Jump to content

د انسانانو په روغتیا باندې د اقلیمي بدلون اغېزې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انسانانو په روغتیا باندې د اقلیمي بدلون اغېزې په مخ پر زیاتوالي بڼه په سمه توګه ارزول شوې او څېړل شوې دي. د اقلیمي بدلون په مستقیمو اغېزو کې ګرمې څپې او د هوا غیرعادي حالات شاملېږي. غیر مستقیمې اغېزې یې بیا په بایوسفیر کې د بدلونونو څخه رامنځته کېږي. بېلګې یې هم د هوا او اوبو په کیفیت کې بدلونونه، د غذايي امنیت له منځه تلل او بې ځایه کېدل دي. یو شمېر عوامل لکه عمر، جنسیت او یا هم اقتصادي – ټولنیز وضعیت پر هغو اغېز لري چې بیا ټولې دغه اغېزې د انساني روغتیا پر وړاندې په پام وړ پراخه ګواښونو اوړي. په ځانګړې توګه محروم وګړي د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې زیات زیان منونکي دي. د بېلګې په توګه ماشومان او زیات عمر لرونکي کسان د شدیدې ګرمۍ له امله له نورو ټولو څخه زیات زیان ویني. [۱][۲][۳][۴][۵]

د ګرمۍ او روغتیا ترمنځ اړیکه ګڼ شمېر اړخونه لري. یو له دغو څخه د ګرمو څپو سره د زیان منونکو وګړو مخ کېدل دي. بل یې د ګرمۍ له امله مړینه ده. سربېره پر دې په دغو کې په آزاده هوا کې د کارګرانو د کاري ظرفیت کمښت، په اروايي روغتیا باندې اغېزې او نور موارد هم شاملېږي. د هوا شدید غیرعادي حالات په روغتیا باندې پام وړ اغېز لري؛ چې په دغه ډول حالاتو کې سېلابونه، طوفانونه، وچکالۍ او ځنګلي اورلګېدنې شاملېږي. دغه موارد د مرګ ژوبلې او ناروغیو او همدارنګه د ځنګلي اورلګېدونو په قضایاوو کې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي. د اقلیمي بدلون له امله نورې غیر مستقیمې اغېزې کېدای شي د غذايي ناخوندیتوب زیاتوالی، خوارځواکي او د اوبو ناخوندیتوب وي. [۶]

ورته مهال په یو شمېر برخو کې کېدای شي د اقلیم سره حساسې یو لړ مکروبي ناروغۍ هم زیاتوالی ومومي. په دغو کې د میاشو له خوا لېږد وړ ناروغۍ، زئونوز، کولرا او همدارنګه د اوبو پر مټ لېږدېدونکې یو شمېر ناروغۍ شاملېږي. اقلیمي بدلون همدارنګه په هغو ځایونو کې ډېر اغېز لري چېرې چې په راتلونکي کې د میکروبي ناروغیو د رامنځته کېدو احتمال شتون ولري. ډیری دغه میکروبي ناروغۍ هغو نویو جغرافیايي سیمو ته ډېر ژر سرایت کوي چېرې چې د هغو سیمو وګړي لا د دغو ناروغیو پر وړاندې د وجود مناسب دفاعي سیسټم نه لري. [۷]

پر روغتیا باندې د اقلیمي بدلون اغېز په مخ پر زیاتوالي بڼه د عامې روغتیا په برخه کې د نړیوالې ټولنې په پالیسیو کې اندېښنه پارونکې موضوع جوړوي. په ۲۰۰۹ زکال کې د لانسېټ (The Lancet) په نامه طبي مجله کې یوې خپرې شوې مقالې څرګنده کړې وه چې: «اقلیمي بدلون په ۲۱مه پېړۍ کې د نړیوالې روغتیا پروړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی». د روغتیا نړیوال سازمان هم په ۲۰۱۵ زکال کې دغې موضوع ته اشاره کړې. په ۲۰۱۹ زکال کې د اسټرالیا طبي ټولنې په رسمي توګه اقلیمي بدلون د روغتیايي بېړني حالت په توګه اعلان کړ. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ریښه لرونکي عوامل

[سمول]

د اقلیمي بدلون اغېزې

[سمول]

