د انرژۍ زېرمه کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انرژۍ زېرمه کول دې ته وايي چې په یو مهال کې تولید شوې انرژي په بل مهال کې د ګټنې په موخه زېرمه شي څو پر مټ یې انرژۍ ته د اړتیا او د انرژۍ د تولید ترمنځ د تعادل نشتوالی را کم کړي. هغه وسایل چې پر مټ یې انرژي زېرمه کېږي په معمول ډول ورته آکومولاټور یا بټرۍ ویل کېږي. انرژي د تشعشعي، کیمیاوي، جاذبوي پوتنشیل، برېښنايي پوتانشیل، برېښنا، تکامل موندلې تودخې، پټې تودوخې او جنبشي انرژۍ په ګډون له بېلابیلو لارو چارو څخه سرچینه اخلي. د انرژۍ په زېرمه کولو کې دغه بهیر شاملېږي چې انرژي د نه زېرمه کېدونکي حالت څخه خوارا اسانه او اقتصادي زېرمه کوونکي ډول ته اړوي.[۱]

یو شمېر ټکنالوژۍ د لنډ مهال لپاره د انرژۍ د زېرمه کولو زمینه برابروي، په داسې حال کې چې یو شمېر نورې بیا لار برابروي چې د اوږد مهال لپاره انرژي زېرمه شي. اوس مهال په لویه کچه د انرژۍ د زېرمې کولو چارې معمولي او همدارنګه پمپ لرونکو هایدرولیکي بندونو ته اړوندېږي. په شبکه یي ډول د انرژۍ زېرمه د انرژۍ د زېرمې کولو د کړنلارو هغې ټولګې ته ویل کېږي چې د برېښنا په شبکه کې دننه په لویه کچه د انرژۍ زېرمې ته لار برابروي.

د انرژۍ د زیرمې کولو په تر ټولو څرګندو بېلګو کې، چارج کېدونکې بټرۍ چې په کیمیاوي بڼه انرژي زېرمه کوي او بېرته یې په اسانۍ په برېښنا اړوي او آن ګرځنده تلیفونونه یې پر مټ کار کوي، برېښنا تولیدکوونکی د اوبو بندونه چې انرژي د جاذبوي پوتنشیل انرژي په توګه په بند کې زېرمه کوي او همدارنګه یخ ساتونکې زېرمې شاملېږي چې په ډېرې ارزانې انرژۍ سره د شپې پر مهال یخ په منجمده بڼه زېرمه کوي او د ورځې په اوږدو کې د اړتیا د اوج پر مهال د سړولو په موخه ترې ګټنه کېږي. شین هایدروجن چې د اوبو له الکترولیز څخه حاصلېږي، د لګښت له مخې د پمپ کوونکو اوبو د بندونو او بټریو په پرتله د اوږد مهال لپاره د تجدید منونکې انرژۍ د زېرمې په برخه کې ګټمن بلل کېږي. فوسیلي سون توکي لکه د ډبرو سکاره او نفت هغه لرغونې انرژي زېرمه کوي چې د لمر د رڼا پر مټ د دفن شوو ژوندیو موجوداتو څخه رامنځته کېږي او د وخت په تېرېدو بیا په دغو سون توکو اوړي. خواړه (چې د فوسیلي سون توکو سره د ورته بهیر پر مټ جوړېږي) د انرژۍ هغه ډول دی چې په کیمیاوي بڼه زېرمه کېږي.[۲][۳]

تاریخچه[سمول]

په شلمه پېړۍ کې برېښنايي انرژي تر ډېرې کچې د فوسیلي سون توکو د سوزولو پرمټ تولید کېده. هغه مهال به چې لږ انرژۍ ته اړتیا وه بیا به یې له لږو سون توکو کار اخیست. د اوبو انرژي، د میخانیکي انرژۍ د زخیرې تر ټولو معمول ډول دی چې له پېړیو راهیسې ترې ګټنه کېږي. د برېښنا تولید کوونکي د اوبو لوی بندونه له سلو کلونو څخه راپدېخوا د انرژۍ د زېرمتونونو په توګه کارول کېږي. ورته مهال د هوا د ککړېدو، د انرژۍ د وارداتو او د ځمکې د ګرمښت اندېښنې د لمریزې او بادي برېښنا په څېر د تجدید منونکې انرژۍ په برخه کې د ودې لامل ګرځېدلې دي. بادي انرژي چې نه کنټرول کېدونکې ده کېدای شي په داسې حالت کې تولید شي چې هغه مهال اضافي برېښنا ته اړتیا نه وی. لمریزه انرژي د وریځو له پوښښ سره اړونده ده او یوازې د ورځې پر مهال د لمر د شتون په حالت کې د لاسرسي وړ ده، په داسې حال کې چې اړتیا ورته د لمر له لوېدو وروسته خپل اوج ته رسېږي. له دغه متناوبه منابعو څخه د انرژې د زېرمې کولو لېوالتیا د تجدید منونکې انرژۍ د صنعت په پیلېدو د ټولیزې اړتیا وړ انرژۍ د تولید په موخه زیاتوالی موندلی دی.[۴][۵][۶]

