د امریکا د تاریخ لیکوونکو ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکا د تاریخ لیکوونکو ټولنه په ۱۹۳۹ ز کال کې جوړه شوه چې د امریکا موضوعاتو اړوند د تاریخ لیکنې او ژوند (بیوګرافي) په اړه ادبي توپيرونه تشویق او هڅوي. دغه ټولنه نږدې ۳۰۰ تنه غړي لري، چې په کې متخصص تاریخ لیکوونکي، خپلواک پوهان، خبریالان/ ورځپاڼه لیکوونکي، فلم جوړونکي او مستند لیکوونکي، رومان لیکوونکي، شاعران او ژوند لیکوونکي شامل دي. دغه ټول د ادبي استعداد او د لیکلو د فکري قوت یا د امریکا تاریخ وړاندې کولو له مخې غوره شوي او د دغې ټولنې غړیتوب یې ترلاسه کړی دی.

ډالۍ[سمول]

د امریکا تاریخ لیکوونکو ټولنه څلور جایزې ورکوي چې د مې میاشتې په کلنۍ غونډه کې اعلامېږي:[۱][۲]

  • د پارکمن فرانسس جایزه چې هرکال د امریکا په تاریخ کې غیرداستاني کتابونو ته ورکول کېږي، د ادبي وړتیاووله پلوه ارزښتناکه ده. دغه جایزه د نولسمې پيړۍ تاریخ لیکونکي په نوم نومول شوې چې څو ټوکه اثر یې په شمالي امریکا کې (بوسټون ۱۸۶۵ تر ۱۸۹۲) د فرانسې او انګلستان په نوم د ښکلي سبک له امله او دغه راز، تاریخ یې په په پراخه کچه ستایل شوی دی.[۳][۴][۵]
  • تاریخي داستانونو لپاره د امریکا د مورخینو ټولنې جایزه چې مخکې د جیمز فنیمور کوپر په نوم یادېده، په همدې کلونو کې  دامریکا د موضوع په اړه غوره تاریخي داستان/ ناول ته  ورکول کېږي.
  • د توینز الن جایزه د تخفیف/ بورسیې په نوم پېژندل کېږي، هر کال د غوره  تېزس لپاره د امریکا موضوع اړوند لیکل کېږي، ورکول کېږي. بریالی تیزس د خپرېدونکې ټولنې یو له اوولسو غړو خپریږي چې په کې علمي او سوداګریزې مطبعې شاملې دي. دغه جایزه د ټولنې د رییس او  بنسټ اېښودونکي په  نوم نومول شوې ده.  [۶]
  • د توني هورویتز جایزه د امریکا په  تاریخ کې برجسته اثارو ته چې د خلکو ترمنځ له دوامداره اهمیت نه برخمن وي، ځانګړې شوې او لومړی ځل په  ۲۰۲۰ ز کال کې یې ګټوونکي ته ورکړل شوه. دغه جایزه د دغې ټولنې پخواني رییس (۲۰۱۶ تر ۲۰۱۷) درناوي لپاره چې د ۲۰۱۹ ز کال په مې کې مړ شو، ور کول کېږي. توني هورویتز چې خبریال، د لیترز جایزې ګټوونکی، د نیورکر ادبي اوونیزې پخوانی لیکوال او مشهور تاریخ لیکوونکی و چې له انسانیت او نرمۍ سره د متمایزه غږ درلودونکی ؤ. د دغې جایزې مرسته او ملاتړ د (The Cedars Foundation) له  خوا کېږي.[۷]
  • د ارتور مایر شلزینګر جونیور جایزه په ګډه د روزولټ انسټیټوټ سره له ۲۰۰۸ ز کال تر ۲۰۱۷ ز کال پورې دامریکا تاریخ په اړه دوامداره  ولسي ارزښت ولري عالي لیکنو ته ورکول کېده. شلزینگر د نولسمې پېړۍ  پیاوړی لیکوال او  دغه راز روڼ اندی بلل کېږي چې په عامه چارو کې د تاریخ غږ پورته  کولو له امله یې شهرت درلود. [۸][۹][۱۰]

تاریخچه[سمول]

