د انګلستان د انګلو- ساکسون تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انګلستان انګلوساکسون یا هم د منځنۍ پېړۍ د لومړیو وختونو انګلستان، چې له ۵مې تر ۱۱مې  پېړۍ پورې، یعنې د روم تر ولکې لاندې  د برتانیې له وروستیو وختونو نه په ۱۰۶۶ز کال کې د نورمنیانو تر فتحې پورې موجود و. دا د انګلوساکسون له بېلابېلو سلطنتونو نه جوړ انګلستان و، تر دې چې په ۹۲۷ز کال کې د انګلستان د لوی سلطنت په توګه متحد شو. د پاچا اتلستان (۹۲۷ تر ۹۳۹ ز) په وخت کې دا هېواد د کنات شمالي سیند د لنډمهالې سترواکۍ یوه برخه شو او په ۱۱مه پېړۍ کې د انګلستان، ډنمارک او ناروې ترمنځ ځانته اتحادیه جوړه شوه.

انګلوساکسونیان د الماني ژبو اړوندې ډلې غړي وو، چې د اروپا له شمال لوېدیځو برخو نه د لویې بریتانیا ټاپو سویلي برخې ته کډوال شول. له دې امله د انګلوساکسون تاریخ پر ایټالیا باندې د روم د کنټرول تر پای ته رسېدو وروسته د فرعي رومي انګلستان اړوند دورې په لړ کې پیلېږي او په ۵مې او ۶مې زېږدیزې پېړیو کې د انګلوساکسون اړوند سلطنتونو رامنځته کېدل پیلېږي ( تر ډېره د اووه اصلي سلطنتونو په توګه پېژندل کېږي: نارتمبریا، مرسیا، ختیځ انګلیا، اسکس، کنت، ساسکس او وسکس) چې په اوومه پېړۍ کې د دوی مسیحي کېدل، د وایکینګونو او ډنمارکي کډوالو اړوند یرغلونو ګواښ؛ د ۹مې او ۱۰مې پېړیو په اوږدو کې تر ویسیکس هژموني لاندې او په ۱۰۶۶ز کال کې د نورمنیانو له خوا د ویلیم فاتح په وسیله د انګلستان په فتح کولو سره د انګلستان تدریجي یووالی پای ته رسېدل وو.

د انګلوساکسون هویت د نورمنیانو له فتحې نه وروسته پر خپل ځای پاتې شو او د نورمنیانو تر واکمنۍ لاندې د انګلیسانو په نامه وپېژندل شول، چې له سلتیانو، ډنمارکیانو او نورمنیانو سره د ټولنیز او کلتوري ادغام او یوالي له لارې په اوسنیو انګلیسي وګړو بدل شول. [۱]

تاریخي شالید[سمول]

لکه څنګه چې پر بریتانیا باندې د روم اشغال په ختمېدو و، درېیم قنسطنطین د ۴۰۶ز کال په ډسمبر  کې په ګال باندې د المانیانو د یرغل په غبرګون کې یې له راین سیند نه په تېرېدو سره د پوځ پاتې برخې له بریتانیا نه واېستلې. د رومي ـ انګلیس مشران د سمندري بریدونو او په ځانګړې توګه د انګلستان په ختیځو سواحلو کې د پکیتیانو (Picts) پرمټ د سمندري بریدونو له امله له امنیتي ستونزې سره مخ شول. د رومي – انګلیس مشرانو توافق دا و، چې د انګلو- ساکسون له عسکرو (چې د فوډراتي په نامه مشهور و) نه مرسته وغواړي، چې هغوی ورته یوه سیمه وسپارله. په ۴۴۲ز کال کې انګلوـ ساکسونیانو ظاهراً له دې امله بغاوت وکړ، چې دوی ته یې حقوق او پیسې نه وې ورکړل شوې. روماني ـ بریتانویانو د لوېدیځې سترواکۍ د روم قوماندان اتیوس (د بریتانویانو د شکایتونو په نامه سند) نه د مرستې غوښتنه وکړه، که څه هم د لوېدیځ روم سترواک هونوریوس د بریتانیا سیویتاس (civitas) ته یا د هغه اړوند برخو ته لیک لیکلی و او په ۴۱۰ز کال کې یې دوی ته وویل، چې د خپل ځان دفاع ته مو پام وي. بیا څو کاله د بریتانویانو او انګلیسانو تر منځ جګړې وشوې، جګړې د ۵۰۰ز کال شاوخوا پورې دوام درلود، یعنې تر هغه چې د بادون غره په جګړه کې، بریتانویانو انګلوساکسونیانو ته سخته ماتې ورکړه. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د انګلیس یووالی (۱۰مه پېړۍ)[سمول]

