د امريکا د مدني ازاديو اتحاديه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سحر قريشى تهران ايران _ترکيه عشق=سخاوت حقى کرندق٪ دادستان انگليس+

سحرقريشى ايرانى را از ترکيه به آغوش خانوادش انتقال بديد=(عمو جوبايدن وترامپ و اوباما عمو)


+اتحاديه آمريکا امريکا د مدني ازاديو اتحاديه (ACLU) يو غیر انتفاعي سازمان دی چې په ۱۹۲۰ز کال کې یې بنسټ اېښودل شوی، «تر څو د هر فرد هغه حقوق او ازادۍ وساتي او دفاع ځينې وکړي چې په دې هېواد کې د اساسي قانون او متحده ايالاتو د قوانينو په مټ يې د هر شخص لپاره تضمين شوی». ACLU د قانوني لارو چارو او د نفوذ د اعمال له لارې کار کوي او د ۲۰۱۸ز کال د جولای تر مياشتې يې ۱۸۰۰۰۰۰ څخه زيات غړي درلودل، په داسې حال کې چې کلنۍ بوديجه يې له درې سوه ميليونه ډالرو څخه زياته ده. د ACLU منسلک سازمانونه له پنځوسو څخه زياتو ایالتونو، د کولمبيا په ولسوالۍ او پورټو ريکو کې فعال دي.  ACLU هغه مهال حقوقي مرستې وړاندې کوي، په کومو قضيو کې چې دا سازمان فکر کوي مدني ازادۍ له ګواښ سره مخ دي. شونې ده چې د ACLU حقوقي ملاتړ نېغ په نېغه د استازولۍ بڼه غوره کړي، يا د قانوني دلايلو څرګندونکې «amicus curiae briefs» د چمتوالي بڼه غوره کړي، په هغه وخت کې کله چې يو بل حقوقي شرکت له مخکې څخه استازولي کوي.[۱][۲][۳]

په قانوني دعواوو کې د اشخاصو او سازمانونو پر استازولۍ سربېره، ACLU همدا راز د سياسي دريځونو لپاره لابي کوي، کوم چې د دې د مديره پلاوي له خوا جوړ شوي وي. د ACLU په اوسنيو دريځونو کې د مرګ د سزا مخالفت، د خپل جنس سره واده کولو څخه ملاتړ او  LGBT ته په اولاد سره د يو ماشوم د نیولو حق ورکول شامل دي؛ همدا راز د بيا توليد حقوقو څخه ملاتړ کوي، لکه د زېږون مديريت او د جنین د سقط حقوق؛ د ښځو، لږکيو او LGBT خلکو په وړاندې د توپيري چلند له منځه وړل هم پکې شامل دی، په متحده ايالاتو کې د زندانيانو د مودې د کمولو؛ د بنديانو د حقوقو ملاتړ او د شکنجې مخالفت او همدا راز د کليسا او دولت تر منځ د جلاوالي ملاتړ کوي، په دې ډول چې د دولت له خوا غیر مذهبي ته په مذهبي ترجيح ورکولو يا يوې ځانګړې عقيدې ته په بلې عقيدې فوقيت ورکولو سره مخالفت ښيي.

له حقوقي اړخه ACLU له دوه جلا جلا؛ خو ډېرو نژدې یو له بل سره تړلو غیر انتفاعي سازمانونو څخه جوړ دی چې هغه د امریکا د مدني ازاديو اتحاديه، کومه چې د 501(c)(4) د خېر ښېګڼې يوه ټولنيزه ډله ده او دويم يې د ACLU بنسټ دی، کوم چې د 501(c)(3) عام خيريه بنسټ دی. دواړه سازمانونه د مدني حقوقو په قانوني دعوا، وکالت او زده کړه کې ګډون کوي، خو يواځې 501(c)(3) بنسټ ته بسپنې د ماليې د کمښت وړ دي او يواځې 501(c)(4)ډله کولای شي په نامحدودو سياسي هلو ځلو کې ګډون وکړي. د دواړو سازمانونو دفترونه او کار کوونکي سره شريک دي. [۴][۵][۶]

