د امام نووي
د ستر محدث امام نووي رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه:
دده نوم یحی، کنيت یئ أبو زکریا، لقب یئ محی الدین او دنسب سلسله ېئ پدې ډول ده: یحی بن شرف بن حسن بن حسين بن جمعه بن حزام بن حرلي الحوراني الشامي . او علماؤ په محي الدين، ابو زكريا، شيخ الشافعیه، قطب الاولياء، شيخ الاسلام والمسلمين، عمدة فقهاء والمُحدّثين، او صفوة الاولياء والصالحين باندې نومولی.
پیدايښت: نوموړی د محرم الحرام د میاشت ۶۳۱هـ سنه کې د حوران په نواة ښار کې پیداشوی ، چې له همدې امله ورته نووي ویل کيږي.
په علم مین ماشوم: امام یاسین بن یوسف المراکشي رحمه الله د خپل شاګرد امام يحي بن شرف النووي په اړه وایې: امام النووی به ماشومانو نه پرېښود، لوبو ته به یې مجبوراوه، خو هغه به منډي ورنه وهلې، که د هغوی ټینګار به زیات شو په ژړا به یې ځان ورنه خلاصوه، په دې وخت کې به هم هغه قرانکریم تلاوت کاوه، زما زړه کې له هغه سره ډېره مینه پیدا شوه، هغه دا مهال لس کلن ماشوم و.
پلار به یې دکان کې کېناوه، خو دی به د دکان له کاره په تلاوت زیات بوخت و. استاد ته یې ورغلم، مال امید لرم دا ماشوم به د خپل وخت تر ټولو ښه عالم وي، ډېر زاهد او خلکو ته به ګټه رسوي، هغه راته کړه: ته نجومي یې؟! مال نه، دا خبره الله زما زړه ته القاء کړه. استاد یې زما خبره پلار ته کړې وه او د هغه توجه ورته زیاته شوه. ( المراکشي د امام النووي د تصوف استاد ؤ )
الطبقات الکبری لابن السبکي: ۳۹۶/۸ د منهج تربیة النبویة للطفل، په حواله .
تعلیم او تربیه: لومړنۍ ذده کړي ئې په خپل کلي کې وکړي او چې د قرآن عظیم الشان حفظ او څو ابتدايې کتابونه ئې وويل نو په ۶۴۹هـ کې په ۱۹کلنۍ کې دخپل والدماجد سره د دمشق رواحة مدرسې ته راغلو او دلته ېئ دسترو سترو علماو څخه علم دین حاصل او د کمال درجې ته ورسيد .
نوموړی ګڼ شمير استادان لري چې مشهور یئ دادي:
د علم فقهې استادان ېئ:
کمال الدین اسحاق مغربی، عبدالرحمن بن نوح او نور … اصول فقه ېئ: د علامه قاضی نفیسی صاحب رحمه الله څخه حاصل کړه او علم نحوه ېئ دشیخ احمد مصري او ابن مالک رحمه الله څخه حاصل کړې .
او په علم حديث کې ېئ د شیخ رضي الدین، زین الدین بن عبدالدایم، عمادالدین عبدالکریم حرستاني، عبدالعزیز انصاري او نورو څخه ېئ ذده کړې کړي .
له دې څخه وروسته دعلامه نووی څخه یو ستر متبحر او وسیع النظر عالم جوړ شو او په مختلفو مدارسو کې یئ د استادۍ منسب سمبال کړ ، د تصنیف او تالیف ډير نهايت اهم کارونه ېئ سرته ورسول چې په هغې کې د صحیح مسلم شرح ، تهذہب الاسماء و اللغات ، کتاب الاذکار او ریاض الصالحین شامل دي او دومره اوچت او ستر کتابونه ېئ وليکل چې په زرګونو نه بلکې په لکونو خلک ترې فيضياب شو. علامه عبدالحی لکنوی رحمه الله لیکلي چې: "ورع فی العلوم وصار محققا فی فنونه مدققا فی عمله حافظا للحدیث عارفابانواعه" ، ژباړه: په علومو کې د ډيرو زیاتو حصوصیاتو څښتن ،په فنونو کې محقق، په کمال کې دقیق، حافظ الحديث او داحادیثو له انواعو څخه باخبر ؤ. ستر محدث علامه شمس الدین الذهبي رحمه الله د نوموړي دژوند په هکله وائې: " لازم الاشتغال والتصنیف ونشرالعلم والعبادة والاوراد والصیام والذکر والصبرعلی العیش الخشن فی المأکل والملبس ملازمة کلیة لامزیدعليها،ملبسة ثوب خام وعمامة شيخانية صغيره" ژباړه: نوموړی په تالیف او تصنیف،درس او تدریس،دعلم په نشر او اشاعت،عبادت،وظایف او دالله جل جلاله په ياد کې مشغول ؤ.او په ډيرکم خوراک اولباس ېئ اکتفا کوله دهغه لباس عادي وو او وړه پټکۍ به ئې په سر کوله" .
