د امریکا د کورنۍ جګړې رېښې
هغه تاریخ پوهان چې د امریکا د کورنۍ جګړې د رېښو اړوند بحث کوي، په هغو لاملونو چې ولې اووه سویلي ایالتونو (د جګړې له پیل وروسته څلورو نورو ایالتونو) له متحده ایالاتو (له اتحادیې) نه خپل جلاتوب اعلان کړ او د کنفدرال ایالتونو د جوړولو په موخه سره یو موټي شول (په ساده ډول د «کنفدریشن» په توګه پېژندل کېږي) او په هغه لاملونو چې شمال د دوی جلا توب رد کړ، تمرکز کوي. د دغې موضوع د ورک شوي لامل اړوند د شبه تاریخي ایدیالوژي پلویان دا ردوي چې د غلامۍ پر سر جنجال د دغه جلا والي اصلي لامل و. په داسې حال کې چې د ۲۱ مې پېړۍ تاریخ پوهان په دې اړه یوه خوله دي، چې د غلامۍ پر سر ستونزو د دغې شخړې محوریت جوړاوه – دا د جګړې یوازې «یو لامل نه و»، بلکې «اصلي لامل» و – هغوی په دې اړه چې د دغې شخړې کوم اړخ (ایدیالوژیکي، اقتصادي، سیاسي او یا ټولنیز) ډېر مهم و، د نظر اختلاف لري.[۱][۲]
د سویل د جلاوالي اصلي سیاسي شخړه په دې وه، چې ایا د دې اجازې شتون درلود، چې نویو ترلاسه شوو لویدیځو قلمرونو ته چې په پام کې وو، په ایالتونو تبدیل شي، غلامي پراخوالی ومومي او که نه. په پیل کې کانګرس نوي ایالتونه د جوړې له مخې چې یو آزاد وي او په بل کې غلامي شتون ولري، منلي وو. دغې چارې په سنا کې په مقطعي ډول تعادل ساتلی و، خو د استازو په جرګه کې دغه ډول نه و، ځکه د آزادو ایالتونو د وګړو شمېر د غلامۍ لرونکو ایالتونو نه زیات و. له همدې امله، د نوولسمې پېړۍ په نیمايي کې په نویو قلمرونو کې د آزادۍ حالت د غلامۍ په پرتله د دواړو لورو لپاره هم په شمال کې، چېرې چې د غلامۍ ضد احساساتو وده کړې او هم په سویل کې چېرې چې د غلامۍ د له منځه تلو وېره پراخه شوې وه، یوه حیاتي مسئله وه. د جلاتوب او د کنفدریشن د جوړېدو بل لامل په مخکنیو لسیزو کې د سویلي سپین نشنلیزم وده وه. د شمال له خوا د جلاتوب د رد کولو اصلي لامل د اتحادیې ساتل و، چې له امریکايي نشنلیزم نه یې سرچینه اخیستې وه.[۳][۴][۵]
ابراهام لېنکولن د ۱۸۶۰ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې، په داسې حال کې چې هغه په لسو سویلي ایالتونو کې رایو ته نه وو درېدلې. د هغه بریا د ژور سویل (Deep South) د اووه ایالتونو چې غلامي په کې شتون درلود، د جلاتوب د اعلان لامل وګرځېد، د دغو ایالتونو سمندر ته څېرمه یا ساحلي اقتصاد د پنبې پر کښت تکیه لرله، چې د غلامې بشري قوې له خوا کرل کېده. هغوی د ۱۸۶۰ ز کال په نومبر میاشت کې د لینکولن له ټاکل کېدو وروسته، وړاندې له هغه چې نوموړۍ د ۱۸۶۱ ز کال په مارچ میاشت کې په خپله چوکۍ کښېني، د دغو ایالاتونو کنفدریشن جوړ کړ.
ملت پالو (نیشنلېستانو) په شمال او «اتحادیه پلوو» په سویل کې دغه جلاتوب رد کړ. هېڅ یو بهرني هېواد هم دغه کنفدریشن په رسمیت و نه پېژاند. د ولسمشر جیمز بیوکنن تر مشرۍ لاندې د متحده ایالاتو دولت، د کنفدریشن په قلمرو کې د خپلو کلا ګانو له تسلیم کولو ډډه وکړه. جګړه د ۱۸۶۱ ز کال د اپریل په ۱۲ مه نېټه پیل شوه، هغه مهال چې د کنفدریشن ځواکونو د سویلي کارولینا په چارلسټون بندر کې د فورټ سامتر لویه کلا بمبار کړه.
