د انسان تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انسان تکامل د لومړنیو انسانانو په تاریخ کې له تکاملي پروسې څخه عبارت ده چې د hominid  (انسان اړوند کورنۍ) څخه د مجزا نوعو په توګه د Homo sapiens (انسان ډوله تي لرونکو) د رامنځته کېدو لامل شوی، کوم چې سترې بیزوګانې پکې ګډون لري. دا پروسه د bipedalism (د انسان دوه پښې کېدنه) او ژبې د تدریجې ودې ترڅنګ له نورو hominins (انسان ډوله نوعو) سره جوړه کېدل هم رانغاړي. کومه چې څرګندوي د انسان تکامل په مستقیم ډول نه بلکي پېچلی وه.   [۱][۲][۳][۴][۵]

د انسان د تکامل مطالعه د فزیکي انسان پېژندنې، تکاملي انسان پېژندنې، د لومړنیو انسانانو پېژندنې، لرغون پيژندنې، فوسیل پېژندنې، عصبي بیولوژي، حیواني رفتار پېژندنې، ژبپېژندنې، تکاملي روانپېژندنې، جنین پېژندنې او جنټیک په ګډون بیلابیلې علمي څانګې رانغاړي. جنټیکي څېړنې ښکاره کوي چې د شاوخوا 85 میلیونه کالو پخوا د ګچ دورې په وروستیو کې لومړنی انسانان له نورو تي لرونکو څخه جلا شوې دې او لومړني فوسیلونه یې 55 میلیونه کاله پخوا د پالیسون دورې کې را څرګند شوي.[۶][۷][۸]

د Hominoidea سترې کورنۍ کې، د Hominoidea (سترې بیزوګانې) کورنۍ تقریباً د 15-20 میلیونه کاله پخوا له Hylobatidae  (د اوږدو لاسو بیزوګانې) څخه جلا شوي؛ د Homininae  (افریقایي بیزوګانې) فرعي کورنۍ د 14 میلیونه کالو شاوخوا پخوا له Ponginae  (orangutans) څخه جلا شوي؛ د Hominini  قبیله (د انسانانو، Australopithecus او شامپانزو په ګډون) د 8-9 میلیونه کالو پخوا ترمنځ له Gorillini  (ګوریلاګانو) قبیلې څخه جلا شوي؛ او په مقابل کې، د Hominina  (انسانان او منقرض شوي دوه پښو لرونکي نیکونو) او Panina  (شمپانزو) فرعي قبیلي د 4-7 میلیونه کالو پخوا سره جلا شوې دي.[۹]

اناتوميک بدلونونه[سمول]

د انسان تکامل د شمپانزو او انسانانو د وروستي ګډ نیکه له لومړي جلاتوب څخه د یو شمیر مورفولوژیکو، پراختایي، فزیولوژيکي، رفتاري او محیطي بدلونونو په واسطه مشخص شوی. محیطي (کلتوري) تکامل چې خورا وروسته په Pleistocene (د ځمکې پېژندنې د څلورم پړاو اړوند) دوره کې کشف شو، د انسان په تکامل کې یې د پام وړ رول ولوباوه چې د معاش د سیستم ترمنځ د انسان د لېږد له لارې څرګند شوی.  د دې سمونونو تر ټولو ډېر د پام وړ هغه یې bipedalism (دوه پښو توب)، د مغز د اندازې ډېروالی، اوږده شوې ontogeny  (اومېندواري او کوچنیوالي) او کم شوي جنسي dimorphism (دوه بڼه والی) دی. د دې بدلونونو ترمنځ اړیکه د روانې مناظرې  د بحث موضوع ده. نور د پام وړ مورفولوژیکي بدلونونه د توان او دقت نیولو تکامل رانغاړي، یو بدلون چې لومړی ځل په H. erectus  کې واقع کېږي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دوه پښو والی[سمول]

