Jump to content

د امپریالېزم نظریات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امپرياليزم نظريه
عامه معلومات
عمومي معلومات

د امپریالېزم نظریه په نوو ډګرونو کې د کپیټلېزم د پراختیا او د بېلابېلو هېوادونو او اقتصادي نظامونو د نابرابر پرمختګ د درک په موخه هغه تیوریکي کړنلارو ته اشاره لري چې په یو شمېر هېوادونو باندې د نورو د برلاسۍ لامل ګرځي. دغه نظریات د امپریالېزم د اصطلاح له نورو هغو ګټنو سره توپیر لري چې د تاریخ په اوږدو کې د واک غوښتنې او ځمکنۍ پراختیا په برخه کې د سترواکیو عامه لېوالتیا ته اشاره کوي. د امپریالېزم نظریه تر ډېره پورې مارکسېستي اقتصاد ته اړونده ده، خو ډیری نظریې یې د غیر مارکسېستانو له خوا جوړې شوې دي. د اولترا – امپریالېزم له پام وړ نظریې پرته د امپریالېزم ډېری نظریې په دې باور دي چې امپریالېستي استثمار د جنګ، استعمار او نړیوالې نابرابرۍ لامل ګرځي. [۱][۲]

لومړني نظریات[سمول]

مارکس[سمول]

په داسې حال کې چې د امپریالېزم ډېری نظریات له مارکسېزم سره اړوند دي، خو کارل مارکس هېڅکله د امپریالېزم له اصطلاح څخه ګټنه وه نه کړه او دغه نامه ته یې اړونده هېڅ نظریه نه ده لیکلې. ورته مهال ډېری لیکوالان بیا وايي چې د امپریالېزم د راتلونکو نظریاتو نه جلا کېدونکي افکار د مارکس په لیکنو کې شتون لري. د بېلګې په توګه فرانک ریچارډز په ۱۹۷۹ زکال کې دې ته نغوته وکړه چې «کارل مارکس له وړاندې څخه په خپل اثر ګروندریسه کې د امپریالېستي دوران وړاندوینه کړې وه». لوسیا پرادلا استدلال کړی چې د نړیوال اقتصاد اړوند د مارکس په نه خپرو شوو لیکونو کې امپریالېزم ته اړوندې یوې بشپړې نظریې شتون درلود. [۳][۴][۵][۶][۷]

د سود د کچې د کمښت سره د لیوالتیا اړوند د مارکس نظریه په ځانګړې توګه د امپریالېزم د راتلونکو نظریه ورکوونکو لپاره یوه مهمه نظریه وه ځکه چې دا یې توضېح کوله، ولې کپیټلېستي شرکتونه د پراختیا په موخه په دوامداره بڼه زیاتو ګټو لرونکو سیمو ته اړتیا لري. مارکس همدارنګه په ټولیزه بڼه په کپیټلېستي ډول باندې تولید ته د اړتیا او دا چې هغه تل په نوو سیمو کې پراختیا مومي اشاره کړې وه؛ ده همدارنګه لیکلي و چې «د پراختیا په حال کې بازار په ټوله نړۍ کې د برژوازي لټون ته اړتیا لري. دا باید هر چېرې ځاله وکړي، هر چېرې مستقر شي او هرې خوا ته اړیکې جوړې کړي». [۸]

مارکس همدارنګه استدلال کاوه چې د یو شمېر استعماري ټولنو شاته والی یوازې د بهرنۍ مداخلې له مخې توضېح وړ دی. په ایرلنډ کې مارکس استدلال وکړ چې د انګلیسانو ځپلو ایرلنډي ټولنه اړ کړې د کپیټلېزم په مخکني حالت کې پاتې شي. په هند کې یې بیا د سوداګریزې پانګې اړوند نیوکه لرله ځکه چې دغه چاره یې د ټولنیز بدلون مانع بلله، چېرې چې صنعتي پانګې کولای شو مترقي بدلونونه له ځانه سره ولري. د استعماري ټولنو اړوند د مارکس لیکنې تر ډېره پورې د معاصرو مارکسېستانو له خوا د نیمګړتیاوو یا ناسمو وړاندوینو لرونکې ګڼل کیږي، آن په دې حالت کې هم چې ټول یوه خوله وي چې ده د امپریالېزم څخه د راتلونکي درک بنسټ کېښود.

هابسون[سمول]

جان اټکینسون هابسون انګلیسي لیبرال اقتصاد پوه و چې امپریالېزم ته اړوندو نظریو یې په مارکسېستي اقتصاد پوهانو په ځانګړې توګه په ولادمیر لینېن، پاول باران او پاول سویزي باندې ډېر اغېز درلود. هابسون په ۱۹۰۲ زکال کې د امپریالېزم د مطالعې (Imperialism: A Study) په نامه د خپاره شوي خپل کتاب له امله شهرت وموند؛ ده امپریالېزم د پانګې له انحصاري ودې او له هغو وروسته د کم مصرف له کړکېچ سره اړوند باله. هابسون استدلال کاوه چې په کپیټلېستي هېوادونو کې د انحصار وده لار برابروي چې پانګه په ډېرو لږ لاسونو کې وي چې دا بیا د شتمنۍ په زیرمه کې د زیاتوالی او د اړوندې پانګونې د کمښت لامل ګرځي. د پانګونې په نسبت دغه زیاته زیرمه شوې پانګه د تقاضا د مزمن کمښت لامل ګرځي چې کېدلای شي د پانګونې لپاره د نوو سیمو او یا هم د لوړې تقاضا لرونکو نوو بازارونو په موندلو کنټرول شي. دغه دوه محرکه قوې د خارجي پانګونو د انحصار خوندیتوب او یا هم بهرنیو بازارونو ته د غوره نفوذ موندلو په موخه د موجودو خوندیتوبونو پای ته رسولو ته اړتیا لري او په بهرنیو هېوادونو باندې د الحاق په موخه فشار زیاتوي.

