د امریکا په متحده ایالاتو کې ټولیز نژادي تاوتریخوالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکا په متحده ایالاتو کې په ټولیزو نژادي تاوتریخوالو کې قومي شخړې او نژادي پاڅونونه شاملېږي چې لاندې پېښې ورته اړوندېږي:

  • د سپین پوستو امریکایانو او افریقايي الاصله امریکایانو ترمنځ نژادي شخړو چې د امریکا له کورنۍ جګړې وړاندې رامنځته شوې تر ډېره پورې له جګړې وروسته د غلامانو د یاغیتوبونو د هڅو، په نژادي بنسټ د سپین پوستو امریکایانو او افریقايي الاصله امریکایانو ترمنځ شخړو، د بیارغونې پر مهال شته اندېښنو، د تورپوستو د رایو ورکولو د حق ځپلو او همدارنګه د جیم کرو قوانینو له جوړولو سره اړیکه لرله
  • په ۱۹ مه پېړۍ کې د پروتستانتانو او هغو کاتولیک کډوالو ترمنځ شخړې چې په وروستیو کې له ایرلنډ او جرمني څخه دلته را کډه شوي و
  • په بومي او سپین پوستو امریکایانو باندې د ځمکې پر سر د اختلافاتو پر مهال بریدونه
  • د ۱۹ مې پېړۍ په پای او د ۲۰ مې پېړۍ په پیل کې په لویو ښارونو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو په شمال ختیځو او مرکزي لویدیځو ښارونو کې د بېلابېلو قومي ډلو د غړو ترمنځ پرله پسې نښتې چې په ۱۹۵۷ زکال کې د وسټ سایډ داستان په موزیکال صحنه او همدارنګه د هغو د ۱۹۶۱ زکال او ۲۰۲۱ زکال اقتباس شوې فلمي نسخې چې د پورتوریکويي وګړو او ایټالویانو ترمنځ په نیویارک ښار کې قومي جګړې انځوروي
  • د کډوالو ضد تاوتریخوالي، په ځانګړې توګه کاتولیک ضد تاوتریخوالي چې په ۱۹ مه پېړۍ کې یې کاتولیک کډوال په نښه کړل
  • د کډوالو ضد تاوتریخوالي، په ځانګړې توګه له هسپانویانو ترهه (Hispanophobic) چې په ۲۰ مه پېړۍ کې یې لاتین امریکایان په نښه کړل
  • د یاغیتوبونو دوه هغه هم مهالې خو له یو بل جلا نمونې چې د مدني حقونو د دورې پر مهال رامنځته شوې: نژادي یاغیتوبونه چې د لاریونونو او اعتراضونو پر مهال رامنځته شوي، لکه هغه نا آرامۍ چې د ۱۹۶۶ زکال په اګست میاشت کې د ایلینوی پارک د مارکیت لاریون پر مهال او هغه یاغیتوبونه چې په ۱۹۶۹ زکال کې د ګرینزبورو د پاڅون پر مهال په شمالي کارولینا کې رامنځته شول؛ په متحده ایالاتو کې د ګیتو پاڅونونو پر خلاف (۱۹۶۴- ۱۹۹۶ زکال) دغه یاغیتوبونه چې په کې د ۱۹۶۹ زکال د اوړي اوږد مهالی ګرم پاڅون او په ۱۹۶۸ زکال کې د پاچا د ترور پاڅون شاملېده په افریقايي – امریکایي ټولنو کې د اوږد مهالي تاوتریخوالي، چور او ویجاړیو لامل وګرځېدل.