اقلیمي بدلون په فزیکي چاپېریال، ایکوسیسټمونو او انساني ټولنو باندې اغېز کوي. د اقلیمي سیسټم په بدلونونو کې د بشپړې هوا ګرمښت، په شدیده کچه د هوا غیرعادي حالات او د سمندر د سطحې لوړوالی شاملېږي. دا بیا په خپل نوبت سره د طبیعت او ځنګلي ژوند سربېره په انساني استوګنځایونو او ټولنو اغېز کوي. د انساني فعالیتونو له امله د اقلیمي بدلون اغېزې پراخې او ټول شموله دي. دغه چارې په ځانګړې توګه هغه وخت ډېر زیان رامنځته کوي چې د اقلیمي بدلونونو د کمښت په برخه کې اقدامات شتون وه نه لري. کارپوهان ځینې وختونه د اقلیمي بدلون اټکل شوې او مشاهده کېدونې منفي اغېزې د اقلیمي کړکېچونو په توګه توصیف کوي. [۱۳]

په اقلیم کې بدلون د ځمکې د کرې په ټولو برخو کې یو ډول نه دی. په ځانګړې توګه د ځمکې د کرې وچې برخې د سمندري برخو څخه ژر ګرمېږي. شمالي قطب هم د نړۍ له نورو برخو څخه په چټکۍ مخ په ګرمېدو دی. ورته مهال په سمندرونو باندې هم د اقلیمي بدلون ګڼ شمېر اغېزې شتون لري. په دغو کې د سمندرونو د تودوخې زیاتوالی، د سمندري ګرمښت له امله د سمندر په سطح کې لوړوالی او د سمندري یخونو ویلي کېدل شاملېږي. [۱۴][۱۵][۱۶]

په وروستیو وختونو کې د تودوخې زیاتوالي په طبیعي بیولوژیکي سیسټمونو زیات اغېز لرلې. د تودوخې د زیاتوالي، د خاورې د وچېدو او د اور لګېدونو د مخ پر زیاتوالي ګواښ له امله ځمکه تخریب شوې ده. ورته مهال د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه نوعې (ژوندي موجودات) د سړو سیمو پر لور کډوالۍ ته مخه کوي. په وچه کې ډیری نوعې د پورته ځمکو پر خوا حرکت کوي، په داسې حال کې چې سمندري نوعې بیا د سمندرونو په تر ټولو ژورو برخو کې د سړو اوبو د موندلو لټه کوي. د ۲ سانتي ګراد درجو (۳.۶ فارنهایت درجو) په کچه د هوا په تودوخه کې زیاتوالی په وچه کې ۱۰٪ نوعې د انقراض له ګواښ سره مخ کوي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د اقلیمي بدلون پر وړاندې زیانمنتیا

[سمول]

د لنسېټ مجلې د ۲۰۲۱ زکال راپور څرګنده کړه چې اقلیمي بدلون د خلکو روغتیا په برابره بڼه تر خپل اغېز لاندې نه راولي. دغه بدلونونه د بېوزلو کسانو، ښځو، ماشومانو، ډیر عمر لرونکو کسانو، هغه کسانو چې له وړاندې روغتیايي ستونزې لري، لږکیو ډلو او په ازاده فضا کې د کارکوونکو په څېر زیان منونکو وګړو باندې ډېر اغېز کوي. [۲۱]

د روغتیا اړوند ګڼ شمېر وړاندوینه کوونکي شاخصونه شتون لري چې د وګړو د ټولنیزې زیانمنتیا کچه ټاکي. په دغو کې کېدلای شي «دیموګرافیکي او ټولنیز اقتصادي عوامل، استوګن ځایونه، روغتیا (له وړاندې موجود روغتیايي شرایط)، ګاونډيتوب او جغرافیايي عوامل» طبقه بندي شي. [۲۲]

د اقلیمي بدلون روغتیايي اغېزو ته لنډه کتنه

[سمول]

پر روغتیا باندې د اغېزمنو لارو چارو ډولونه

[سمول]

د انسانانو پر روغتیا باندې د اقلیمي بدلون اغېزې کولای شو د مستقیمو او غیر مستقیمو اغېزو په توګه ډلبندي کړو. دواړه ډوله دغه اغېزې له ټولنیز تحرک سره تعامل لري. د دغو اغېزو او ټولنیزو محرکاتو ترمنځ ترکیب د روغتیا وروستۍ پایلې ټاکي. اړوند میکانیزمونه او ټولنیز محرکات په لاندې کې توضېح شوي دي: [۲۳]

