د انارشېزم تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انارشېزم تاريخ خپله د انارشېزم په اندازه مبهم دی. څېړونکو ته دا ستونزمنه ده چې د انارشیزم د معنا پر تعریف سره هوکړه وکړي، د انارشیزم د تاريخ او تعریف په اړه د لیدلورو یوه لړۍ شته ده. ځینې داسې احساس کوي چې انارشېزم د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ یو ښه تعریف شوی غورځنګ دی، حال دا چې ځینې نور انارشیستي ځانګړنې د لومړنیو تمدونونو له موجویت څخه مودې مخکې یادوي.

تر تاريخ مخکې ټولنه کې رسمي درجه‌بندي نه وه ځینې ژوند څېړونکي دا انارشېزم ته ورته بولي. د انارشیستي تفکر لومړنۍ رسمي پیلامه په یونان او لرغوني چين کې موندلی شو. چېرته چې بېلابېلو فلیسوفانو دولت له پوښتنې سره مخ کړ او له جبر څخه د ازاد ژوند لپاره یې د فرد اخلاقي حق اعلان کړ. د منځنیو پېړیو په بهیر کې ځینې مذهبي فرقو له ازادۍ غوښتونکو نظریو او د روښانګرۍ له عصر څخه ملاتړ کاوه او د عقل‌پالنې او علم راڅرګندېدل د مدرن انارشیستي غورځنګ د زېږېدو نښه وه.  

مدرن انارشیزم د نولسمې پېړۍ په پای کې د مارکسیزم تر څنګ د کاریګري د غورځنګ مهمه برخه وه. مدرنیزم، صنعتي کېدل، د سرمایه‌دارۍ پر وړاندې غبرګون او د مهاجرتونو سېل په ټوله نړۍ کې د انارشېزم په غوړېدو او پراختیا کې مرسته وکړه. د انارشېزم له ودې سره د یو ټولنیز غورځنګ په توګه، د انارشیزم لوی فکري ښوونځي په ځانګړي ډول انارکوـټولیزم، انارکو کمونیزم، انارکو-سندیکالیزم او فرد‌پال انارشیزم راوټوکېدل. د کاریګرۍ غورځنګ له ودې سره د انارشیستانو او مارکسیستانو تر منځ درزونه هم زیات شول. دا دوه جریانونه په ۱۸۷۲ کال کې د لومړي نړیوال کانګرېس په پنځمه کنګره کې په رسمي ډول له یو بل څخه بېل شول او تر هغه وروسته پېښو د دې درز په رغولو کې څه مرسته ونه‌کړه. انارشېستان له لېوالتیا سره د روسیې په انقلاب کې ګډون وکړ خو همدا چې بلشویک‌یانو خپل واک تثبیت کړ انارشېستان په شدیده توګه په ځانګړې ډول په کرونشتات او اوکراین کې وځپل شول.   

انارشېزم د اسپانیې د کورنۍ جګړې په بهیر کې کله چې انارشېستانو په کاتالونیا کې یو انارشیستي قلمرو رامنځته کړ مخکښ تاریخي رول ولوباوه. انقلابي کاتالونیا د انارکوسندیکالیستي کرښو په اوږدو کې په ښارونو کې له ځواکمنو کاريګري اتحادیو او په هېواد کې له ټولیزې کرنې سره سازمان شوه، خو په اسپانیه کې جګړه د انارشېستانو او د هغوی د متحدانو له ماتې او د فاشیزم له ټینګښت سره پای ته ورسېده.

په ۱۹۶۰مه لسیزه کې انارشېزم بیاځلي د یو نړیوال سیاسي او فرهنګي ځواک په توګه په ځانګړي ډول د نوي کيڼ لوري سره په اتحاد راڅرګند شو. انارشیزم له هغه وخت راهیسې پر هغو ټولنیزو غورځنګونو چې له شخصي خپلواکیو او مستقیمې دیموکراسۍ څخه ملاتړ کوي اغېز کړی. همدارنګه يې د نړیوال کېدلو ضد غورځنګ، د زاپاتیستا انقلاب او د روژوا په انقلاب کې مهم رول لوبولی.