له عمومي شبکې بهر له انرژۍ ګټنې د شلمې پېړۍ پر مهال ځانګړی بازار درلود، خو د ۲۱مې پېړۍ پر مهال یې پراختیا ومونده. اوس مهال په ټوله نړۍ کې د انرژۍ له لېږد وړ منابعو هم ګټنه کېږي. د لمریزې برېښنا تولیدکوونکې تختې هم د نړۍ په ټولو کلیوالي برخو کې دود دي. ورته مهال برېښنا ته لاسرسی په یوې اقتصادي او مالي مسئلې اوښتی او یوازې تخنیکي اړخ ته نه اړوندېږي. برېښنایي موټر په تدریجي ډول د احتراقي ماشین لرونکو موټرو ځای نیسي. سربېره پر دې د نفتو له سون پرته د اوږدو لارو ټرانسپورټ هم د پراختیا په حال کې دی.

مالي اړخ[سمول]

د انرژۍ د زېرمه کولو مالي اړخ په کلکه سره د زېرمې غوښتل شوو خدمتونو ته اړوندېږي او د قطعیت د نشتوالي ګڼ شمېر عوامل د دغې زېرمې پر موثریت اغېز کوي. له همدې امله د زېرمې کولو هره کړنلار له فني او اقتصادي پلوه د څو میګاواټه برېښنا د ساتلو په موخه مناسبه نه ګڼل کېږي، همدارنګه د انرژۍ د زېرمې کولو هڅې د هغو بازار او موقعیت ته اړوندېږي. [۷]

سربېره پر دې د انرژۍ د زېرمې کولو سیسټمونه له ګڼ شمېر ګواښونو سره مخ دي، د بېلګې په توګه:[۸]

  • تخنیکي – اقتصادي ګواښونه چې ځانګړې ټکنالوژۍ ته اړوندېږي؛
  • د بازار ګواښونه، هغه عوامل چې د برېښنا د تامین کولو سیسټم اغېزمن کوي؛
  • د مقرراتو او پالیسیو ګواښونه.

څېړنې[سمول]

جرمني[سمول]

په جرمني کې د انرژۍ د زېرمه کوونکې ادارې د استازي په خبره په ۲۰۱۳ زکال کې د جرمني دولت ۲۰۰ میلیون یورو (شاوخوا ۲۷۰ میلیون امریکايي ډالر) بودیجه په دغه برخه کې د څېړنو او ۵۰ میلیونه یورو نوره بودیجه د استوګنې د کورونو په بامونو باندې د لمریزې برېښنا د تولید کوونکو تختو د لګولو په برخه کې د سبسایډي په بڼه ځانګړې کړه.

زیمنس اګ شرکت په ۲۰۱۵ زکال کې یوه تولیدي څېړنیزه کارخونه په بادن – وورتمبرګ ایالت کې د جرمني د لمریزې او هایدروجني انرژۍ په څېړنیز مرکز (Zentrum für Sonnenenergie und Wasserstoff) کې رامنځته کړه؛ دا د شټوګارت، اولم او ویډرسټال د همکاریو پوهنتوني/صنعتي مرکز دی چې شاوخوا ۳۵۰ ساینس پوهان، څېړونکي، انجینران او تخنیک کاران لري. دغه کارخونه تولید ته لار برابرونکي توکي او بهیرونه (NPMM&P) رامنځته کوي چې د څارنې او ډاټا راغونډنې له کمپیوټري سیسټم (SCADA) څخه ګټنه کوي. موخه یې د چارج کېدونکو داسې بټریو د تولید پراختیا ده چې لګښت یې لږ، خو کیفیت یې لوړ وي.

متحده ایالات[سمول]

په ۲۰۱۴ زکال کې د انرژۍ د زېرمه کېدو په موخه د ټکنالوژیو د ارزونې څېړنیز او ازمیښتي مرکز پرانیستل شو. په دغو کې د ویسکانسین ایالت په مډیسون کې د ویسکانسین د پوهنتون د پرمختللو سیسټمونو ازمویونکی لابراتوار شامل و چې د بټریو له تولیدي شرکت، جانسن کنټرولز سره یې همکاري لرله. دغه ازموینځای د ویسکانسین د نوي پرانیستل شوي پوهنتون د برخې په توګه جوړ شو. په موخو کې یې د موټرو د بټریو د تر ټولو پرمختللي او راتلونکي نسل ارزونه او له هغو څخه د برېښنایي شبکې د بشپړونکي په توګه ګټنه شاملېږي.

