Jump to content

د امریکا د متحده ایالاتو د صنعت او تکنالوژۍ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکا د متحده ایالاتو د صنعت او تکنالوژۍ تاریخ، په نړۍ کې د تکنالوژي له پلوه د یوه پرمختللي هېواد په توګه د امریکا د متحده ایالاتو د رامنځته کېدو څرګندويي کوي. ځمکې او لوستو کارګرانو ته لاسرسي، د ځمکې لرونکو د اشراف واکۍ یا ارستوکراسۍ نشتوالي، د کارجوړونې اعتبار، اقلیمي بدلونونو او په لوړه کچه لوستو او لویو بازارونو ته لاسرسي، د امریکا په چټک صنعتي کېدو کې مرسته کړې ده. د سرمایې موجودیت، د بېړۍ چلېدونکو سیندونو په ساحلي لارو کې د آزادو بازارونو ودې، د پراخو طبیعي سرچینو شتون او د انرژۍ ارزانه استخراج ټولو دغو لاملونو د امریکا له چټک صنعتي کېدو سره مرسته کړې ده. د ۱۹ مې پېړۍ په نیمايي کې د رېل ګاډي د لویو لیکو په مرسته چټک ترانسپورت او د ایالتونو ترمنځ د لویې لارې سیستم چې د ۲۰ مې پېړۍ په ورستیو کې رامنخته شو، بازارونو ته وده ورکړه او د لېږد رالېږد او تولید لګښتونه یې راکم کړل. حقوقي سیستم سوداګریز عملیات اسانه کړل او د هوکړو تضمین یې رامنځته کړ. هغو کار جوړوونکو چې د ۱۸۱۲ ز کال په جګړه کې  (۱۸۰۷- ۱۸۱۵ز) د بریتانیا د محاصرې او بندیزونو له امله له اروپا جلا شوي وو، په شمال ختیځ کې یې کارخونې پرانیستلې چې د بریتانیا له نوښتونو  یې په الهام اخیستو چټک صنعتي کېدلو ته زمینه برابره کړه.

د یوه خپلواک ملت په توګه د امریکا د متحده ایالاتو له را څرګندېدو وروسته، دغه هېواد له علومو او نوښتونو ملاتړ کړی دی. په نتیجه کې یې متحده ایالات د بریټانیکا له ۳۲۱ لویو اختراعاتو  د ۱۶۱ زېږون ځای دی، چې په کې الوتکه، انټرنیټ، مایکروچېپ، لایزر، ګرځنده ټلیفون، یخچال، برېښنالیک، مایکروېو، شخصي کمپیوټر، مایع- کریسټال نمایشي صفحې، د نور ورکوونکو ډایوډونو (LED) ټکنالوژي، هوا سړونکی سیستم، اسمبلي لاین (assembly line)، سوپر مارکیټ، بار کوډ او د صرافۍ اتومات ماشینونه او نور اختراعات شاملېږي.[۱]

د امریکا په متحده ایالتونو کې لومړنۍ ټکنالوژیکي او صنعتي پراختیا ته د بې ساري جغرافیايي، ټولنیزو او اقتصادي فکتورونو یو ځای کېدو لار برابره کړه. د کارګرانو کمښت له اروپا او بریتانیا  د امریکا په متحده ایالاتو کې په عمومي ډول د معاش کچه لوړه وساتله ،چې د یو شمېر چارو د میخانیکي کېدو لپاره یې انګېزه رامنځته کړه. د امریکا د متحده ایالاتو وګړي، له یو شمېر نیمه ځان ته اړوندو ځانګړنو برخمن و، ځکه هغوی د بریتانیا پخوانی رعیت و، د انګلیسي په برخه کې یې لوړ مهارتونه لرل، دغه مهال دوی (په نیو انګلنډ کې له ۸۰ سلنه زیاتو) پیاوړي بریتانوي بنسټونه لرل، چې یوازې ډېر کم امریکايي بدلونونه یې لرل، محاکمو ته لاسرسی، قوانین، د رایې ورکولو حق، د مالکیت د خوندیتوب حق او په ډېری برخو کې یې د صنعتي انقلاب له بریتانوي نوښتګرو سره شخصي اړیکې لرلې. هغوی د جوړېدولو لپاره ښه بنسټیز جوړښت درلود. بله مهمه ځانګړنه چې بریتانویانو نه لرله، د میراثي اشرافي بنسټونو نشتوالی و.د امریکا د متحده ایالاتو ختیځ سواحل چې له اطلس سمندر سره یې په لوی شمېر سیندونه او جریانونه لرل، د لومړني صنعتي کېدو په موخه یې د ټوکرو د کارخونو د جوړولو لپاره ګڼ شمېر ځایونه لرل. د ټوکرو د صنعت د رامنځته کولو او څرنګوالي په اړه ساموئل سلیټر(۱۷۶۸-۱۸۳۵ ز کال) چې په ۱۷۸۹ ز کال کې نیوانګلنډ ته را کډه شوی و، ګڼ شمېر اطلاعات وړاندې کړل. هغه د څو کلونو لپاره د بریتانیا د ټوکرو په فابریکو کې کار کړی و چې د امریکا متحده ایالاتو ته کډوال شو، په ده باندې په بندیزونو سربېره، هغه په امریکا کې د نساجۍ صنعت په لټه کې امریکايي تولید کوونکو سره خپل چانس و ازمویه. هغه ته وړاندیز وشو، که چېرې بریالی ش،و دی به بشپړ شریک کوي او هغه وکولای شول. د طبیعي سرچینو پراخ موجودیت، د اړتیا وړ ماشینونو جوړولو او د هغو لپاره د انرژي برابرولو تخنیکي پوهې او خوځنده کاریګرانو په ځانګړې توګه مجردو ښځو، دغو ټولو له لومړني صنعتي کېدو سره مرسته وکړه. د اروپايي کډوالو پراخې پوهې، چې د اروپا د صنعتي انقلاب او اروپا د علمي انقلاب په ټولنو کې یې وده کړې وه، د نوې تولیدي سوداګرۍ او تکنالوژۍ اړوند پوهې او جوړېدو په برخه کې یې مرسته وکړه. یو محدود دولت دوی ته په اجازې ورکولوسره دا مرسته وکړه چې، دوی په خپلو وړتیاوو کې بریالي شي او یا ماتې وخوري.

