د انطاکيه د ځايناستي جګړه
د انطاکيه د ځايناستي جګړه “War of the Antiochene Succession” د بريا يا ځايناستي پر سر د انطاکيه جګړې په نوم هم پېژندل کېږي، د ۱۲۰۱ او ۱۲۱۹ ز کالونو تر منځ شمالي سوريه کې د وسله والو شخړو يوه لړۍ رانغاړي او د انطاکيه په درېيم بوهيموند “Bohemond III” پسې کړکېچ راتګ يا ځايناستي پوړې تړلې ده. د انطاکيه پاچاهي “Principality of Antioch” د ۱۲ پېړۍ د وروستيو لسيزو پر مهال سيمه کې مخکښ عيسوي ځواک و، مګر ارمنستاني کليکيه “Armenian Cilicia” يې لوړوالی وننګوه. د کليکيه د دويم ليو “Leo II of Cilicia” له لورې سوریه کې د باګراس په نوم د مهم لښکر کوټ يا جنګي کلا نيولو وار له مخه د ۱۱۹۰ ز لسيزې لومړيو کې يوه تل پاتې يا دوام لرونکی ټکر راپورته کړی و. ليو د انطاکيه د نيولو هڅه وکړه، مګر يوناني او لاتيني وګړو يوه ټولنه جوړه کړه او د ښارګوټي له نيولو څخه يې د ارمنستاني سرتېرو مخه ونيوله. د درېيم بوهيموند تر ټولو مشر زوی رېموند “Raymond” په ۱۱۹۷ ز کال کې مړ شو او د فېموند-روپين “Raymond-Roupen” په نوم ماشوم زوی ترې پاتې شو. د هلک مور د ارمنيا اليس “Alice of Armenia” د لومړي ليو ورېره او وارثه وه. درېيم بوهيموند او د انطاکيې اشرافو د رېموند-روپين حق تاييد کړ، چې بايد انطاکيه کې د خپل پلار ځايناستی شي، مګر ټولنې د درېيم بوهيموند کشر زوی بوهيموند “Bohemond” ته لومړيتوب ورکاوه، چې د رېموند روپين کاکا او د طرابلس خان يا کنت ‘Count of Tripoli’ و.
د طرابلس بوهيموند د ۱۲۰۱ ز کال په اپرېل کې د خپل پلار له مړينې څخه وروسته له مقاومت پرته انطاکيه ونيو، مګر زياتره اشرافو کليکيه کې د پناه غوښتلو په موخه سيمه پرېښوده. ليو د ۱۲۰۱ او ۱۲۰۸ ز کالونو تر منځ نږدې هر کال د انطاکيه پاچاهۍ باندې برېد وکړ، مګر هر ځل بايد بېرته خپلې پاچاهۍ ته ځکه ګرځېدلی وی، چې د حلب ايوبي امير الظاهر غازي يا د رم “Rum” سلجوقي سلطان لومړي کېکاوس “Kaykaus” د نوموړي په نه شتون کې کليکيه باندې بريدونه کول. درېيم معصوم پاپ “Pope Innocent III” په لومړيو کې د ليو ملاتړ وکړ. که څه هم د باګراس پر سر د ليو او نايټس ټيمپلر تر منځ نښته ۱۲۰۸ ز کال کې د ليو د شړلو لامل شوه. د راتلونکو کالونو پر مهال ليو سوريه کې نورې فوځي کلاګانې هم ونيولې، چې ۱۲۱۳ ز کال کې يې له سپيڅلي ليد “Holy See” سره د خپلې اړيکې د ښه کولو د هڅې د برخې په توګه بېرته پرېښودې. ليو د څلورم بوهيموند له ګوښه کېدنې څخه په ګټې اخېستلو سره انطاکيه ته ننوت او له رېموند روپين سره ۱۲۱۶ ز کال کې د پاچاهۍ نيولو کې مرسته وکړه. ليو ډېره موده وړاندې باګراس پريښی و او د تورس غرونو “Taurus Mountains” شمال ته ارمنستانۍ فوځي کلاګانې يې سلجوقيانو ته بايللې وې. رېموند-روپين ماليې لوړې کړې، چې انطاکيه کې د نوموړي د بې نومۍ لامل شوې. له ليو سره يې اړيکې هم ترينګلې شوې، چې دې حالت څلورم بوهيموند ته په ۱۲۱۹ ز کال کې د انطاکيې د بيا نيولو وړتيا ورکړه. جګړې په شمالي سوريه کې د عيسوي دولتونو په کمزوري کولو کې مرسته وکړه.
