د انګليس او سيکهانو لومړۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د انګليستان او سيکهانو تر منځ لومړنۍ جګړه د سيک سترواکۍ او ختيځ هند بریتانوي کمپنۍ تر منځ په ۱۸۴۵ او ۱۸۴۵ ز کلونو کې د پنجاب د Ferozepur سيمې شا او خوا کې پېښه شوې وه. د جګړې په پايله کې د سيکهانو سترواکۍ ماته وخوړه او د يوې برخې په توګه د انګليس تر واک لاندې راغله او هم  Jammu او Kashmir د بېلو شاهي دولتونو په توګه د بریتانوي سياسي واک لاندې راغلل.

د جګړې مخینه او سببونه[سمول]

د پنجاب د سيکهانو پاچهي د نولسمې پېړۍ د لومړيو کلونو پر مهال د Maharajah Ranjit Singh په واسطه نږدې پراخه او تثبيت شوې وه؛ دا نږدې هغه وختونه وو، چې د بریتانيې تر واک لاندې سيمې د پنجاب پولو سره د نيولو او يوځای کولو په واسطه پرمختللې وې. رنجيت سينګهـ د Sutlej سيند د سويل ځينو سيمو په تسليمولو سره له بریتانيې سره جنګي تګلارې ساتلې، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې يې د بریتانوي يرغل د مخنيوي او افغانانو پر وړاندې د جګړې پر مخ وړلو لپاره خپل نظامي ځواکونه چمتو کول. نوموړي استخدام شوي امريکايي او اروپايي عسکر د خپل پوځ د روزنې په موخه د پيسو په ورکولو سره وګومارل او په خپل پوځ کې يې د هندوانو او مسلمانانو وګړي هم ځای پر ځای کړل. [۱]

په پنجاب کې پېښې[سمول]

Ranjit Singh په ۱۸۳۹ ز کې مړ شو. د نوموړي له مړينې څخه وروسته يې پاچهي مخ په ګډوډېدو شوه. د رنجيت ناپېژندل شوی مشروع زوی Kharak Singh په څو مياشتو کې دننه له واک څخه لرې او وروسته تر مرموزو حالتونو لاندې په بندخونه کې مړ شو. ډېری باور دا و، چې نوموړي ته زهر ورکړل شوي وو. د نوموړي پر ځای د هغه وړ مګر شړل شوی [عاق شوی] زوی Kanwar Nau Nihal Singh واک تر لاسه کړ، چې دی هم په څو مياشتو کې دننه شکمنو حالتونو کې وروسته له هغې  مړ شو، چې د خپل پلار د مړي سوځولو مراسمو څخه د بېرته راستنېدلو پر مهال په Lahore Fort کې يو چت يا ګنبد غورځېدلو له امله ټپي شوی و. په دې موده کې په پنجاب کې دوو سترو يعنې د سيکهانو Sindhanwalias او د هندو Dogras ډلو د واک او اغېزې سيالي کوله. ډوګراس ډله د Sher Singh په راپورته کېدلو سره بريالۍ شوه. شېر سينګهـ د رنجيت سنګهـ تر ټولو مشر مشروع زوی و. سيالې ډلې ورته د ۱۸۴۱ ز کال په جنوري کې غاړه کېښوده. [۲][۳]

لښکر د رنجيت سنګهـ له مړينې څخه وروسته په ۱۸۳۹ ز کال کې له ۱۹۲ ټوپکونو سره له ۲۹۰۰۰ څخه په ۱۸۴۵ ز کال کې تر ۸۰۰۰۰ پورې په چټکۍ سره ځکه پراخ شو، چې د ځمکوالو [شتمنو] او د هغوی ساتونکو هم وسلې راپورته کړې. خپل ځان يې د سيکهـ ملت د بڼې په توګه څرګند کړ. د کنډک کمېټو يې د پاچهۍ دننه د ځواک ځايناستې سرچينه جوړه کړه او اعلان يې وکړ، چې د سيکهانو د عامه ګټې د Guru Gobind Singh همفکره؛ په ټوله کې د هېواد دننه د ټولو اجرائیوي، نظامي او مدني واکونو په ترلاسه کولو سره بيا ژوندی شوی دی، چې بریتانوي کتونکو د يوې ګواښوونکې نظامي ديموکراسۍ په توګه ملامتاوه. په پنجاب کې بریتانوي استازو او پلټونکو ياد کنډکونه په دننني ډول د سختګير نظم پالنې په توګه تشرېح کړل، مګر همدارنګه يې د مرکزي Durbar (محکمې) پر وړاندې د الې ګولې يا سرکښۍ په يو پرله پسې حالت کې د اوسېدلو په توګه هم ياد کړل. [۴][۵]

Maharajah Sher Singh د لښکر د اداينې غوښتنو پوره کولو وړتيا لرله، که څه هم نوموړي په څرګند ډول پر يوې فاسدې محکمې باندې پانګې خورا زياتې کړې. نوموړی د ۱۸۴۳ ز کال په سپټمبر کې د Ajit Singh Sindhanwalia په نوم د خپل کاکا زوی له خوا ووژل شو، چې د لښکر يو سرباز و. د Dogras ډلې خپل غچ په دې ډول واخيست، چې د Jind Kaur په نوم د رنجيت سنګهـ کشرۍ کونډه د نوموړې د نابالغ زوی Duleep Singh لپاره د پاچا استازې شوه. د Sham Singh Attariwala تر مشرۍ لاندې ځواکونو له لوري د وزير Hira Singh له وژنې څخه وروسته، هغه مهال چې د شاهي خزانې (toshkana) په لوټلو سره يې له پلازمېنې څخه د تېښتې هڅه کوله، د Jind Kaur ورور Jawahar Singh د ۱۸۴۴ ز کال په ډسمبر کې وزير شو. نوموړي په ۱۸۴۵ ز کال کې د Peshaura Singh وژنه ترتيب کړه، چې د Duleep Singh پر وړاندې يې يو ګواښ وړاندې کړی و. د همدې لپاره   له نوموړي څخه د پوځ له لوري د حساب غوښتنه شوې وه. لښکر ته د بډې ورکولو د هڅو تر څنګ د ۱۸۴۵ ز کال په سپټبر کې د Jind Kaur او Duleep Singh په شتون کې حلال کړای شو. [۶]