له ۸۷۴ز کال نه تر ۸۷۹ز کاله پورې د مرسیا لوېدیځه نیمایي برخه د دویم سیوولف (Ceowulf II) پرمټ اداره کېده، چې د ایتیلرید پرمټ واک ته رسېدلی و. د ویسکس لوی الفرد د ۸۸۶ز کال په شاوخوا کې ځان د انګلو ساکسون پاچا وټاکه.[۱۳]

په ۸۹۹ز کال کې د الفرډ تر مړینې وروسته د هغه زوی اډوارډ ایلډر د هغه ځایناستی شو. اډوارډ د الفرډ له لمسیانو ایتیلستان، لومړی ادموند او ایدرید سره یو ځای د وایکینګانو پر وړاندې د مقاومت تګلارې ته دوام ورکړ.[۱۴][۱۵]

کله چې ایتیلرید په ۹۱۱ز کال کې مړ شو، د هغه کونډې د «مرسیان میرمن» په لقب سره د مرسیان ولایت اداره کاوه. د مرسیان ولایت د پوځ قوماندان په توګه هغې له خپل ورور اډوارډ دی ایلدر سره کار وکړ، تر څو د مرسیان ولایت هغه ځمکې بېرته ترلاسه کړي، چې د ډنمارک تر کنټرول لاندې وې. اډوارډ او د هغه ځایناستو د الفرد د fortified burhs شبکه پراخه کړه، چې د هغوی د سټراټېژۍ یو مهم توکی و او هغوی ته یې دا وړتیا ورکړه چې برید وکړي. اډوارډ په ۹۱۳ز کال کې ایسکس بېرته ونیو. د اډوارډ زوی ایتیلستان نورتمبریا له ځان سره یوځای کړ او د ویلز پاچاهان یې مجبور کړل چې تسلیم شي. په ۹۳۷ز کال کې د برونانبورګ په جګړه کې هغه د سکاټلنډیانو، ډنمارکیانو او وایکینګیانو اتحاد ته ماتې ورکړه او د ټول انګلستان پاچا شو. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په بریتانیا کې له مېشتو بریتانویانو او ډنمارکیانو سره د انګلوساکسون یو شمېر نور سلطنتونه د ویسیکس په وسیله له اداره کېدو ناخوښ وو. په پایله کې د ویسیکس د یوه پاچا مړینې په تېره بیا په نورثامبریا کې لوی بغاوت له ځانه سره درلود. د الفرډ مشر لمسی اډګر، چې په ۹۵۹ز کال کې سلطنت ته رسېدلی و، په ۹۷۳ز کال کې یې په باث کې په سر تاج کېښودل شو او تر لږې مودې وروسته نورو برتانوي پاچاهانو په چیستر کې له هغه سره ولیدل او د هغه واک یې ومانه. [۲۰][۲۱]