له امپریالېزم سره د هابسون مخالفت د هغه د خپل لیبرالېزم او په ځانګړې توګه د ریچارډ کابډن او هربرټ سپنسر د راډیکال لیبرالېزم له مخې څرګندېږي. هغه ادعا کوله چې امپریالېزم لوړ ګواښ او زیات لګښت لرونکې سوداګري ده چې د دیموکراسۍ او اخلاقي اصالت لپاره ډېره بده ده. د ده په خبره امپریالېزم یوازې د څو محدود شمېر کسانو په ګټه دی، نه د ټولو بریتانوي وګړو او نه هم د ډېرو بریتانوي پانګوالو. ده د یوې ځای نیونکې په توګه یوه لومړنۍ کینزي حل لار وړاندې کړه چې پر مټ یې تقاضا په داخلي بازارونو کې د عوایدو او پانګې د جزیي برخې د بیاځلي وېش پر مټ تحریک کېدای شوه. [۹][۱۰]

لینېن[سمول]

په داسې حال کې چې لینېن د امپریالېزم اړوند نسبتا کوچنۍ لیکنه کړې او یوازې یې غوښتي چې د هابسون، هیلفرډانګ او بخارین نظریات را لنډ کړي، خو د کپیټلېزم د تر ټولو لوړ پړاو په توګه د امپریالېزم (Imperialism, the Highest Stage of Capitalism) تر عنوان لاندې د لینېن رساله د امپریالېزم د موضوع اړوند تر ټولو اغېزمنه او ډېره لوستل شوې لیکنه ده.

د لینېن استدلال د نورو لیکوالانو له استدلالونو سره توپیر درلود، هغه د دې پر ځای چې امپریالېزم د یو شمېر هېوادونو او دولتونو د یو جلا سیاست په توګه وبولي (د بېلګې په توګه هماغه ډول چې بوخارین ګڼلی و)، امپریالېزم یې د کپیټلېستي پراختیا نوی تاریخي پړاو باله او ټولې امپریالیستي پالیسۍ یې د دغه پړاو ځانګړنې بللې. د هغه پر باور دغه پړاو هغه مهال بشپړېږي کله چې:

  • «(۱) د تولید او پانګې تمرکز داسې کچې ته ورسېږي چې نوي انحصارات رامنځته کړي او په اقتصادي ژوند کې ټاکونکی رول ولري»
  • «(۲) د بانکي او صنعتي شتمنیو ادغام او د مالي پانګې د اساساتو پر بنسټ د یو مالي اولیګارشي جوړېدل»
  • «(۳) د پانګې صادرات د توکو له صادراتو څخه په جلا توګه ځانګړی اهمیت ومومي»
  • «(۴) د نړیوالو انحصار غوښتونکو کپیټلېستانو د ډلې جوړېدل چې نړۍ په خپلو کې سره ووېشي»
  • «(۵) او نړۍ په بشپړه توګه د لویو کپېټلېستي قدرتونو ترمنځ ووېشل شي». [۱۱]

د لینېن د دغې رسالې اهمیت په کمونېستي خوځښت کې د هغو د ځایګي له امله د راتلونکو لیکوالانو د بحث موضوع جوړه کړه. د انتوني برېور په څېر یو شمېر لیکوالانو استدلال کاوه چې امپریالېزم یوه «عامه طرحه» ده او په ناعادلانه توګه د یو «مقدس متن» په توګه ګڼل شوی، همدارنګه د هغو ډېری استدلالونو (لکه د لینېن دغه ادعا چې صنعت د دوام په موخه د پانګې صادراتو ته اړتیا لري) ته د هغه د معاصرینو په چارو کې په سمه توګه پراختیا نه ده ورکړل شوې. [۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. O'Callaghan, Einde (25 October 2007). "The Marxist Theory of Imperialism and its Critics". Marxists Internet Archive. لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Schuyler, Robert Livingston (January 9, 1922). "The Rise of Anti-Imperialism in England". Political Science Quarterly. 37 (3): 440–471. doi:10.2307/2142146. ISSN 0032-3195. JSTOR 2142146. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Revisionism, Imperialism and the State in Revolutionary Communist Papers, Number Four, February 1979 Junius London
  4. Marx, Karl Grundrisse: Foundations of the Critique of Political Economy (Rough Draft) Penguin 1973 p.650-651
  5. Lucia Pradella [2015] Globalisation and the Critique of Political Economy: New insights from Marx's writings Routledge
  6. Lucia Pradella ‘Marx ahead of Lenin: The current relevance of Marx's theory of imperialism’, presentation to 2016 IIPPE Imperialism Today Workshop at SOAS, London
  7. Pradella, Lucia [2017] 'Marx and the Global South: Connecting History and Value Theory' in Sociology 2017, Vol 51(1) p.148
  8. Marx, Karl. "Manifesto of the Communist Party". Wikisource. مخونه 17. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Cain, P. J. (2007). "Capitalism, Aristocracy and Empire: Some 'Classical' Theories of Imperialism Revisited". The Journal of Imperial and Commonwealth History. 35: 25–47. doi:10.1080/03086530601143388. S2CID 159660602. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Hunt, E.K. (2003). Property and Prophets: The Evolution of Economic Institutions and Ideologies. Armonk, New York: M.E. Sharpe, Inc. مخونه 183–184. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7656-0609-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Lenin, Vladimir. "Imperialism, the Highest Stage of Capitalism". marxists.org. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. John Baylis and Steve Smith (2005) The Globalization of World Politics. OUP: pp. 231–235