Jind Kaur په عام ډول د خپل ورور د وژونکو پر وړاندې د غچ اخېستلو لوړه وکړه. نوموړی د پاچا استازې پاتې شو. Lal Singh وزير شو او Tej Singh د لښکر قوماندان شو. سيکهـ تاريخپوهانو ټينګار کړی دی، چې ذکر شوي دواړه اشخاص په ډوګرا ډله کې د نفوذ خاوندان وو. په اصل کې له پنجاب څخه د باندې د هندوانو لوړې ارثي مذهبې ډلې دواړه په ۱۸۱۸ ز کال کې سيکهـ پلوۍ ته اوښتې وې.

بریتانوي کړنې[سمول]

د رنجيت سنګهـ له مړينې څخه سملاسي وروسته د ختيځ هند بریتانوي کمپنۍ خپل نظامي ځواک زياتول پيل کړل، په ځانګړي ډول د پنجاب ګاونډيو سيمو له ډلې يې د Sutlej River څخه يوازې يو څو ميله لرې په Ferozepur سيمه کې يو نظامي اردوګاه رامنځته کړه، چې د بریتانيې تر واک لاندې هند او پنجاب تر منځ يې پروله په نښه کړه. په ۱۸۴۳ ز کال کې دوی په يوه خوځښت کې د پنجاب په سويل کې سیند ونيو او له خپلو سيمو سره يې يو ځای کړ، چې زياتره بریتانوي وګړو ورته د سترګو خيری او کچه سيمې په توګه پام وکړ. دې چارې په پنجاب کې د بریتانيې هيڅ احترام تر لاسه نه کړ او د بریتانوي انګېزو بدګومانۍ يې زياتې کړې. [۷]

د لوی درستيز Lord Ellen borough او د هغه د ځايناستي Sir Henry Hardinge تر مشرۍ لاندې د بریتانيې کړنې او اقدامات تر د مباحثې وړ دي. د زياتره بریتانوي دلايلو له مخې د دوی اصلي اندېښنه دا وه، چې د سيکهانو لښکر د دوی د واګي نيولو په موخه له پياوړې مشرۍ پرته، د پولې په اوږدو کې بریتانوي سيمو لپاره يو سخت ګواښ و. سيکهـ او هندي تاريخپوهانو داسې ګڼلې ده، چې د دې لوی درستيزانو له لورې جوړ شوي نظامي چمتووالي په اصل  کې تېری کوونکي وو. د بېلګې په دول: دوی د پل جوړونې تمرينونه (له ټوټو ټوټو يا برخو برخو څخه جوړ شوي پلونه) او د siege gun بټرۍ برابرې کړې، چې کېدای شي په سوچه ډول يرغليز عمليات کې به يې غوښتنه ناشونې وي. [۸]

بریتانوي کړه وړه په سرحدي سيمو کې د George Broadfoot په نوم د خپل نوي سياسي استازې د راپورونو له مخې اغېزمن شول. نوموړي استازي په پنجاب کې پر ګډوډۍ ټينګار وکړ او په محکمه کې يې د فاسدې چلند هره کيسه بيان کړه. د ځينو بریتانوي چارواکو لپاره د بریتانوې نفوذ غځولو او پنجاب اداره کولو يوه پياوړې هيله وه، ځکه چې دا يوازېنی وېروونکی پاتې شوی ځواک و، چې په هند کې يې د برتانيې نفوذ او د دوی له نفوذ پرته پاتې خپلواکه پاچهي ګواښلی شوه. ياده پاچهي د ګڼو خزانو له منځه د کوهي نور الماسو له امله د تر ټولو قېمتي شتمنې په توګه پېژندل شوې وه. د دې تر څنګ ناشوني ده چې د ختيځ هند بریتانوي کمپني به په ارادي ډول د پنجاب د نيولو هڅه کړې وي، لکه څرنګه چې دوی په ساده ډول د سيمو د ساتنې په موخه اصلي ځواک يا سرچينې نه لرلې (لکه څرنګه چې د انګليستان او سيکهانو د دويمې جګړې په خپرېدنه کې ثابت شول).

سره له دې په پولو کې د بریتانوي پوځ څرګندې او ښکاره يرغليزې ودانۍ جوړولو، د پنجاب او سيکهانو په لښکر کې د کړکېچ زياتولو اغېزه لرله. [۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Allen 2001، ص. 28.
  2. Grewal 1998، ص. 120.
  3. Hernon 2003، ص. 546.
  4. allaboutsikhs.com Archived 18 March 2009 at the Wayback Machine.
  5. Hernon 2003، ص. 547.
  6. Hernon 2003، ص. 548.
  7. Farwell 1973، ص. 30.
  8. allaboutsikhs.com Archived 18 March 2009 at the Wayback Machine.
  9. Sidhu 2013.
  10. Cunningham 1853، ص. 257.