په دینلاو کې د ډنمارکي او اسکانډیناویایي کډوالو شتون ډېره تلپاتې اغېزه درلوده. د هغه ځای خلکو هلته له مېشت کیدو نه سل کاله وروسته ځانونه د «لښکر» په توګه معرفي کړل. پاچا اډګر په ۹۶۲ز کال کې داسې یو قانون تصویب او خپور کړ، چې د نورثامبریا خلک په کې شامل وو، له همدې امله هغه یې د ارل اولاک (چې ټول پوځ په کې ژوند کاوه یعنې ارلدوم) په نامه یاد کړ. په اوسنۍ انګلیسي ژبه کې له ۳،۰۰۰ نه زیاتې داسې کلمې شته، چې اسکانډیناویایي ریښې لري او په انګلستان کې له ۱۵،۰۰ نه د زیاتو سیمو نومونه اسکانډیناویایي ریښې لري. د بېلګې په توګه د توپوګرافیک نومونه لکه هاو، نورفولک او هاو، شمالي یارکشایر، چې د زاړه نورس هاګر له کلمې نه اخیستل شوی او د غونډۍ، غوټې یا تپې په معنا ده. په لرغونپوهنه او نورو اکاډمیکو برخو کې د انګلو - سکانډیناوي اصطلاح تر ډېره په انګلستان کې د سکانډیناویایي کلتور لپاره کارول کېږي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

انګلستان د ډنمارکیانو او نورمنیانو تر فتحې لاندې (۹۷۸ تر ۱۰۶۶ز کلونه)[سمول]

اډګر له خپل شپاړس کلن سلطنت وروسته په ۹۷۵ز کال کې مړ شو، په داسې حال کې، چې یوازې ‎دېرش کاله عمر یې درلود. د ځایناستي په توګه یې ځینې ​​​​مشرانو د هغه د کوچني زوی ایتیلرید ملاتړ وکړ؛ خو د هغه مشر میرنی ورور اډوارډ د ځایناستي په توګه وټاکل شو، چې شاوخوا دولس کلن و. د هغه واکمني له ډېرې ګډوډۍ سره مل وه، او درې کاله وروسته په ۹۷۸ز کال کې هغه د خپل میرني ورور د یو شمېر ساتونکو او پلویانو په وسیله ووژل شو. ایتیلرید په دې بریالی شو، چې واک ترلاسه کړي او که څه هم هغه اته دېرش کاله واکمني وکړه، چې د انګلستان په تاریخ کې تر ټولو اوږده پاچاهي وه، هغه د «نا چمتو ایتیلرید» نوم خپل ځان ته وټاکه، ځکه چې هغه دا ثابته کړه چې د انګلستان تر ټولو ناورین راوړونکی پاچا و. ویلیام مالمسبري شاوخوا سل کاله وروسته «د انګلستان د پاچاهانو تاریخ» په نامه خپل کتاب کې لیکي: د ایتیلرید په هکله خپله سخته نیوکه داسې بیانوم، چې هغه د حکومت کولو پر ځای سلطنت اشغال کړی و. [۲۷][۲۸][۲۹]

کله چې ایتیلرید د پاچاهۍ د تاج کېښودلو په حال کې و، په ورته وخت کې د ډنمارک پاچا ګورمسون هڅه کوله چې عیسویت په خپله واکمنۍ کې جبري کړي. د هغه ډېری رعیت دا نظر خوښ نه کړ او د ۹۸۸ز کال نه لږ څه مخکې د هغه زوی سویین خپل پلار له سلطنت څخه لرې کړ. هغه یاغیان چې په کور کې خلع سلاح شوي وو، داسې برېښېده، چې هغوی د انګلیس په سواحلو کې د بریدونو لومړۍ څپې رامنځته کړې وې. یاغیانو په خپلو بریدونو کې ډېر ښه عمل وکړ، چې د ډنمارک پاچاهانو پرېکړه وکړه، تر څو خپله دا فعالیتونه په غاړه واخلي. [۳۰][۳۱]

