Jump to content

د انرژۍ د تولید سرچینې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سريزه :

[سمول]

څرنګه چي په نړۍ کي مختلف هيوادونه د پرمختګ له مخي په مختلفو ډولونو ويشل شويدي چي ځيني يي پرمختللي ، ځيني پرمختيايي او ځيني يي وروسته پاتي دي او د غه هيوادونه يو بل سره په سيالي دي او وروسته پاتي هيوادونه غواړي چي دپرمختيايي هيوادونو په قطار کي راشي او همدارنګه پرمختيايي هيوادونه غواړي چي د پرمختللو هيوادونو په قطار کي راشي . نوپدي لاره کي هر هيواد کوشش کوي چي دخپل اقتصادي پرمختګ لپاره د خپلو موجودو منابعو څخه اعظمي استفاده وکړي او صنعت ته وده ورکړي . نو څرنګه چي صنعت لپاره انرژي ته اشد ضرورت ليدل کيږي نو پدي اساس ما دا مناسبه وګڼله چي په افغانستان کي د انرژي په اړه څه معلومات راټول کړم او ستاسو په وړاندي يي ارايه کړم.

ديادوني وړده چي ددغه موضوع په ترتيب کولو کي ماسره لارښود استاد پوهندوي ګلاب شاه (سبحاني)) ډيري هلي ځلي کړي چي زه دخپل لارښود استاد څخه دزړه له کومي مننه کوم او هغه ته دالله (ج) څخه کاميابي غواړم. 


اول فصل

[سمول]

دانرژي انواع او دهغي منابع

ا- دبريښنا انرژي:

[سمول]

په هيواد کي دبريښنا لومړني دستګاه په ١٢٧٢ هـ ش کا دکابل ښار کي نصب او په کار يي پيل وکړ، دغي دستګاه کولي شول چي دامير عبرالرحمن خان په ماڼي کي (٤٠) څلويښت څراغونه روښانه کړي.

لدي وروسته يو شمير نوري کوچني دستګاوي لکه دبخار محرکه قوي پوسيله د (٢٠) کيلو واټ په ظرفيت دبريښنا دستګاه په (١٩٢٠هـ ش) کابل دارګ په باغ کي نصب او په کار يي پيل وکړ بله کوچني دستګاه په (١٢٩٦هـ ش) کال کي د (١٥) کيلو واټ په ظرفيت يو کوچني دستګاه په پغمان کي نصب او په کار يي پيل وکړ. خو په هيواد کي دبريښنا پراختيا پر لور هغه وخت خوځيدونکي حرکت رامنځته شو چي اروپايي صنايعو دختيځ پر لور پراختيا وموندله او دسالنګ دسيند پر سر دجبل السراج داوبو بريښنا ددستګاه کار پيل شو چي نوموړي دستګاه په (١٣٠٠هـ ش) کال کي (١٥٠٠) کيلو واټ په ظرفيت سره په کار پيل وکړ.

په (١٣١٤هـ ش) کال کي دافغانستان حکومت دصنايعو داداري او پراختيا لايحه تدوين او منظور کړه او په هغي کي هغو کسانو ته چي خپله پانګه په صنعت کي په کاراچوي يو لړ اسانتياوي رامنځته کړي.

نو په همدي وخت کي يو شمير کورني او بهرنيو شر کتونو چي کابل په ښار او يو شمير نورو ښارونو کي چي دبريښنا انرژي ته يي اړتيا لرله دبريښنا دتوليد دفابريکو په جوړونه يي پيل وکړ چي پدي توګه دبريښنا دتوليد يو شمير فابريکي د ( ١٣١٣-١٣٣٠) هـ ش کلونو ترمنځ جوړي شوي.

دبريښنا پخواني ماستر پلان دڅيړنو پر نسبت چي دپخواني تکنالوژي په نظر کي نيولو سره دبريښنا دانرژي سر چيني څيړل شوي داټکل شوي ټوليز پوتنشيل له شميري څخه يواځي داوبو پوتانشيل (٢٣٠٠٧.٦) ميګاواټ دي چي ( ٤٨٤٧.٦) ميګاواټ يي کورني سيندونه او (١٨١٦٠) ميګاواټ يي دپنج سرحدي سيند (آمو) جوړوي.

