د انسان پوهنې تاريخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په دې مقاله کې د انسان پوهنې يا انسان پېژندنې تاریخچه (انتروپولوژي) په اصل کې  د ۱۸ او ۱۹ پېړۍ د عصري انسان پېژندنې مخکينيو جوړونکو ته وايي. په خپله د انسان پېژندنې اصطلاح چې د رنسانس دورې پر مهال د يو نوي پوهنيز ويي په توګه رامنځته شو، تل «د انسان د څېړلو يا پوهې معنا لرلې ده. په دې پوهه کې رانغاړل کېدونکي موضوعاتو او اصطلاحاتو په تاريخي ډول توپير کړی دی. ياد موضوعات او اصطلاحات د انتروپولوژي د پرمختګ د دوران په پرتله اوسمهال يو څه زيات بشپړ يا پراخه دي. د عصري ټولنيزې او کلتوري انسان پوهنې يا انتروپولوژي د يوې پېژندنې يا څرګندونې لپاره لکه څرنګه چې يې په برتانيا، فرانسه او شمالي امريکا له له نږدې ۱۹۰۰ راهيسې پرمختګ کړی دی، د انتروپولوژي تر عنوان اړونده برخې وګورئ.

ايتمولوژي[سمول]

د انتروپولوژي اصطلاح (anthropology) په ښکاره ډول د يوناني (ἄνθρωπος) او (-λογία ) څخه جوړ شوی ترکيب دی، چې لومړۍ برخه يې د “Anthropos” يانې انسان يا انساني موجود (د انسانيت يا بشريت پع معنا سره درک کېږي) او دويمه برخه يې فرضي برخه د “logia” يانې څېړلو يا مطالعې په معنا سره ده، چې په ټوله کې د انسان د څېړلو يا مطالعې پوهې ته وايي. که څه هم ياد ترکيب په يوناني يا لاتيني کې ناڅرګند دی، چې ايا د لرغوني دورې او که د منځنۍ دورې پورې اړه لري. د انسان پېژندنې اصطلاح په لومړي ځل په پاشلي يا تيت او پرک ډول د فرانسې رنسانس په پوهنيز ډول لاتيني “anthropologia” کې راڅرګندېږي، چې ياده اصطلاح په کې د فرانسوي “anthropologie” اصطلاح زېږوي، چې وروسته همدا اصطلاح انګليسي ژبې ته د “anthropology” په بڼه لېږدول کېږي. بايده ده چې انتروپولوژي اصطلاح د ويوکو په هغې ټولګي پورې اړه لري، چې د “logy” په وروستاړي سره توليد شوې ده. لکه archeo-logy [لرغون پېژندنه]، bio-logy [د ژونديو موجوداتو پوهه او داسې نور چې د لوژي يا ځيني وختونه لوجي (logy) وروستاړی د مطالعې يا پوهې په معنا سره دی. [۱]

د يوناني “Anthropos” او لاتيني “logia” ګډه ځانګړتيا ياد ترکيب د نوي لاتيني په توګه په نښه کوي. که څه هم په لرغوني يونان کې د يادې معنا د وړاندې کولو په موخه د “logia” په نوم کوم خپلواک اسم نه شته. د λόγο (logos) ويی ياده معنا لري. جېمز هنټ (James Hunt) په ۱۸۶۳ ز کال کې د رئيس او بنسټګر په توګه د لندن د انسان پېژندنې ټولنې (Anthropological Society of London) ته په خپله لومړنۍ وينا کې د نوموړې اصطلاح د ژغورلو هڅه وکړه. نوموړي بايد ده چې په معياري لرغوني يوناني قاموس کې له ارستو څخه د “anthropologos” اصطلاح وموندله، چې د نوموړي په وينا ياد ويی د «د انسان د ويلو يا چلند کولو» په توګه راپېژني. دا نظريه په بشپړ ډول هيله بخښونکی فکر دی، لکه څرنګه چې ليډيل (Liddell) او سکاټ (Scott) د دې معنا «له شخصي خبرو اترو سره د مينې يا لېوالتيا» په معنا سره بيانويږ که چېرې ارسطو چې د “logos” پلوی فيلسوف دی دا ډول ويی له ټينګې ارادې پرته توليدولی شوی، نو ښايي دا به هغه وخت و چې تر ياد نوم لاندې هيڅ کومه د پېژندلو وړ انتروپولوژي يا انسان پېژندنه نه وه. [۲][۳][۴][۵]