هماغه ډول، چې په ۲۰۱۱ ز کال کې تاریخ پوهان پرې ټینګار کوي: «په داسې حال کې چې غلامي او څو اړخیزې بېلابېلې ناخوښۍ د تجزیې له اصلي لاملونو وې، خو دا بې اتفاقي وه چې له امله یې جګړه پیل شوه». د پولیتزر جایزې ګټونکی لیکوال ډېوېډ پوټر لیکي: «د لېنکولن په دوره کې د هغو امریکایانو ستونزه چې غوښتل یې غلامان آزاد شي، یوازې دا نه وه چې د سویل وګړو، د هغو برعکس غوښته، بلکې دا وه چې دوی په خپله یو متضاد ارزښت غوښت: دوی داسې اساسي قانون غوښت چې غلامي په کې خوندي وي او دوی ته درناوی وشي. اتحادیې له غلامانو لرونکو سره د ملګرتیا لرلو غوښتنه درلوده. له دې امله دوی داسې ارزښتونو ته ژمن و چې په منطقي ډول د پلي کېدو وړ نه وو».[۶][۷]
نور مهم فکتورونه ګوندي سیاستونه (partisan politics)، د غلامۍ لغوه کولو فکر (abolitionism)، د جلاتوب اړوند د باطل کولو حقوقي نظریه (nullification)، سویلي او شمالي ملت پالنه، پراختیا پالنه (expansionism)، اقتصاد او له جګړې وړاندې دوره (Antebellum period) کې عصري توب و.
جغرافیه او وګړ پېژندنه
[سمول]د نوولسمې پېړۍ په نیمايي کې متحده ایالات په دوو جلا برخو لرونکي هېواد اوښتی و. په نیوانګلنډ کې آزادو ایالتونو، شمال ختیځ او منځني لوېدیځ په کورنیو کروندو، صنعت، کانونو اېستو، سوداګرۍ او ټرانسپورټ باندې تکیه لرونکی چټک مخ پر ودې اقتصاد درلود، چې د ښاري وګړو شمېر یې هم چټکه وده لرله. د وګړو د شمېر دغې ودې د زېږون د کچې له زیاتوالي او په ځانګړي ډول له آیرلنډ او جرمني نه د اروپايي ګڼ شمېر کډوالو له راتلو سرچینه اخیسته. سویل بیا د غلامۍ پر بنسټ کرنې سیسټم تر واک لاندې و، په سویل لویدیځ (د بېلګې په توګه، تکزاس) کې چټکه وده د زېږون د کچې د زیاتوالي او له سویل ختیځ نه په زیاته کچه د کډوالۍ له امله وه، په ډېر کم شمېر د اروپایانو کډوالي هم شتون درلود. په کلکه سره کلیوالي سویل په هره کچه ډېر کم ښارونه لرل او د سنت لویز او بالتیمور په استثنا په کې کوچنيو صنعتونو شتون درلود. د غلامانو درلودونکو په سیاست او اقتصاد واک درلود، په داسې حال کې چې ۷۵ سلنه سپین پوستو سویلي کورنیو غلامان نه درلودل.[۸][۹]
په ټولیز ډول، د شمال لوري د وګړو شمېر د سوېل په پرتله چټکه وده لرله، چې د سوېل له خوا یې په ملي دولت د واک لرلو وړتیا ستونزمنه کوله. د ۱۸۶۰ ز کال د ټاکنو پر مهال، سویلي ایالتونو چې په شدید ډول کرنیز و د شمالي ایالتونو په پرتله چې په چټک ډول د صنعتي کېدو پر لور روان و، د الکترال کالج کمې رایې لرلې. ابراهام لېنکولن پرته له دې چې په لسو سوېلي ایالتونو کې ټاکنو ته ودرېږي د ۱۸۶۰ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. سوېلي وګړو احساس وکړ چې د غلامۍ غوښتلو اړوند فدرال سیاسي غوښتنې یې پوره کېدلای نشي او په فدرال دولت باندې یې د واک لرلو دوام له ګواښ سره مخ دی. دغو سیاسي محاسباتو له دې امله چې شمال د وګړو د شمېر او صنعت له مخې چټکه وده لرله د سوېل د سیاسي زوال اړوند د سویلي وګړو د اندېښنو اصلي بنسټ جوړ کړ.