په حرارتي پوتانشيل کي دطبعي ګاذو له ډوله د ٣٥٠-٥٠٠ ميګاواټ پوري دزغال له ډوله ٥١٤-٥٢٤ ميګاواټ او دخامو نفتو له ډوله ١٢٥-٢٠٠ ميګاواټه پوري اټکل شوي دي.

ديوي لسيزي پخواني شميرني له مخي دټول هيواد دبريښنا دنصب شوو دستګاوو ظرفيت ٤٥٣.٥١ميګاواټ دي چي له دي جملي څخه د٢٦٠.٨٥ ميګاواټ داوبو ددستګاو ظرفيت او ١٥٧.٧١ ميګاواټ دحرارتي دستګاوو ظرفيت جوړوي ديادوني وړ ده چي دکورنيو سيندونو دپوتانشيل له جملي ځخه صرف ٤% دګټي اخستني وړ ګرځيدلي او دلا نورو سرچينو څخه دګټي اخستني په برخه کي څه ترسره شوي ندي.


په افغانستان کي دانرژي اقتصادي او اجتماعي اهميت


تيرو وختونو که هغه نيرو چي دبشر په اختيارکي وه د ( بادنيرو) اوبه او حيواناتو  نيرو وه چي دادبشري ټولني دانکشاف او ترقي لپاره  کافي وسايل نه وي مګرنن بشر ديو زياتي او جالبي انرژي او نيرو لرونکي دي چي حتي هستوي او دلمر انرژي هم دهغوي په اختيار کي ده او دنړۍ په پرمختللو هيوادو کي تري استفاده کيږي چي دانيرو مسلماً دبشر ژوند ته تغير ورکوي نن لوي او زيات توليدات دفابريکو په واسطه دبريښناد انرژي په مرسته صورت مومي دبريښنا انرژي نه يواځي ديو محرکي نيرواو دتنوير په خاطر ګټه اخستل کيږي بلکه دعصري صنايعو په کاراچولو په خاطر ټولني دژوندانه اقتصادي او اجتماعي سطحي دلوړوالي سبب ګرځي هم موثر اهميت لري تجربو ښودلي دي چي بريښنا په ښارو او اطرافو يعني کليو او بانډو کي يو يو مشوق دي بلکي بلاواسطه دصنايعو موجد او موسس هم دي په هر ځاي کي چي بريښنا جوړيږي مسلماً په هغه ځاي کي تخنيکي شروع او دسره يو ځاي د توليداتو اندازه لوړه ځي او دکاريابي زمينه خلکو ته پيداکيږي او همداراز دخلکو طبعي استعداد په مثمره او جوړونکو کارونو خواته دمتونه متوجي کيږي نو ويلاي شو چي برق يا بريښنا يو نوعه طاقت دي چي دهغي څخه داستفادي په صورت کي دتوليداتو حجم اندازه او دهيواد ملي عايد په چټکي سره لوړ ځي او همداراز دافرادو دژوندانه دسطحي دلوړوالي او د صناعت محصول دي ګټه اخستل کيږي بايدزياته کړو چي دبريښنا اهميت نن څه په ملي سويه او څه په بين المللي سويه دبشري ټولني په پيشرفت او تمدن کي واضع دي بريښنا د ٢٠ قرن دلمړي نمايي څخه وروسته دژوندانه او دصناعت دټولو فعاليتونو دانرژي په توليد کي ورداخل شو.

دآبي بريښناو تاسيسات :

[سمول]

افغانستان دزياتو آبي بريښنا دستګاوي لري چي مهمي دستګاوي يي په مختصره توګه تشريح کوو.

