د انسان پوزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوزه د انسان په مخ کې تر ټولو زیاته بهر ته راوتلې برخه ده. دغه غړی د پوزې سوري په ځان کې لري او د تنفسي سیسټم لومړنی غړی دی. همدارنګه پوزه د شامې حس تر ټولو اصلي غړی دی. د پوزې شکل د پوزې د هډوکو او غضروفونو له مخې جوړېږي چې د پوزې تیغه د هغو دواړه سوري سره جلا کوي او همدارنګه د پوزې ژوروالی (nasal cavity) په دوه برخو ویشي. د نارینه وو پوزې له ښځینه وو څخه په اوسط ډول لویې دي.

پوزه د ساه اخیستلو په بهیر کې مهم رول لري. د پوزې مایع د پوزې ژوروالی او پارانازال سینوسونه پوښي چې د تنفس کېدونې هوا د ګرمولو او مرطوب کولو دنده پرغاړه لري. د دغه ژوروالي په دیوالونو کې د پوزې مخازن (Nasal conchae) او صدف ډوله هډوکي په دغه بهیر کې مهم رول لوبوي. د پوزې په غارونو کې ویښتان بیا سږو ته د لویو زراتو له ننوتو مخه نیسي. پرنجی وهل له پوزې څخه د هغو ناغوښتل شوو زراتو د ویستو غبرګون دی چې مخاطي پوښښ تحریک کوي. پرنجی کول کېدای شي عفونت ولېږدوي، ځکه له امله یې په هوا کې معلق ذرات رامنځته کېږي او کوچني څاڅکي یې کولای شي د ناروغۍ انتقال کوونکي ذرات په ځان کې ولري.

د پوزې بله تر ټولو مهمه دنده د شامې یا بوی کولو حس دی. د پوزې په پورتني ژوروالي کې د بوی کولو اپیتلیوم ساحه د بوی د تشخیص ځانګړي حجرات لري چې د دغې چارې مسئولیت پر غاړه لري.

پوزه په خبرو کولو کې مهم رول لري. خیشومي غږ لرونکي (Nasal vowels) او خیشومي بې غږه حروف (nasal consonants) د نسلایزیشن (nasalisation) په بهیر کې رامنځته کېږي. د پارانازال سینوسونو منځ خالي ژورغالي د غږیزو دهلیزونو په توګه عمل کوي چې خبرې کول او نور ټول غږونه اصلاح او پیاوړي کوي.

د پوزې د شکل د بدلون او یاهم جوړښتي عیبونو د اصلاح په موخه د پلاستیکي جراحۍ ګڼ شمېر لارې چارې شتون لري چې په رینوپلاستي پېژندل کېږي. په پوزه کې نواقص کېدای شي مادرزادي او یا هم د پزې د اختلالاتو او پړسوب له امله وي چې اصلاحي لارې چارې یې ترمیم کوونکې جراحۍ ته اړوندېږي. د پوزې د شکل د تغیر په موخه انتخابي لارې چارې بیا د ښکلې کوونکې جراحۍ برخه دي.

چارې[سمول]

تنفس[سمول]

پوزه په تنفسي سیسټم کې د پورتنۍ تنفسي مجرا لومړنی غړی دی. د تنفس په بهیر کې د دغه غړي اصلي دنده د هوا تامین او د هغو په ګرمولو او فیلتر کولو سره د تنفس لپاره د هغو برابرول دي. د پوزې په غارونو کې ویښتان لوی ذرات رانیسي او نه پرېږدي هغه سږو ته ورسېږي. [۱][۲]

د پوزې په هر ژورغالي کې د پوزې درې مخازن د هوا د تېرېدو لپاره څلور لارې جوړوي چې د هغو په اوږدو کې هوا په څرخ راځي او د نازوفارنکس لوري ته حرکت کوي. د پوزې داخلي جوړښت او ژورغالي، له دې ډلې مخازن او پارانازل سینوسونه د تنفس شوې هوا د تهویې په موخه یو موټۍ سیسټم په پوزه کې جوړوي. په دغه بهیر کې د پوزې د مخاط اصلي رول هم شاملېږي چې په پایله کې یې د سږو د عملکرد سره برابره او د هغو د داخلي محیط د خوندي ساتلو په موخه سمه هوا سږو ته لار مومي. د مخازنو او غوښې ترمنځ رامنځته شوی بیروبار د مخاط په واسطه د هوا مرطوب کېدو او فلتر کېدو ته لار برابروي. له دې امله د تنفسي سیسټم دغه پورتنی غړی د تنفسي سیسټم لاندنیو ظریفو غړو ته د هوا د تېرېدو پر مهال تر ډېره محافظتي رول لوبوي. [۳][۴][۵]

