Jump to content

د اناتومي تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اناتومي تاریخ په قرباني شوو قربانیانو باندې له لومړنیو ازموینو څخه د معاصرو پوهانو او اناتومي پوهانو له خوا د بدن تر پیچلې تجزیې او تحلیل پورې پراخوالی مومي. د انسان د بدن د غړو او برخو اړوند لیکل شوي مدارک زرګونه کلونه مخکې د لرغوني مصر په پاپیروس سندونو کې موندل کېږي، چېرې چې د هغوی د خښولو د دقیقو لارو چارو له امله دغه چاره ډېره اړینه وه.

تر ډېرې مودې پورې په لرغوني یونان کې د انسان د بدن د جوړښت او عملکرد اړوند تیوریکي ملاحظاتو وده نه وه کړې. د لرغوني یونان فیلسوفانو لکه آلکمئون او امپدوکلس او همدارنګه د لرغوني یونان طبیبانو لکه هایپوکراټ یا بقراط او د هغه مکتب د ژوندانه او ناروغیو له امله د وجود بېلابېلو فعالیتونو ته پام درلود. ارسطو د بیولوژیکي اشکالو د لاملونو د درک په موخه د خپل پروګرام د یوې برخې په توګه د حیواناتو له تشریح ملاتړ وکړ. په هلنیستیک دوره کې د انسانانو تشریح او په ژوندي حالت کې د هغوی څیرل د لومړي ځل لپاره د هروفیلوس او اراسیستراتوس په اثارو کې ترسره شول. په لرغونې دوره کې اناتومیکه پوهه له دې امله چې خپله جالینوس د طبي اعمالو او همدارنګه د شادیانو، غویانو او نورو حیوانانو د بدن څیرلو پر مټ مهمو کشفیاتو ته لاس رسی وموند؛ خپل اوج ته ورسېده.

د اناتومي د مطالعې پراختیا په تدریج سره د هغو مفاهیمو پر بنسټ وه چې د جالینوس په آثارو کې یې شتون درلود، هغه مفاهیم چې په منځنیو پېړیو کې یې د طبابت د سنتي زده کړو د پروګرام برخه جوړوله. رنسانس په کلاسیکو طبي متونو کې له بیاکتنې سره مل و او له ګالین وروسته یوځل بیا د لومړي ځل لپاره اناتومیکي بدن څیرلو رواج وموند. اناتوميکي مهمې چارې د مونډینو ډي لوزي(Mondino de Luzzi)، بیرنګاریو داکارپي(Berengario da Carpi) او جاکیوس دوبویس(Jacques Dubois) له خوا ترسره شوې او د اندریاس وسالیون (Andreas Vesalius's) په اصلي اثر De Humani Corporis Fabrica (۱۵۴۳ زکال) سره خپل اوج ته ورسېدې. له هماغه مهال راهیسې د بدن د جوړښت او عملکرد درک د طبي چارو یوه نه جلا کېدونې برخه او د علمي څېړنو لپاره سرچینه ده. [۱]

لرغونې اناتومي

[سمول]

مصر

[سمول]

د اناتومي مطالعه لږ تر لږه له میلاد څخه ۱۶۰۰ کلونو وړاندې ته اړوندېږي، یعنې د ادوین سمیت د جراحۍ په پاپیروس تاریخ سره پیلېږي. په دغه رساله کې زړه، د زړه رګونه، جګر، پانقراس، هیپوتالاموس، رحم او مثانه ښوول شوي او همدارنګه څرګنده شوې چې رګونه زړه ته اړوندېږي. نور رنګونه د هوا لېږدونکو، یو شمېر هم د مخاط او ښي غوږ ته نږدې دوه رګونه هم «د ژوندانه د نفس» لېږدونکو په توګه ښوول شوي. په ایبرس پاپیروس (له میلاد څخه۱۵۵۰ کاله وړاندې) کې د زړه اړوند لیکنه هم شتون لري. په دغه لیکنه کې څرګنده شوې چې زړه د وینې رسولو مرکز دی او رګونه یې د بدن له هر غړي سره وصل دي. داسې ښکاري چې مصریانو د ګردو او مغز د فعالیت اړونډ لږ اطلاعات لرل او زړه یې د هغو رګونو د یوځای کېدو نقطه بلله چې د بدن ټول مایعات – وینه، اوښکې، ادرار او مني لېږدوي. له دې سره هغوی د لاړو او خولې د سرچینې اړوند کومه نظریه نه لرله. [۲]

لرغونی یونان

[سمول]