  • مستقیم میکانیزمونه یا ګواښونه: د هوا شدید غیرعادي حالات او د هغو له امله د طوفانونو زیاتوالی، سېلابونه، وچکالۍ، د ګرمۍ څپې او ځنګلي اورلګېدنې[۲۴]
  • غیرمستقیم میکانیزمونه یا ګواښونه: دغه میکانیزمونه په بایوسفیر کې د بدلونونو له امله رامنځته کېږي (د بېلګې په توګه، د ناروغیو زیاتوالی او د ناروغیو د ناقلینو بیاځلي توزېع، یا د خوړو لاسرسي توب، د اوبو کیفیت، د هوا ککړتیا، د ځمکې څخه په ګټنه کې بدلون او ایکولوژیکي بدلون)
  • ټولنیز محرکات (عمر او جنسیت، روغتیايي حالت، ټولنیز – اقتصادي وضعیت، ټولنیزه پانګه، د عامې روغتیا زیربنا، تحرک او د شخړو حالت)

دغه روغتیايي ګواښونه په توله نړۍ او د خلکو د بېلابېلو ډلو ترمنځ یو له بله توپیر لري. د بېلګې په توګه د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې توپیرونه یا هم اقتصادي پراختیا په بېلابېلو سیمو کې د وګړو د روغتیا پر وړاندې د بېلابېلو ګواښونو لامل ګرځي، په داسې حال کې چې لږ پرمختللي هېوادونه بیا له ګڼ شمېر روغتیايي ګواښونو سره مخ کېږي. [۲۵]

په عامې روغتیا او هوساینې باندې اغېزې

[سمول]

په روغتیا او هوساینې باندې د اقلیمي بدلون د مستقیمو، غیر مستقیمو او ټولنیزو محرکاتو اغېزې لاندې روغتیايي ستونزې رامنځته کوي: د زړه د رګونو ناروغۍ، تنفسي ناروغۍ، مکروبي ناروغۍ، خوارځواکي، اروايي ناروغۍ، حساسیتونه، ټپونه او مسمومیتونه. [۲۶]

روغتیايي خدمتونه او د روغتیا پالنې تاسیسات هم کېدای شي د سېلابونو په څېر د اقلیمي پېښو له امله د زیربناوو د ویجاړېدو له امله زیانمن او یا هم له منځه ولاړ شي. له همدې امله د اقلیمي ستونزو پر وړاندې د مقاومو روغتیايي سیسټمونو جوړول یو لومړیتوب دی. [۲۷][۲۸]

په اروايي روغتیا باندې اغېزې

[سمول]

په اروايي روغتیا او هوساینې باندې د اقلیمي بدلون اغېزې مستندې شوې دي. دغه اغېزې په ځانګړې توګه په زیان منونکو وګړو او هغو کسانو کې چې له وړاندې اروايي ستونزې لري تر ډېره صدق کوي. درې پراخه مسیرونه شتون لري چې دغه اغېزې یې پر مټ رامنځته کېدلای شي: مستقیم، غیر مستقیم او یا هم د اګاهۍ له لارې. په مستقیم مسیر کې د شدیدو اقلیمي حالاتو سره د مخ کېدو له امله رامنځته کېدونکې اندېښنې شاملېږي. په دغو کې له فاجعې وروسته مغزي اختلال شامل دی. علمي څېړنو اروايي روغتیا اقلیم ته د اړوندو ګڼ شمېر مواردو سره اړونده بللې. په دغو کې ګرمي، نم، ورښت، وچکالي، ځنګلي اورلګېدنې او سېلابونه شامل دي. غیرمستقیم مسیر یې کېدای شي په ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې اختلال وي. د بېلګې په توګه که چېرې یوه کرنیزه سیمه په لږ کچه خوراکي توکي تولید کړي. دریمه لار یې کېدای شي یوازې د اقلیمي بدلون د ګواښونو څخه د خبرېدو له امله وي، حتی دا هغو کسانو ته هم زیان اړوي چې تر اغېزو لاندې یې نه راځي. [۲۹][۳۰][۳۱]

