د انسان د پوستکي رنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انسان د پوستکي رنګ له زيات نصواري رنګه تور څخه نيولې تر روښانه رنګونو پورې وي. د افرادو تر منځ د رنګ توپير د رنګ ورکونکې مادې د توپیر، کومه چې د جنیټیکونو (د یو چا د بيالوژيکي «خپلو» مور او پلار څخه ميراثي وي)، لمر ته د لوڅېدو، يا دواړو پايله ده. په چاپېريال کې د توپيرونو او ماوراء بنفش وړانګو هغه بايوکيمياوي اغیزو د تنظيم له امله چې پوټکي ته ننوځي، د طبيعي غوراوي په پايله کې د خلکو تر منځ توپيرونه تکامل ته رسېدلي دي. [۱]

که څه هم یواځینۍ تر ټولو مهمه ماده یی د رنګ جوړولو «میلانین» ماده ده، بيا هم د بېلا بېلو انسانانو د پوستکي واقعي رنګ د ډیرو موادو تر اغېز لاندې راغلی. «میلانین» ماده د پوستکی دننه په «میلانوسایت» حجرو کې پيدا کېږي او دا د تور پوستو انسانانو د پوستکي د رنګ اصلي ټاکونکې ماده ده. د سپین پوستو د پوستکي رنګ په بنسټيز ډول د شین بخون-سپين (شين ته نژدې سپين) نښلونکی نسج لاندې د «ډیرمیس» او د «ډیرمیس» (د پوستکي داخلي پوړ) په رګونو کې د «هوموګلوبین» د جریان په مټ ټاکل کیږی. د فزیکی تمرین یا جنسی پاریدنې، یا د عصبي سیستم د تحريک (غوسه، خجالت)، د شیریانونو پراختیا په پایله کې د پوستکی لاندې سور رنګ په ځانګړي ډول په مخ کې لا زيات راڅرګندېږي. رنګ د یو چا په ټول پوستکی کی په بشپړ ډول يو شان نه وي، د بېلګې په ډول، د ورغوي او د پښو د تلې رنګ د نور پوستکي په پرتله روښانه وي، او دا په په ځانګړي ډول په تور پوستو کې ډېر د پام وړ وي. [۲][۳]

د ماوراء بنفش وړانګو(UVR)  جغرافیایی وېش او په ټوله نړۍ کې د پوستکي د اصلي رنګ د وېش تر منځ نېغ په نېغه اړيکه شته. هغه سيمې چې په زياته اندازه UVR تر لاسه کوي، عموماً د استواء کرښې ته نږدې پرتې دي او د دې سيمو اوسېدونکي ډيری يې تورپوستي دي. هغه سيمې چې له استواء کرښې لرې او قطبونو ته نږدې پرتې دي، د  UVR شدت یی کم دی او د دې سيمو اوسېدونکي د روښانه (راڼه/سپين) پوستکي لرونکي ښودنه کوي. يو شمېر څیړونکي وړاندیز کوي چې د انسانی نفوس د پوستکی رنګ د تیرو ۵۰۰۰۰ کلونو په اوږدو کې د تور څخه سپین ته او برعکس  سپین څخه تور ته بدلون موندلی، ځکه چې دوی UV  بېلا بېلو سيمو ته کډوال شوي دي او شونې ده چې د رنګ جوړیدلو دومره ستر توپير لږ تر لږه په ۱۰۰(نږدې ۲۵۰۰ کلونه) نسلونو کې د انتخابي پاکېدلو په مټ منځ ته راغلی وي. شونې ده چې د لمر وړانګو ته د لوڅېدو پايله د پوستکی طبیعی رنګ تورېدل وي. مخکښه تیوري (اند/نظريه) دا ده چې د پوټکي رنګ د لمر د سختو وړانګو سره سمون پیدا کوي، څو د زياتو سختو وړانګو د ماتېدو په وړاندي تر يو بريده خونديتوب چمتو کړي، کومې چې د پوټکي د حجرو په «ډی این ای» کې زیان پیدا کوي او په دې ډول بدلون منځ ته راوړي. سربېره پر دې، دا هم لیدل شوي چې د ښځو پوستکی د نارینه وو په پرتله زیات روښانه وي. ښځینه د حمل او بچي ته شیدو ورکولو پر مهال زياتو کلشيم ته اړتيا لري. بدن د لمر د وړانګو څخه ویټامین ډي جوړوي، کوم چې د کلشیم په جذبولو کې مرسته کوي. ښځې په دې ډول تکامل ته رسېدلي چې روښانه پوستکی ولري، همدا لامل دی چې د دوی جسمونه زیات کلشيم جذبوي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

لکه چې له ټولنيز حيثيت او توپيري چلند څخه معلومېږي، همدا شان د پوستکي په رنګ کې ټولنيز اهميت د کلتورونو او له وخت سره بدلون مومي.