دجبل السراج دآبي بريښنا دستګا:

[سمول]

کله چي په هيو اد کي ١٢٩٠-١٢٩٣ هـ ش کال وروسته دبريښنا د توليد دانکشاف فکر پيداشو نو دهيواد په بعضي مناطقو کي دآبي بريښنا دستګاوو دسروي پروګرام شروع شو چي په نتيچي کي جبل سراج دلمړني ابي دستګاساختماني کار په هيواد کي چي دهغي مر بوطه سروي، نقشه کشي او اقتصادي تحليل چاري په ١٢٩٠-١٢٩٣ هـ ش کال پوري سرته ورسيده په کال ١٢٩٤کي شروع او په کال ١٢٩٩ کي پاي ته ورسيدي اوبلاخره دجبل سراج دابي بريښنا دستګاه ددري توربينو نو په نسبولو او د١٥٠٠ کليواټ ظرفيت درلودلو سره په ١٣٠٠ هـ ش کال په فعاليت شروع وکړه ولي په دي خاطر چي په هغه وخت کي دکابل شهري شبکي دومره زيات پراخوالي نه درلود او دبلي خوا د توزيع منظمه شبکه هم موجود نه وه.

فلهذا د ١٣١٠ هـ ش کال پوري فابريکي اعظمي توليد درلوده او يواځي ٥٠% توليدات يي مصرفيده حال دا چي د ١٣١٠-١٣١٢ هـ ش باقيمانده توليد يي هم توزيع شو.

بايد وويل شي چي دکابل دښار د بريښنا مصرف د ١٣١٢-١٣١٤ کال پوري دري ميلونه کيلواټه في ساعت تخمين شوي وو چي دقوس او جدي په مياشتو کي ٣٥٠ او جوزا او سرطان په مياشتو کي ٢٠٠ زره کيلوواټه ته رسيده چي توليدشوي بريښنا دجبل سراج څخه د ٤٠٧ پايو څخه په استفاده کابل ښارته غزيدلي وه. [1]

دچک دستګاه:

[سمول]

په ١٣-١٤ هـ ش کال په جريان کي دوه دابي بريښنا بندونه چي يو يي دوردګو په سيند اوبل يي دقندوز په سيند اعمار شول دوردګو دبريښنا بند چي ساختماني چاري په ١٣١٤ هـ ش کال کي سرته رسيدلي وي دبريښنا توليدي ظرفيت يي ٣٣٠٠٠ کيلوواټ ته رسيده چي بريښنا يي د ٥٥٠ پايو څخه په استفادي سره  دکابل ښارته رسيده .


دپلخمري دبريښنا فابريکه:

[سمول]

دپلخمري ښارداقتصادي لحاظه ډير اهميت لري ځکه چي دهيواد زياتره فابريکي په همدي ځاي کي جوړي شويدي داچي دپلخمري نساجي فابريکي چي په ملي اقتصاد کي ستر رول لري نو بريښنا ته يي ضرورت زيات دي ددي فابريکي دبنسټ ډبره په ١٣١٥ هـ ش کال دثور په اخرکي کيښودل شوي او هدف يي داوو چي دپلخمري نساجي فابريکو او يو شمير کورونو ته بر يښنا ورکړي دپلخمري بند دکندز په سيند جوړشوي چي کمه اندازه داوبو يي ٤٠ متره مکعب ده څلور دروازي لري چي په اتوماتيک ډول ښکته او پورته کيږي او دبند کاسه يي څلور ميلونه ميتر مکعب اوبو ذخيره کولو قابليت لري په دغه فابريکه کي دري توربينونه چي دهر يو ظرفيت يي ١٦٠٠ کيلوواټه دي چي مجموعاً ٤٨٠٠ کيلوواټه کيږي نصب شويده ددي پروژي دتوليد شوي بريښنا څخه په ١٣٤١ هـ ش کال دغوري دموسسو لخوا په فعاليت پيل کړيدي او همدارنګه دسيمت جوړولو ، دسيلو دموټرو دترميمولو د فابريکي او دپلخمري او بغلان دنساجي دزياتو اړتياوو لپاره ورڅخه ګټه اخستل کيږي.



دسروبي دبريښنا فابريکه

[سمول]

دوريښمين تنګي په هيواد کي دبريښنا انرژي دتوليد لپاره دمهم ترينو تنګيو دجملي څخه شميرل کيږي چي دکابل دشرق په ٧٠ کيلو متري او د هندوکش دجنوب دمختلفو سيمو اوبه ننګرهار ولايت ته وربرابروي . دسروبي دبريښنا دستګاه هم دپروګرام په اوله مرحله پوري مربوطيږي ددي منبع پکار اچول ديو طرفه  دپايتخت او صناعتي مراکزو ته نژدي او بله داچي دوريښمين تنګي په سيمه کي واقع دي . نوموړي سيند په دغه ناحيه کي د ٢٠ کيلو مترو په اوږدوالي او پوره ژورتيا لري  کچيري مالي امکانات برابر شي نو نوموړي بند څخه په استفاده دوهم او دريمه او څلورمه دستګاه هم فعاليداي شي .

