د انساني ډولونو نومونه
په انګلیسي کې د انساني ډولونو عام نوم په تاریخي ډول انسان (Man) دی )له ژرمانیک ژبې نه)، چې زیاتره وخت، یعنې (له 16مې پېړۍ راهیسې) د لاتیني انسان (human) ځایناستی شوی دی.
پر عمومي منل شوې ډلبندۍ (Homo sapiens) سربېره (لاتین: «sapient human»، Linnaeus 1758)، د انساني ډولونو لپاره نور لاتیني نومونه د انسان د شخصیت د بېلابېلو اړخونو د ښودلو لپاره رامنځته شوي دي.
د نړۍ په ژبو کې
[سمول]هندي او اروپايي ژبې د انسانانو لپاره یو شمېر موروثي اصطلاحات لري. د انسان د کلیمې ریښه په الماني ژبو کې موندل کېږي او له مانو سره پېژندل کېږي، چې په هندي افسانو کې د انسان د زېږېدنې ځای ته ویل کېږي او په هندي اصطلاحاتو کې د «انسان» لپاره (مانوشیا، مانوش، مانوا او داسې نور) الفاظ موندل کېږي.
لاتیني هومو له هندي اروپایي ریښې «dʰǵʰm- یعنې ځمکه» نه اخیستل شوی، لکه څنګه چې «ځمکنی» وي. دا کلیمه په بالتیک کې (لرغوني پروسیان zmūi)، جرمنيک کې (ګوتیک ګوما) او په کلتیک کې (لرغونی ایرش duine) ریښې لري. دا مورد د پیدایښت په داستان کې د عبراني آدم (אָדָם) «انسان» لپاره له ورکړل شوو توضیحاتو سره پرتله کېږي، چې د «سرې، قهوه یي سور بخونده» کلیمې نه اخیستل شوی دی. د ریښې پېژندنې یا له ایتمولوژیکي پلوه کېدای شي، دا یوه توکمیزه یا نژادي ډلبندي وي (د «سور» پوستکي رنګ نه وروسته چې له «سپین» او «تور» دواړو سره توپیر لري)، خو په سور رنګ سره پیدایښت یې د ځمکې له امله وي، چې له ځمکې نه جوړ شوی وي، لکه څنګه چې د لومړي انسان په داستان کې راغلي دي.[۱]
نورې هندي و اروپایي ژبې د انسان نوم د هغه د مړینې لپاره نوموي، مرتوس «mr̥tós» د فاني په معنا دی، له همدې امله په ارمنیایي کې مارد، پارسي کې مارا، سنسکرت کې مارټا او یوناني کې βροτός ټول د «فنا کېدونکي = انسان» په معنا دي. دا د «انسان» لپاره د سیمیتیک له کلیمې سره پرتله کېږي، چې د عربي انسن إنسان (په عبراني ʼenōš אֱנוֹשׁ سره ورته) په وسیله وي چې د «ناروغ، فنا کېدونکي» له ریښې نه ښودل شوی دی. عربي کلیمه په اسلامي نړۍ کې نفوذ لري او په زیاتره ترکي ژبو کې منل شوي دي؛ لکه د ترکي ژبي kiši اصلي کلیمه له (پروتو ایتالیک k`i̯uĺe) نه اخیستل شوې.[۲][۳]
د یوناني ژبې (anthropos) ἄνθρωπος د کلیمې سرچینه ناڅرګنده ده او ښایي له یوناني تاریخ نه په مخکې زمانې کې ریښه ولري. همدارنګه د اسلاوي čelověkъ کلیمه هم ناڅرګنده ریښه یا ایتمولوژي لري.[۴][۵]
هغه چینایي توري چې د ختیځې اسیا اړوند ژبو کې کارول کېږي دا (人) دی، چې ریښه یې د انسان یو انځور دی. د چینایي کلیمې بیا جوړ شوی زوړ چینایي تلفظ (/ni[ŋ]/) دی، یو r-mi(j)-n پروتو – چیني – تبتي (A Proto-Sino-Tibetan) د لرغوني چینایي /*miŋ/، اوسني چینایي 民 mín وګړو او تبتی མི mi شخص، انسان د پیدایښت لامل کېږي. [۶]
په ځینو قبایلي یا ډله ییزو ټولنو کې، سیمه ییز نوم د «نارینه، انسان» له کلیمې نه د تشخیص وړ نه دی. چې بېلګې یې په لاندې ډول دي: (Ainu: ainu, Inuktitut: inuk, Bantu: bantu, Khoekhoe: khoe-khoe etc.) احتمالاً په یورالیک کې: Hungarian Magyar, Mansi mäńćī, mańśi د پروتو اوګریکي ژبې له « mańć-، سړي، شخص» نه اخیستل شوی دی.
