د الیزابیت دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انګلستان په تاریخ کې د الیزابیت دوره د تیوډر په عصر کې د ملکې لومړۍ الیزابت (۱۵۵۸-۱۶۰۳) د واکمنۍ پرمهال ده. ډېری تاریخپوهان د انګلیس په تاریخ کې دا دوره د زرینې دورې په توګه انځوروي. د بریټانیا سمبول (د لویې بریټانیا یوه ښځینه شخصیت) د لومړي ځل لپاره په ۱۵۷۲ ز کال کې وکارول شو، او وروسته د رنسانس په توګه د الیزابیت دورې څرګندولو لپاره چې ملي ویاړ د کلاسیکو ایډیالونو، نړیوالې پراختیا او په هسپانیا کې د بحري بریا له لارې الهام ورکړ، کارول شوی دی.

دا «زرینه دوره» د انګلیسي رینسانس د اوج استازیتوب کوي او د شعر، موسیقۍ او ادب د پرمختګ شاهده ده. دا دوره د خپل تیاتر له امله خورا مشهوره ده، ځکه چې ویلیم شکسپیر او ډیریو نورو داسې ډرامې رامنځته کړې چې د انګلستان د پخواني تیاتر سبک یې مات کړ. دا د پرمختګ دوره له هېواده بهر وه، په داسې حال کې چې په کور دننه، د پروټیسټانټ اصلاحات د خلکو لپاره په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د هسپانوي بحري ځواک له منځه یوړل شو، د منلو وړ و. همداشان د هغې دورې پای و کله چې انګلستان د سکاټلینډ سره د شاهي اتحاد نه دمخه یوه جلا پاچاهۍ وه.[۱]

د الیزابیت دوره له تیرو او راتلونکو واکمنیو سره په کلکه توپیر لري. دا د داخلي سولې یوه لنډه دوره وه چې په تیرې پیړۍ کې یې د رزانو د جګړو، د انګلیسي اصلاحاتو، او د الیزابیت د واکمنۍ نه مخکې د پروټیسټانو او کاتولیکانو ترمنځ مذهبي جګړو، او بیا وروسته د انګلیس کورنۍ جګړې او روانو سیاسي جګړو ترمنځ یې دوام درلود. د پارلمان او پاچاهۍ تر منځ جګړو د اوولسمې پیړۍ پاتې برخه ټوله په برکې ونیوله.

حکومت[سمول]

الیزابیتي انګلستان په دې دورې کې له نظامي اړخه بریالی نه و، خو د لویو ماتو مخه یې ونیوله او یو پیاوړی سمندري ځواک یې رامنځته کړ. په مساوي توګه، دا ویلای شو چې د الیزابیت دوره هغه دوره وه چې هېواد ته یې د اوږدې مودې لپاره عمومي خو نابشپړه سوله راوستله، او په عمومي توګه د هسپانیې د خزانو له کښتیو نه غلا کولو، په لږ دفاع سره په ښارګوټو بریدونه، او د افریقایي غلامانو پلورلو له امله په عمومي توګه یې سوکالي زیاته کړه. تر ۱۵۷۴ ز کال پورې د هغې مالي محدودیت رژیم له پور نه خلاص کړ، او لس کاله وروسته تاج له ۳۰۰۰۰۰ پونډو مازاد يا اضافې نه برخمن شو. [۲][۳][۴]

توپیرونه[سمول]

په دې دورې کې انګلستان ځینې مثبت اړخونه درلودل چې دا یې د معاصر براعظم له اروپایی ټولنو نه جلا کړی و. ربړول یا شکنجه نادره وه، ځکه چې د انګلیس حقوقي سیسټم شکنجه یوازې د قتل یا لویو جرمونو لکه په امانت کې خیانت کولو لپاره ټاکلی و- که څه هم د ځینو فزیکي مجازاتو ډولونه چې ځینې یې خورا سخت وو، ترسره کېدل. د جادوګرانو ځورونه په ۱۵۶۳ ز کال کې پیل شوه، او په سلګونو اعدام شوو. [۵][۶][۷][۸][۹]

روغتیا[سمول]

که څه هم د نفوس یوه کوچنۍ برخه دغلته ځای پر ځای شوې وه، د ټیوډور ښاروالۍ له ګڼې ګوڼې ډکې او غیر صحي وې. هیڅ د فاضله اوبو لپاره ویاله یا کوم سیسټم شتون نه درلود، او کثافات په ساده ډول په کوڅو کې پریښودل کېدل. ژوي لکه موږکان په دې شرایطو کې وده کوله او ډېر وو. په لویو ښارونو کې، لکه لندن، د روغتیا ساتنې د نشتوالي له امله د عامو ناروغیو له ډلې چیچک، شری، ملاریا، ټایفوس، ډیفټیریا، سره تبه، او د چرګ تڼاکې شامل دي.[۱۰]