په ۹۹۱ز کال کې وایکینګانو ایسپویچ لوټ او تالا کړ، چې له دې سره یې بېړۍ په ایسکس کې مالدون ته نږدې وچې ته ورسېدلې. ډنمارکیانو له انګلیسانو نه د باج او تاوان غوښتنه وکړه؛ خو د انګلیس قومندان بیرتنوت ورسره و نه منله. هغه د مالدون په جګړه کې ووژل شو او انګلیسانو په اسانۍ سره ماتې وخوړه. تر هغه راهیسې داسې ښکارېدل، چې وایکینګانو به چې هر ځای وغوښتل هلته به یې برید کاوه. هغوی د انګلیسانو مقاومت نه کولو ته ډېر سپکاوی کاوه، آن د الفردین د burhs سیستمونه هم ناکام شول، داسې ښکاري چې ایتلرد د بریدګرو له ساحې بهر پټ شوی و.[۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Higham, Nicholas J., and Martin J. Ryan. The Anglo-Saxon World. Yale University Press, 2013. pp. 7–19
  2. Morris. The Age of Arthur. pp. 56–62. Picts and Saxons.
  3. Jones. The end of Roman Britain: Military Security. pp. 164–68. The author discusses the failings of the Roman army in Britain and the reasons why they eventually left.
  4. Jones. The end of Roman Britain. p. 246. "Roman Britain's death throes began on the last day of December 406 when Alans, Vandals, and Sueves crossed the Rhine and began the invasion of Gaul"
  5. Myres. The English Settlements. p. 14. Talking about Gildas references to the arrival of three keels (ships), "... this was the number of ship loads that led to the foedus or treaty settlement. Gildas also uses in their correct sense technical terms, Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist., which most likely derive from official documents relating to the billeting and supply of barbarian Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist.."
  6. Morris. Age of Arthur. p. 75. – Gildas: "... The federate complained that their monthly deliveries were inadequately paid..." – "All the greater towns fell to their enemy...."
  7. Gildas.The Ruin of Britain II.20 . What Gildas had to say about the letter to Aëtius.
  8. Dark. Britain and the End of the Roman Empire. p. 29. Referring to Gildas text about a letter: "The Britons...still felt it possible to appeal to Aetius, a Roman military official in Gaul in the mid-440s"
  9. Dark. Britain and the End of the Roman Empire. p. 29. "Both Zosimus and Gildas refer to the 'Rescript of Honorius', a letter in which the Western Roman emperor told the British Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist. to see to their own defence."
  10. Esmonde Cleary. The Ending of Roman Britain. pp. 137–38. The author suggests that the "Rescript of Honorius" may have been for a place in southern Italy rather than Britain and that the chronology is wrong
  11. Morris. The Age of Arthur. Chapter 6. The War
  12. Gildas. The Ruin of Britain. II.26 – Mount Badon is referred to as Bath-Hill in this translation of Gildas text.
  13. Yorke, Kings and Kingdoms of Early Anglo-Saxon England, p. 123
  14. Anglo-Saxon Chronicle, 899
  15. Starkey, Monarchy, p. 71
  16. Yorke, Kings and Kingdoms of Early Anglo-Saxon England, p. 123
  17. Starkey, Monarchy, p. 71
  18. Welch, Late Anglo-Saxon England pp. 128–29
  19. Anglo-Saxon Chronicle, 937. The ASC gives a description of the build up to the battle and the battle itself. However, there is disagreement by historians on the accuracy of the date.
  20. Starkey, Monarchy, p. 71
  21. Keynes, 'Edgar', pp. 48–51
  22. Woods, The Domesday Quest, pp. 107–08
  23. The Viking Network: Standard English words which have a Scandinavian Etymology.
  24. Crystal, The Cambridge Encyclopedia of the English Language pp. 25–26.
  25. Crystal, The Cambridge Encyclopedia of the English Language pp. 25–26.
  26. Ordnance Survey: Guide to Scandinavian origins of place names in Britain
  27. Stenton, Anglo-Saxon England, pp. 372–373
  28. Starkey, Monarchy, p. 76. The modern ascription 'Unready' derives from the Anglo-Saxon word unraed, meaning "badly advised or counseled".
  29. Malmesbury, Chronicle of the kings of England, pp. 165–66. In the year of our Lord's incarnation 979, Ethelred ... obtaining the kingdom, occupied rather than governed it, for thirty seven years. The career of his life is said to have been cruel in the beginning, wretched in the middle and disgraceful in the end.
  30. Stenton. Anglo Saxon England. p. 375
  31. Starkey, Monarchy, p. 79
  32. Starkey, Monarchy, p. 80