د دغې ټولنې بنسټ د آلن نوینز او د هغه د یوشمېر ملګرو له خوا کېښودل شو؛ هغه همکاران چې نوینز په ۱۹۳۹ کال د (Saturday Review ) په مجله  کې د یوې مقالې په ترڅ کې چې د «د پدانتیک مکتب» تاریخ په نوم یې ونوموله، نیوکه وکړه. پوهان چې د نوموړي په وینا،  داسې ښکاري، په بدې لیکنې ویاړې. نوینز چې څه باندې ۳۵ کاله یې په  کولمبیا کې تاریخ تدریس کاوه،  له ۵۰ زیات کتابونه چې په کې د امریکا کورنۍ جګړې اته ټوکه تاریخ او د جان دي، راکفلر، هنري فورډ او ګروور کلیولینډ (د پولیټرز جایزې ګټوونکی ژوند لیک یا د ۱۹۳۳ ژوند لیک) و. نوموړي کلمبیا ته له  راتلو مخکې، ۱۵ کاله خبریال ؤ. نوینز د غوره او لوستونکي سبک استاد وو او په خپل ژوند کې یې مشهورو راډیو ګانو او رسنیو ته لیکنې کولې.[۱۱][۱۲]

خپرونې[سمول]

په ۱۹۵۴ ز کال کې،  دغې ټولنې ډېرو مخاطبانو ته د ښو تاریخي لیکنو لپاره د هڅو په لړ کې، په یوه میاشت کې د تصویري خپرونې په توګه د امریکا میراث مجلې جوړولو په برخه  کې همکاري وکړه. دغې ټولنې څو کتابونه چې د هغه د غړو له خوا لیکل شوي، په  ګډه خپاره کړل، ځینې یې دا دي: د رهبري مشخصات، د عظمت تښتېدلو کیفیت  په اړه تاریخ لیکوونکي، د والترایزاکسون(W. W. Norton, 2010) کره کتل شوی، د ستاینې ورځې، د امریکا په تاریخ کې څلور لارې د جیمز م. مک‌فرسون و آلان برینکلی(Dorling Kindersley, 2001) له خوا کره کتل شوی او «زما غوره وړتیاوې» د امریکا ولسمشر چې جیمز م. مک‌فرسون(Dorling Kindersley, 2000).[۱۳]

اداره[سمول]

د دغې ټولنې کارکوونکي له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۱ کلونو، اندریو دلبانکو رئیس او  انتون ګوردون ریډ دی. اداري دفتر یې د کولمبیا په پوهنتون کې دی. دغه ټولنه تر ډېره حده د کلني حق العضویت او د خپرېدونکې غړو له خوا تمویليږي. دغه ټولنه د امریکا تاریخ د ټولنې الحاقیه برخه ده.  [۱۴][۱۵]

سرچینې[سمول]

  1. Society of American Historians: Prizes. Retrieved on 29 December 2013
  2. Society of American Historians Press Release. Retrieved on 29 December 2013
  3. Noah Sheola, "Athenaeum Authors: Francis Parkman," Boston Athenaeum. Archived 2021-12-09 at the Wayback Machine. Retrieved on 13 January 2014
  4. "The Parkman Family and the Murder: One Historian's Method," PBS's American Experience. Retrieved on 13 January 2014
  5. David Levin, History as a Romantic Art: Bancroft, Prescott, Motley, and Parkman (Stanford University Press, 1959)
  6. Society of American Historians: Allan Nevins Prize Archived 2013-12-31 at the Wayback Machine.. Retrieved on 29 December 2013
  7. [۱]. Retrieved on 9 June 2020.
  8. Society of American Historians: Arthur M. Schlesinger Jr. Award Archived 2013-12-31 at the Wayback Machine.. Retrieved on 29 December 2013
  9. "Roosevelt Awards & Research Grants," Roosevelt Institute Archived 2011-05-13 at the Wayback Machine.. Retrieved on 13 January 2014.
  10. John Hope Franklin, "The Lessons of History," The Nation, 4 December 2006. Retrieved 13 January 2014
  11. Robert Middlekauff, "Telling the Story of the Civil War: Allan Nevins as a Narrative Historian," Huntington Library Quarterly 56 (Winter, 1993): 72
  12. Gerald L. Fetner, Immersed in Great Affairs: Allan Nevins and the Heroic Age of American History (2004)
  13. Mark C. Reynolds, "Golden Anniversary," American Heritage, Nov./Dec. 2004. Retrieved on 29 December 2013
  14. Official website, [۲]. Retrieved on 11 May 2021
  15. American Historical Association. Retrieved on 7 May 2019