تاریخچه[سمول]

قومي او نژادي تصفیه[سمول]

په دغه مهالیزه دوره کې په پراخه کچه قومي او نژادي تصفیه په ځانګړې توګه د امریکايي بومي وګړو پر وړاندې ترسره شوه او دوی یې په زور سره له خپلو سیمو وویستل او ټاکل شوو سیمو ته یې کډه کړل. له بومي امریکایانو سربېره د آرام سمندر په شمال لویدیځو سیمو کې چینايي امریکایان او په ټول هېواد کې افریقايي الاصله امریکایان د حکومت تر ولکې لاندې سیمو څخه راغونډ او هغوی یې له دغو ځایونو وویستل څو د هغوی د موخو مخنیوی وکړي. [۱]

د کلیفورنیا د اصلي وګړو عام وژنه[سمول]

په ایالت باندې د کلیفورنیا له اوښتووروسته، د کالیفورنیا ایالتي ادرې بډایه کان ویستونکي، اوسېدونکي، مال داران او ملیشې ډلې تحریک او له هغوی سره یې مالي مرسته وکړه څو د کالیفورینا ډیری اصلي وګړي چې ځینې مهال به د دې له امله چې د خوړولو لپاره به یې د بوټو ریښې ویستلې ورته به د توهین په ډول «ځمکه شکوونکي/حفاران» ویل کېدل؛ غلامان کړي، وه یې تښتوي او وه یې وژني. د کالیفورنیا والي پیټر برنټ په ۱۸۵۱ زکال کې وړاندوینه وکړه چې: «جګړه به د دوه نژادونو تر له منځه وړو دوام ولري څو د سورپوستانو نژاد له منځه وولاړ شي؛ دا هغه څه دي چې موږ یې باید په تمه واوسو. په داسې حال کې چې موږ نشو کولای د هغو له دردونکې پایلې پرته د بل څه وړاندوینه وکړو».[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د کالیفورنیا ایالتي ځواکونو، خصوصي ملیشه ډلو، د متحده ایالاتو فدرالي ریزرف ځواکونو او نورو پوځي څانګو په هغو چارو کې ونډه واخیسته چې د کالیفورینا د ګڼ شمېر سورپوستو د مړینې لامل وګرځېدې؛ له دې سربېره ایالتي او فدارل ادارو په ګډه سره په میلیونو ډالر ملیشه ډلو ته د سورپوستو د وژلو په موخه ورکړل. [۱۰][۱۱]

د یوه اټکل له مخې له ۱۸۴۹ زکال څخه تر ۱۸۷۰ زکال پورې ۴۵۰۰ کلیفورنیايي سورپوستي ووژل شول. معاصر تاریخ لیکونکي بنجامین ماډلي د ۱۸۴۶ او ۱۸۷۳ زکال ترمنځ په کالیفورنیا کې د وژل شویو سورپوستو شمېره مستنده کړې؛ هغه اټکل کړی چې په دغه موده کې له ۹۴۰۰ تنو څخه تر ۱۶۰۰۰ تنو پورې کلیفورنیایي سورپوستي د غیر سورپوستو له خوا وژل شوي. ډېری وژنې په هغو مواردو کې شوي چې نوموړی یې د عام وژنې د ۳۷۰ مواردو په توګه تعریف کوي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د کالیفورنیا د سورپوستو د عام وژنې اړوند ګڼ شمېر کتابونه لیکل شوي چې د لیننوډ کارانکو او سټل رېش له خوا د نسل وژنه او انتقام: په شمالي امریکا کې د دایروي درو جګړه (Genocide and Vendetta: The Round Valley Wars in Northern California)،  د برانډن سي. لینډسې له خوا د وژنې ایالت: له ۱۸۴۶- ۱۸۷۳ زکال پورې د کالیفورنیا د اصلي امریکایانو عام وژنه او د بنجامین ماډلي له خوا د امریکايي عام وژنه: له ۱۸۴۶- ۱۸۷۳ زکال پورې متحده ایالت او د سورپوستو فاجعه؛ په نومونو کتابونه په کې شاملېږي. د ماډلي کتاب د دې لامل وګرځېد څو د کالیفورنیا والي جري براون دغه عام وژنه په رسمیت وپېژني. د کالیفورنیا بل والي ګاوین نیوسام د اصلي امریکایانو د استازو پر وړاندې د ۲۰۱۹ زکال په جون میاشت کې د دغې عام وژنې له امله بخښنه وغوښته. نیوسام وویل: «دا یوه عام وژنه وه. بل هېڅ لار د هغو د توضیح شتون نه لري. دا هماغه لار ده چې باید د تاریخ په کتابونو کې یې پر بنسټ توصیف وشي». [۱۷]