(تذکرة الحفاظ صفحه۱۴۷)
همدارنګه علامه نووی رحمه الله واده هم نه ؤ کړی، او دوه ځل ورته دحج سعادت په نصيب شوی، نوموړی سریع التصانیف محدث ؤ، په عقيده کې أهل السنة اشعري او په مذهب کې دامام محمدبن ادريس الشافعی رحمه الله مقلد ؤ او ځينو علماو دشافعي مذهب ددريمي طبقي له مجتهدينو څخه ګڼلی.
د امام نووي رحمةالله علیه تالیفات: امام محیی الدین النووي رحمه الله په مختلفو او بیلا بیلو علومو لکه فقه، حدیث ، شرح حدیث، مصطلح الحدیث، لغت، تراجم، توحید او... کې د زیاتو تالیفاتو درلودونکی دی. او د لیکلو یو ځانګړی طرز یې درلود چې ډیر په واضح، ساده او په ښه ډول لوستیدونکی لیکلو هنر یي درلود. د امام شمس الدین الذهبی په وینا، د هغه د لیکلو عبارت د هغه له خبرو کولو هم ساده وو .
د امام نووی تالیفات په لاندې درې برخو تقسیم دي:
① _ هغه تالیفات چې مکمل کړي یي دي. ② _ هغه تالیفات چې د مرګ په راتلو سره ترې نیمګړي پاتې شوي دي. ③ _ هغه تالیفات چې بیرته یي په خپل ژوند کې منسوخ کړي دي.
الف: هغه تالیفات چې مکمل یې سرته رسولي په لاندې ډول دي:
۱. د صحیح مسلم شرحه: د نوموړي له اخیرنیو تالیفاتو څخه شمیرل کیږي چې د ۶۷۴ هجري قمري کال څخه روسته یعنې له خپل وفات څخه دوه کاله مخکې یې لیکلی دی.
۲. الروضة الطالبین ( الروضه): په شافعي فقه کې د هغه له مهمو او معتبرو کتابونو څخه شمیرل کیږي، چې دغه کتاب یې د الشرح الکبیر له کتاب څخه خلاصه کړی او هغه امام رافعي چې په ۶۰۳ کې وفات شوی لیکلی وو. د هغه تالیفات له ۶۶۶ هجري قمري څخه پیل او د ۶۶۹ هجري قمري پورې پای ته رسیدلي دي.
۳. المنهاج: دغه کتاب یې له المحرر څخه خلاصه کړی چې امام رافعي لیکلی دی. د منهاج کتاب د شافعي مذهبه علماو ترمنځ له نورو ټولو څخه ډیر مشهور دی.
۴. ریاض الصالحین: د پیغمبر علیه السلام له غوره او ځانګړو احدیثو مجموعي څخه انتخاب شوی کتاب دی او د غوره عنوانونو په توګه تنظیم او ترتیب شوی دی. دغه کتاب هم ډیر زیات شهرت لري. او زموږ په تعلیمي او تبلیغي نصاب کې داخل دی.
۵. الاذکار المنتخبة من کلام سید الابرار: په دې کتاب کې د شپې ورځې اذکار راوړل شوي دي.
۶. التبیان فی اداب حماه القران: وړوکی یا کوچنی کتاب دی او د قاریانو لپاره په کې رهنما او لارښود راوړل شوی دی.
۸. التحریر فی الفاظ التنبیه: په دې کتاب کې لغتونه او فقهي اصطلاحات راوړل شوي دي.
۹. العمد فی تصحیح التنبیه: په دې کې هغه ملاحظات راغلي چې د التنبیه کتاب کې د امام بغوي شرحه راغلې ده.