میلانین او جینونه[سمول]

«میلانین» د «میلانوجینیسیس» پړاو د «میلانوسایت» حجرې په مټ توليديږي. «میلانین» د کوچنیو پردو پورې تړليو کڅوړو کې جوړیږي چې د «میلانوسومز» په نوم یادېږی. کله چې دا کڅوړې له «میلانین» څخه ډکې شي، بيا د «میلانوسایت» نازکو لاسونو ته رسېږي، له کومه ځايه چی بيا «کیراتینوسایتونو» ته لیږدول کیږي. په عادي شرايطو کې، «میلانوسومز» د «کیراتینوسایتونو» (د پوستکۍ پاسنۍ برخه) پاسنۍ برخه پوښي او هغوی د جینیټیکی زيان څخه ژغوري. د «کیراتینوسایتونو» له اشارو سره سم یو «میلانوسایت» شپږدیرش «کیراتینوسایتونو» ته «میلانین» چمتو کوي. دوی همداراز د «میلانین» تولید او د «میلانوسایت» نقل ايستل تنظیموي. خلک د پوستکی بېلا بېل رنګونه لري، بنسټيز لامل يې دا دی چې د دوی «میلانوسایتونه» په جلا جلا اندازو او بڼو «ميلانين» تولیدوي. [۱۱]

د انسان د پوستکي د رنګ تر شا جنیټیکي تګلاره، په بنسټيز ډول د «انزایم ټیروسیناز» له خوا منظميږي، کوم چې د پوستکي رنګ، سترګو او ويښتو رنګونه جوړوي. د پوستکی د رنګ د توپیرونو نسبت په پوستکي کې د «میلانوسومز» اندازې او وېش ته هم کېږی. «میلانوسومز» دوه ډوله «میلانین» تولیدوي. د بیولوژیکي «میلانین» تر ټولو عام ډول «ایومیلانین» دی، کوم چې د «ډایهایډروایسانډول کاربوکسیل» تیزابو یو نصواري رنګه تور پولیمیر (پولیمیر، يو کيمياوي مرکب دی) او د دوی کمه شوې بڼه ده. ډیری یې له «امینواسید ټایروسین» څخه راوتلي دي. «ایومیلانین» په ویښتو، ایرولا (د انسان د تي په شا او خوا کې د پوستکې توره سره برخه) او پوستکي کې پیدا کېږي او د ویښتو رنګونه خړ، تور، سپینخون (سپينچک) او نصواري وي. په هغو انسانانو کې زیات موندل کېږي چې تور رنګ ولري. «فیومیلانین» چې یو ګلابي ته ورته سور رنګ دی، په ځانګړي ډول په سرو ویښتو، شونډو، د تي سرونو، د تناسلي آلې په سرونو، او د ښځې د تناسلي آلې دننه نل کې په زياته اندازه موندل کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د تولید شوي «میلانین» اندازه او ډول دواړه د یو اندازه جینونو په مټ اداره کیږي، کوم چې د نيمګړې واکمنۍ تر مخې عمل کوي. د بېلا بېلو جينونو هر يو يوه کاپي له مور او پلار څخه په مېراث وړل کېږي. هر «جین» په څو «الیلونو» کې راځی او په پایله کې د انسان د پوستکي رنګ ته ستر بدلونونه ورکوي. «میلانین» له لمر څخه د ماوراء بنفش (UV) وړانګو اندازه مديريت کوي، کومې چې پوستکي ته د جذب له لارې ننوځی. په داسې حال کې چې ماوراء بنفش وړانګې کولای شي د ویټامین ډی په تولید کې مرسته وکړي، له ماوراء بنفش وړانګو سره ډیره اړیکه کولای شي روغتیا ته زیان ورسوي. [۱۶]

د پوستکي د رنګ تکامل[سمول]