په اناتومي کې ډېرۍ نومونې، کړنلارې او د اناتومي د مطالعې ډولونه د لرغوني یونان په آثارو کې شتون لري. له میلاد څخه وړاندې پنځمه پېړۍ کې فیلسوف الکمئون کېدای شي یو له هغو لومړنیو کسانو څخه وي چې حیوانات یې د اناتومیکي موخو لپاره وڅېرل او په ډېر احتمال سره یې په هغو کې د لید اعصاب او ستاش ټیوبونه وپېژندل. لرغونو طبیبانو لکه آکرون، پوسانیاس (Pausanias) او له لوکروي څخه فیلیسیتیون هم کېدای شي اناتومیکي څېړنې ترسره کړې وي. د هغه مهال بل مخکښ فیلسوف هم امپدوکلس و چې وینه یې د بدن ذاتي ګرمي بلله او استدلال یې کاوه چې زړه د وجود له اصلي غړو او د پنوما (دا کېدای شي نفس او روح ته د هغه اشاره وي) له سرچینو څخه دی چې د وینې او رګونو په مرسته وجود ته رسول کېږي. [۳][۴][۵]

د بېلابېلو لیکوالانو ډېری طبي متنونه د هایپوکرات په ټولګه کې راغونډ شوي چې د هغو یو هم نه شي کېدلای په قطعي توګه خپله هایپوکرات ته اړوند وبلل شي. دغه متنونه د عضلاتي اسکلېټ جوړښت او د یو شمېر غړو لکه د ګردو د فعالیت څرنګوالی بیانوي. د زړه درې برخې لرونکې دریچه (tricuspid valve) او د هغو د فعالیت څرنګوالی په On the Heart رساله کې مستند شوی.

فیلسوف ارسطو (له میلاد وړاندې څلورمه پېړۍ کې) د خپلو یو شمېر معاصرینو په خوا کې هڅه وکړه څو داسې یو سیسټم رامنځته کړي چې د تجربوي څېړنو لپاره فضا رامنځته شي. ارسطو د حیواناتو د څیرلو او بیولوژي پر مټ طبیقي اناتومي ته مخه کړه. په دغه مهال کې پراکساګوراس کېدای شي لومړنی کس وي چې د غړو اړوند پخوانیو توضیحاتو په نسبت یې په کره توګه د شریانونو او وریدونو ترمنځ توپیر وموند.

په هلنیستي دوره کې د اناتومي اړوند لومړنی ثبت شوی مکتب د څلورمې پېړۍ له وروستیو څخه تر دویمې پېړۍ پورې په الکسندریې کې جوړ شو. د لومړي سوتر بطلیموس په کار پیلولو سره روغتیايي مامورینو دا اجازه ومونده چې اجساد د انسان د بدن د عملکرد د زده کړې په موخه پرانیزي او معاینه یې کړي. د اناتوميکي څېړنو په موخه د انسان د بدن څخه لومړنۍ ګټنه د هیروفلیس او اراسیستراتوس په چارو کې وشوه هغو چې اجازه یې لرله په اسکندریه ښار کې د بطلیموسي لړۍ تر نظارت لاندې د محکومو مجرمینو بدن د هغوی په ژوندي حالت کې وڅېرې او په هغو څېړنه ترسره کړي. په ځانګړې توګه هروفیلوس اناتومیکي پوهې ته د مخکنیو اثارو په پرتله چې د انسان د بدن واقعي جوړښت په کې تشرېح شوی و ډېره وده ورکړه. نوموړي همدارنګه د ارسطو پخوانۍ انګېرنه چې زړه «د ځیرکتیا ځای» دی، رد کړه او د هغو پر ځای یې د مغز په اړه بحث وکړ. نوموړي همدارنګه د شریانونو او وریدونو ترمنځ د توپیر په اړه ولیکل او همدارنګه یې د انسان د بدن د جوړښت په ځانګړې توګه د عصبي سیسټم اړوند دقیق مشاهدات ترسره کړل.  [۶][۷][۸]

له منځنیو پېړیو څخه تر معاصرې دورې پورې اناتومي

[سمول]

د منځنیو پېړیو په اوږدو کې د انسان د بدن اناتومي تر ډېره پورې د کتابونو او حیواناتو د بدن څیرلو له مخې زده کول کېدله. [۹][۱۰]

