د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال مرییتوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امريکا د کورنۍ جګړې پر مهال مرییتوب مرکزي کردار لوبولی. د بېلتون غوښتنې بنسټيز محرک مرییتوب و، په ځانګړي ډول د سويلي سياسي مشرانو له خوا د مرییتوب ضد شمالي سياسي ځواکونو، د هغو هڅو په وړاندې مقاومت چې کوښښ یې کاوه، لوېديځو سيمو ته د مرییتوب د خپرېدو مخه ونيسي. کله چې سويلي سيمو ولیدل، چې اتحادي پوځ (د متحده ايالاتو پوځ) پراخې سيمې نيولي دي، د مريانو ژوند له سترو بدلونونو تېر شو. له جګړې مخکې او د جګړې پر مهال، مريانو په خپلې آزادۍ کې فعالو ونډه درلوده او د جګړې پر مهال زرګونه مريان له غلامۍ وتښتېدل. د ۱۸۶۳ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، ولسمشر ابراهام لنکلن له غلامۍ څخه د آزادۍ اعلان وکړ او په دې ډول يې درې ميلیونه تور پوستي په قانوني ډول آزاد کړل. د جګړې پر مهال دواړو خواوو افريقايي الاصله امريکايان د پوځي موخو لپاره وکارول؛ په سويل کې د مريانو مزدورانو په ډول او په شمال کې په مزد د مزدورانو او پوځي داوطلبانو په ډول. له ۱۰۰۰۰۰ څخه زيات مريان شوي د اتحاديې په پلوۍ وجنګېدل او له ۵۰۰۰۰۰ څخه زياتو بيا د اتحاديې له ليکو سره د يو ځای کېدو په موخه خپلې کروندې پرېښودې او وتښتېدل. د کورنۍ جګړې پر مهال، د مذهب او کلتور څرګندولو هم زياته وده وکړه. تور پوستي په جګړه کې وجنګېدل.

شمېرنه او اقتصاد[سمول]

په سويل کې د مريانو د ساتنې د اندازې د اټکل لپاره ډېرې بېلا بېلې لارې وې. په ۱۸۶۰ز کال کې، د متحده ايالاتو يو اعشاريه شپږ سلنه وګړو مريان درلودل.

په سويل کې ډيری مريان شوي کارکوونکي د کروندګرو له خوا مريان شوي وو (په عمومي توګه هغه ډول پېژندل شوي چې شل يا له دې زيات خلک يې مريان کړي وو)، په داسې حال کې چې په کورونو کې په دهقانۍ د بوختو کسانو شمېر له کروندګرو زيات و چې شمېر يې ۵۰۰۰۰ ته رسېده. سويلي کرهڼه د شمالي په پرتله زياته ګټوره وه، دوی د وريځو، پمبې او شکر په کرنه تمرکز درلود. آن له جګړې مخکې هم، د جورجيان او سويلي کاروليان او د ميساپي ډيلټا په ځينو هغو برخو کې چې وریځې په کې کرل کېدې، هر سپين پوستي نژدې لس يا ان تر شلو پورې تور پوستي مريان درلودل. د جګړې پر مهال، دا اختلافات زيات شول، د بغاوت وېره پيدا شوه او د مليشې له شرکتونو غوښتنه وشوه چې په کرنيزو سيمو کې ځای پر ځای شي، تر څو  امنيت تامين کړي.[۱][۲]