د اقلیمي بدلون اروايي ستونزې په ګڼ شمېر څېړنو کې ارزول شوې دي. دغو څېړنو له یو شمېر شاخصونو لکه د اروايي ناروغیو په روغتونونو کې د نوم ثبتونې، مړینو، ځان ژوبلونو او د ځان وژنې له کچې څخه ګټنه کړې. هغه وګړي چې له وړاندې اروايي ناروغۍ لري، بومي وګړي، کډوال او پناه غوښتونکي، ماشومان او نوي ځوانان له نورو ډیر زیانمن کېږي. د اقلیمي بدلون د ګواښ پر وړاندې په احساسي غبرګون کې چاپېریالي تشویش، ایکولوژیکي غم او چاپېریالي غصه شاملېږي. دغه ډول احساسات کېدلای شي د طبیعي نړۍ د انحطاط پر وړاندې عقلاني غبرګون وي او د تطبیقي عمل لامل وګرځي. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Cissé, G., R. McLeman, H. Adams, P. Aldunce, K. Bowen, D. Campbell-Lendrum, S. Clayton, K.L. Ebi, J. Hess, C. Huang, Q. Liu, G. McGregor, J. Semenza, and M.C. Tirado, 2022: Chapter 7: Health, Wellbeing, and the Changing Structure of Communities. In: Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke, V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, UK and New York, NY, USA, pp. 1041–1170, doi:10.1017/9781009325844.009.
  2. Marina Romanello, Claudia Di Napoli, Paul Drummond, Carole Green, Harry Kennard, Pete Lampard, Daniel Scamman, Nigel Arnell, Sonja Ayeb-Karlsson, Lea Berrang Ford, Kristine Belesova, Kathryn Bowen, Wenjia Cai, Max Callaghan, Diarmid Campbell-Lendrum, Jonathan Chambers, Kim R van Daalen, Carole Dalin, Niheer Dasandi, Shouro Dasgupta, Michael Davies, Paula Dominguez-Salas, Robert Dubrow, Kristie L Ebi, Matthew Eckelman, Paul Ekins, Luis E Escobar, Lucien Georgeson, Hilary Graham, Samuel H Gunther, Ian Hamilton, Yun Hang, Risto Hänninen, Stella Hartinger, Kehan He, Jeremy J Hess, Shih-Che Hsu, Slava Jankin, Louis Jamart et al. (2022) The 2022 report of the Lancet Countdown on health and climate change: health at the mercy of fossil fuels, The Lancet, Vol 400 November 5, DOI: 10.1016/ S0140-6736(22)01540-9
  3. Watts, Nick; Adger, W Neil; Agnolucci, Paolo; Blackstock, Jason; Byass, Peter; Cai, Wenjia; Chaytor, Sarah; Colbourn, Tim; Collins, Mat; Cooper, Adam; Cox, Peter M (2015). "Health and climate change: policy responses to protect public health". The Lancet (in انګليسي). 386 (10006): 1861–1914. doi:10.1016/S0140-6736(15)60854-6. hdl:10871/17695. PMID 26111439. S2CID 205979317.
  4. Romanello, Marina; McGushin, Alice; Di Napoli, Claudia; Drummond, Paul; Hughes, Nick; Jamart, Louis; Kennard, Harry; Lampard, Pete; Solano Rodriguez, Baltazar; Arnell, Nigel; Ayeb-Karlsson, Sonja; Belesova, Kristine; Cai, Wenjia; Campbell-Lendrum, Diarmid; Capstick, Stuart; Chambers, Jonathan; Chu, Lingzhi; Ciampi, Luisa; Dalin, Carole; Dasandi, Niheer; Dasgupta, Shouro; Davies, Michael; Dominguez-Salas, Paula; Dubrow, Robert; Ebi, Kristie L; Eckelman, Matthew; Ekins, Paul; Escobar, Luis E; Georgeson, Lucien; Grace, Delia; Graham, Hilary; Gunther, Samuel H; Hartinger, Stella; He, Kehan; Heaviside, Clare; Hess, Jeremy; Hsu, Shih-Che; Jankin, Slava; Jimenez, Marcia P; Kelman, Ilan; et al. (October 2021). "The 2021 report of the Lancet Countdown on health and climate change: code red for a healthy future" (PDF). The Lancet. 398 (10311): 1619–1662. doi:10.1016/S0140-6736(21)01787-6. hdl:10278/3746207. PMID 34687662. S2CID 239046862.