دسروبي دستګاه دجوړولو کار په ١٣٣٠ هـ ش کالي کي شروع او په ١٣٣٦ کال کي تکميل شو . او دادستګاه دوه توربينونه لري چي ٢٢ زره کيلوواته برق توليد او دکابل ښار دتنوير لپاره په کاروړل کيږي.

دنغلو دبريښنا فابريکه:

[سمول]

نغلو هغه ځاي دي چي دکابل څخه ٧٠ کيلومتره شرق خوا ته پروت دي د نغلو دبريښنا فابريکه په حاضر وخت کي په افغانستان کي تر ټولو لويترينه فابريکه ده ددغه بند اهداف ديوي خوا دسروبي دبند لپاره داوبو ذخيره او د بلي خوا دکابل دحوزي دضرورت وړ بريښنا توليدول دي . ٤ توربينونه لري چي ٩٠زره کيلوواټه ظرفيت لري او په ١٣٥٣ کال دجوزا په مياشت کي يي په فعاليت پيل وکړو. دغه بند چي ١١٠ متره ارتفاع لري او دشوروي اتحاد د متخصيصينو په کومک په ١٣٣٩ کال کي پيل شوه او په ١٣٤٦ کال دجوزا په مياشت کي تکميل او رسماً افتتاح شو. دغه فابريکه د ٢٤٠٠ ميلونه افغانيو په لګښت جوړه شوه چي دهغي له جملي څخه ٣٤٢ ميلونه افغاني داول ٥ کلن پلان په جريان او پاتي په وروستيو پلانو کي په مصرف رسيدلي دي دنغلو بند چي دکانکريت څخه جوړشويدي ٥٣٠ ميلونه متر مکعب ته رسيږي.

دماهيپر دبريښنا فابريکه :

[سمول]

دماهيپر بند دکابل شرق په ٤٠ کيلومتري کي پروت دي او ددي پروژي دجوړولو کار په ١٣٤٣ کي شروع شو په لومړي سروي کي داسي ښکاره کيده چي په ماهيپر کي دبند جوړول پرته له ذخيري څخه امکان لري چي دغه کارخانه د ٣٠٠ ميترو په جګوالي په کار ولويږي په همدي ډول پيش بيني شوي وه چي دابه يو موسمي دستګاوي او ٦٠٠٠٠ کيلوواټه برق به توليدوي ځکه چي دکابل سيند په کال کي ٧ مياشتي په کافي اندازه اوبه لري دغه فابريکه دري توربينونه لري چي هر يو ٢٢ زره کيلو واټه برق توليدوي مګر داوبو کمښت له امله يو توربين فعال دي ددغي پروژي په جوړولو باندي ٩٧٢ ميلونه افغاني چي ١٧،٢ ميلونه ډالر کيده مصرف شوي.


ددرونټي دبريښنا فابريکه :

[سمول]

څرنګه چي په ننګرهار کي کومه صنعتي پروژه موجود نه وه دبرق دانرژي دتوليد لپاره سروي هم نه وه شو ي په اول کي داسي تصميم وو چي دسروبي دفابريکي څخه به دننګرهار ولايت مرکز هم روښانه شي مګر د ٨٠ کيلومتره په فاصله لاين او ٥٠٠٠ کيلو واټه برق چي هغه هم ډير کم وو غيري اقتصادي وبلل شو ، پداسي حال کي چي دجلال اباد ښار دروښانه کولو او کانال دامتداد لپاره ددرونټي بند موثر و