که څه هم د انتروپولوژي د لرغوني مفهوم نه شتون يوه د اشتقاق ستونزه نه ده. ليډډل او سکاټ د “logia” په وروستاړي پای ته رسېدونکي ۱۷۰ يوناني ترکيبي ويي لېست کړل، چې د يو توليدي وورستاړي په توګه يې د وروستۍ کارونې د سم يا کره ثابتولو لپاره بس يا کافي وو. لرغونو يونانيانو زياتره وختونه د هغه ترکيبونو په جوړولو کې له وروستاړو څخه ګټه اخيستله، چې بله خپلواکه بڼه يې نه درلوده. د اشتقاق يا ايتمولوژي قاموسونه له “legein” څخه “-legia” وروستاړی “logos” ته ورګرځولو يا منسوبولو کې متحد دي، چې “legien” د «ټولولو» په معنا سره دی. راټول شوي شيان په اصل کې نظريات او په ځانګړي ډول کلام يا وينا کې نظريات دي. د امريکايي ميراث قاموس (American Heritage Dectionary) بيانوي: «(دا يو له) مستقاتو څخه دی، چې په خپلواک ډول “logos” ته جوړ شوی دی». د دې مورفولوژيکي ډول له يو معنوي يا ذهني اسم “log-os” يا “log-ia” (کيفيتي معنوي يا مجرد) څخه دی. [۶][۷][۸][۹]

د انتروپولوژي د نوم رنسانس ريښه يا اصليت هغه شونتيا نه لرې (محوه) کوي، چې لرغونو ليکوالانو انتروپولوژيکي ماده تر يو بل نوم لاندې وړاندې کړه. دا ډول پېژندنه تفکري يا اټکلي ده، چې د انتروپولوژي په اړه د نظرپوه پر نظريې باندې تکيه کوي. سره له دې هم اټکلونه د باور وړ انتروپولوژي پوهانو له لورې جوړ شوي دي؛ په ځانګړي ډول هغوی چې ځانونه په تاريخ کې وظيفه پال او نور خلک نوي ډلبندي شوي ګڼي.

د تاريخ پوهه[سمول]

د انسان پېژندنې تاريخپوه ماروين هاريس (Marvin Harris) په دې وينا سره د انسان پېژندنې نظريې راپورته کېدل (The Rise of Anthropological Theory) پيل کوي، چې انسان پېژندنه يا انتروپولوژي «د تاريخ پوهه ده». نوموړی وړانديز نه کوي چې د تاريخ نوم دې انتروپولوژي ته بدل شي يا دا چې د تاريخ او له تاريخ څخه مخکې تر منځ توپير نه شته او يا دا چې انسان پېژندنه شته ټولنيزې لارې چارې يا تمرينونه نه مني. ځکه چې د تاريخ هغه عمومي معنا چې دا يې د انتروپولوژي په تاريخ کې لري، ترلاسه کېدونکې برېښي. نوموړی لکه څرنګه چې د کلتوري انسان پېژندنې بنسټګر کارولی دی، «تاريخ» په يو ځانګړې معنا يا حس کې کاروي؛ د Herbert Apencer په بله وينا «د ټولنې طبيعي تاريخ» يا «د انسانيت نړيوال تاريخ»، چې دا د اتلسمې پېړۍ د روښانفکرۍ دورې موخه ده. لکه څرنګه چې طبيعي تاريخ د اوس او پخوا ژونديو موجوداتو ځانګړتياوې رانغاړي، نو کلتوري يا ټولنيز تاريخ د تېرې او اوسنۍ ټولنې ځانګړتياوې رانغاړي. ياد تاريخ مستند تاريخ او له تاريخ څخه مخکې دوره دواړه رانغاړي، مګر ميلان يې د ځانګړو نه تکرارېدونکو تاريخي پېښو په پرتله د بنسټيز پرمختګ يا ودې پر لور دی. [۱۰][۱۱][۱۲]