ټولکتنه[سمول]

په ۱۹۲۰ز کال کې د يوې کميټې له خوا د ACLU بنسټ کېښودل شو چې په دې کمېټه کې هيلن کيلر، راجر نيشن بالډون، کرسټل ايسټ مين، والټر نيلس، مورس ارنسټ، البرټ ډي سلور، ارتر ګارفيلډ هيز، جين ايډمز، فيلکس فرينکفرټر، الزبت ګورلي فلن او روز شنايډرمين شامل وو. دوی د بيان پر ازازۍ تمرکز درلود او په لومړي سر کې د جګړې ضد معترضينو لپاره. د لانجمن پالمر بريدونو په غبرګون کې يې بنسټ کېښودل شو، په کومو بريدونو (عملياتو) کې چې زرګونه بنسټاپالان په داسې موضوعاتو کې نيول شوي وو، په کومو کې چې د اساسي قانون تر مخې د هغوی د پلټنې او نيولو خونديتوب څخه سرغړونه وکړه. د ۱۹۲۰ز لسيزې په اوږدو کې، ACLU د هنرمندانو او لاريون کوونکو کارکوونکو د ازادو ويناوو د حقوقو د خونديتابه او د رنګه پوستکي خلکو د پرمختګ لپاره د ملي ټولنې (NAACP) سره يو ځای کار کولو لپاره د خپل کار دايره پراخه کړه، تر څو توپيري چلند له منځه يوسي. د ۱۹۳۰ز لسيزې پر مهال ACLU د پوليسو د ناوړه چلند په وړاندې د مقابلې کولو او د اصلي امريکايانو د حقوقو د ملاتړ په کار کې په مصروفيدو پيل وکړ. د ACLU په ډېرو قضيو کې د کمونسټ ګوند د غړیو او يهوواه د شاهدانو دفاع شاملې وې. په ۱۹۴۰ز کال کې، د ACLU مشرتابه، د مشرتابه له منصبونو څخه د کمونستانو د ايستلو په حق کې رايه ورکړه، دا هغه پرېکړه وه چې به ۱۹۶۸ز کال کې بيا منسوخه شوه. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، ACLU د جاپاني امريکايي اتباعو څخه دفاع وکړه، د توقيف پنډغالو ته په جبري ډول د هغوی د لېږد ناکامه هڅه يې وکړه. د سړې جګړې پر مهال، د ACLU په مرکزي دفتر کې د کمونستانو ضد اشخاص واکمن وو، خو ډېرو سيمه ييزو همکاراانو د کمونست ګوند له غړيو څخه دفاع وکړه.[۷][۸][۹]

تر ۱۹۶۴ز کال پورې يې د غړيو شمېر ۸۰،۰۰۰ ته لوړ شو او ACLU په داسې هلو ځلو کې برخه واخسته، څو مدني ازادۍ پراخې کړي. په ۱۹۶۰ز لسيزه کې، ACLU د خپلو لسيزو اوږدو هڅو ته دوام ورکړ، څو له دولت څخه د کليسا جلا کول په عمل کې راولي. د ويتنام د جګړې پر مهال يې د جګړې ضد ګڼو فعالينو څخه دفاع وکړه. ACLU د مارينډا په قضیه کې ښکېل و، کوم چې د څېړنو پر مهال د پوليسو چلند ته خپله توجه اړولې وه، همدا راز د نيويارک ټايزم په قضيه کې،  کومې چې د حکومتي فعاليتونو په اړه د ورځپاڼو د خبريالانو لپاره نوي خونديتوبونه منځ ته راوړل. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسيزه کې، ACLU په نويو حقوقي سيمو کې قدم کېښود چې په هغې کې د همجنسبازانو، زده کونکو، بنديانو او بې وزلو حقوق شامل و. په يوويشتمه پېړۍ کې، ACLU په عامه ښوونځيو کې د تخليقيت د تدريس سره مقابله وکړه او د تروريزم ضد قوانينو ځينې مادې يې په دې دليل وننګولې چې ګوندې د محرميت او مدني ازادۍ څخه سرغړونه ده. د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ له ټولټاکنو وروسته د دې لپاره د بسپنې راټولولو او غړيتوب کې زياتوالی راغلو او د ACLU اوسنی غړيتوب له يو اعشاريه دوه میليونه څخه لوړ دی.

