د اندونیزیا تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اندونیزیا تاریخ د جغرافیايي موقعیت، طبعي سرچینو، د یو لړ انساني مهاجرتونو او اړیکو، جګړې او فتوحاتو او د سوداګرۍ، اقتصاد او سیاست له مخې جوړ شوی دی. اندونیزیا له ۱۷۰۰۰ نه تر ۱۸۰۰۰ ټاپوګانو (۸۸۴۴ نومول شوې او ۹۲۲ تل مېشتې) جوړ هېواد دی چې د استوا د کرښې په اوږدو په سویل ختيځه اسیا کې پروت دی. په سمندري لار کې د دغې هېواد ستراتیژیک موقعیت د ټاپوګانو تر منځ او نړیواله سوداګري پیاوړې کړې ده. سوداګري د اندونیزیا د بنسټيز جوړښت راهیسې د اندونیزیا د تاریخ برخه جوړوي. د اندونیزیا سیمه د بېلابېلو خلکو د مهاجرتونو له امله ګڼ نفوس لري چې د قومونو، ژبو او کلتورونو تر منځ تنوع رامنځته کوي. د ټاپو وزمې د ځمکې بڼې او اقلیم پر کرنه، سوداګرۍ او د دولتونو پر جوړښت د پام وړ اغېز وکړ. د اندونیزیا ایالت سرحدونه د ختیځ هالنډ  د شلمې پېړۍ له سرحدونو سره سمون لري.

د نېغو انسانانو او د هغو د پاتې شونو توکو فوسیلونه چې د "جاوا من" په نوم یادیږي، ښیي چې د اندونیزیا ټاپو وزمه لږ تر لږه ۱,۵ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوې ده. استرونیزیايان چې د مدرن نفوس ډېره برخه جوړوي، ګمان کېږي چې په اصل کې د ټایوان اوسېدونکي وو او له میلاد نه شاوخوا ۲۰۰۰ کاله مخکې اندونیزیا ته راغلي دي. له میلاد نه وروسته په اوومه پېړۍ کې د سرېوېجایا (Srivijaya) ځواکمنې سمندري پاچهۍ د بوداییزم او هندوییزم نفوذ له ځان سره راوړ. د بودايي سایلېنډرا/ Sailendra (په اندونیزیا کې د وخت د واکمنې پاچهۍ نوم) او د هندویي متارام/ Mataram (په جاوا کې د وخت د واکمنې پاچهۍ نوم) کرنیزې لړۍ په پرله پسې ډول په جاوا کې وسپړېدې او زوال یې وکړ. د غیر مسلمانانو وروستۍ پاچهي د هندو ماجاپاهېټ (Majapahit ) په نوم د ۱۳مې پېړۍ په وروستیو کې وسپړېده چې نفوذ يې په ټوله اندونیزیا کې پراختیا ومونده. په اندونیزیا کې د اسلامي نفوس لومړني شواهد د سوماترا په شمال کې ۱۳مې پېړۍ ته ورګرځي، د اندونیزیا ګڼو نورو برخو په ورو ورو اسلام ومانه او په ۱۶مه پېړۍ کې په جاوا او سوماترا کې په غالب دین بدل شو. اسلام په ډېرو برخو کې له شته کلتوري او مذهبي اغېزو سره پوښل شوی او یوځای شوی.  

اروپایان، لکه پرتګالیان له ۱۶مې پېړۍ نه اندونیزیا ته رسېدلي چې د مالوکو (Maluku) په ټاپو کې د لونګو، مکعبي مرچکو او جوزو د ارزښتمنو سرچینو د انحصار په لټه کې وو. په ۱۶۰۲ ز کال کې هالنډیانو د هالنډ د ختیځ هند (VOC) شرکت پرانیسته او تر ۱۶۱۰ ز کال پورې د اروپا په برلاسي ځواک بدل شو. VOC په ۱۸۰۰ ز کال کې تر افلاس وروسته په رسمي ډول منحل شو او د هالنډ حکومت د هالنډ د ختيځ هند د واکمنۍ تر کنترول لاندې رامنځته شو. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د هالنډ واکمني تر اوسنیو سرحدونو پورې وغځول شوه.

د ۱۹۴۲- ۱۹۴۵ ز کلونو تر منځ د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د جاپانیانو یرغل او ورپسې اشغال د هالنډ واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود او د اندونیزیا د خپلواکۍ ځپل شوی غورځنګ یې وهڅاوه. د ز ۱۹۵۴ کال په اګست کې د جاپان له تسلیمېدو دوه ورځې وروسته، ملت‌پال مشر سوکارنو (Sukarno) خپلواکي اعلان کړه او ولسمشر شو. هالنډ د خپلې واکمنۍ د بیارغولو هڅه وکړه، خو تر یوې ترخې وسلوالې او ديپلوماتیکې مبارزې وروسته په ۱۹۴۹ز کال کې، کله چې هالنډیان له نړیوالو فشارونو سره مخامخ شول، د اندونیزیا خپلواکي يې په رسمي ډول ومنله.  