د هاريس په وينا د ۱۹ پېړۍ انسان پېژندونکي د دې انګېرنې يا شونتيا له مخې نظريې ورکولې، چې د ټولنې پرمختګ يو لړ قوانين څاري يا تعقيبوي. نوموړی په شلمه پېړۍ کې د يادې نظريې له لاسه ورکول د هغه انکار له مخې نه مني، چې هر ډول قوانين د پوهېدلو وړ دي يا دا چې شته بنسټونه پر لرغونو بنسټونو باندې هر ډول تکيه لري. نوموړي د هغوی لپاره د نظر کښنيز يا ايديوګرافيک اصطلاح رامنځته کړه. له بله پلوه د ۱۹ پېړۍ نظريات د قانون ايښودنې وړتيا لري، يانې په دې معنا چې دوی قوانين چمتو کوي. نوموړی د انسان په پوهه کې د تاريخ د قوانينو لپاره د پلټلو د کړنلارې يا ميتودولوژيکي لومړيتوب د څرګندولو تکل يا اراده کوي. نوموړی «د تاريخ د عمومي نظريې» په لټه کې دی. د قوانينو به اړه د نوموړي ادراک يا پوهېدنه په دې ډول ده: «زه باور لرم چې د ټولنيزې کلتورې ښکارندې په برخه کې د ډارويني تګلارې ورته والی د چاپيريالي تخنيک يا “techno-environmental” او اقتصادي تخنيک يا “techno-economic” معينيت اصل دی. نوموړی کلتوري مادي اصالت ته لکه څرنګه يې چې په کلتوري ماترياليزم يا مادي اصالت تر سرليک لاندې کتاب کې په بشپړ ډول ليکلی دی، د کلتور د پوهې لپاره هڅه يا مبارزه بولي. [۱۳][۱۴]

په بل ځای کې نوموړی «زما د تاريخي معينيت نظريات» ته اشاره کوي او وروستی هغه داسې راپېژني: «د کلتوري ښکارندو په منځ کې د معينيتي اړيکې له مخې کله نا کله زما معنا دا وي، چې تر ورته حالتونو يا شرايطو لاندې ورته بدلېدونکي يا بې پايښته د ورته پايلو څرګندولو هڅه کوي». پېښېدلو يا نه پېښېدلو ته د خپلواکۍ د يو درجې تر لاسه کولو په موخه د هڅو کارونې معنا لري، مګر په سخت معينيت کې د معلومه ورکول شويو لاملونو، پايلې او د دې معنا لري، چې هم همغه پايله بايد پېښه [ترلاسه] شي. که څه هم بېلابېل فيلسوفان په بېلابېلو حواسو کې د معينیت فلسفه کاروي. هغه معينيتي عنصر چې هاريس يې ويني د انسان د ټولنيزي مهندسۍ يا اداره کولو کمښت دی: «خپلواکې ارادې او اخلاقي ټاکنې په په حقيقت کې په همدې ډول د ټولنيز ژوند د تکاملي سيستمونو په واسطه پر غوره شوي لوري باندې د پام وړ اغېزه نه ده لرلې. [۱۵][۱۶]

هاريس (Harris) د ۱۹ پېړۍ له نظر سره همغږی دی، چې قوانين د ازمايښتي ثبوت لنډيزونه دي: «... ټولنيزې کتلوري هستۍ د ځانګړو يا مشخصو اشخاصو د چلند او فکر له سيده يا ناسیده (مستقيم يا غير مستقيم) کتنې څخه جوړې شوې دي...». بنسټونه فزيکي واقعيت نه دی، يوازې خلک فزيکي واقعيت دی. کله چې دوی په ټولنه کې عمل کوي، نو د تاريخ له قوانينو سره سم يې کوي، چې په اړه يې نه پوهېږي. له همدې امله د خپلواکې يا ازادې ارادې هيڅ تاريخي عنصر نه شته. په ټوله کې د ۲۰ پېړۍ د انسان پېژندنې د پوهانو په څېر هاريس د ازمايښت پر اصالت يا د لومړنيو معلوماتو ټولګې ته زيات ارزښت ورکوي. دا دنده بايد د روزل شويو څارونکو له لورې تر سره شي. [۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. "-logy". Online Etymological Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "-logy". Webster's Third New International Dictionary Unabridged and Seven Language Dictionary II H to R. (1986). Encyclopædia Britannica, Inc.. 
  3. Liddell & Scott 1940, logos
  4. Hunt 1863, p. 1
  5. Liddell & Scott 1940, anthropologos
  6. Liddell & Scott 1940, logia
  7. Buck 1933, p. 359
  8. "leg-". The American Heritage Dictionary of the English Language (4th). (2009). 
  9. Buck 1933, p. 347
  10. Harris 2001, p. 1
  11. There is currently some regional and traditional equivocation about whether it should be called culture history, as in cultural anthropology; i.e., Culture-historical archaeology, or social history, as in social anthropology, or the compromise, sociocultural anthropology. Different theorists have different practices, the distinctions being mainly verbal.
  12. Harris 2001, p. 159
  13. Harris 2001, p. 2
  14. Harris 2001, p. 3
  15. Harris 1991, pp. xii-xiii
  16. Harris 1991, p. xiv
  17. Harris 1999, p. 52