د امریکا د لویې وچې هسپانوي ښکېلاک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکا د لویې وچې هسپانوي ښکېلاک، د کاسټېل (Castile) تر واکمنۍ لاندې پیل شو او هسپانوي سوبمنانو یې مشري وکړه. د امریکا پر لویه وچه تېری وشو او د برازیل، بریتانوي امریکا او د جنوبي امریکا او کارابين سیند له ځینو کوچنیو برخو پرته  د هسپانيې له سترواکۍ سره یوځای شوه. سلطنت د پراخ قلمرو د ادارې لپاره مدني او مذهبي جوړښتونه رامنځته کړل. د ښکېلاک لپاره اصلي انګېزه د سرچینو استخراج او د لرغونو اوسېدونکو د دین د بدلون له لارې د کاتولیزم خپرول وو.  [۱]

په ۱۹۴۲ ز کال کې کارابین سیند ته د کرېستف کولمب له رسېدو سره پیل شو او له درېیو پېړیو نه زیات یې پر ډېرو سیمو کنترول ترلاسه کړ، د هسپانیې سترواکي د کارابین په ټولو ټاپوګانو، د سویلي امریکا نیمې برخې، د مرکزي امریکا ډېرې برخې او د شمالي امریکا تر ډېرې برخې پراختیا ومونده. اټکل کېږي چې په ټوله کې د استعمار په دوره کې (۱۸۳۲-۱۴۹۲ز)  ۱.۸۶ ملیونه هسپانویان د امریکا په لویه وچه کې مېشت شول او ۳.۵ میلیونه نورو تر ښکېلاک وروسته (۱۸۵۰-۱۹۵۰ز) مهاجرت وکړ، د اټکل له مخې ۲۵۰۰۰۰ په ۱۶ پېړۍ کې او ډېری په اتلسمه پېړۍ کې د بوربون Bourbon)) د نوې لړۍ له خوا کډوالۍ ته وهڅول شول.  [۲]

په مقابل کې د کولمب تر سفر وروسته، په لومړۍ یوه نیمه پېړۍ کې د اصلي اوسېدونکو نفوس تر ډېره د ناروغیو د خپرېدو، د سرچینو د استخراج لپاره د جبري کار، غلامي او ماموريت جوړولو له لارې ۸۰ سلنه راکم شو. داسې استدلال کېږي چې، په معاصره دوره کې دا د نسل وژنې لومړنی ګام و. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې، د امریکا او هسپانیې د خپلواکۍ جګړې د دوی د بېل‌والي او ورپسې امریکا ته د هسپانیې د ډېرو سیمو د وېش لامل شوې، له کیوبا او پورتوریکو پرته چې د امریکا او هسپانیې د جګړې  په دوام په ۱۸۹۸ ز کال کې متحده ایالاتونو له لاسه ورکړې، د دې سیمو په له لاسه ورکولو سره په امریکا کې د هسپانيې واکمني پای ته ورسېده.

د سترواکۍ پراختیا[سمول]

د هسپانیې د قلمرو پراختیا د کاتولیکو پاچایانو، لکه: اېزابلا له کاسټېل نه، د کاسټېل ملکې او خاوند یې پاچا فرېډینانډ، د اراګون پاچا (هغه چې واده یې د اېبري( Iberian ) په ټاپووزمه کې د هسپانیې د واکمنۍ پيل و) پر مهال رامنځته شوه. هغوی د خپلو پاچهيو د ګډې واکمنۍ سیاست وڅاره او د واحد هسپانیوي سلطنت لومړی پړاو یې رامنځته کړ، چې په اتلسمه پېړۍ کې د بوبون پاچایانو د واکمنۍ پر مهال پای ته ورسېده. د قلمرو لومړۍ پراختیا د ۱۴۹۲ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه په ګرانډا (Granada) کې د مسلمانانو د امارت فتحه وه، د ایبري په ټاپووزمه کې د عیسویانو د بیا بري اوج چې له ۷۱۱ ز راهیسې د مسلمانانو په واک کې وه. د ۱۴۹۲ز د مارچ په ۳۱ مه کاتولیک پاچا د هغو یهودیانو د اخراج امر وکړ چې د عیسویت له منلو نه یې انکار کړی و. د  ۱۴۹۲ ز کال د اکتوبر په ۱۲ جینویايي (Genoese) بېړۍ چلوونکي کرېسټف کولمب په لویدیځه نیمه کره کې وچې ته ووت.   [۱۰]