په ۱۹۶۵ زکال کې د کودتا لپاره هڅه د پوځ په مشرۍ د کمونیستۍ ضد پاکولو لامل شوه ،چې له تاوتریخوالي سره مل وه او له نیم میلیون نه زیات کسان په کې ووژل شول. په ۱۹۶۸ز کال کې جنرال سهارټو له سیاسي پلوه پر ولسمشر سوکارنو غلبه وکړه او ولسمشر شو. د هغه نوې منظمه اداره د لويديځ د خوښې وړ وه، چې پانګه اچونه يې په اندونیزیا کې د راتلونکو درېیو لسیزو د پام وړ اقتصادي ودې اصلي لامل وه. اندونیزیا له دې سره د ۱۹۹۰ ز لسیزې په وروستیو کې د ختیځې اسیا له مالي کړکېچ نه تر ټولو ډېر زیان ولید، چې د خلکو له پراخو لاریونو سره مخامخ  شو او د ۱۹۹۸ ز کال د مې میاشتې په ۲۱مه د سوهارټو د استعفا لامل شو. د سوهارټو تر استعفا وروسته د سمومونو دوره د دیموکراتیکو پروسو د پياوړتیا لامل شوه چې له ډلې یې د سیمه‌ييزو صلاحیتونو پروګرام، د ختیځ تیمور بېلوالي او په ۲۰۰۴ ز کال کې لومړنۍ ولسمشریزې ټاکنې یادولی شو. اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ، ټولنیزې ناکرارۍ، فساد، طبعي پېښو او تروریزم پرمختګ ورو کړی دی.  که څه هم د بېلابېلو قومي او مذهبي ډلو تر منځ اړیکې تر ډېره همغږې دي، خو په ځینو سیمو کې لاهم  سختې فرقه‌يي نارضایتۍ او د تاوتریخوالي ستونزې شته.  

له تاریخ نه مخکې[سمول]

په ۲۰۰۷ ز کال کې په سنګیران سیمه کې د غوا د دوه موندل شویو هډوکو پر مخ د پرې شویو نښو/کرښو تجزیې او تحلیل وښوده چې هغوی ۱.۵ تر ۱.۶ میلیونه کاله مخکې د ګوجي/صدفي سامان الاتو په واسطه جوړ شوي، چې دا په اندونیزیا کې د لومړیو انسانانو د حضور تر ټولو پخوانی شاهد دی. په اندونیزیا کې د لومړنیو انسانانو د حضور شواهد د هومواېرېکتوس/ نېغو انسانانو د پاتې شونو فوسیلونه دي، چې په عمومي توګه د جاوا من په نامه  یادیږي، د لومړي ځل لپاره په ۱۸۹۱ ز کال کې د هالنډي اناتومي پوه ایوجین ډوبوس (Eugène Dubois) له خوا په ترېنیل (Trinil ) کې کشف شول او لږ تر لږه ۷۰۰۰۰۰ کاله لرغونتیا لري. د نېغو انسانانو نور فوسیلونه چې ورته عمر لري، په ۱۹۳۰ ز لسیزه کې د انسان پېژندونکي ګوستاو هاینرېچ رالف فون کونېګزوالډ (Gustav Heinrich Ralph von Koenigswald) له خوا په سانیګران (Sangiran) کې کشف شول، په ورته وخت کې يې له پرمختللو سامان الاتو سره په نګاندونګ (Ngandong ) کې کشف کړل چې په ۲۰۱۱ز کې يې نېټه بیاځلي وټاکل شوه چې له مخې یې ۵۵۰۰۰۰ او ۱۴۳۰۰۰ کاله عمر لري. په ۱۹۹۷ ز کال کې د نېغو انسانانو یوه بله کوپړۍ په سمبنګمېکن (Sambungmacan) کې کشف شوه. په ۲۰۱۰ ز کال کې په فلورېس (Flores) کې ډبریز ابزار کشف شول چې یو میلیون کاله لرغونتیا لري او دا دا د انسانانو د سمندري سفر د تکنالوژۍ لومړي پاتې شوني ښيي. د هنري فعالیتونو لومړني شواهد چې تر اوسه پیدا شوي، د رېونده حکاکۍ په بڼه جوړ شوي، چې د شارک له غاښونو نه په کې کار اخیستل شوی، په ۲۰۱۴ ز کال کې د ګوجي(صدف) ۵۰۰۰۰۰ کلن فوسیل موندل شوي چې په ۱۸۹۰ز لسیزه کې په جاوا کې کشف شوي، چې د هومو اېرېکتوس سره تړاو لري.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په ۲۰۰۳ ز کال کې د فلورېس په ټاپو کې د ۱.۱ متر (له ۳ فوټ څخه تر ۷ اېنچ) لوړوالی سره انساني فوسیلونه کشف شول او علمي ټولنه يې حیرانه کړه، چې ۷۴۰۰۰ او ۱۳۰۰۰ کلونو تر منځ لرغونتوب لري. دغه تازه کشف شوی انسان، «د فلورس سړی» یا فلورسي انسان (Homo floresiensis) ونومول شو. په ۲۰۱۷ ز کال کې خپرې شوې فلیوجنتیک تجزیې او تحلیل وښوده چې فلورسي انسان د ماهر انسان هوموهابیلېس د ورته اجدادو نه دی. په دې اساس فلورسي انسان له افریقا نه بهر یو ډېر لومړنی او ناپېژانده مهاجرت ښيي. د فلورسي انسان د اسکلېټ لرغونتیا د ۶۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰ کلونو تر منځ مخکې ده. د اسکلېټ له پاتې شونو سره ترلاسه شوي ډبریز ابزار له لرغونو افقونو نه دي چې له ۵۰۰۰۰ نه تر ۱۹۰۰۰۰ کاله مخکیني دي.   [۸][۹][۱۰][۱۱]