  5. Watts, Nick; Amann, Markus; Arnell, Nigel; Ayeb-Karlsson, Sonja; Belesova, Kristine; Boykoff, Maxwell; Byass, Peter; Cai, Wenjia; Campbell-Lendrum, Diarmid; Capstick, Stuart; Chambers, Jonathan (16 November 2019). "The 2019 report of The Lancet Countdown on health and climate change: ensuring that the health of a child born today is not defined by a changing climate" (PDF). The Lancet. 394 (10211): 1836–1878. doi:10.1016/S0140-6736(19)32596-6. PMID 31733928. S2CID 207976337.
  6. Romanello, Marina; McGushin, Alice; Di Napoli, Claudia; Drummond, Paul; Hughes, Nick; Jamart, Louis; Kennard, Harry; Lampard, Pete; Solano Rodriguez, Baltazar; Arnell, Nigel; Ayeb-Karlsson, Sonja; Belesova, Kristine; Cai, Wenjia; Campbell-Lendrum, Diarmid; Capstick, Stuart; Chambers, Jonathan; Chu, Lingzhi; Ciampi, Luisa; Dalin, Carole; Dasandi, Niheer; Dasgupta, Shouro; Davies, Michael; Dominguez-Salas, Paula; Dubrow, Robert; Ebi, Kristie L; Eckelman, Matthew; Ekins, Paul; Escobar, Luis E; Georgeson, Lucien; Grace, Delia; Graham, Hilary; Gunther, Samuel H; Hartinger, Stella; He, Kehan; Heaviside, Clare; Hess, Jeremy; Hsu, Shih-Che; Jankin, Slava; Jimenez, Marcia P; Kelman, Ilan; et al. (October 2021). "The 2021 report of the Lancet Countdown on health and climate change: code red for a healthy future" (PDF). The Lancet. 398 (10311): 1619–1662. doi:10.1016/S0140-6736(21)01787-6. hdl:10278/3746207. PMID 34687662. S2CID 239046862.
  7. Romanello, Marina; McGushin, Alice; Di Napoli, Claudia; Drummond, Paul; Hughes, Nick; Jamart, Louis; Kennard, Harry; Lampard, Pete; Solano Rodriguez, Baltazar; Arnell, Nigel; Ayeb-Karlsson, Sonja; Belesova, Kristine; Cai, Wenjia; Campbell-Lendrum, Diarmid; Capstick, Stuart; Chambers, Jonathan; Chu, Lingzhi; Ciampi, Luisa; Dalin, Carole; Dasandi, Niheer; Dasgupta, Shouro; Davies, Michael; Dominguez-Salas, Paula; Dubrow, Robert; Ebi, Kristie L; Eckelman, Matthew; Ekins, Paul; Escobar, Luis E; Georgeson, Lucien; Grace, Delia; Graham, Hilary; Gunther, Samuel H; Hartinger, Stella; He, Kehan; Heaviside, Clare; Hess, Jeremy; Hsu, Shih-Che; Jankin, Slava; Jimenez, Marcia P; Kelman, Ilan; et al. (October 2021). "The 2021 report of the Lancet Countdown on health and climate change: code red for a healthy future" (PDF). The Lancet. 398 (10311): 1619–1662. doi:10.1016/S0140-6736(21)01787-6. hdl:10278/3746207. PMID 34687662. S2CID 239046862.
  8. Costello, Anthony; Abbas, Mustafa; Allen, Adriana; Ball, Sarah; Bell, Sarah; Bellamy, Richard; Friel, Sharon; Groce, Nora; Johnson, Anne; Kett, Maria; Lee, Maria (2009). "Managing the health effects of climate change". The Lancet (in انګليسي). 373 (9676): 1693–1733. doi:10.1016/S0140-6736(09)60935-1. PMID 19447250. S2CID 205954939.
  9. "WHO calls for urgent action to protect health from climate change – Sign the call". www.who.int. World Health Organization. 2015. خوندي شوی له the original on October 8, 2015. بياځلي په 2020-04-19.
  10. Katharine Murphy (2 September 2019). "Australian Medical Association declares climate change a health emergency". The Guardian. بياځلي په 19 April 2020.