په ۱۷۸۳ ز کال کې د امریکايي انقلاب له پای ته رسېدو وروسته، نوي دولت د مالکیت پیاوړي حقونه د بریتانیا تر واکمنۍ لاندې رامنځته کړل او د مالکیت د دغو حقونو د خوندیتوب لپاره یې لازم قانوني حاکمیت رامنځته کړ. د اختراع د ثبت نظریه د اساسي قانون د اتمې برخې په لومړۍ ماده کې ځای پر ځای شوه، چې کانګرس ته یې اجازه ورکوله« چې د ګټمنو هنرونو او علومو وده، د هغو رامنځته کوونکو او نوښتګرانو ته د یوې ټاکل شوې مودې لپاره د هغوی د اړوندو لیکنو او نوښتونو د ځانګړي حق د خوندیتوب له لارې ترویج کړي». د امریکايي الی ویټنی له خوا د پنبې پاکوونکې وسیلې په اختراع سره، پنبه د امریکا په متحده ایالاتو کې د ټوکرو د نوي صنعت لپاره په بالقوه ډول د ارزانې او لاسرسي وړ سرچینې په توګه برابره شوه.

صنعتي کېدو ته د امریکا د متحده ایالاتو د ننوتو یوه له اصلي انګیزو  په ۱۸۰۷ ز کال کې د بندیزونو قانون، د ۱۸۱۲ ز کال جګړه (۱۸۱۲- ۱۸۱۴ز) او ناپیلیوني جګړې (۱۸۰۳- ۱۸۱۵ز) وې، چې له امله یې له بریتانیا د صنعتي انقلاب د نویو او ارازنه تولیداتو واردات منع کړل. دغو توکو ته نه لاسرسي او نورو ټولو لاملونو دغه پیاوړې انګیزه رامنځته کړه چې، د بریتانیا د تولیداتو د پېرلو پر ځای، زده کړي څه ډول صنعت ته وده ورکړي او خپل توکي تولید کړي.

د معاصرو تولیداتو څېړونکي څرګندوي، هغه مهال چې لوی اقتصادي او تکنالوژیکي بدلونونه په کې رامنځته شول، د ۱۹ مې پېړۍ وروستۍ نیمايي او د ۲۰ مې پېړۍ لومړۍ نیمايي وه. په دغه مهال کې دغه هېواد (امریکا) له کرنیز اقتصاد نه په پیاوړي صنعتي ځواک بدل شو، چې د نړیوال تولید له درېیمې برخې زیات تولیدات یې لرل. [۲][۳][۴][۵]

امریکايي مستعمرو په ۱۷۸۳ ز کال کې خپلواکي ترلاسه کړه، هغه مهال چې په صنعتي تولید کې د پام وړ بدلونونه او همغږۍ رامنځته شوې او تولیدات له لاسي ډول د کارخونو ډول ته واوښتل. له داخلي پرمختګونو سره د ترانسپورت د ملي زیربنا ودې او له کورنۍ جګړې وړاندې د تکنالوژیکي نوښتونو یوځای والي، د صنعتي بنسټونو پراخوالي، همغږۍ او د تولید کچې زیاتوالي ته لار برابره کړه. د ۲۰ مې پېړۍ د اوښتون پر مهال امریکايي صنعت له اقتصادي پلوه د خپلو اروپایي سیالانو ځای نیولی و او دغه هېواد، د خپل پوځي ځواک په پیاوړي کولو پیل وکړ. په داسې حال کې چې لوی اقتصادي بحران یې تکنالوژیکي تحرک وګواښاوه، خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا د نړۍ د لویو دوو ځواکونو د یوه په توګه راڅرګنده شوه. د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې هغه مهال چې متحده ایالات په سیاسي، اقتصادي او پوځي ډګر کې له شوري اتحاد سره سیالي ته ننوتل، دولت د علمي څېړنو او ټکنالوژیکي ودې په برخه کې په زیاته کچه پانګونه وکړه ،چې د فضايي الوتنو، محاسبو او ځیرکې ټکنالوژۍ (biotechnology) په برخو کې د پرمختګونو لامل وګرځېده.

علم، تکنالوژي او صنعت، نه یوازې د امریکا اقتصادي بریا ته پیاوړتیا وربښلی، بلکې د هغو له بېلابېلو سیاسي بنسټونو، ټولنیز جوړښت، روزنیز نظام او کلتوري هویت سره یې هم مرسته کړې ده.

سرچینې

[سمول]
  1. Encyclopædia Britannica "Greatest Inventions", Britannica Corporate, Published 5/13/2006. Retrieved 7/10/2017.
  2. Kendrick, John (October 1, 1991). "U.S. Productivity Performance in Perspective". Business Economics.
  3. Field, Alexander (2004). "Technological Change and Economic Growth the Interwar Years and the 1990s" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on March 10, 2012.
  4. Field, Alezander J. (2007). "U.S. Economic Growth in the Gilded Age". Journal of Macroeconomics. 31: 173–190.
  5. "Industrial Production Index". National Bureau of Economic Research. بياځلي په 2007-08-03.