په فلسفه کې
[سمول]د ځان پېژندنې په برخه کې د پام وړ یا جدي او بې پردې ترکیب له اپلاتون نه راپیلېږي، چې له یوې خوا یې انسان د ډلبندۍ له پلوه د «بې وزره دوه پښې لرونکي» په توګه تعریف کړ او له بل پلوه یې (ζῷον πολιτικόν zōon politicon)، د حیواناتو جوړول (د ارستو اصطلاح د اپلاتون د دولتي شخصیت پر بنسټ) د «سیاسي» یا «دولتي» په توګه تعریف کړی.[۷]
د اپلاتون زوون سیاست (zōon politikon) ته بېرته له راستنېدو سره له ځینې خاصو ځانګړتیاوو سره د حیوان په توګه د انسان په هکله یو شمېر توضیحات موجود دي. په ځانګړې توګه د منطقي حیوان «د عقلانیت وړتیا لرونکی حیوان» اصطلاح، چې د منځنۍ پېړۍ (د ارستو په اند) په مکتب پېژندنه کې کارول کېږي او دغه راز د کارل وون لینه (۱۷۶۰ز) او ایمانویل کانت (۱۷۹۸ز) له خوا هم کارول کېږي. لکه همغه د (هانا ارنت ۱۹۵۸) ټولنیزو حیواناتو یا «ټولنیز حیوان»، کارګرو حیواناتو یا «کارګر حیوان» او د (ارنست کاسیرر ۱۹۴۴ز) د سمبولیکو حیواناتو یا «سمبولیک حیوان» او... الګو او بېلګې دي.[۸]
ډلبندي یا ټکسونومي
[سمول]د هومو سایپینس دوه جملې لرونکی نوم د کارل لینه (۱۷۵۸ز ) له خوا رامنځته شوی. د نورو انساني ډولونو نومونه د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې پیل او وپېژندل شول. (هومو نیاندر تالنسیس ۱۸۶۴ز، هومو ارکتوس ۱۸۹۲ - Homo neanderthalensis 1864, Homo erectus 1892).[۹]
د انساني ډولونو، انساني فرعي یا کوچنیو ډولونو او انساني توکمونو ترمنځ د ډلبندۍ اړوندو توضیحاتو په هکله هېڅ ډول نظري توافق او همغږۍ نشته. له یوې خوا داسې وړاندیز کېږي، چې H. sapiens idaltu (2003) په مناسبه اندازه جلا او ځانګړی نه دی، چې د فرعي ډولونو په توګه یوه ډلبندي تضمین کړي. له بل پلوه دا دریځ هم شته، چې د انسان په اوسني او موجوده نفوس کې جنتیکي توپیرونه په مناسبه اندازه لوی او پراخ دي، چې په څو فرعي ډولونو وېشل یې توجیه کولای شي. لینیاس (۱۷۵۸ز) د اروپاییانو، افریقایانو، امریکایانو او اسیایانو لپاره په پینځو فرعي ډولونو د وېشلو وړاندیز وکړ، چې اېچ اېس اروپایان H. sapiens europaeus او ترڅنګ یې اېچ ایس افریقایان H. s. afer، ایچ اېس امریکایان H. s. americanus او اېچ اېس اسیایان H. s. asiaticus دي. دا هوکړه د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې په معمولي توګه مراعت شوه، کله وخت له ځینې اضافي بدلونونو لکه اېچ اېس تاسمانیانوس H. s. tasmanianus د اسټرالیایانو لپاره وو. د ډلبندۍ په اړوندو فرعي ډولونو کې د اوسني موجوده انساني نفوس دودیز وېش په تدریجي ډول د ۱۹۷۰مه لسیزې په پیل کې پرېښودل شو. په ورته ډول داسې وړاندیزونه شته، چې نیاندرتالونه او هومورودزینسیس د H. sapiens د فرعي ډولونو په توګه ډلبندي کړي، که څه هم دا دوه وروستي موارد یې د H. sapiens د فرعي ډولونو پر ځای تر ډېره د هومو په جنس کې د جلا ډولونو په توګه دود دي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