ګڼل شو همدا وو چي دهيواد په لمړني پنځه کلن پلان کي دهغي دجوړولو قرار داد د پخواني شوروي اتحاد سره لاسليک شو دغه پروژه په هيواد کي يوه ډيره لويه اقتصادي پروژه ده دغه پروژه دتوليد نه پرته څلور لوي فارمونه، دمالداري ، زيتون، او صابون جوړوني فابريکه ترميماتي مرکزونه او همدارنګه دجلال اباد دروښانه کولو او دکابل دسيند داوبو دپورته کولو په خاطر چي ٣٢٥٠٠ جريبه ځمکه چي کانال دسطحي څخه جګه پرته خړ وبه کړي او داسي نور. دغه پروژه داوبو دپورته کولو يو بند لري چي ارتفاع يي ٢٢ متره او طول يي ١٩٤ متره دي ددرونتي په برخه کي جوړه شوي دکابل دسيند په چپ طرف کي داضافي اوبو دتيريدو لپاره يو تونل جوړشوي چي ظرفيت يي په يو ثانيه کي ٣٥٠ متر مکعب دي دغه دستګاه دري توربينونه لري چي ظرفيت يي ١٢٠٠٠ کيلو واټو ته رسيږي. دغه فابريکه په ١٣٤٣ کال کي افتتاح شوه.

دخان اباد دبريښنا فابريکه:

[سمول]

دخان اباد ددستګاه جوړوني کارونه ١٣٣٥ د جوزا په مياشت کي پيل د ٤٠ ميلونه افغانيوپه مصرف سره چي د ١،٢ ميلونه ډالرومعادل دي او په ١٣٣٩ کال کي پاي ته ورسيده.

دغه دستګاه دوه توربينونه لري چي ١٤٠٠ کيلوواټه بريښنا يي توليدوله او دخان اباد دخلکو مشکلات يي دپنبي دصنعتي کولو په برخه کي تر يوي اندازي پوري رفع کړل.

دکجکي دبريښنا فابريکه :

[سمول]

دهلمند او ارغنداب سيندونه چي دافغانستان دډکو او مستو سيندونو دجملي څخه دي چي دبريښنا دتوليد لپاره دبريښنا د ډيرو لويو بندونو جوړولو امکانات راښيي چي دصنايعو دپراخوالي لپاره مساعد شرايط په همدي منطقه کي منځته راوړي .ددي مقصد لپاره لمړي د ګرشک دستګاه باندي ١٣٣٧ کي کار پيل شو چي ظرفيت يي ٢٤٠٠ کيلو واټه وه چي دهغي څخه دګرشک په ښار کي استفاده کيده. دکجکي بند چي دقندهار ښار په ١٥٠ کيلوميتري کي د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کي پروت دی دغه فابريکه دهلمند دسيند دپاسه چي دهيواد يو لوي سيند دي جوړه شويده دهلمند دسختو سيلابونو په کنترول کي هم رول لوبوي په ١٣٣٠ کال کي پيل او په ١٣٣٢ کال کي پايي ته ورسيده. دغه بند دوه توربينونه لري چي هر يو يي ١٦،٥ زره کيلو واټه ظرفيت لري. مجموع کي د بریښنا د تولید ۱۵۱ میګاواټه بریښنا تولید وړتیا لري. د هلمند تر څنګ د کندهار ښار ته هم بریښنا ورکوي.

دحرارتي بريښنا دستګاوي.

[سمول]

دمزار شريف دحرارتي بريښنا فابريکه :

[سمول]

دمزار شريف دحرارتي بريښنا فابريکه په اوسني وخت کي د حرارتي برق لويه فابريکه ده چي دشبرغان د طبعي ګازو څخه په استفادي سره فعاله شوه او دمزار شريف غرب په ٢٠ کيلومتري کي واقع ده.

مخکي په هيواد کي دحرارتي برق څخه استفاده ډيره کمه وه او صرف ګلبهار کي وه چي ظرفيت يي ٢٨٠٠ کيلو واټه وو پداسي حال کي چي دمزارشريف حرارتي برق ظرفيت ٣٦٠٠٠ کيلوواټو ته رسيږي او دهغي په جوړولو ٨٣٨ ميلونه افغاني لګښت راغلي دي دحاصل شوي برق څخه ٥٠٠٠ کيلو واټه د مزار شريف دسري په فابريکه کي په مصرف رسيږي.