Bipedalism  (دوه پښو والی) د hominid (انسان ډوله) لومړنی سمون ده او د ټولو hominids (انسان ډوله) bipedal (دوه پښو لرونکو) ترمنځ د ګډو سکلیټي بدلونو د ټولګې ترشا د اصلي لامل په توګه منل شوی. تر ټولو مخکینی hominin (انسان ډوله)، احتمالاً د لومړنیو bipedalism (دوه پښو والا) څخه، انګېرل شوی چې Sahelanthropus یا Orrorin به وي، کوم چې دواړه یې شاوخوا 6 تر 7 میلیونه کاله پخوا راپورته شوي دي. په سمونو ګرځېدونکي د څلورو پښو لرونکي، ګوریلا او شامپانزې د hominin  (انسان ډوله) له صف څخه په داسې يوه دوره کې چې عین وخت ترپوښښ لاندې راولي جلا شوي، نو ښایي چې Sahelanthropus یا Orrorin زمونږ وروستی ګډ نیکه وي. Ardipithecus، یو بشپړ biped (دوه پښو لرونکی حیوان) د شاوخوا 5.6 میلیونه کالو مخکې راپورته شوی ده. [۱۵][۱۶]

لومړنیو دوه پښو لرونکو حیواناتو په پایله کې australopithecines او وروسته یې هم genus Homo  ته تکامل کړی. د bipedalism (دوه پښو والي) د تطابق د ارزښت په اړه بیلابېلې تیوریګانې شتون لري. د دې امکان شته چې bipedalism (دوه پښې والی) ځکه غوره ګڼل شوی چې د خوړو د ترلاسه کولو او لېږد لپاره یې لاسونه آزاد کړي، د تحرک پرمهال یې انرژي سپمولې، د اوږده واټن ځغاسته او ښکار کول یې آسانه کړي، د لیدلو یوه غښتلې سیمه یې رامنځته کړې او د لمر مستقیمې وړانګې په معرض کې د ساحې په کمولو سره یې له hyperthermia (جل وهلو) د ځان ساتنې سره مرسته کړې ده؛ په نوي ساوانا او ځنګلي چاپیریال کې د ودې لپاره ټولې ګټورې ځانګړتیاوې د ختیځې افریقا د ریفټ درې د پرمختګ په پایله کې د پخوانیو تړل شوي ځنګل استوګنځیو په مقابل کې    رامنځته شوې. د 2007 کال یوې څېړنې د دې فرضیې لپاره چې په دوه پښو ګرځېدل، bipedalism یا (دوه پښې والی)، ځکه تکامل کړی چې نظر په پوندو ګرځېدلو څلور پښو والي ته یې کمه انرژي مصرفوله. په هر حال، وروستی څېړنې وړاندیز کوي چې دوه پښې والی به له اور څخه د ګټې اخیستنې د وړتیا پرته  د سراسري خپرېدنې لامل نه وه ګرځېدلی. په ګرځېدلو کې دا بدلون کله چې نظر د لاسونو اوږدوالي ته مقایسه شوی د پښو د نسبي اوږوالي شاهد وه، کوم چې د brachiation (هغه کړنه ده چې لومړنیو انسانانو به له یوې ونې بلې ته یواځې د لاسونو په کارولو ختل) لپاره د  له منځه وړلو د اړتیا له لارې لنډ شوي. بل بدلون د غټې ګوتې بڼه ده. وروستی څېړنې وړاندیز کوي چې australopithecines د نیوونکې غټې ګوتې د ساتنې په پایله کې لاهم ځینې وختونه په ونو کې ژوند کړی دی. دا په پرمختیایې ډول په habilines کې له منځه ولاړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د bipedalism (دوه پښو والي) تکامل په خپل سري ډول نه یواځې پښو او حوصلې، بلکه ستون فقرات، پنجه او ښنګرو او ککرۍ کې د یو ستر شمیر سکلټي بدلونونه سره مل شوی دی. femur  (د ځنګون هډوکۍ) ډېره کمه یوه زاویه یي موقیعت ته تکامل کړی څو د ثقل مرکز د بدن هندسي مرکز لوري ته ولېږدوي. د زنګون او ښنګري مفصلونه په ډېرېدونکې توګه غښتلي شوي څو په ښه توګه له زیات شوی وزن څخه ملاتړ وکړي. عمودي موقیعت کې په هره فقره د زیات شوي وزن د ملاتړ په خاطر، د انسان ستون فقرات د S په بڼه اوښتی دی او د lumbar vertebrae (ملا مهرې) لنډې او پراخه شوې دي. په پنجه کې غټه ګوته د نورو ګوتو سره په امتداد کې لېږدول شوې څو په مخکې تګ کې مرسته وکړي. بازو او ساعد نسبت پښو ته لنډ شوی چې زغاستل آسانه کوي. foramen magnum  (مجرای نخاع) د جمجې لاندې او ډېر مخکې ځای پر ځای شوی.  [۲۴][۲۵]