د نیویارک ایالت ادارې، د نیویارک د روچسټر سیمې په ایسټمن بیزنس پارک کې د نیویارک د بټریو او انرژۍ د زېرمه کولو د ټکنالوژۍ د ازموینې او سوداګریزه کولو مرکز (NY-BEST) د ۲۳ میلیونو په لګښت په ۱۷۰۰متر مربع ساحه کې پرانیست. په دغه مرکز کې د راتلونکې انرژۍ د سیسټمونو مرکز شامل و چې د نیویارک په ایتاکا کې د کارنل پوهنتون او د نیویارک په ټروی سیمه کې د رنسېلر پولتخنیک پوهنتون په همکارۍ رامنځته شو. NY-BEST د انرژۍ د زېرمې کولو بېلابېل ډولونه د سوداګریزې ګټنې په موخه تر ارزونې لاندې نیسي، هغه تائید کوي او په خپلواکه بڼه یې تصدیق کوي.

د ۲۰۱۷ زکال د سپټمبر په ۲۷مه له مینه سوتا او نیومکسیکو څخه سناتورانو ال فرانکن او مارټین هاینریس د پرمختللې شبکوي زېرمې قانون معرفي کړ چې له مخې یې په متحده ایالاتو کې د انرژۍ د زېرمه کولو د هڅو په برخه کې د څېړنو او تخنیکي او مالي مرستو په موخه یو میلیارد ډالر ځانګړي شوي و. [۹]

بریتانیا[سمول]

د ۲۰۱۴ زکال په مۍ میاشت کې د بریتانیا شاوخوا ۱۴ صنعتي او دولتي سازمانونو د بریتانیا له اوو پوهنتونو سره لاس یو کړ څو د انرژۍ د زېرمه کولو د ټکنالوژۍ په برخه کې د څېړنو او هغو ته د پراختیا ورکولو په موخه د سوپرجن انرژي سټورېج په نامه مرکز پرانیزي.

سرچينې[سمول]

  1. Clarke, Energy. "Energy Storage". Clarke Energy. مؤرشف من الأصل في July 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Schrotenboer, Albert H.; Veenstra, Arjen A.T.; uit het Broek, Michiel A.J.; Ursavas, Evrim (October 2022). "A Green Hydrogen Energy System: Optimal control strategies for integrated hydrogen storage and power generation with wind energy" (PDF). Renewable and Sustainable Energy Reviews (په انګلیسي ژبه کي). 168: 112744. doi:10.1016/j.rser.2022.112744. S2CID 250941369 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په January 24, 2022 باندې). Hydrogen is key to sustainable green energy. Control.
  4. Liasi, Sahand Ghaseminejad; Bathaee, Seyed Mohammad Taghi (2019-07-30). "Optimizing microgrid using demand response and electric vehicles connection to microgrid". 2017 Smart Grid Conference (SGC). د کتاب پاڼي 1–7. doi:10.1109/SGC.2017.8308873. S2CID 3817521. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5386-4279-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bailera, Manuel; Lisbona, Pilar; Romeo, Luis M.; Espatolero, Sergio (2017-03-01). "Power to Gas projects review: Lab, pilot and demo plants for storing renewable energy and CO2". Renewable and Sustainable Energy Reviews. 69: 292–312. doi:10.1016/j.rser.2016.11.130. ISSN 1364-0321. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۲۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hittinger, Eric; Ciez, Rebecca E. (2020-10-17). "Modeling Costs and Benefits of Energy Storage Systems". Annual Review of Environment and Resources (په انګلیسي ژبه کي). 45 (1): 445–469. doi:10.1146/annurev-environ-012320-082101. ISSN 1543-5938. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Locatelli, Giorgio; Palerma, Emanuele; Mancini, Mauro (April 1, 2015). "Assessing the economics of large Energy Storage Plants with an optimisation methodology". Energy. 83: 15–28. doi:10.1016/j.energy.2015.01.050. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Locatelli, Giorgio; Invernizzi, Diletta Colette; Mancini, Mauro (June 1, 2016). "Investment and risk appraisal in energy storage systems: A real options approach" (PDF). Energy. 104: 114–131. doi:10.1016/j.energy.2016.03.098. S2CID 62779581. مؤرشف (PDF) من الأصل في July 19, 2018. د لاسرسي‌نېټه July 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. . Senators want more than $1 billion to promote energy storage answers. pv magazine USA.