ان له دې سره چې کاسټېل او اراګون په مشترک ډول د اړونده پاچایانو له خوا اداره کېدې، هغوی جلا جلا پاچهۍ پاتې شوې، نو کله چې کاتولیکو پاچایانو لویدیځ ته د بېړۍ چلولو له لارې هند ته د کولمب د رسېدو د سفر برنامه تایید کړه، مالي ملاتړ د کاسټا د ملکې له خوا تأمین شو. د هسپانوي سفر ګټه کاسټېل ته ورسېده. د پرتګال پاچهۍ د افریقا په سواحلو کې یو لړ سفرونو ته اجازه ورکړه او کله چې له سویلي څنډې نه وګرځېدل، وتوانېدل چې هند او ډېر د ختیځ لور ته حرکت وکړي. هسپانیا د ورته شتمنۍ په لټه کې وه او د لویديځ په لور یې د کولمب  سفر ته اجازه ورکړه. کله چې د کارابین په سیند کې د هسپانویانو جوړجاړۍ وشو، هسپانیې او پرتګال په ۱۴۹۴ ز کال کې د توردسیلاس (Tordesillas) په تړون کې د نړۍ وېش په خپلو منځو کې رسمي کړ. د پرهېزګارۍ د ژورې عقیدې خاوند اېزابلا (Isabella) د هسپانیې د واکمنۍ پراختیا په نه بېلېدونکې ډول د غیر عیسوي وګړو د عیسوي کولو له لارې پراخه کړه او په اصطلاح معنوي فتحه يې له پوځي سوبې سره یوځای کړه.  [۱۱][۱۲]

د ۱۴۹۳ ز د مې په ۴مه شپږم پاپ الېکساندر د اېنتر کېيترا (Inter caetera) پاپي فرمان له مخې د لویدیځې نیمې کرې د ځمکو حقوق د هسپانیې او پرتګال تر منځ په  دې شرط ووېشل، چې هغوی عیسویت ته وده ورکړي. د پاپ، پرتګال او هسپانیې تر منځ دغه تنظیمونه نورو اروپایي واکمنانو له پامه غورځولي وو.

د پراختیا عمومي اوصول[سمول]

د هسپانیې د پراختیا لنډيز ځینې وختونه د "سرو زرو، جلال، او خدای" په توګه را اخیستل شوی. د مادي شتمنیو لپاره لټون، د ولیعهد او فاتحانو د درېځ لوړل او د عیسویت خپرول. له سمندرونو نه هاخوا د هسپانیې د واکمنۍ په غځولو کې د کشفیاتو (انتردا(  (Intradasلپاره د کشف، فتحې او تصفيې د لښکر لېږد واک په پاچهۍ کې مستقر و. لښکرلېږد د ولیعهد اجازې ته اړ و چې د دغه ډول لښکر د لېږدونو شرایط یې طرحه کول. د کولمب تر سفر وروسته چې د کاسټېل د سلطنت له خوا تأمین شو، د نږدې ټولو لښکر لېږدونو لګښت، د لښکر لېږد د مشر او ګډونوالو پر غاړه وو. که څه هم یاد ګډونوال او فاتحان، اوس‌مهال د سرتېرو په نامه یادیږي، خو دوی د اردو په لیکو کې معاش نه اخیست، بلکې شتمن سرتېرې و چې د ګټې په موخه به له یو لښکرلېږد سره یوځای کېدل. د یوه لښکر لېږد مشر به د مادي شتمنۍ لرونکی جګپوړی والي و، چې  کولی یې شوی، پاچا قانع کړي، تر څو هغه ته د لښکر لېږد اجازه لیک صادر کړي.  هغه مجبور و چې لښکرلېږد ته یوه ډله داسې کسان جذب کړي، چې د لښکرلېږد د بریا په هیله یې خپله لږه شتمني او ژوند له ګواښ سره مخامخ کول. د لښکرلېږد مشر د پانګې په ډېره ونډه کې هغه شرکت ته ژمن و چې له هر اړخه یې د یوه سوداګریز  شرکت په توګه دنده ترسره کوله. د لښکرلېږد تر بریا وروسته به، د جګړي غنیمتونه د هغه مقدار په تناسب وېشل کېدل، څومره به چې برخه والو په لومړي سر کې ونډه اخیستې وه. مشر به تر ټولو زیاته برخه تر لاسه کوله. ګډونوالو به خپلې زغرې، وسلې او آسونه چمتو کول او هغو کسانو چې اس درلود، دوه ونډې(سهمونه) یې تر لاسه کولې، چې یوه یې د خپل ځان لپاره وه، بله یې په جګړه کې د یوه ماشین په توګه د آس د ارزښت لپاره په پام کې نيول شوې وه. د فتحې په دوران کې په ټولیز ډول د هسپانویانو دوه نومونه خورا پېژندل شوي دي، ځکه هغوی د لرغونو اوسېدونکو د عالي فتوحاتو مشري پر غاړه لرله، هر یو هرنان کورټس (Hernán Cortés) چې په مرکزي مکسیکو کې د ازتېک (Aztecs) د فتحې د لښکرلېږد مسؤل  و او فرانسیسکو پیزارو (Francisco Pizarro)، چې په پیرو کې د اېنکا (Inca) دسوبې مشر و.[۱۳][۱۴][۱۵]