  11. Maibach, Edward W; Nisbet, Matthew; Baldwin, Paula; Akerlof, Karen; Diao, Guoqing (December 2010). "Reframing climate change as a public health issue: an exploratory study of public reactions". BMC Public Health. 10 (1): 299. doi:10.1186/1471-2458-10-299. PMC 2898822. PMID 20515503.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  12. Dasandi, Niheer; Graham, Hilary; Hudson, David; Jankin, Slava; vanHeerde-Hudson, Jennifer; Watts, Nick (20 October 2022). "Positive, global, and health or environment framing bolsters public support for climate policies". Communications Earth & Environment. 3 (1): 239. Bibcode:2022ComEE...3..239D. doi:10.1038/s43247-022-00571-x. S2CID 253041860.
  13. "Effects of climate change". Met Office (in انګليسي). بياځلي په 2023-04-23.
  14. Lindsey, Rebecca; Dahlman, Luann (June 28, 2022). "Climate Change: Global Temperature". climate.gov. National Oceanic and Atmospheric Administration. خوندي شوی له اصلي څخه په September 17, 2022.
  15. Doney, Scott C.; Busch, D. Shallin; Cooley, Sarah R.; Kroeker, Kristy J. (2020-10-17). "The Impacts of Ocean Acidification on Marine Ecosystems and Reliant Human Communities". Annual Review of Environment and Resources (in انګليسي). 45 (1): 83–112. doi:10.1146/annurev-environ-012320-083019. ISSN 1543-5938. S2CID 225741986.
  16. Intergovernmental Panel on Climate Change (IPCC), ed. (2022), "Summary for Policymakers", The Ocean and Cryosphere in a Changing Climate: Special Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change, Cambridge: Cambridge University Press, pp. 3–36, doi:10.1017/9781009157964.001, ISBN 978-1-009-15796-4, بياځلي په 2023-04-24
  17. Rosenzweig; et al., "Chapter 1: Assessment of Observed Changes and Responses in Natural and Managed Systems", IPCC AR4 WG2 2007, Executive summary, خوندي شوی له اصلي څخه په 23 December 2018, بياځلي په 28 December 2018
  18. IPCC, 2019: Summary for Policymakers. In: Climate Change and Land: an IPCC special report on climate change, desertification, land degradation, sustainable land management, food security, and greenhouse gas fluxes in terrestrial ecosystems [P.R. Shukla, J. Skea, E. Calvo Buendia, V. Masson-Delmotte, H.- O. Pörtner, D. C. Roberts, P. Zhai, R. Slade, S. Connors, R. van Diemen, M. Ferrat, E. Haughey, S. Luz, S. Neogi, M. Pathak, J. Petzold, J. Portugal Pereira, P. Vyas, E. Huntley, K. Kissick, M. Belkacemi, J. Malley, (eds.)]. doi:10.1017/9781009157988.001
  19. Pecl, Gretta T.; Araújo, Miguel B.; Bell, Johann D.; Blanchard, Julia; Bonebrake, Timothy C.; Chen, I-Ching; Clark, Timothy D.; Colwell, Robert K.; Danielsen, Finn; Evengård, Birgitta; Falconi, Lorena; Ferrier, Simon; Frusher, Stewart; Garcia, Raquel A.; Griffis, Roger B.; Hobday, Alistair J.; Janion-Scheepers, Charlene; Jarzyna, Marta A.; Jennings, Sarah; Lenoir, Jonathan; Linnetved, Hlif I.; Martin, Victoria Y.; McCormack, Phillipa C.; McDonald, Jan; Mitchell, Nicola J.; Mustonen, Tero; Pandolfi, John M.; Pettorelli, Nathalie; Popova, Ekaterina; Robinson, Sharon A.; Scheffers, Brett R.; Shaw, Justine D.; Sorte, Cascade J. B.; Strugnell, Jan M.; Sunday, Jennifer M.; Tuanmu, Mao-Ning; Vergés, Adriana; Villanueva, Cecilia; Wernberg, Thomas; Wapstra, Erik; Williams, Stephen E. (31 March 2017). "Biodiversity redistribution under climate change: Impacts on ecosystems and human well-being". Science. 355 (6332): eaai9214. doi:10.1126/science.aai9214. hdl:10019.1/120851. PMID 28360268. S2CID 206653576.