دکابل دحرارتي بريښنا فابريکه :

[سمول]

دکوم ځايه چي دوچ کالي او ژمي په موسم کي دکابل په بريښنا کي کمبود احساس کيده نو داچي دسروبي دوهمي او دريمي پروژي جوړول زيات وخت نيوه نو ځکه ددي معاذلي دحل لپاره دکابل دحرارتي بريښنا فابريکه جوړه شوه او په همدي منظور په ١٣٥٣ او ١٣٥٤ کلونو کي دهغي کار تکميل شو دغي دستګاه دوه توربينونه لرل چي دهريو ظرفيت يي ٣١٠٠٠ کيلو واټه وو ددغي فابريکي دسون مواد دهيواد په شمال کي دخامو تيلو په واسطه تدارک کيده او په ١٣٥٧ کال کي په فعاليت شروع وکړه.


نتيجه ګيري

[سمول]

لکه څرنګه چي مخکي ذکر شوه په افغانستان کي ډير دپخوا راهيسي بريښنا رامنځته شوي که څه هم په حرارتي او ابي بڼو يي فعاليتونه کړي خو تر ټولو ستر پاتي والي پدي کي دي چي زمونږ دښاري سيمو څخه پرته اطرافي سيمو کي هم په ډيره کمه کچي حرارتي، ډيزلي او ابي بريښنا موجوده ده خوهغه هم په نيشت حسابه ده .همدارنګه زمونږ په ښارونو کي هم بريښنا په مساوي توګه نه ده توضيع شوي او زياتره هيواد وال ښاريان هم له بريښنا څخه محروم پاتي دي څرنګه چي څيړنو ښودلي چي جګړه ايز دوران څخه دمخه په افغانستان کي هر کال په زرګونو کيلو واټه بريښنا توليديده. کچيري چارواکي دبريښنا سکتور ته توجه وکړي نو په افغانستان کي پراخ سيندونه شته چي دبريښنا دجوړولو مناسب ځايونه لري بايد دهغي څخه استفاده وشي چي پدي سره ډيري فايدي لاسته راوړلي شو.اول داچي زمونږ دهيواد دسيندونو تر خوا وشا کورونه ځمکي ، دمالونو او حيواناتو دسيلاب دخطراتو څخه مخنيوي کيدي شي .

وړانديزونه

[سمول]

الف: ددي لپاره چي زاړه بريښنا کوټونه مو له منځه لاړ نشي دولت بايد ددي بريښنا کوټونو  څارنه کي ښه دقت وکړي.

ب: په هغو سيمو کي چي دبريښنا دبندونو دجوړيدو امکانات ښه ميسر دي بايد دولت دهغي په جوړيدو اقدام وکړي.

ت: ددي لپاره چي دمساوات اصل په پام کي ونيول شي دولت بايد موجوده بريښنا په مساويانه توګه په خلکو وويشي.

ث: دولت بايد بهرنيو اوکورنيو پانګه اچونکو ته زمينه مساعده کړي چي د بريښنا کوتونو په جوړولو کي ونډه واخلي پدي سره به مو زرګونه هيوادوال له وزګارتيا څخه خلاص شي.

ج: له هغه برقي سامان الاتو او وسايلو نه پکي په کافي اندازه کارواخستل شي تر څو لږ بريښنا مصرف کړي او رڼا کافي او بشپړه ورکړي.

ح: دولت بايد په زړو بريښنا کوټونو کي دفرسايش شوي او زړو توربينو پرځاي دنوي او ماډرنو توربينو څخه استفاده وکړي تر څو دبريښنا توليد ظرفيت څو چنده لوړشي.

ماخذونه

[سمول]

الف: مجله بريښنا، داوبو او بريښنا وزارت نشراتي ارګان دريمه ګڼه کال ١٣٨٣.

ب: تڼيوال پوهاند محمد ظريف جغرافيه اقتصادي افغانستان، پوهاند حميدالله امين ختيځ بيارغوني ا داره (کور) څيړني لړ ٥٦ دچاپ کال اسد ١٣٨٢ اګست ٢٠٠٣ .

ت: دمعارف مجله: پنځم کال دوه شماره مارچ اپريل ٢٠٠٣ حوت حمل ١٣٨١، ١٣٨٢.

www.mopw.com ث:


[1] يادګاري  محمد اشرف مطالبات اقتصاد انرژي

عارض غلام جيلاني دافغانستان عمومي اقتصادي جغرافيه مخ ١٨١