پرنجی وهل یوه محافظتي مهمه چاره ده چې د خولې او پوزې له لارې د ناغوښتلو زراتو د بېرته ویستلو په موخه د پوزې د مخاط په تحریک سره ترسره کېږي. فوټیک پرنجی (له نور سره غبرګون ښوونکی پرنجی) هغه غبرګون دی چې د مختلفو محرکینو لکه تېز نور له امله رامنځته کېږي. پوزه همدارنګه د تنفس کېدونې هوا د تودوخې اړوند د حسي اطلاعاتو د انتقال وړتیا لري. [۶][۷][۸]

داسې انګېرل کېږي چې د پوزې په ډولونو کې تغیرات کېدای شي د سیمو له مخې د تودوخې او رطوبت اړوند بدلونونو سره اړیکه ولري، خو دا هم کېدای شي چې د یو شمېر نورو عواملو لکه جنسي انتخاب له امله رامنځته شوي وي. [۹]

د بوی کولو حس[سمول]

پوزه همدارنګه د شامې یا بوی کولو په حس کې مهم رول لري. پوزه د بوی کولو اړوند د تخصصي حجراتو برخه لري چې په کې د شامې اړوند نیورونونه شتون لري او د شامې د حس مسئولیت پر غاړه لري. د پوزې په لاندني ژورغالي کې د بوی کولو مخاط د بوي کولو د غدودو (olfactory glands) په نامه یو ډول غدې لري چې د بوی له حس سره مرسته کوي. د پوزې مخازن همدارنګه د بوی کولو برخې ته د هوا د جریان په هدایت کولو سره د بوی کولو په عملیه کې مرسته کوي. [۱۰][۱۱]

خبرې کول[سمول]

آواز د سږو له لوري د فشار راوړو له امله رامنځته کېږي. دغه چاره د پوزې د لارې د هوا د اخیستو د بهیر په مرسته چې ورته نسلایزېشن ویل کېږي تنظیم کېږي. په دغه چاره کې د غږ لرونکو حروفو د تولید په موخه د کوچنۍ ژبې لاندې راتلل او همدارنګه د بې غږه حروفو د تولید په موخه د خولې او پوزې له لارې د هوا وتلو ته اجازه ورکول شاملېږي.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Saladin, K (2011). Human anatomy (الطبعة 3rd). McGraw-Hill. د کتاب پاڼې 480. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780071222075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Saladin, K (2011). Human anatomy (الطبعة 3rd). McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 633–636. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780071222075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Van Cauwenberge, P; Sys, L; De Belder, T; Watelet, JB (February 2004). "Anatomy and physiology of the nose and the paranasal sinuses". Immunology and Allergy Clinics of North America. 24 (1): 1–17. doi:10.1016/S0889-8561(03)00107-3. PMID 15062424. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sahin-Yilmaz, A; Naclerio, RM (March 2011). "Anatomy and physiology of the upper airway". Proceedings of the American Thoracic Society. 8 (1): 31–9. doi:10.1513/pats.201007-050RN. PMID 21364219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Betlejewski, S; Betlejewski, A (2008). "[The influence of nasal flow aerodynamics on the nasal physiology]". Otolaryngologia Polska = the Polish Otolaryngology. 62 (3): 321–5. doi:10.1016/S0030-6657(08)70263-4. PMID 18652158. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Songu, M; Cingi, C (June 2009). "Sneeze reflex: facts and fiction". Therapeutic Advances in Respiratory Disease. 3 (3): 131–41. doi:10.1177/1753465809340571. PMID 19617285. S2CID 38183174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. García-Moreno, J. M. (January 2006). "Photic sneeze reflex or autosomal dominant compelling helio-ophthalmic outburst syndrome". Neurologia (Barcelona, Spain). 21 (1): 26–33. PMID 16525923. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Geurkink, N (August 1983). "Nasal anatomy, physiology, and function". The Journal of Allergy and Clinical Immunology. 72 (2): 123–8. doi:10.1016/0091-6749(83)90518-3. PMID 6350406. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Zaidi, Arslan A., Brooke C. Mattern, Peter Claes, Brian McEcoy, Cris Hughes, and Mark D. Shriver. "Investigating the case of human nose shape and climate adaptation." PLoS genetics 13, no. 3 (2017): e1006616.
  10. Betlejewski, S; Betlejewski, A (2008). "[The influence of nasal flow aerodynamics on the nasal physiology]". Otolaryngologia Polska = the Polish Otolaryngology. 62 (3): 321–5. doi:10.1016/S0030-6657(08)70263-4. PMID 18652158. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bluestone, Charles (2002). Pediatric otolaryngology. Elsevier Health Sciences. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7216-9197-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Saladin, Kenneth (2012). Anatomy & physiology : the unity of form and function (الطبعة 6th). McGraw-Hill. د کتاب پاڼې 856. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780073378251. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Tortora, G (2011). Principles of anatomy & physiology (الطبعة 13th.). Wiley. د کتاب پاڼې 875. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470646083. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Laver, John; John, Laver (12 May 1994). Principles of Phonetics (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521456555. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ohala, John. "The Phonetics of Nasal Phonology:Theorems and Data" (PDF). berkeley.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)