سازمان[سمول]

لیډرشیپ[سمول]

يو رئيس او يو اجرائيوي مدير د ACLU مشري کوي، په ۲۰۲۱ز کال کې په ترتيب سره ډيبورا اين ارچر او انتوني په دې دندو کار کوي. رئيس د ACLU د مديره پلاوي د مشر په توګه دنده پر مخ وړي، د بسپنې راټولولو مشري کوي او د تګلارو د جوړولو لپاره اسانتيا برابروي. اجرائوي مدير د سازمان د هرې ورځې د چارې اداره کوي. مديره پلاوي له اتيا کسانو څخه جوړ دی چې په دې کې د هر منسلک هېواد استازي او تر څنګ يې په پراخه کې پلاوي شامل دي. د دې سازمان مرکزي دفتر د نيويارک ښار په ښکته منهاتن کې په ۱۲۵ براډ کوڅه، په يوې څلوېښت پوړيزه ودانۍ کې موقعيت لري. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ACLU رهبري د تل لپاره د تګلارو د پرېکړو سره موافقه نه وي؛ د ACLU د مشرتابه تر منځ اختلافات کله کله په سترو بحثونو بدل شي. په ۱۹۳۷ز کال کې، په دې اړوند يو داخلي بحث پيل شو چې ايا د هينري فورډ د اتحادیې د مخالف ادبياتو د وېش له حق څخه ملاتړ وشي که نه. په ۱۹۳۹ز کال کې، په دې اړوند تاوده بحثونه وشول چې ايا د ACLU د رهبرۍ په مقام کې د کمونستانو خدمت منع کړای شي که نه. د ۱۹۵۰ز لسيزې په لومړيو او د سړې جګړې د ميک کارتيزم پر مهال، دا پلاوی د دې موضوع پر سره ووېشل شو چې ايا له کمونستانو دفاع وشي که نه. په ۱۹۶۸ز کال کې، په دې اړه درزونه پيدا شول چې ايا د بينجامين سپارک د جګړې ضد فعاليتونو استازولي وشي که نه. په ۱۹۷۳ز کال کې، په داسې حال کې چې د واټرګيټ رسوايي روانه وه، په لومړي سر کې رهبري په دې سره ووېشل شوه چې ايا د ولسمشر نيکسن د استيضاح غوښتنه او له دندې څخه د هغه د لرې کېدو غوښتنه وشي که نه. په ۲۰۰۵ز کال کې، يو داخلي ټکر منځ ته راغلو، په دې اړوند چې د داخلي لانجو د خپرېدو د مخنيوي لپاره د ACLU په کار کوونکو يو ګيګ قانون (gag rule) عملي شي که نه.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] 

بوديجه[سمول]