مونډینو ډي لوزي «مونډینوس» چې شاوخوا په ۱۲۷۶ زکال کې وزېږېد او په ۱۳۲۶ زکال ومړ؛ له ۱۳۱۴ زکال څخه یې تر ۱۳۲۴ زکال پورې د بولونیا په پوهنتون کې د انسان د اناتومۍ اړوند ګڼ شمېر لکچرونه ورکړل. مونډینو ډي لوزي په ۱۳۱۶ زکال کې د خپلو څیړنیزو بدن سپړنو پر بنسټ د «اناتومیا» په نوم کتاب ولیکه چې تر راتلونکو ۲۵۰ کلونو پورې په پوهنتونونو کې تدریس کېده. «مونډینوس» د خالکیدون له هروفیلوس او د کئوس د اراسیستروس له مهال څخه ۱۵۰۰ کاله وروسته د انسان د بدن لومړنۍ سیستماتیکه سپړنه ترسره کړه. د روم له سقوط وروسته په مسیحي اروپا کې د اناتومي په برخه کې مهم لومړني پرمختګونه په بولنیا کې رامنځته شول، چیرې چې اناتومي پوهانو جسدونه تشریح کړل او د بدن د غړو او د هغو د فعالیت د توصیف په برخه کې یې ونډه لرله. د لوزي له لومړنیو څېړنو وروسته د پنځلسمې پېړۍ په اناتومي پوهانو کې الساندرو آچیلیني او آنتونیو بنیویني شامل و. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Lindemann, Mary (2010). Medicine and Society in Early Modern Europe (2nd ed.). Cambridge, United Kingdom: Cambridge University Press. p. 91.
  2. Porter, Roy (1999-10-17). The Greatest Benefit to Mankind: A Medical History of Humanity (The Norton History of Science). W. W. Norton. pp. 49–50. ISBN 9780393319804. بياځلي په 17 November 2013.
  3. Singer, Charles (1957). A Short History of Anatomy & Physiology from Greeks to Harvey. NEw York: Dover Publications Inc. p. 5.
  4. Singer, Charles (1957). A Short History of Anatomy & Physiology from Greeks to Harvey. NEw York: Dover Publications Inc. p. 7.
  5. Singer, Charles (1957). A Short History of Anatomy & Physiology from Greeks to Harvey. NEw York: Dover Publications Inc. p. 10.
  6. Siddiquey, Ak Shamsuddin Husain (2009). "History of Anatomy". Bangladesh Journal of Anatomy. 7 (1): 1–3. doi:10.3329/bja.v7i1.3008.
  7. Singer, Charles (1957). A Short History of Anatomy & Physiology from Greeks to Harvey. NEw York: Dover Publications Inc. p. 29.
  8. Bay, Noel Si-Yang; Bay, Boon-Huat (December 2010). "Greek anatomist herophilus: the father of anatomy". Anatomy & Cell Biology. 43 (4): 280–283. doi:10.5115/acb.2010.43.4.280. ISSN 2093-3665. PMC 3026179. PMID 21267401.
  9. Siraisi, Nancey G. (1990). Medieval and Early Renaissance Medicine. Chicago and London: University of Chicago Press. p. 84. ISBN 978-0-226-76129-9.
  10. Park, Katherine (November 2010). "Myth 5 - That the Medieval Church Prohibited Dissection". In Numbers, Ronald L. (ed.). Galileo Goes to Jail and Other Myths about Science and Religion. Harvard University Press. pp. 43–49. ISBN 9780674057418.
  11. Nutton, Vivian (2004). Ancient Medicine. London and New York: Routledge Taylor & Francis Group. p. 138. ISBN 978-0-415-36848-3.
  12. Crombie, A.C. (1967). Medieval and Early Modern Science (volume 1 ed.). Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. p. 180 and 181.
  13. Klestinec, Cynthia (2004). "A History of Anatomy Theaters in Sixteenth-Century Padua". Journal of the History of Medicine. 59 (3): 376–379. doi:10.1093/jhmas/59.3.375. PMID 15270335.
  14. Persaud, Tubbs, Loukas, T.V.N, Shane R. Marios (2014). A History of Human Anatomy. Springfield, Illinois: Charles C. Thomas Publisher, LTD. p. 55. ISBN 978-0-398-08105-8.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  15. lindemann, mary (2010). Medicine and Society in Early Modern Europe. Cambridge university press. p. 92. ISBN 978-0-521-73256-7.
  16. Gordon, Benjamin Lee (1959). Medieval and Renaissance Medicine. New York: Philosophical Library, Inc. pp. 422–426.
  17. Persaud, Loukas, Tubbs, T.V.N. Marios, Shane R. (2014). A History of Human Anatomy (Second ed.). Springfield, Illinois, U.S.A: Charles C. Thomas, Publisher, LTD. pp. 56, 55–59. ISBN 978-0-398-08105-8. بياځلي په 2015-11-28.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  18. Zimmerman, Leo M.; Veith, Ilza (1993-08-01). Great Ideas in the History of Surgery. Norman Publishing. ISBN 9780930405533. بياځلي په 7 December 2012.
  19. Crombie, Alistair Cameron (1959). The History of Science From Augustine to Galileo. Courier Dover Publications. ISBN 9780486288505. بياځلي په 19 December 2012.
  20. Benivieni, Antonio; Polybus; Guinterius, Joannes (1529). De abditis nonnullis ac mirandis morborum & sanationum causis. apud Andream Cratandrum. بياځلي په 7 December 2012.