ډېر د پام وړ بدلونونه لګن خاصرې ته نږدې ناحیه کې واقع شوي، چېرته چې مخ پر ښکته اوږد iliac blade  د قدم وهلو پرمهال د ثقل د مرکز د ثابته ساتلو د اړتیا لپاره لنډ او پراخه شوی؛ له همدې  امله bipedal hominids  (انسان ډوله دوه پښو والا) یو لنډ مګر پراخه، کاسې ته ورته لګن خاصره لري. یوه نیمګړتیا دا ده چې د bipedal  (دوه پښو والا) بیزوګانو د زېږون کانال د knuckle-walking بیزوګانو په پرتله کوچنی دی، که څه هم د عصري انسانانو او australopithecine د هغې په پرتله پراخوالی پکې راغلی، چې نويو زېږیدلو ته د جمجمې د اندازې د ډېر والي له امله د تیریدلو اجازه ورکوي مګر له هغه ځایه چې اضافه ډيروالی په عادي ډول د bipedal (پر دوه پښو) تحرک مخنیوی کولای شي، دا چاره د پورتنۍ برخې پورې محدوده شوې ده. [۲۶][۲۷]

د حوصلې لنډوالې او د زیږون کوچني کانال د باپيډالیزم لپاره د اړتیا په توګه رامنځته شوې او د انسان د زیږون پر پروسې یې د پام وړ اغیزې درلودې کومه چې د نورو لومړني انسانانو په پرتله په عصري انسانانو کې خورا ستونزمنه ده. د انسان د زیږون پر مهال، د حوصلې د ساحې په اندازه کې توپیرونو له امله، د جنین سر باید د زیږون کانال ته ننوتلو په اوږدو کې په یو افقي حالت (د مور په پرتله) وي او د وتلو په شیبه کې 90 درجې څرخېږي. په لومړیو انسانانو کې د زیږون ډیر کوچنی کانال د مغز د اندازې زیاتوالي ته يو محدود کوونکې عامل وګرځید او د امیندوارۍ ډیره لنډه دوره یې رامنځته کړه چې د انسان هغه اولاد اړوندې نابالغی لامل کیږي کوم چې د 12 میاشتو څخه مخکې د ډیرو ګرځیدلو وړتیا نه لري او د نورو هغو لومړنیو انسانانو په پرتله چې په ډیر وختي عمر کې ګرځنده وي، خورا ډیر نیوټیني دي. له زیږون وروسته د مغز زیاته شوې وده او پر میندو د ماشومانو ډیره شوي اتکا په ښځینه تولیدي دورې باندې او په انسانانو کې د alloparenting کله چې له نورو hominids (انسان ډولو) سره مقایسه شوي ډېر ځلي ښکاره کېدو باندې ستره اغېزه درلوده. د انسان ځنډیدلی جنسي بلوغ هم د menopause  (کله چې په ښځو کې میاشتنی عادت بندېږي) تکامل لامل شوی چې یوه توضیح بیانوي زړې ښځې پخپله د ډیرو ماشومانو دنیا ته راوړلو په پرتله کولای شي د خپلو لوڼو د اولادونو د پالنې په واسطه په غوره توګه خپل جینونه ولېږدوي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچینې[سمول]