شاليد
[سمول]د سوريې او مصر له ايوبي پاچا صلاح الدين څخه وروسته، چې د ۱۱۸۰ ز لسيزې په وروستيو کې يې د اورشليم پاچاهي ړنګه کړه، د انطاکيه پاچاهي يا د شهزاده تر واک لاندې سيمه د شمالي سوريې مخکښ عيسوي ځواک شو. په ۱۱۸۶ زکال کې د ارمنستاني کليکيه واکمن دويم ليو وار له مخه د انطاکيې د درېيم بوهيموند واکمني منلې وه، مګر اړيکه يې وروسته له هغې ترينګلې شوه، چې بوهيموند له ليو څخه پيسې پور کړې او بېرته ورکولو کې پاتې راغی. [۱][۲]
ليو په ۱۱۹۱ ز کال باګراس ونيو او له سره يې ورغوه، چې په ستراتيژيک ډول هغه مهمه فوځي کلا وه، چې صلاح الدين له نايټس ټيمپلر “Knights Templar” څخه نيولې او له پرېښودلو څخه وړاندې ويجاړه کړې وه. بوهيموند ليو ته امر وکړ چې باګراس بېرته د معبد غړو “Templars” ته ورکړي، مګر ليو ونه منله او ويل يې چې د نوموړي د وروستۍ بريا حق د هغوی د ادعا په پرتله پياوړی و، خپل ملکيت يې له لاسه ورکړی و. وروسته له هغې چې بوهيموند په ۱۱۹۲ ز کال له صلاح الدين سره په خپل لنډ مهالي اوربند يا د اختلافاتو هوارولو ماموريت کې کليکيه شامله کړه، ليو نوموی باګراس ته د خبرو اترو پيل کولو په موخه راوبله. بوهيموند يې بلنه ومنله، مګر ليو نوموړی ونيو او د انطاکيه سپارلو ته يې اړ کړ. که څه هم هغه اشرافو چې له ارمنستاني اشرافو سره يې نږدې اړيکې درلودې، د ليو واکمنۍ منلو ته چمتو وو، مګر په عمومي ډول د يونان او لاتيني ښارونو خلکو يوه اتحاديه يا ټولنه جوړه کړه او د انطاکيې له نيولو څخه يې د ارمنستاني سرتيرو مخنيوی وکړ. [۱][۳][۴][۵][۶][۷]
د اروشليم د لومړي هينري “Henry I of Jerusalem” په منځګړتوب سره سوله بېرته تامين شوې وه؛ نوموړي ليو او بوهيموند دواړه دې ته وهڅول چې پر يو بل باندې د حاکميت له ادعاوو څخه ډډه وکړي. د ليوس له لورې د باګراس اشغال يا نيونه تاييد شوه. د بوهيموند مشر زوی رېموند د ليو له ورېرې او د نوموړي له وارثې اليس “Alice” سره واده وکړ. رېموند په ۱۱۹۷ زکال کې مړ شو، مګر کونډې يې د نوموړي له مړينې څخه وروسته زوی (رېموند-روپين) وزېږاوه. نږدې شپېته کلن درېيم بوهيموند اليس او د هغې زوی ارمنستان ته واستول، چې څرګندوي چې نوموړي نه غوښتل چې د خپل لمسي دا حق ومني، چې له هغه څخه وروسته دې انطاکيه کې د نوموړي ځايناستی شي. [۸][۹][۱۰]
ليو په ورته وخت کې له کليکيه کې له روم سره ارمنستانۍ کليسا يو ځای (متحد) کړې او د روم د مقدس سترواک شپږم هينري “Henry VI” حاکميت يې منلی و. د سترواک سياسي استازی او د مېنز ستر پادري ‘Archbishop of Mainz’ ويتيلسباخ کنراد “Conrad of Wittelsbach” هغه وخت حاضر و، چې ليو ته د ۱۱۹۸ ز کال د جنوري په ۶ نېټه د ارمنستاني کليکيه د لومړي پاچا په توګه تاج پر سر شو. موده وړاندې کنراد انطاکيې ته لاړه او بوهيموند او د هغه بېرونان [د بېرون په نوم د اشرافي وړ نوم لرونکي خلک] يې هڅول، چې د رېموند-روپين د حق منلو سوګند وکړي او نوموړي ته انطاکيه په ميراث ورکړي. [۱۱][۱۲]