مخینه[سمول]

د انارشېزم د تاریخچې په پایله کې د انارشېزم د تعریف پر سر د نظر اختلاف شته دی. ځینې څېړونکي انارشېزم له طبقاتي مبارزې سره په شدید ډول په اړیکه کې بولي. ځینې نور داسې احساس کوي چې دا لیدلوری ډېر محدود دی. حال دا چې لومړۍ ډله انارشېزم د هغې پدېدې په توګه اروزي چې په ۱۹مه پېړۍ کې پېښه شوې، دویمه ډله د انارشېزم د ريښو پلټلو لپاره لرغوني تاريخ ته ګوري. انارشېست فلیسوف موري بوکچين د بشر د ازادۍ د پاتې‌شونې دوام (یعني انقلابي شېبې) چې د تاريخ په بهیر کې شته و، د واکمن اوسېدلو د پاتې شونې خلاف له دولتونو، پانګو او ګڼو نورو سازماني بڼو څخه جوړ یادوي. [۱][۲][۳][۴][۵]

د انارشېزم د تعریف لپاره درې دود بڼې «د لغت پېژندنې/اېتمولوژيکي پلوه» (ان-ارشې، له واکمن پرته، خو انارشېزم یوازې نفي/رد ځواب نه دی)، «د دولت‌پالنې ضد» (په داسې حال کې چې دا چاره محوري برېښي، خو په هېڅ وجه د انارشېزم جوهر نه شي تشرېح کولی) او «د استبداد ضد» (له هر ډول صلاحیت څخه انکار چې انارشېزم له حده زیات ساده کوي).  د تعریف او بحثونو سره دې پوښتنې چې ایا دا فلسفه ده، که یوه نظریه ده او که د عملونو یوه لړۍ؟ موضوع پېچلې کړې ده. د فلسفې پروفیسور اليحاندرو دواګوستا داسې وړاندیز کوي چې انارشېزم «د فلسفو غیرمتمرکز فېدراسیون او همدارنګه د ژوند تمرینونه او لارې دي چې په بېلابېلو ټولنو کې رامنځته شوی او د بېلابېلو جغرافیو تاریخونه تایئدوي». [۶][۷][۸][۹]

اسلاف/مخکښونه[سمول]

لرغونی او تر تاریخ مخکې دور[سمول]

د انارشېزم ډېری څېړونکي لکه د هارولد بارکلپ او دیوید په څېر انسان‌پېژندونکي ادعا کوي چې د انارشۍ ځينې بڼې تر تاريخ مخکې دور ته ورګرځي. د انسان د موجودیت تر ټولو اوږده دوره چې د بشري ټولنې له موجودیت څخه مخکې ثبت شوې د واک له هېڅ ډول بېلې طبقې یا رسمي سیاسي بنسټ پرته وه. د یو بېل لیدلوري په توګه د انارشېزم تر ظهور ډېر مخکې انسانانو زرګونه کاله وړاندې په‌خپل سري حکومت لرونکو ټولنو کې له هېڅ حاکمیت يا ځانګړې سیاسي طبقې پرته ژوند کاوه. یوازې د لړیزو ټولنو تر ظهور وروسته د انارشېستي نظریې اجباري سیاسي بنسټونو او لړیزو ټولنیزو اړیکو ته د انتقادي ځواب او رد په توګه رامنځته شوې.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

