پر وړاندې نیوکه وکړه. هغه وویل چې، «د زولوګانو قدرت د افریقا په سویل کې د ټولو قبایلي ستونزو ریښه او واقعي پیاوړتیا ده». د ۱۸۷۷ز کال په ډسمبر کې هغه کارناروون ته ولیکل چې، «کېتشوایو د هر کوچني خپلواک واکمن پټه هیله ده چې سلګونه مایله ورڅخه لېرې دی او داسې یوه هیله لري چې هڅې یې رنګ راوړي او تر هغو چې دغه هیله له‌منځه تللې نه‌وي، هغوی به ذهنونه اصلاح نه‌کړي ترڅو د تمدن اصولو ته غاړه کېږدي». د ۱۸۷۷ز کال د اکټوبر په لومړیو کې، شپستون د «بلد سیند» په غاړه د زولو مشرانو په یوې غونډه کې ګډون کړی ؤ ترڅو د زولوګانو او بویرانو ترمنځ د ځمکې شخړه اواره کړي. هغه بویرانو سره د مصالحې وړاندیز وکړ او غونډه پرته له کومې روښانې پرېکړې پای ته ورسېده. هغه، له زولوګانو څخه له غچ‌اخېستنې سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې د بویرانو د ادعاوو د ملاتړ لپاره یې «نه‌انکارېدونکي، غښتلي او تر ټولو روښانه شواهد» په لاس کې درلودل. هغه د زولو ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې، «د زولو درواغ او خیانت په هغه کچه دی چې باور مې نه‌کېده ځناورو به هم دومره خیانت کړی وي».

د زولو شاهي نظام[سمول]

شاکا زولو، د زولو لومړنی پاچا، د جګړې او تصرف له‌لارې، د زولو په سلطنت کې د زولو کوچنۍ قبیله رامنځ‌ته کړه چې تر ۱۸۲۵ز کال پورې یې د واک لاندې سیمې پراخوالی د ۱۱،۵۰۰ مایل مربع (۳۰،۰۰۰ کیلومتر مربع) پورې رسېده. هغه په ۱۸۲۸ز کال کې، د جنګیالیو یوه مشر او دوو ناسکه وروڼو له‌خوا په دوکوزا کې ترور شو، چې یو ورور یې «دینګغ کاسنزانګاخونا» د پاچا په توګه د هغه ځایناستی شو. په ۱۸۳۰ز لسیزه کې کډوالو بویرانو د زولو له سلطنت سره، چې په هغه وخت کې دینګېن واکمن ؤ، جګړه پیل کړه. د بلد سیند په جګړه کې د وورترېکر د کډوالو یوې ۴۷۰ کسیزې ډلې مشري پرېتوریوس پر غاړه درلوده او کله چې دینګېن د ۱۸۳۸ز کال د ډسمبر پر ۱۶، پر دغې ډلې برید وکړ، نو کلکه ماته یې وخوړه. د دینګېن ناسکه ورور «امپاندې کاسنزانګاخونا» له ۱۷،۰۰۰ سرتېرو سره جلا شو او د دېنګېن پر وړاندې له بویرانو سره یوځای شو. دېنګېن ترور او امپاندې د زولو د ټولواکمنۍ پاچا شو.

سرچينې[سمول]

  1. Knight (1992, 2002), p. 8.
  2. Spiers 2006، ص. 41.
  3. Morris 1998، صص. 291–92.
  4. Colenso 1880، صص. 261–62.
  5. Gump 1996، صص. 73–93.
  6. Gump 1996، ص. 91.