جارد ډایموند په درېیم شامپانزه (۱۹۹۱ز) او موریس ګودمن (۲۰۰۳ز) کې داسې استدلال وکړ، چې هومو په مناسبه اندازه له پان نه اېستل شوی نه دی، ترڅو د جلا جنس تعریف تضمین کړي. د لومړیتوب د اصل پر بنسټ، دا مورد د دې لامل کېږي، چې شامپانزيان د هومو جنس د غړو په توګه ډلبندي شي، د بېلګې په توګه: هومو پانیسکوس، هومو سیلوستریس یا هومو آربورئوس. یوه بدیله فلسفه داسې وړاندیز کوي، چې د هومو ساپینس اصطلاح غلط نوم دی او انسانان باید د پان سیپین په توګه بیا ډلبندي شي. په هر حالت کې د دې جنس د نوم بدلول، انسانانو ته د نږدې منقرض شوو یا له منځه تللو ډولونو لکه استرالوپیتکوس پر ډلبندۍ اغېزه ولري. پان پریور د ډلبندۍ یو نوم دی، چې د انسانانو او شامپانزیانو د وروستیو ګدو نیکونو اړوندو ډولونو ته ورکړل شوی دی. [۱۵]
د دوه جمله یي نومونو لست
[سمول]ځینې نومونه د دوه جمله یي نوم اېښودنې نه تقلید کوي، چې تر ډېره له هومو نه جوړ شوي او ترڅنګ یې د انسان د طبیعت د یوې ځانګړتیا په توګه بیان شوي دي. زیاتره یې د شلمې پېړۍ له نیمایي راهیسې د هومو سیپینانو (هوښیار انسان) په تقلید سره د یو فلسفي ټکي د بیانولو (د جدي او کنایوي ټکو په ګډون) په موخه رامنځته شوي دي، خو ځینې یې له ۱۸ نه تر د ۱۹مې پېړۍ زمانې پورې اړوند دي. لکه د هومو ایکونومیکوس پر وړاندې د هومو استیتیکوس پر ځای د هردر جدي وړاندیز شوی هومو لوجنیس دی، چې د انسان ډولونه د ژبې په پام کې نیولو سره تعریفوي. د انسان یا هومو رامنځته کېدل منځنۍ پېړۍ دي، چې د نیکولاس کاسانوس پرمټ او د imago Dei په اساس د انسان د ریښې یا سرچینې په توګه رامنځته شوې دي.[۱۶]
په افسانه کې
[سمول]په تخیلي یا افسانوي کیسو، په تېره بیا په علمي تخیلي او فانتزي کیسو کې، کله ناکله د انساني ډولونو لپاره ځینې نومونه معرفي کېږي، چې د نورو نا انساني تمدنونو تر څنګ د انسانانو تخیلي او افسانوي حالت ښودونکي دي. په علمي تخیلي افسانو کې، ارتیلینګ (دغه راز «ټران»، «ایردر»، او «ګایان») په تکراري او مکرر ډول کارول کېږي؛ ځکه چې دا د بشریت نوم د بشریت د اصلي او سیارې په وسیله ټاکي. په تصادفي توګه دا حالت د بشریت یا انسانیت لپاره د لرغونو اصطلاحاتو د نومولو اړونده انګېزه موازي کوي، لکه د «انسان» (هومو، هیومنس) کلیمه، چې د «ځمکې» لپاره ټاکل شوې کلیمې نه اخیستل شوې ده، ترڅو په داستانونو او افسانو کې له ځمکې سره د تړلو موجوداتو په توګه انسانان له اسماني موجوداتو (یعنې خدایانو) سره پرتله کړي.