انګېرنه دا ده چې په «هومیني» انواعو کې د بدن د ویښتو له لاسه ورکول شاوخوا ۵ څخه تر ۷ ملیونه کاله دمخه په دوه پښو د ګرځېدو له منځ ته راتګ سره تړاو لري. شونې ده چې د په دوه پښو ولاړ «هومینین» د بدن ویښتان کرار کرار ورک شوي وي، څو د خولو (عرق) په مټ په ښه طريقې سره د تودوخې تيت پرک کولو سره مرسته وکړي. د پوستکي د رنګونو د راڅرګندېدو تاريخ نږدې يو اعشاريه دوه ميليونه کلونو مخکې ته رسېږي، دا د یوې لويې وچکالۍ د شرایطو پر مهال، کومې چې لومړني انسانان وچو او پرانيستو سيمو ته پر مخ یوړل. شونې ده چې دا ډول حالات د « UV-B » وړانګو لامل ګرځېدلي وي. دې حالت د پوستکې د رنګ په راڅرګندېدو کې مرسته وکړه، څو د لمر وړانګو په وړاندې د زياتو لوڅېدو له امله د «فولیټ» (يوه ماده ده) د کمښت مخه ونیسي. هغه نظريه رد شوې چې ګوندې د رنګ جوړېدلو په پوستکې کې د ننوتلو وړتیا د خنډ په زیاتولو سره، له «زیریک» (ډېر وچ/غېر مرطوب) فشار سره مبارزه کې مرسته کړې.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

لومړيو انسانانو کولای شول چې د بې ویښتو پوستکي، د خولو ډیرو غدو او په «ميلانين» بډايه پوستکي په مرسته د تاوده لمر لاندې د اوږدې مودې لپاره وګرځي، منډه ووهي، او د خوراک لټون وکړي، بې له دې چې د زیاتې تودوخې له امله يې دماغو ته زيان ورسېږي، همدې چارې انسانانو ته په نورو انواعو تکاملي غوراوی ورکاوه. نږدې یو اعشاريه دوه ميلیونه کاله مخکې، د «هومو ارګاسټر» د وخت په شا اوخوا کې، لرغونو انسانانو (د هومو سیپینز د پلرونو په ګډون) کټ مټ هغه شان تر لاسه کونکي پروټين درلودل، څنګه يې چې اوس عصري نيمه سهارايي افريقايان لري.  [۲۴]