د جګړې په اوږدو کې هم د مريانو د پير او پلور بازار روان و، د کار لپاره د مريانو د کرايه کولو او په کار ورکولو بازار هم پر ځای پاتې و. که څه هم د مريي شويو کارکوونکو ارزښت زيات شو، خو دا ارزښت يې د انفلاسيون (پړسوب) پر مهال ونه شو ساتلی او د  کورنۍ جګړې پر مهال د مريانو د ارزښت د راښکته کېدو لامل وګرځېد. د مريانو ارزښت (قيمت) لوړ شو او د کانفدرشن د بريا پر مهال په نسبي ډول راښکته شول. په ۱۸۶۰ز کال کې، په ويرجينيا کې د پلورل کېدونکي مريي منځنی قيمت ۱۵۰۰ امريکاي ډالره وو او «د کار لپاره اجاره شوي» په توګه په «نيو اورلينز» کې يو مریی په ۱۸۰۰ امريکاي ډالره پلورل کېده. په ۱۸۶۳ز کال کې، په «ريچمنډ» کې مريان په ۴۰۰۰ يا ۵۰۰۰ امريکاي ډالرو پلور شوي وو او په ټيکساس کې له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ امريکايي ډالرو پلورل شوي وو چې دې توپير د مريانو په مهارت پورې اړه لرله. د کورنۍ جګړې له پيل مخکې، د مرییتوب پراختيا د مريانو د مالکانو لپاره يوه مهمه سياسي او اقتصادي موخه وه. همدا چاره، د جګړې پر مهال هم روانه وه او په ټيکساس کې مرییتوب په زياته اندازه پراخ شو، کوم ښار چې بیا په ۱۸۴۵ز کال کې په يو ايالت بدل شو، خو د جګړې په وروستو کې، د مريانو ډېرو مالکانو د دې مخ پر وده شونتيا وليده، چې مرییتوب به پای وموميۍ او داسې شواهد وو چې د مريانو د پلور هڅې زياتې شوې وې.[۳][۴][۵][۶][۷]

کلتور[سمول]

د افريقايي امريکاي کلتور بدلون[سمول]

څومره چې د جګړې پر مهال د مريانو لپاره خپلواکۍ وده کوله، هومره د کلتوري څرګندونو شونتياوې هم زياتې شوې. د کورنۍ جګړې پر مهال او د جګړې له پای ته رسېدو سملاسي وروسته د مريانو په منځ کې مسيحيت او آزادۍ وده وکړه. د امريکايي مبلغينو د سازمان او د ملي خپلواکو د مرستې ټولنې په څېر سازمانونو هغو سيمو ته مبلغين واستول، کومې چې اتحاديې نيولې وې، په دې سيمو کې دوی مذهبي ټولنې جوړې کړې او د بيا راپورته کېدو مشري يې وکړه. په ځانګړي ډول افريقايي «ميتودسټ ايپسکوپل چرچ» (AME) (افريقايي اسقفي متديست کليسا) د اتحاديې تر واک لاندې سيمو او د هغې په شا او خوا کې د مريانو او آزادو شويو خلکو په منځ کې په پراخه کچه خپل شتون ثابت کړ. د ملکي مبلغينو تر څنګ، AME د تورپوستو اتحادي پوځي کنډکونو لپاره هم پادريان (مذهبي مشران) برابر کړل. د آزادو تورانو AME د اشخاصو له منځه، کوم چې د جګړې پر مهال په سويل کې په ځانګړي ډول فعال و، «جيمز واکر هوډ، هينري ميک نيل، جابيز پيټ کامپبيل، جان ايم. براون او وليم اي. ماتيو» يې د يادونې وړ دي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د جګړې پر مهال هغه موسيقي چې افريقايي الاصله امريکايانو غږولې وه بدله شوه. له مرییتوب څخه د تېښتې موضوع په ځانګړي ډول د تورپوستو له خوا په غږول شوې روحاني موسيقۍ کې اهميت پيدا کړ، هم د مريانو په منځ کې چې خپله يې سندرې بللې (موسيقي غږوله) او هم د ازادو شويو لپاره چې نويو ازادو شويو تورپوستو به د سپين پوستو نندارچیانو لپاره غږولې. د غزلو نويو بڼو، لکه: «هيل ميری»، «مايکل رو دی بوټ اشور» او «ګو ډاون موسا» د ازادۍ پر پيغام او د مرییتوب پر رد تمرکز درلود. د مرییتوب ډېرې نوې غزلې هم وويل شوې، تر ټولو مشهوره يې «ميني تاوزنډ ګو» وه، کومه به چې د هغو مريانو له خوا بيا بيا ويل کېده چې د کروندو څخه د اتحادي پوځ پنډغالو ته تښتېدل. د جګړې پر مهال ګڼې داسې هڅې وشوې چې د مرییتوب سندرې خپرې شوې. لومړۍ يې په ۱۸۶۱ز کال کې د «ريورنډ ايل. سي لاک ووډ» له خوا د «ګو ډاون موسا» په نامه د موسيقۍ پاڼه وه، دا موسيقي په همدې کال د ويرجينيا «فورټ مونرو» کې د تښتېدلو مريانو سره د هغه پر تجربې ولاړه و. په ۱۸۶۳ز کال کې، د کانټينينټل مياشتينۍ د «د خرما تر ونې لاندې» په عنوان د سويلي کارولينا څخه د روحانياتو يوه بېلګه خپره کړه.[۱۳][۱۴][۱۵]