د درېيم بوهيموند کشر زوی (د رېموند-روپين کاکا) بوهيموند چې د طرابلس کنت “Count of Tripoli” و، د دوی د سوګند د اعتبار په اړه اختلاف درلود. نوموړي د هاسپېټالرانو “Hospitallers” په نوم ټيمپلرانو يا د معبد د غړو او ښاريانو د ټولنې په مرسته د ۱۱۹۸ زکال په وروستيو کې خپل پلار له انطاکيې څخه وشړه. درې مياشتې وروسته ليو د انطاکيه پاچاهۍ باندې بريد وکړ او ځوان بوهيموند يې اړ کړ، چې پلار ته يې بېرته انطاکيه ته د ستنېدلو اجازه ورکړي. درېيم معصوم پاپ ‘Pope Innocent III’ هم انطاکيه کې د درېيم بوهيموند د بيارغونې ملاتړ وکړ، مګر د ټيمپلرانو د غوښتنې په غبرګون يې له ليو څخه په ټينګه غوښتل پيل کړل، چې باګراس بېرته دوی ته وسپاري. [۱۳][۱۴]
جګړه
[سمول]لومړی پړاو
[سمول]کله چې په اپرېل کې درېيم بوهيموند مړ شو، د طرابلس بوهيموند په چټکۍ سره انطاکيه ته ځکه لاړه، چې نوموړی د وروستي شهزاده تر ټولو نږدې ژوندی خپلوان و. هغه د خپل پار د حق لرونکي وارث په توګه د ښاري اوسېدونکو د ټولنې له لورې په رسميت وپېژندل شو. هغو اشرافو چې رېموند-روپين (د درېيم بوهيموند د مشر زوی يوازينی زوی) يې قانوني شهزاده ګڼه، د کليکيه پاچاهۍ ته وتښتېدل. بوهيموند هغه پور بېرته ادا کړ، چې د طرابلس درېيم رېموند ډېر پخوا له “Knights Hospitaller” څخه اخېستی و او په همدې ډول يې هغوی د ځان پلوي کړل. [۱۴][۱۵][۱۶]
ليو د رېموند-روپين ملاتړ ته دوام ورکړ، چې د جګړې په زياتو نندارو يا برخو سره د نښتې زغملو لامل شو. د جګړې پر مهال ليو او شپږم بوهيموند يو هم د پوره ځواکونو د نه شتون له امله دا وړتيا نه درلوده، چې په ورته وخت کې خپله سيمه (په ترتیب سره کليکيه او طرابلس) او انطاکيه اداره کړي.د حلب ايوبي امير الظاهر غازي او د اناتوليا سلجوقي واکمنان تل پر کليکيه باندې بريد کولو ته چمتو وو، په داسې حال کې چې د حما حمص ايوبي واکمنانو د انطاکيې او طرابلس تر منځ سيمه تر خپل واک لاندې راوستله او د دوه صليبي دولتونو تر منځ يې د بوهيموند د فوځونو د خوځښتونو مخه ونيوله. [۱۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Runciman 1989، م. 87.
- ↑ Hardwicke 1969، م. 526.
- ↑ Runciman 1989، م. 88.
- ↑ Hardwicke 1969، م. 527.
- ↑ Burgtorf 2016، م. 199.
- ↑ Ghazarian 2000، م. 126.
- ↑ Burgtorf 2016، م. 204.
- ↑ Runciman 1989، م. 99.
- ↑ Ghazarian 2000، م. 128.
- ↑ Runciman 1989، م. 89.
- ↑ Hardwicke 1969، م. 529.
- ↑ Runciman 1989، م. 90.
- ↑ Hardwicke 1969، م. 528.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Runciman 1989، م. 100.
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Burgtorf 2016، م. 200.
- ↑ Hardwicke 1969، م. 533.