۱۰. العمده فی تصحیح التنبیه: دا هم د التنبیه ابو اسحاق شیرازی شرح درلودونکی کتاب دی.
۱۱. الارشاد: دغه کتاب د علوم الحدیث کتاب لنډیز دی او دا کتاب یي بیا هم کوچنی او خلاصه کړی چې نوم یې ورته (التقریب و التیسیر فی معرفه سنن البشیر النذیر) ورکړی دی.
۱۲. بستان العارفین: دا کتاب د تصوف په برخه کې کوچنی کتاب دی.
۱۳. مناقب امام الشافعي: دا کتاب د امام بیهقي کتاب مختصر او لنډیز کتاب دی او له دوه جلدو یي یو جلد ته را لنډ کړی دی.
۱۴. المسایل المنثورة: دا د هغه له فتاوو څخه جوړ کتاب دی چې د هغه د زده کوونکی ابن عطار په واسطه لیکل شوی دی.
۱۵. مسايل تخمیس الغنایم: دا هم د هغه له لیکل شویو کتابونو څخه شمیرل کیږي.
۱۶. تحفه طلاب الفضایل: دغه کتاب کې شامل موضوعات ټول په تفسیر، حدیث ، فقه، لغت او د عربي ژبې په پيژندنه راڅرخي.
۱۷. الاربعین . ۱۸. مختصر اسد الغابة . ۱۹. ادب المفتي و المستفتي . ۲۰. مختصر آداب الاستسقاء . ۲۱. رؤوس المسائل . ۲۲. الترخيص في الاكرام والقيام . ۲۳. مختر التذنيب . ۲۴. مسالة نية الاغتراف . ۲۵. دقائق المنهاج و الروضة.
ب: اوس د هغه تالیفاتو یادونه کوو چې مرګ ورته د سرته رسولو او مکمل کولو فرصت ورنه کړ:
المجموع شرح المذهب: په نهو ۹ جلدونو کې د المذهب کتاب چې د ابو اسحاق شیرازی رحمه الله دی، د هغه شرح راوړل شوې په کې او نیمګړی پاتې شوی. که چیرې دا کتاب مکمل شوی وی ، نو په شافعي مذهب کې به تر ټولو لوی کتاب ګڼل کیده او امام الذهبي په خپل ډول کې بې مثاله کتاب نوم ورکړی.
شرح الوسیط: دا کتاب د امام محمد غزالي رحمه الله له مهمو کتابونو څخه وو ، چې امام نووي د هغه په مفصله شرحه کار شروع کړی و خو مکمل نه شو او نیمګړی پاتې شو .
شرح البحاري: په دې کې یوازې د صحیح البخاري پیل تر (الدین النصیحه) تر باب پورې رسیدلی وو.
تهذيب الاسماء و اللغات .
شرح سنن ابي داود.
الاملاء علي حديث انمالاعمال بالنيات.
كتاب الامالي.
خلاصة في احاديث الاحكام.
طبقات الفقهاء.
التحقيق في الفقه.
ج: په دریمه برخه کې د هغه تالیفات دي چې محوه کړي یي دي.
دباچا په خلاف فتوه:
علامه جلال الدين السیوطی رحمه الله ليکلي چې کله په شام کې شاه ظاهر بیبرس باچا دتاتاريانو سره دجنګ اراده وکړه نو د دښمن سره دمقابلي لپاره ئې درعيت څخه د مال جمعه کولو اراده وکړه دوخت له علماو څخه ېئ فتوه وغوښته ټولو علماو فتوه ورکړه چې باید له رعيت څخه مال راټول شي، خو علامه نووی رحمه الله ددې کار څخه انکار وکړ. باچا ترې دانکار وجه وپوښتله ، نووی رحمه الله ورته وويل:
له تاسر ډير مالونه شته سل وينځي او مريان دډيرې ګاڼي سره لري، ته اول دغه خپل دولتي مالونه مصرف کړه که پوره نه شو نو زه به بيا له رعيت څخه دمال راټول کولو فتوه ورکړم پدې کار سره باچا ډير غوصه شو او بلاخر امام نووی ېئ ددمشق څخه وشړل، علماو باچا ته ډيرسفارشونه وکړل خو امام نووی وويل ترڅو چې شاه ظاهر ژوندی وی ترهغې به زه په دمشق ته رانشم
ژباړن: عزت الله کوټوال