د یووالي ساتلو په موخه، سیاستوالو تر ډېره د غلامۍ پر وړاندې مخالفتونه راکم کړل، چې له امله یې یو شمېر جوړجاړيو، لکه: په ۱۸۲۰ ز کال کې د جیمز مونرو د ولسمشرۍ پر مهال د میسوري جوړجاړي ته لار برابره کړه. له ۱۸۴۶ ز کال نه تر ۱۸۴۸ ز کال پورې د مکسیکو او امریکا له جګړې وروسته، په نوو قلمرنو کې د غلامۍ مسئله د ۱۸۵۰ ز کال کې د جوړجاړي لامل وګرځېده. په داسې حال کې چې دغه جوړجاړي له سملاسي سیاسي کړکېچ نه مخه ونیوله، خو د تل لپاره یې د غلامانو د واک مسئله (د غلامانو د درلودونکو هغه ځواک چې د غلامۍ په مسئله کې یې د ملي دولت په کنټرول کولو کې درلود) حل نه کړه. د ۱۸۵۰ ز کال کې د جوړجاړي یوه برخه، د تښتېدلو غلامانو اړوند د ۱۸۵۰ ز کال جوړ شوی قانون و، چې له مخې یې د شمال له لوري له سویل سره د تښتېدلو غلامانو د مسئلې اړوند مرسته لازمي کوله، هغه چې ګڼ شمېر شمالي وګړو ډېره له سپکاوي ډکه چاره بلله.
په ملي سیاستونو کې د ظالمانه او دښمنانه ایدیالوژیو مخ پرودې زیاتوالي څرګندېدل، د دویم ګوندي سیسټم د زوال لامل وګرځېد چې په ۱۸۵۰ مه لسیزه کې یې د یو بل جوړجاړي لپاره د سیاستوالوهڅې له ناکامۍ سره مخامخ کړې. هغه جوړجاړی چې رامنځته شو (د ۱۸۵۴ ز کال د کانزاس- نبراسکا قانون) د ډېرو شمالي وګړو د غصې پارېدو لامل وګرځېد او د نوي جمهوري ګوند رامنځته کېدو ته یې لار هواره کړه، هغه لومړنی لوی ګوند چې په بشپړ ډول شمالي بنسټ یې درلود.
دغه استدلال چې غلامي د دغه ملت لپاره یوه نامطلوبه کړنه ده، له اوږد مهال راهیسې شتون درلود، چې د متحده ایالتونو د تاریخ په لومړیو کې ان د یو شمېر مخکښو سویلي وګړو له خوا مطرح شوی و. له ۱۸۴۰ ز کال وروسته، د غلامۍ له منځه وړلو پلویانو غلامي نه یوازې یو ټولنیز شر باله، بلکې هغه یې د یوې اخلاقي تېروتنې په توګه محکومه کوله.[۱۰][۱۱]
سرچینې
[سمول]- ↑ Mackowski, Chris (January 22, 2019), "Primary Sources: Slavery as the Cause of the Civil War", Emerging Civil War, archived from the original on January 20, 2021, نه اخيستل شوی September 15, 2021
- ↑ Aaron Sheehan-Dean, "A Book for Every Perspective: Current Civil War and Reconstruction Textbooks," Civil War History (2005) 51#3 pp. 317–24
- ↑ Patrick Karl O'Brien (2002). Atlas of World History. Oxford University Press. p. 184. ISBN 978-0-19-521921-0. Archived from the original on September 5, 2015. نه اخيستل شوی October 25, 2015.
- ↑ John McCardell, The Idea of a Southern Nation: Southern Nationalists and Southern Nationalism, 1830–1860 (1981)
- ↑ Susan-Mary Grant, North Over South: Northern Nationalism and American Identity in the Antebellum Era (2000)
- ↑ Elizabeth R. Varon, Bruce Levine, Marc Egnal, and Michael Holt at a plenary session of the organization of American Historians, March 17, 2011, reported by David A. Walsh "Highlights from the 2011 Annual Meeting of the Organization of American Historians in Houston, Texas" HNN online Archived December 4, 2011, at the Wayback Machine.
- ↑ David Potter, The Impending Crisis, p. 45 (This book won the Pulitzer Prize for History)
- ↑ The Mason–Dixon line and the Ohio River were key boundaries.
- ↑ Paul Boyer; et al. (2010). The Enduring Vision, Volume I: To 1877. Cengage Learning. p. 343. ISBN 978-0495800941. Archived from the original on May 14, 2016. نه اخيستل شوی December 11, 2015.
- ↑ Leonard L. Richards, The Slave Power: The Free North and Southern Domination, 1780–1860 (2000).
- ↑ William E. Gienapp, "The Republican Party and the Slave Power" in Michael Perman and Amy Murrell Taylor, eds., Major Problems in the Civil War and Reconstruction: Documents and Essays (2010): 74.