  1. Brian K. Hall; Benedikt Hallgrímsson (2011). Strickberger's Evolution. Jones & Bartlett Publishers. د کتاب پاڼې 488. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4496-6390-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rogers Ackermann, Rebecca; Mackay, Alex; Arnold, Michael L (October 2015). "The Hybrid Origin of "Modern" Humans". Evolutionary Biology. 43 (1): 1–11. doi:10.1007/s11692-015-9348-1. S2CID 14329491. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Antrosio, Jason (August 23, 2018). "Denisovans and Neandertals: Rethinking Species Boundaries". Living Anthropologically. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Human Hybrids Archived 2018-08-24 at the Wayback Machine.. (PDF). Michael F. Hammer. Scientific American, May 2013.
  5. Yong, Ed (July 2011). "Mosaic humans, the hybrid species". New Scientist. 211 (2823): 34–38. Bibcode:2011NewSc.211...34Y. doi:10.1016/S0262-4079(11)61839-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Heng, Henry H.Q. (May 2009). "The genome-centric concept: resynthesis of evolutionary theory". BioEssays. 31 (5): 512–525. doi:10.1002/bies.200800182. ISSN 0265-9247. PMID 19334004. S2CID 1336952. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Marlowe, Frank W. (2005-04-13). "Hunter-gatherers and human evolution". Evolutionary Anthropology: Issues, News, and Reviews (په انګلیسي ژبه کي). 14 (2): 54–67. doi:10.1002/evan.20046. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Tyson, Peter (July 1, 2008). "Meet Your Ancestors". Nova ScienceNow. PBS; WGBH Educational Foundation. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Planck 2012
  10. Marlowe, Frank W. (2005-04-13). "Hunter-gatherers and human evolution". Evolutionary Anthropology: Issues, News, and Reviews (په انګلیسي ژبه کي). 14 (2): 54–67. doi:10.1002/evan.20046. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Clark, Jamie L. (September 2011). "The evolution of human culture during the later Pleistocene: Using fauna to test models on the emergence and nature of "modern" human behavior". Journal of Anthropological Archaeology (په انګلیسي ژبه کي). 30 (3): 273–291. doi:10.1016/j.jaa.2011.04.002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Marlowe, Frank W. (2005-04-13). "Hunter-gatherers and human evolution". Evolutionary Anthropology: Issues, News, and Reviews (په انګلیسي ژبه کي). 14 (2): 54–67. doi:10.1002/evan.20046. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Boyd & Silk 2003
  14. Brues & Snow 1965, pp. 1–39
  15. Brunet, Michel; Guy, Franck; Pilbeam, David; et al. (July 11, 2002). "A new hominid from the Upper Miocene of Chad, Central Africa". Nature. 418 (6894): 145–151. Bibcode:2002Natur.418..145B. doi:10.1038/nature00879. ISSN 0028-0836. PMID 12110880. S2CID 1316969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. White, T. D.; Asfaw, B.; Beyene, Y.; Haile-Selassie, Y.; Lovejoy, C. O.; Suwa, G.; Woldegabriel, G. (2009). "Ardipithecus ramidus and the Paleobiology of Early Hominids". Science. 326 (5949): 75–86. Bibcode:2009Sci...326...75W. doi:10.1126/science.1175802. PMID 19810190. S2CID 20189444. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kwang Hyun, Ko (2015). "Origins of Bipedalism". Brazilian Archives of Biology and Technology. 58 (6): 929–934. arXiv:1508.02739. Bibcode:2015arXiv150802739K. doi:10.1590/S1516-89132015060399. S2CID 761213. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. DeSalle & Tattersall 2008, p. 146
  19. Kwang Hyun, Ko (2015). "Origins of Bipedalism". Brazilian Archives of Biology and Technology. 58 (6): 929–934. arXiv:1508.02739. Bibcode:2015arXiv150802739K. doi:10.1590/S1516-89132015060399. S2CID 761213. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Curry 2008, pp. 106–109
  21. (په July 17, 2007 باندې). Study Identifies Energy Efficiency As Reason For Evolution Of Upright Walking. ScienceDaily. ScienceDaily, LLC
  22. Sockol, Michael D.; Raichlen, David A.; Pontzer, Herman (July 24, 2007). "Chimpanzee locomotor energetics and the origin of human bipedalism". Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 104 (30): 12265–12269. Bibcode:2007PNAS..10412265S. doi:10.1073/pnas.0703267104. ISSN 0027-8424. PMC 1941460. PMID 17636134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. David-Barrett, T.; Dunbar, R.I.M. (2016). "Bipedality and Hair-loss Revisited: The Impact of Altitude and Activity Scheduling". Journal of Human Evolution. 94: 72–82. doi:10.1016/j.jhevol.2016.02.006. PMC 4874949. PMID 27178459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Aiello & Dean 1990
  25. Kondo 1985
  26. Strickberger 2000, pp. 475–476
  27. Srivastava 2009, p. 87
  28. Trevathan 2011, p. 20
  29. Hrdy, Sarah Blaffer (2011), "Mothers and Others: The Evolutionary Origins of Mutual Understanding" (Harvard Uni Press)
  30. Wayman, Erin (August 19, 2013). "Killer whales, grandmas and what men want: Evolutionary biologists consider menopause". Science News. ISSN 0036-8423. د لاسرسي‌نېټه April 24, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Zuk, Marlene (2014), "Paleofantasy: What Evolution Really Tells Us About Sex, Diet, and How We Live" (W.W. Norton & Company)