تایوزم چې لرغوني چين کې يې پراختیا ومونده د ځينې څېړونکو له‌خوا له انارشستي فکر سره تړل شوی. د تایوز هوښیاران لایوتسه او ژوانګ ژو چې پرېنسیپل/اصول يې پر «سیاست ضد» دريځ او په سیاسي غورځنګ یا سازمان کې د هر ډول لاس‌وهنې ردول وو، د «نه-واکمنۍ» فلسفه يې تایو تې چېنګ او ژوانګزي کې رامنځته کړه. تایویېستانو هڅه کوله له طبیعت سره په همغږۍ کې ژوند وکړي. دلته یوه مناظره روانه ده چې په یو ډول د حکومت نه موجودیت ته د واکمنانو هڅول ایا یوه انارشېستي موخه ده؟ د تایوئیست د متفکرانو نوی نسل له انارشیک تمایلاتو سره د یوې ګډې‌وډې دورې په بهیر کې راڅرګند شو. تایوئیزم او نیو تایوئیزم فلسفي انارشېزم ته ورته اصول لرل- د دولت د مشرعیت لرې کولو او د هغه اخلاقیات له پوښتنې سره مخ کولو لپاره يوه هڅه- او څو پېړۍ وروسته یې د خپلو لویديځو سیالانو خلاف سوله‌غوښتونکي فکري ښوونځي لرل.   [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ځینې باورونه او نظریې په ژوره توګه د مدرنو انارشېستانو په‌واسطه د لومړي ځل لپاره په لرغوني يونان کې تشرېح شوي. د انارشۍ د کلیمې لومړنۍ پېژندل شوې سیاسي کارونه (په لرغونې یوناني: ἀναρχία) له ميلاد څخه مخکې په پنځمه پېړي کې د ایسخولوس او سوفوکل په ننداره کې راڅرګند شول. لرغونې یونان هم د سېنک او سټوېک فلسفې له نظره د انارشۍ لومړنۍ لویديځو بېلګو ته د یو بنسټیز فلسفي اېډیال په توګه کتل، خو نه د یوازیني ايډیال په نظر. سنیکیان ډېوېژن له سینوپ او کراتس له تبس څخه د انارشیستي ټولنې له دواړو بڼو څخه ملاتړ کاوه، که څه هم د هغوی له لیکنو څخه لږ څه پاتې شوي دي. د هغوی تر ټولو مخکښه همکاري د نومس (قانون) او فیزیک (طبیعت) رادیکال عملکرد و. د یونان د پاتې فلسفې خلاف په همغږۍ کې د نوموس او فیزیک د یو ځای کولو په موخه سینسکس‌یانو د نوموس‌یانو پروړاندې بې اعتنايي وکړه (په پایله کې: صلاحیتونه، درجه‌بندي او د پولیسو اخلاقي قوانینو تاسیس) او په ورته وخت کې يې د ژوند میتود یوازې د فیزیک پر بنسټ دود کړ. له سیتسوم څخه زنون د ستوسېزم (فلسفي ښوونځی، ژباړن) بنسټ اېښودونکی چې تر ډېره له سینیکش‌یانو څخه اغېزمن و، د مساوات پلوه ټولنې په اړه يې خپل لیدلوری له ميلاد څخه نږدې ۳۰۰ کاله مخکې تشرېح کړ. د زینوز جمهوریت له يو ډول انارشي ټولنې څخه ملاتړ کوي چې په هغه کې دولتي جوړښتونو ته اړتیا نه‌شته. هغه استدلال کاوه چې که څه هم د خپل ځان ساتنې لپاره د انسان لازمي غریضه انسان د کبر خواته بیايي خو طبیعت انسان ته د بلې غریضې یعنې سوکالۍ له وړاندې کولو سره دا اصلاح کوي. د ګڼو نورو انارشېستانو په څېر هغه باوري و چې که خلک د خپلو غرایضو پلوي کوي، محکمې، قانون یا پولیسو، معبدونو او عمومي عبادتونو ته به اړتیا نه وي او له پيسو به کار نه اخلي – وړیا ډالۍ د پولي تبادلات ځای نیسي. [۱۳][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Levy 2010، ص. 4.
  2. McLaughlin 2007، ص. 165.
  3. McLaughlin 2007، صص. 101-102.
  4. Levy 2010، ص. 2.
  5. Levy 2010، ص. 1.
  6. de Acosta 2009، ص. 33.
  7. de Acosta 2009، ص. 26.
  8. McLaughlin 2007، صص. 27-29.
  9. Levy 2010، ص. 6.
  10. Barclay 1990، صص. 15–16.
  11. Barclay 1990، صص. 39–42.
  12. Ross 2019، ص. ix.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Graham 2005، صص. xi-xiv.
  14. Marshall 1993، ص. 55.
  15. Rapp 2012، ص. 6.
  16. Rapp 2012، ص. 20.
  17. Rapp 2012، صص. 45–46.
  18. Fiala 2017.
  19. Marshall 1993، ص. 68.
  20. Schofield 1999، ص. 56.
  21. Marshall 1993، صص. 70–71.
  22. Long 2013، ص. 217.
  23. Woodcock 1962، ص. 38.
  24. Jun او Wahl 2010، صص. 68–70.