د کډوالو ضد تاوتریخوالي[سمول]

هغه یاغیتوبونه چې د نژاد پر بنسټ توضیح کېږي په متحده ایالاتو کې لږ تر لږه د اتلسمې پېړۍ پر مهال د قومي ډلو ترمنځ رامنځته شول، خو کېدای شي له دې وړاندې هم شوې وي. د ۱۹ مې پېړۍ په نیمايي کې د پروتستانت بومیانو او په وروستیو کې د راغلو کاتولیک ایرلنډي کډوالو ترمنځ له تاوتریخوالو ډک یاغیتوبونه پیل شول. [۱۸]

له ۱۸۵۱ زکال څخه تر ۱۸۵۶ زکال پورې په سانفرانسیکو کې د بېدارۍ خوځښتونه پراخو جنایاتو او دولتي فساد ته د غبرګون ښوونکي په توګه توصیف شول. خو د ۱۹ مې پېړۍ له وروستیو څخه تاریخ لیکونکو څرګنده کړې چې دغو خوځښتونو بومي پلوه تعصب درلود. هغو به په سیستماتیک ډول په ایرلنډي کډوالو برید کاوه او وروسته یې په هغو مکسیکويي او د چلي په وګړو هم برید وکړ چې د کالیفورنیا د سروزو د تبې پر مهال د کان ویستونکو په توګه دلته راغلي و؛ همدارنګه دوی په چینايي کډوالو هم بریدونه کول. د ۲۰ مې پېړۍ په لومړیو کې سپین پوستو د نژادي یا قومي تاوتریخوالي اعمال د فلیپیني، جاپاني او ارمنیايي وګړو پر وړاندې هم ترسره کړل هغه چې ټول کالیفورنیا د ته د کډوالۍ په موج کې راغلي و. [۱۹][۲۰]

د نوولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په پیل کې ایټالوي کډوال هم د نژادي تاوتریخوالي سره مخ شول. په ۱۸۹۱ زکال کې یوولس ایټالویان په نیواورلینس کې د زرګونو وګړو له خوا په بې رحمانه توګه ووژل شول. په ۱۸۹۰ لسیزه کې په ټولیزه توګه ۲۰ ایټالویان په بې رحمانه توګه ووژل شول. [۲۱][۲۲]

د بیارغونې دوره (۱۸۶۳- ۱۸۷۷ زکال)[سمول]

د امریکا د کورنۍ جګړې په پای ته رسېدو سره، د غلامۍ ضد سیاسي ځواکونو پخوانیو غلامانو ته د حقونو غوښتنه وکړه. دغه چاره د اساسي قانون د ۱۴ مې او ۱۵ مې اصلاحیې د تصویب لامل وګرځېده چې له تیوریکي پلوه یې افریقايي – امریکايي وګړو او نورو ټولو لږکیو ته د برابرۍ او رایې ورکولو حق ورکړ. په داسې حال کې چې فدرال دولت په سویل کې د دغو نوو آزادیو د خوندیتوب په موخه خپل ځواکونه ځای پرځای کړل خو دغه مهال ډېر لږ پرمختګ رامنځته شو. [۲۳][۲۴]