دا هغه «جینوټایپ» (د یو جين پېژندل شوې نوعه) و چې د اناتومي له پلوه عصري انسانانو په میراث وړي و، خو د اوسنيو انسانانو يوې برخې له ځانه سره ساتلي دي، په همدې بنسټ د انساني جنټيکي تنوع يو اړخ منځ ته راوړي. شاوخوا ۷۰۰۰۰-۱۰۰۰۰۰ کاله وړاندې، له اناتوميکي پلوه ځينو پرمختلليو انسانانو (هومو ساپینس) د استوایی سیمو څخه شمال ته کوچ پیل کړ، چیرته چې دوی د لږ شدت لرونکو لمر وړانګو سره مخامخ شول. شونې ده تر يو بريد يې لامل دا و چې د ساړه اقليم څخه د خونديتابه لپاره د کاليو زیاتو کارولو ته اړتيا وه. په دې شرایطو کې د «فولیټ» د وړانګو کمه ويجاړي موجوده وه او له همدې امله د تکامل هغه فشار کم شوی و چې د روښانه پوستکي جين ډولونو د پاتې کېدو په وړاندې کار کوي. سربېره پر دې، روښانه پوستکي د تور پوستکي په پرتله ډیر ویټامین ډي (کولیکالسیفیرول) تولیدوي، نو دې به د لمر په کمه رڼا کې د روغتیايي ګټې استازیتوب کړی وای، که چیرې د ویټامین ډي محدودې سرچینې موجودې وای. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Muehlenbein, Michael (2010). Human Evolutionary Biology. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 192–213. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Milburn, Peter B.; Sian, Corazon S.; Silvers, David N. (1982). "The color of the skin of the palms and soles as a possible clue to the pathogenesis of acral-lentiginous melanoma". American Journal of Dermatopathology. 4 (5): 429–33. doi:10.1097/00000372-198210000-00009. PMID 7149195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jablonski, N.G. (2006). Skin: A Natural History. Berkeley: University of California Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Webb, A.R. (2006). "Who, what, where, and when: influences on cutaneous vitamin D synthesis". Progress in Biophysics and Molecular Biology. 92 (1): 17–25. doi:10.1016/j.pbiomolbio.2006.02.004. PMID 16766240. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jablonski, Nina G. (Spring 2011). "Why Human Skin Comes in Colors" (PDF). AnthroNotes. 32 (1). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  6. "The Human Family Tree Facts". National Geographic. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Jablonski, Nina (2012). Living Color. Berkeley, Los Angeles, London: University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-25153-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Jablonski, Nina; Chaplin, George (May 2017). "The colours of humanity: the evolution of pigmentation in the human lineage". Philosophical Transactions of the Royal Society B. 372 (1724): 20160349. doi:10.1098/rstb.2016.0349. PMC 5444068. PMID 28533464. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Jablonski, N. G.; Chaplin, G. (2010). "Colloquium Paper: Human skin pigmentation as an adaptation to UV radiation". Proceedings of the National Academy of Sciences. 107: 8962–8. Bibcode:2010PNAS..107.8962J. doi:10.1073/pnas.0914628107. PMC 3024016. PMID 20445093. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jablonski, Nina; Chaplin, George (2000). "The evolution of human skin coloration" (PDF). Journal of Human Evolution. 39 (1): 57–106. doi:10.1006/jhev.2000.0403. PMID 10896812. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر January 5, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Jablonski, Nina (2012). Living Color. Berkeley, Los Angeles, London: University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-25153-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sturm, R. A. (2006). "A golden age of human pigmentation genetics". Trends in Genetics. 22 (9): 464–469. doi:10.1016/j.tig.2006.06.010. PMID 16857289. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sturm, R. A.; Teasdale, R. D.; Box, N. F. (2001). "Human pigmentation genes: Identification, structure and consequences of polymorphic variation". Gene. 277 (1–2): 49–62. doi:10.1016/s0378-1119(01)00694-1. PMID 11602344. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "pheomelanin". MetaCyc. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جنوري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ito, S.; Wakamatsu, K. (Dec 2011). "Diversity of human hair pigmentation as studied by chemical analysis of eumelanin and pheomelanin". J Eur Acad Dermatol Venereol. 25 (12): 1369–1380. doi:10.1111/j.1468-3083.2011.04278.x. PMID 22077870. S2CID 5121042. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Schneider, Patricia (2003). "The Genetics and Evolution of Skin Color: The Case of Desiree's Baby". RACE—The Power of an Illusion. Public Broadcasting Service. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مې ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Boyd, Robert and Joan B. Silk, How Humans Evolved, 6th edition, W. W. Norton & Company, London, 2012.
  18. Jablonski, Nina; Chaplin, George (2000). "The evolution of human skin coloration" (PDF). Journal of Human Evolution. 39 (1): 57–106. doi:10.1006/jhev.2000.0403. PMID 10896812. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر January 5, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  19. Rogers, Iltis & Wooding 2004b, p. 107.
  20. Jablonski, Nina; Chaplin, George (May 2017). "The colours of humanity: the evolution of pigmentation in the human lineage". Philosophical Transactions of the Royal Society B. 372 (1724): 20160349. doi:10.1098/rstb.2016.0349. PMC 5444068. PMID 28533464. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Jablonski, N. G.; Chaplin, G. (2010). "Colloquium Paper: Human skin pigmentation as an adaptation to UV radiation". Proceedings of the National Academy of Sciences. 107: 8962–8. Bibcode:2010PNAS..107.8962J. doi:10.1073/pnas.0914628107. PMC 3024016. PMID 20445093. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Elias, PM; Menon, G; Wetzel, BK; Williams, J (2010). "Barrier Requirements as the Evolutionary "Driver" of Epidermal Pigmentation in Humans". American Journal of Human Biology. 22 (4): 526–537. doi:10.1002/ajhb.21043. PMC 3071612. PMID 20209486. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Nina, Jablonski (2004). "The evolution of human skin and skin color". Annual Review of Anthropology. 33: 585–623. doi:10.1146/annurev.anthro.33.070203.143955. S2CID 53481281. genetic evidence [demonstrate] that strong levels of natural selection acted about 1.2 mya to produce darkly pigmented skin in early members of the genus Homo الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Rogers, Iltis & Wooding 2004b, p. 107.
  25. Jablonski, Nina; Chaplin, George (2000). "The evolution of human skin coloration" (PDF). Journal of Human Evolution. 39 (1): 57–106. doi:10.1006/jhev.2000.0403. PMID 10896812. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر January 5, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)