  20. Parmesan, Camille; Morecroft, Mike; Trisurat, Yongyut; et al. "Chapter 2: Terrestrial and Freshwater Ecosystems and their Services" (PDF). Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability. The Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge University Press.
  21. Romanello, Marina; McGushin, Alice; Di Napoli, Claudia; Drummond, Paul; Hughes, Nick; Jamart, Louis; Kennard, Harry; Lampard, Pete; Solano Rodriguez, Baltazar; Arnell, Nigel; Ayeb-Karlsson, Sonja; Belesova, Kristine; Cai, Wenjia; Campbell-Lendrum, Diarmid; Capstick, Stuart; Chambers, Jonathan; Chu, Lingzhi; Ciampi, Luisa; Dalin, Carole; Dasandi, Niheer; Dasgupta, Shouro; Davies, Michael; Dominguez-Salas, Paula; Dubrow, Robert; Ebi, Kristie L; Eckelman, Matthew; Ekins, Paul; Escobar, Luis E; Georgeson, Lucien; Grace, Delia; Graham, Hilary; Gunther, Samuel H; Hartinger, Stella; He, Kehan; Heaviside, Clare; Hess, Jeremy; Hsu, Shih-Che; Jankin, Slava; Jimenez, Marcia P; Kelman, Ilan; et al. (October 2021). "The 2021 report of the Lancet Countdown on health and climate change: code red for a healthy future" (PDF). The Lancet. 398 (10311): 1619–1662. doi:10.1016/S0140-6736(21)01787-6. hdl:10278/3746207. PMID 34687662. S2CID 239046862.
  22. Li, Ang; Toll, Mathew; Martino, Erika; Wiesel, Illan; Botha, Ferdi; Bentley, Rebecca (March 2023). "Vulnerability and recovery: Long-term mental and physical health trajectories following climate-related disasters". Social Science & Medicine. 320 (115681): 115681. doi:10.1016/j.socscimed.2023.115681. PMID 36731303. S2CID 256159626.
  23. Watts, Nick; Adger, W Neil; Agnolucci, Paolo; Blackstock, Jason; Byass, Peter; Cai, Wenjia; Chaytor, Sarah; Colbourn, Tim; Collins, Mat; Cooper, Adam; Cox, Peter M (2015). "Health and climate change: policy responses to protect public health". The Lancet (in انګليسي). 386 (10006): 1861–1914. doi:10.1016/S0140-6736(15)60854-6. hdl:10871/17695. PMID 26111439. S2CID 205979317.
  24. Romanello, Marina; McGushin, Alice; Di Napoli, Claudia; Drummond, Paul; Hughes, Nick; Jamart, Louis; Kennard, Harry; Lampard, Pete; Solano Rodriguez, Baltazar; Arnell, Nigel; Ayeb-Karlsson, Sonja; Belesova, Kristine; Cai, Wenjia; Campbell-Lendrum, Diarmid; Capstick, Stuart; Chambers, Jonathan; Chu, Lingzhi; Ciampi, Luisa; Dalin, Carole; Dasandi, Niheer; Dasgupta, Shouro; Davies, Michael; Dominguez-Salas, Paula; Dubrow, Robert; Ebi, Kristie L; Eckelman, Matthew; Ekins, Paul; Escobar, Luis E; Georgeson, Lucien; Grace, Delia; Graham, Hilary; Gunther, Samuel H; Hartinger, Stella; He, Kehan; Heaviside, Clare; Hess, Jeremy; Hsu, Shih-Che; Jankin, Slava; Jimenez, Marcia P; Kelman, Ilan; et al. (October 2021). "The 2021 report of the Lancet Countdown on health and climate change: code red for a healthy future" (PDF). The Lancet. 398 (10311): 1619–1662. doi:10.1016/S0140-6736(21)01787-6. hdl:10278/3746207. PMID 34687662. S2CID 239046862.
  25. Watts, Nick; Adger, W Neil; Agnolucci, Paolo; Blackstock, Jason; Byass, Peter; Cai, Wenjia; Chaytor, Sarah; Colbourn, Tim; Collins, Mat; Cooper, Adam; Cox, Peter M (2015). "Health and climate change: policy responses to protect public health". The Lancet (in انګليسي). 386 (10006): 1861–1914. doi:10.1016/S0140-6736(15)60854-6. hdl:10871/17695. PMID 26111439. S2CID 205979317.