د ۲۰۱۴ز کال د مارچ د مياشتې په ۳۱ نېټه د کال په پيل کې، ACLU او ACLU بنسټ په شريکه سره له ملاتړ او مالياتو څخه ۱۰۰.۴ ميلیونه امريکايي ډالره عايد درلود، د مرستو له لارې (۵۰.۰٪)، د غړيتوب د بسپنو له لارې (۲۵.۴٪)، د حقوقي خدماتو بسپنې (۷.۶٪)، وصيتونو له لارې (۱۶.۲٪) او د مالياتو له لارې (۰.۹٪). د حق العضويت پيسې د بسپنې په توګه شمېرل کېږي؛ غړي يې هغه مبلغ ټاکي چې دوی يې په کلني ډول تاديه کوي چې په منځنۍ کچه يې د يو کال پر سر د يو غړي له خوا د اټکل تر مخې پنځوس ډالر وي. د ۲۰۱۴ز کال د مارچ مياشتې په ۳۱ نېټه ختمېدونکي کال کې، د ACLU او د ACLU بنسټ په شريکه سره لګښتونه ۱۳۳.۴ ميليونه امريکايي ډالره و، په پروګرامونو (۸۶.۲٪) لګښت شوی، په اداره (۷.۴٪) او په بسپنو راټولولو (۸.۲٪) لګښت شوی و. (د پانګونې له لارې د عايد په څېر سرچينو څخه، د +$۳۰.۹ ميلیونه په سوچه شتمنيو کې د نورو بدلونونو په نظر کې نيولو څخه وروسته، د سازمان په سوچه شنميو کې $۲.۱ ميلیونه ټوليز کمښت راغلو). د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې موده کې د ACLU بنسټ په منځني ډول د شریکې بوديجې نږدې اويا سلنه او ACLU د نږدې دېرش سلنه د ځان لپاره ځانګړې کړې ده.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. "FAQs". American Civil Liberties Union. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "ACLU History," section: "And how we do it," paragraph 1. American Civil Liberties Union. Retrieved May 9, 2015.
  3. Cooley, Amanda Harmon (2011). "American Civil Liberties Union (ACLU)." Encyclopedia of Social Networks. Ed. George A. Barnett. Thousand Oaks, Calif.: Sage Publications. Vol. 1. pp. 26–27.
  4. "ACLU and ACLU Foundation: What Is the Difference?". American Civil Liberties Union web site. ACLU. مؤرشف من الأصل في September 6, 2007. د لاسرسي‌نېټه September 5, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Krehely, Jeff (2005). "Maximizing Nonprofit Voices and Mobilizing the Public" (PDF). Responsive Philanthropy: 9–10, 15. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر مارچ 4, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه مارچ 10, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  6. "Annual report fiscal year 2007" (PDF). American Civil Liberties Union. د کتاب پاڼې 2. د لاسرسي‌نېټه March 10, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2017-03-23 باندې). Why Free Speech Is Not Enough.
  8. "ACLU History". American Civil Liberties Union (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "About the ACLU". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "ACLU, for first time, elects Black person as its president", Associated Press, 1 February 2021, Retrieved 2 February 2021.
  11. "Anthony D. Romero, Executive Director." American Civil Liberties Union. Retrieved May 9, 2015.
  12. Bylaws of ACLU, Inc., Organizational Policy No. 501 (undated). Article V. Officers, Section 5 (President) and Section 15 (Executive Director). American Civil Liberties Union website (www.aclu.org/financials, "Related Information"). Retrieved May 9, 2015.
  13. (په February 28, 2005 باندې). ACLU is high on Lower Manhattan. New York Daily News.
  14. Walker, pp. 102–03.
  15. Sherman, Scott, "ACLU v. ACLU" Archived 2018-12-04 at the Wayback Machine., The Nation, January 18, 2007.
  16. Walker, pp. 292–94
  17. Walker, pp. 176, 210.
  18. Walker, pp. 132–33.
  19. Walker, pp. 284–85.
  20. American Civil Liberties Union ... Consolidated Financial Report, March 31, 2014. American Civil Liberties Union website, "Financials Archived 2016-09-10 at the Wayback Machine." section, under: "Audited Financial Statements." See also pie chart on ACLU "Finances" page. Retrieved May 9, 2015.
  21. Membership income for the year ending March 31, 2014, was 5.5 million (25.4% of the total ,0.4 million). On its website, under "History," and on 990 Forms, 2010–2013 Archived 2016-09-10 at the Wayback Machine. (part III, 4b, on p. 2; retrieved May 10, 2015) the ACLU states only a rough membership figure of 500,000. Using this rounded figure, the average donation per member for 2014 comes to ,1. Membership fee is not fixed – members donate an amount of their choosing.
  22. American Civil Liberties Union ... Consolidated Financial Report, March 31, 2014, p. 4.
  23. American Civil Liberties Union Annual Report 2014, p. 30. Retrieved May 10, 2015.
  24. Based on total expenses reported on the 990 forms of the Foundation and the Union, respectively; see 990 Forms, 2010–2013 Archived 2016-09-10 at the Wayback Machine., American Civil Liberties Union website, "Financials" section.