په سويلي کارولينا کې د لومړي پوځي کنډک سپین پوستی ډګروال «تاماس وينټ ورتهيګنسن» وايي: کله چې تورپوستي پوه شول چې سپین پوستي يې اوري، دوی د خپلو غزلو طريقه بدله کړه، تاريخ پوه «کرسن وايرټر» وايي چې: افريقايي الاصله امریکایانو «خپله موسيقي سپینو افکارو ته د نويو بڼو ورکولو لپاره وکاروله، د تور پوستو د کلتور يو نوی انځور يې وړاندې کړ، کوم چې مخ پر وده او د خپلواکۍ لپاره چمتو و. په پورټ رويال کې، تښتېدلو مريانو په پټه سره د «امريکا» سرود زده کړ، چې کله يې هم د سپين پوستو په مخ کې نه وايه. کله چې د خپلواکۍ اعلاميه تصويب شوه، يو جشن (د لمانځنې او خوشحالۍ مراسم) ونيول شو، سپين پوستي ليدونکي يې په حېرانتيا کې واچول، منع شويو خلکو د سرود غږول پيل کړل، دا سرود يې د خپل نوي حيثيت د ښودلو لپاره کاراوه. د مريانو په منځ کې د سپين پوستو تر ټولو مشهور غزل د جان براون «باډي» او د «ايچ. سي. ورک» «کنګډم کمنګ» وې، په داسې حال کې چې جګړه روانه وه، د افريقايي الاصله امريکايانو له خوا ويل شوې سندرې بدلې شوې، ناڅرګندې او شفري ژبې يې پرېښودې، د عسکرو او اتباعو په ډول يې په کې د دوې نوې ونډې څرګندول شامل کړل.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په سويل کې د مريانو مالکانو په کروندو کې پر دوی د سندرې ويلو بندير ولګاوه او هغه سندرغاړي يې بنديانول چې د مرییتوب د ختمولو يا شمال ملاتړ يې کاوه. کانفدرالي ملاتړو هم هغې موسيقۍ ته د وفادارۍ د نښې په توګه کتل چې د مريانو له خوا به ويل کېدې. په ډېرو کانفدرالي عسکري ډلو کې مريي سندرغاړي شامل وو، کانفدريشن مريانو ته دا اسانتيا ورکړه چې سندرې ووايي او نڅا وکړي او وښيي چې دوی څومره خوشحاله دي. مریی سندرغاړی «تهامس ګرين بيتهون»، څوک چې د «بلاينډ ټام» په نامه پېژندل کېږي، به هغه مهال تر ډېره بريده د کانفډريشن په ملاتړ کې غزل ويلې،لکه: «ميری لينډ، مای ميرلينډ» او «ډيکسي» او له خپلې اداکارۍ څخه يې «يانکي ډوډل» لرې کړ. [۲۰][۲۱]

سرچینې[سمول]

  1. Woodward 2014, p32-33
  2. Woodward 2014, p46
  3. Woodward 2014, p90
  4. Martinez 2006
  5. Woodward 2014, p96
  6. Woodward 2014, p97-98
  7. Woodward 2014, p100
  8. Fountain 2010, p99
  9. Simmons 1887, p133-143
  10. Simmons 1887, p336-339
  11. Simmons 1887, p1032
  12. Simmons 1887, p1113-1118
  13. McWhirter 2012, p149-150, p157
  14. McWhirter 2012, p151
  15. McWhirter 2012, p155-156
  16. McWhirter 2012, p152
  17. McWhirter 2012, p158-159
  18. McWhirter 2012, p159
  19. McWhirter 2012, p163
  20. McWhirter 2012, p152-153
  21. McWhirter 2012, p154