د انساني ذهن د پراخېدو هڅه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انساني ذهن د پراخېدو هڅه د زیاتې پوهې، د لرلید او ذهني وړتیاو ترلاسه کولو په مانا ده. په دې کې د زیاتې حقیقي پوهې لرل شامل دي خو د دې ترڅنګ په هر څه کې د خلاقیت لرلید یې هم برخه ده. هر څه ته د کتو مختلفې طریقې موجودې دي له همدې امله ذهن هم په مختلفو طریقو پراخېدای شي.

له خپلې نورمال وړتیا څخه د ذهن پراخېدنه هم په مصنوعي توګه امکان لري او هم په بیولوجیکي توګه. د ذهن پراخېدنه په ذهن کې د موجودو وړتیا د سمې کارونې مانا هم لرلای شي.