د اندونیزیا ټاپو وزمه د وېلي کېدلو په بهیر کې تر وروستي اعظمي کنګل وروسته رامنځته شوې. لومړنيو انسانانو د سمندر له لارې سفر کړی او د اسیا له اصلي ټاټوبي نه د ختيځ پر لور نوې ګېنې (New Guinea) او استرالیا ته خواره شوي. انسان یادې سیمې ته د لومړي ځل لپاره ۴۵۰۰۰ کاله مخکې رسېدلی. په ۲۰۱۱ ز کال کې د ختيځ تیمور په ګاونډيتوب کې موندل شوې شواهد ښيي چې، دغو لومړنيو مهاجرانو د لوړې کچې سمندري مهارتونه او په ترڅ کې یې استرالیا او نورو ټاپوګانو ته د رسېدو لپاره له سمندرونو نه د تېرېدلو لازمه تکنالوژي لرله، ځکه چې هغوی ګڼ شمېر لوی سمندري کبان، لکه: تونا ښکارول او مصرفول.  [۱۲][۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. "Finding showing human ancestor older than previously thought offers new insights into evolution". Terradaily.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pope, G. G. (1988). "Recent advances in far eastern paleoanthropology". Annual Review of Anthropology. 17 (1): 43–77. doi:10.1146/annurev.an.17.100188.000355. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) cited in کينډۍ:Harvp
  3. Pope, G (15 August 1983). "Evidence on the Age of the Asian Hominidae". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 80 (16): 4988–4992. Bibcode:1983PNAS...80.4988P. doi:10.1073/pnas.80.16.4988. PMC 384173. PMID 6410399. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) cited in کينډۍ:Harvp
  4. de Vos, J.P.; P.Y. Sondaar (9 December 1994). "Dating hominid sites in Indonesia" (PDF). Science Magazine. 266 (16): 4988–4992. Bibcode:1994Sci...266.1726D. doi:10.1126/science.7992059. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) cited in کينډۍ:Harvp
  5. http://pages.nycep.org/nmg/pdf/Delson_et_al_%20sm3.pdf
  6. "Flores Man Could Be 1 Million Years Old – Science News". redOrbit. 18 March 2010. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Shell 'art' made 300,000 years before humans evolved". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. P. Brown; T. Sutikna; M. J. Morwood; R. P. Soejono; Jatmiko; E. Wayhu Saptomo; Rokus Awe Due (27 October 2004). "A new small-bodied hominin from the Late Pleistocene of Flores, Indonesia". Nature. 431 (7012): 1055–1061. Bibcode:2004Natur.431.1055B. doi:10.1038/nature02999. PMID 15514638. S2CID 26441. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Morwood, M. J.; Soejono, R. P.; Roberts, R. G.; Sutikna, T.; Turney, C. S. M.; Westaway, K. E.; Rink, W. J.; Zhao, J.-X.; van den Bergh, G. D.; Rokus Awe Due; Hobbs, D. R.; Moore, M. W.; Bird, M. I.; Fifield, L. K. (27 October 2004). "Archaeology and age of a new hominin from Flores in eastern Indonesia" (PDF). Nature. 431 (7012): 1087–1091. Bibcode:2004Natur.431.1087M. doi:10.1038/nature02956. PMID 15510146. S2CID 4358548. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Argue, Debbie; Groves, Colin P.; Lee, Michael S.Y.; Jungers, William L. (2017). "The affinities of Homo floresiensis based on phylogenetic analyses of cranial, dental, and postcranial characters". Journal of Human Evolution. 107: 107–133. doi:10.1016/j.jhevol.2017.02.006. ISSN 0047-2484. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sutikna, Thomas; Tocheri, Matthew W.; Morwood, Michael J.; Saptomo, E. Wahyu; Jatmiko; Awe, Rokus Due; Wasisto, Sri; Westaway, Kira E.; Aubert, Maxime; Li, Bo; Zhao, Jian-xin (2016-03-30). "Revised stratigraphy and chronology for Homo floresiensis at Liang Bua in Indonesia". Nature. 532 (7599): 366–369. doi:10.1038/nature17179. ISSN 0028-0836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Evidence of 42,000 year old deep sea fishing revealed : Archaeology News from Past Horizons". Pasthorizonspr.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Smithsonian (July 2008). "The Great Human Migration": 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)