د هسپانیا اصلي ټاپو او د کارابین ټاپوګان[سمول]

کولمب د خپلې مړینې تر ورځې پورې باوري و چې په اسیا کې هند ته رسېدلی دی. د دغه ناسم پوهاوي له امله هسپانویانو د امریکا لویې وچې لرغوني اوسېدونکي هندیان indios) ) بلل او ډېری تمدنونه، ډلې او کسان یې په یوه واحده ډلبندۍ کې سره ځای پر ځای کړل. د هسپانیا شاهي واکمنۍ په نولسمه پېړۍ کې د منحل کېدو تر مهاله له سیندونو هاخوا خپله شتمني هند (Indies) وباله. تمه وه چې د استعمار په لومړیو پړاوونو کې ټاکل شوې نمونې باید دوام  ومومي، تر څو هسپانیه لا هم پراخه شي او د مکسیکو او پیرو تر فتحې وروسته ، ان هغه سیمې په کې شاملې شي، چې له سیندونو نه هاخوا سترواکۍ ته  لږ اړینې دي.[۱۶]

سرچینې[سمول]

  1. Gómez-Barris, Macarena (2017). The Extractive Zone Social Ecologies and Decolonial Perspectives. Duke University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780822372561. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. MacIas, Rosario Marquez; MacÍas, Rosario Márquez (1995). La emigración española a América, 1765–1824. کينډۍ:ISBN
  3. "La catastrophe démographique" (The Demographic Catastrophe) in L'Histoire n°322, July–August 2007, p. 17
  4. Reséndez, Andrés (2016). The Other Slavery: The Uncovered Story of Indian Enslavement in America. Houghton Mifflin Harcourt. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780544602670. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Trafzer, Clifford (1999). Exterminate Them! Written Accounts of the Murder, Rape, and Enslavement of Native Americans During the California Gold Rush. Michigan State University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780870135019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Miranda, Deborah (2012). Bad Indians: A Tribal Memoir. Heyday Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781597142014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Forsythe, David P. (2009). Encyclopedia of Human Rights. Volume 4. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 297. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195334029. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Stannard, David (1992). American Holocaust: The Conquest of the New World. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195085570. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ostler, Jeffrey (2 March 2015). "Genocide and American Indian History". Oxford Research Encyclopedia of American History. doi:10.1093/acrefore/9780199329175.013.3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199329175. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ida Altman, S.L. Cline, and Javier Pescador, The Early History of Greater Mexico, Pearson, 2003 pp. 27–28.
  11. Cook, David Noble. "Treaty of Tordesillas (1494)" in Encyclopedia of Latin American History and Culture. Vol. 5, p. 253
  12. Muldoon, James. "Papal Responsibility for the Infidel: Another Look at Alexander VI's" Inter Caetera"." The Catholic Historical Review 64.2 (1978): 168-184.
  13. Ida Altman et al., The Early History of Greater Mexico, pp. 35–36.
  14. Lockhart, James and Stuart B. Schwartz, Early Latin America. New York: Cambridge University Press 1982, pp. 78–79.
  15. Restall, Matthew, Seven Myths of the Spanish Conquest. New York: Oxford University Press 2003.
  16. Altman, Ida and David Wheat, eds. The Spanish Caribbean and the Atlantic World in the Long Sixteenth Century. Lincoln: University of Nebraska Press 2019. کينډۍ:ISBN