د امرخيل غزل
غزل
د ژوند اخرې خاتمې ته به مې نه ورکتل
ترې ویریدمه هدیرې ته به مې نه ورکتل
د ډیرو بندو دروازو په راز خبر ومه چې
د چا پرانستې دروازې ته به مې نه ورکتل
که زه خبر وای چې به ما ته ستا څهره راښيي
که زه خبر وای ائېنې ته به مې نه ورکتل
ما به د ظلم په شپه کښته کړې پردې د کړکۍ
د چا طوفان د چا ډیوې ته به مې نه ورکتل
ما دې سړي ته ّکتل ، ما ته یې نظر مهم و
د ده تر شا تورې سایې ته به مې نه ورکتل
ته مې غوښتلې ، امکاناتو پسې نه ګرځیدم
ته مې په یاد وې ، زمانې ته به مې نه ورکتل
جلاله ! ځان ته به مې هر اختر جامې کولې
د چا شلیدلې لوپټې ته به مې نه ورکتل