سرچينې
[سمول]- ↑ Strong's Concordance
- ↑ Starostin, Sergei; Dybo, Anna; Mudrak, Oleg (2003), *k`i̯uĺe in: Etymological dictionary of the Altaic languages (Handbuch der Orientalistik; VIII.8), Leiden, New York, Köln: E.J. Brill (starling.rinet.ru).
- ↑ Strong's Concordance H852, H605.
- ↑ Romain Garnier proposed another etymology in his 2007 article « Nouvelles réflexions étymologiques autour du grec ἄνθρωπος », deriving it from Proto-Indo-European *n̥dʰreh₃kʷó- ("that which is below"), hence "earthly, human".
- ↑ its first element čelo- may be cognate with Sanskrit kula- "family, sept; herd"; the second element -věkъ may be cognate with Latvian vaiks, Lithuanian vaĩkas "boy, child". Max Vasmer, Russisches Etymologisches Wörterbuch (1950–58).
- ↑ Baxter-Sagart reconstruction of Old Chinese (Version 1.1, 20 September 2014)
- ↑ Plato defined a human as a featherless, biped animal and was applauded. Diogenes of Sinope plucked a chicken and brought it into the lecture hall, saying: "Here is Plato's human!", Diogenes Laërtius, Lives of Philosophers 6.40
- ↑ Hannah Arendt. The Human Condition. Chicago: The University of Chicago Press, 1958
- ↑ Linné, Carl von (1758). Systema naturæ. Regnum animale (10 ed.). pp. 18, 20. بياځلي په 19 November 2012.. Note: In 1959, Linnaeus was designated as the lectotype for Homo sapiens (Stearn, W. T. 1959. "The background of Linnaeus's contributions to the nomenclature and methods of systematic biology", Systematic Zoology 8 (1): 4-22, p. 4) which means that following the nomenclatural rules, Homo sapiens was validly defined as the animal species to which Linnaeus belonged.
- ↑ "Human evolution: Out of Ethiopia". Macmillan Publishers Limited. June 12, 2003. بياځلي په June 7, 2016. "Herto skulls (Homo sapiens idaltu)". talkorigins org. بياځلي په June 7, 2016.
- ↑ See e.g. John Wendell Bailey, The Mammals of Virginia (1946), p. 356.; Journal of Mammalogy 26-27 (1945), p. 359.; J. Desmond Clark (ed.), The Cambridge History of Africa, Cambridge University Press (1982), p. 141 (with references).
- ↑ e.g. Grzimek's Animal Life Encyclopedia, Volume 11, p. 55.
- ↑ Hublin, J. J. (2009). "The origin of Neandertals". Proceedings of the National Academy of Sciences. 106 (38): 16022–7. Bibcode:2009PNAS..10616022H. doi:10.1073/pnas.0904119106. JSTOR 40485013. PMC 2752594. PMID 19805257. Harvati, K.; Frost, S.R.; McNulty, K.P. (2004). "Neanderthal taxonomy reconsidered: implications of 3D primate models of intra- and interspecific differences". Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 101 (5): 1147–52. Bibcode:2004PNAS..101.1147H. doi:10.1073/pnas.0308085100. PMC 337021. PMID 14745010.
- ↑ "Homo neanderthalensis King, 1864". Wiley-Blackwell Encyclopedia of Human Evolution. (2013). Chichester, West Sussex: Wiley-Blackwell. 328–331.
- ↑ Hecht, Jeff (19 May 2003). "Chimps are human, gene study implies". New Scientist. بياځلي په 2011-12-08.
- ↑ Compare alalus "incapable of speech" as the species name given to Java Man fossil, at the time (1895) taken to reflect a pre-human stage of "ape-man" (Pithecanthropus). Herder's Homo loquens was parodied by Henri Bergson (1943) as Homo loquax i.e. Man as chattering or overly talkative.