  26. Watts, Nick; Adger, W Neil; Agnolucci, Paolo; Blackstock, Jason; Byass, Peter; Cai, Wenjia; Chaytor, Sarah; Colbourn, Tim; Collins, Mat; Cooper, Adam; Cox, Peter M (2015). "Health and climate change: policy responses to protect public health". The Lancet (in انګليسي). 386 (10006): 1861–1914. doi:10.1016/S0140-6736(15)60854-6. hdl:10871/17695. PMID 26111439. S2CID 205979317.
  27. "Operational framework for building climate resilient health systems". www.who.int (in انګليسي). 2015. بياځلي په 2022-04-13.
  28. Romanello, Marina; McGushin, Alice; Di Napoli, Claudia; Drummond, Paul; Hughes, Nick; Jamart, Louis; Kennard, Harry; Lampard, Pete; Solano Rodriguez, Baltazar; Arnell, Nigel; Ayeb-Karlsson, Sonja; Belesova, Kristine; Cai, Wenjia; Campbell-Lendrum, Diarmid; Capstick, Stuart; Chambers, Jonathan; Chu, Lingzhi; Ciampi, Luisa; Dalin, Carole; Dasandi, Niheer; Dasgupta, Shouro; Davies, Michael; Dominguez-Salas, Paula; Dubrow, Robert; Ebi, Kristie L; Eckelman, Matthew; Ekins, Paul; Escobar, Luis E; Georgeson, Lucien; Grace, Delia; Graham, Hilary; Gunther, Samuel H; Hartinger, Stella; He, Kehan; Heaviside, Clare; Hess, Jeremy; Hsu, Shih-Che; Jankin, Slava; Jimenez, Marcia P; Kelman, Ilan; et al. (October 2021). "The 2021 report of the Lancet Countdown on health and climate change: code red for a healthy future" (PDF). The Lancet. 398 (10311): 1619–1662. doi:10.1016/S0140-6736(21)01787-6. hdl:10278/3746207. PMID 34687662. S2CID 239046862.
  29. Doherty, Susan; Clayton, Thomas J (2011). "The psychological impacts of global climate change". American Psychologist. 66 (4): 265–276. CiteSeerX 10.1.1.454.8333. doi:10.1037/a0023141. PMID 21553952.
  30. Berry, Helen; Kathryn, Bowen; Kjellstrom, Tord (2009). "Climate change and mental health: a causal pathways framework". International Journal of Public Health. 55 (2): 123–132. doi:10.1007/s00038-009-0112-0. PMID 20033251. S2CID 22561555.
  31. Charlson, Fiona; Ali, Suhailah; Benmarhnia, Tarik; Pearl, Madeleine; Massazza, Alessandro; Augustinavicius, Jura; Scott, James G. (2021). "Climate Change and Mental Health: A Scoping Review". International Journal of Environmental Research and Public Health. 18 (9): 4486. doi:10.3390/ijerph18094486. PMC 8122895. PMID 33922573. Text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 4.0 International License
  32. Vakoch, Douglas A.; Mickey, Sam, eds. (2023). Eco-Anxiety and Pandemic Distress: Psychological Perspectives on Resilience and Interconnectedness. Oxford, New York: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-762267-4.
  33. Vakoch, Douglas A.; Mickey, Sam, eds. (2022). Eco-Anxiety and Planetary Hope: Experiencing the Twin Disasters of Covid-19 and Climate Change. Cham, Switzerland: Springer. ISBN 978-3-031-08430-0.
  34. Ojala, Maria; Cunsolo, Ashlee; Ogunbode, Charles A.; Middleton, Jacqueline (18 October 2021). "Anxiety, Worry, and Grief in a Time of Environmental and Climate Crisis: A Narrative Review". Annual Review of Environment and Resources. 46 (1): 35–58. doi:10.1146/annurev-environ-012220-022716. S2CID 236307729.
  35. Romanello, Marina; et al. (30 October 2021). "The 2021 report of the Lancet Countdown on health and climate change: code red for a healthy future" (PDF). The Lancet. 398 (10311): 1619–1662. doi:10.1016/S0140-6736(21)01787-6. hdl:10278/3746207. PMID 34687662. S2CID 239046862.