په ۱۸۷۷ زکال کې شمال په سویل کې خپل سیاسي ځایګی له لاسه ورکړ، په داسې حال کې چې غلامي له منځه تللې وه خو نویو جلا غوښتونکو قوانیو ډېرۍ هغه آزادۍ چې د ۱۴ مې او ۱۵ مې اصلاحیې له مخې تضمین شوې وې له منځه یووړې. همدارنګه د اقتصادي تاوتریخوالو لرونکو تاکتیکونو او قانوني فني ټکو څخه په ګټنې هغوی په تدریجي بڼه له رایو ورکولو بې برخې شول. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Villeneuve, Todd. "Racial Violence - Lynching Era - Intro.html". racialviolenceus.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Burnett, Peter (6 January 1851). "State of the State Address". California State Library. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹. That a war of extermination will continue to be waged between the races until the Indian race becomes extinct must be expected. While we cannot anticipate this result but with painful regret, the inevitable destiny of the race is beyond the power or wisdom of man to avert. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Coffer, William E. (1977). "Genocide of the California Indians, with a Comparative Study of Other Minorities". The Indian Historian. San Francisco, CA. 10 (2): 8–15. PMID 11614644. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Norton, Jack. Genocide in Northwestern California: 'When our worlds cried'. Indian Historian Press, 1979.
  5. Lynwood, Carranco; Beard, Estle (1981). Genocide and Vendetta: The Round Valley Wars of Northern California. University of Oklahoma Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780806115498. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lindsay, Brendan C. (2012). Murder State: California's Native American Genocide, 1846–1873. University of Nebraska Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Johnston-Dodds, Kimberly (September 2002). Early California Laws and Policies Related to California Indians (PDF). Sacramento, CA: California State Library, California Research Bureau. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-58703-163-9. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 12, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 2, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Trafzer, Clifford E.; Lorimer, Michelle (2014). "Silencing California Indian Genocide in Social Studies Texts". American Behavioral Scientist. 58 (1): 64–82. doi:10.1177/0002764213495032. S2CID 144356070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 22 May 2016 باندې). Op-Ed: It's time to acknowledge the genocide of California's Indians. Los Angeles Times.
  10. Madley, Benjamin (August 31, 2016). "Killing of Native Americans in California". C-SPAN. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wolf, Jessica (August 15, 2017). "Revealing the history of genocide against California's Native Americans". UCLA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Militia and Indians". militarymuseum.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lewis, Guenter. "Were American Indians the Victims of Genocide?". History News Network. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Minorities During the Gold Rush". California Secretary of State. د اصلي آرشيف څخه پر February 1, 2014 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Madley, Benjamin (2016). An American Genocide, The United States and the California Catastrophe, 1846–1873. Yale University Press. د کتاب پاڼي 11, 351. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-18136-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Castillo, Edward D. "California Indian History". California Native American Heritage Commission. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جون ۲۰۱۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په June 19, 2019 باندې). 'It's Called Genocide': Newsom Apologizes to the State's Native Americans.
  18. Rice, Katz-Hyman, Kym S., B. Martha (2011). World of a Slave: Encyclopedia of the Material Life of Slaves in the United States. Greenwood (December 13, 2010). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0313349423. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Richardson, Peter (10 October 2005). American Prophet: The Life and Work of Carey McWilliams. University of Michigan Press. د کتاب پاڼې 88. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-472-11524-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)White, Richard (16 February 2015). It's Your Misfortune and None of My Own: A New History of the American West. University of Oklahoma Press. د کتاب پاڼې 446. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8061-7423-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Coit Gilman, Thurston Peck, Moore Colby, Daniel , Harry, Frank (1902). The New International Encyclopaedia; Volume 3. Wentworth Press (August 27, 2016). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1371821081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  21. Baiamonte Jr., John V. (March 1999). The Spirit of Vengeance: Nativisim and Louisiana Justice. LSU Press; Illustrated edition (March 1, 1999). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0807124536. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Martone, Eric (12 December 2016). Italian Americans: The History and Culture of a People. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 27–29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61069-995-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Villeneuve, Todd. "Racial Violence - Reconstruction Era - Intro". racialviolenceus.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Eric Foner, Forever free: The story of emancipation and reconstruction (Vintage, 2013).
  25. George C. Rable, But there was no peace: The role of violence in the politics of Reconstruction (University of Georgia Press, 2007).