د تور مرګ ناروغۍ خپریدل په ۱۴۹۸، ۱۵۳۵، ۱۵۴۳، ۱۵۶۳، ۱۵۸۹ او ۱۶۰۳ ز کلونو کې پیښ شوي. د دې ناروغۍ د چټکو خپریدو لامل د موږکانو ډیروالی و چې د دې ناروغۍ لیږدونکو ورږو له خوا اخته شوي و.[۱۱]

د ماشومانو مړینه د مخکینیو او ورستیو دورو په پرتله ټیټه وه، په هرو ۱۰۰۰ ماشومانو کې ۱۵۰ یا لږ مړه شوي دي. په ۱۵ کلنۍ کې یو سړی کولای شي اټکل وکړي چې ۴۰-۵۰ کاله نور ژوند کولای شي.[۱۲][۱۳]

کورونه او استوګنځی[سمول]

ډېری بزګران اجاره کوونکي وو چې په وړو کلیو کې اوسیدل. د پخوانیو پیړیو په څېر د دوی کورونو یوه یا دوې کوټې درلودې، که څه هم وروسته د دې دورې په بهیر کې، چتونه هم کاشي کاري شوو. د ټیوډور د کورونو دیوالونه ډېری د لرګیو، لښتو او ډواب، یا خښتو نه جوړ شوي وو. ډبرې او کاشۍ د شتمنو په کورونو کې ډیر عام وو. ډواب معمولا په اهک سره رنګېده ترڅو چې سپین رنګ واخلي، او لرګي په تور قیر سره رنګول ترڅو د خرابیدو مخه یې ونیسي، خو دا هرڅه د تیوډر په وخت کې نه و؛ وروسته بیا ویکتوریانو دا کارونه ترسره کړه. خښتې په لاس جوړې شوې وې او د عصري خښتو پر پرتله نازکې وې. د لرګیو تیران د لاس په واسطه پرې شوي و، چې د ټیډور کورونو او د تیوډر د سبک کورونو ترمنځ توپیر اسانه کوي، ځکه چې اصلي خښتې مستقیمې نه وي. د ټیوډور د کورونو پورتني پوړونه د ځمکې له پوړونو نه لوی وو، چې یو ډول راکښلی یا راوتلی غوندې ښکاري.[۱۴][۱۵]

ښارونه[سمول]

په ۱۵۵۸ کې د مري ټوډور د مړینې او په ۱۶۰۳ کې د لومړۍ الیزابت مړینې ترمنځ د لندن نفوس له ۱۰۰۰۰۰ نه ۲۰۰۰۰۰ ته لوړ شو. انفلاسیون ګړندی و او د شتمنیو تشه پراخه وه. بې وزله سړيو، ښځو او ماشومانو په ښارونو کې سوال یا ګدایي کوله، ځکه چې ماشومانو به په اونۍ کې یوازې شپږ پنسه ګټلې. کله چې صنعت وده وکړه، ډیریو ځمکوالانو پریکړه وکړه چې خپلې ځمکې د تولیدي موخو لپاره وکاروي، هغو بزګرانو چې هلته ژوند او کار کوه بې ځایه یې کړل. د ټیټې طبقې د مبارزې سره سره، حکومت د سوکالۍ پر ځای په جنګونو او اکتشافي سفرونو باندې پیسې لګولې.

غریبي یا فقر[سمول]

شاوخوا یو پر دریمې برخې نفوس په فقر کې ژوند کاوه، له شتمنو نه تمه کیده ترڅو چې له بې وزلو سره د مرستې لپاره خیرات یا صدقه ورکړي. د تیوډور قانون د وړتیا لرونکو بې وزلو لپاره یعنې هغو کسانو لپاره چې د کار موندنو توان نه لري سخت و. هغه کسان چې د کار موندلو لپاره یې خپل ځایونه پریښودل د ایله ګرد یا ولګرد په نوم یادیدل او سزا ورکول کېده.[۱۶][۱۷][۱۸]

د وړتیا لرونکو بې وزلو لپاره د کاري کور نظر په لومړي ځل په ۱۵۷۶ ز کال کې وړاندیز شوی و.[۱۹]

زده کړه[سمول]

زده کړې په بې ساري توګه د تیوډر په دورې کې پرمختګ وکړ. تر دې وخته لږ ماشومان ښوونځيو ته تلل. هغه کسان هم چې تلل د هغو پلرونه شتمن او د لوړو رتبو څښتنان وو چې د هغوی د فیس ورکولو توان یې درلود. هلکانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې ښوونځيو ته لاړ شي او په ۴ کلنۍ کې یې پیل وکړ، کله چې ۷ کلن شوو د ګرامر ښوونځي ته لاړل. نجونې یا د مور او پلار له خوا په کور کې ساتل کېدې ترڅو د کور په کارونو کې مرسته وکړي یا به دباندې کارکولو لپاره لېږل کېدې ترڅو کورنۍ ته پیسې راوړي. دوی ښوونځي ته نه لېږل کېدې. هلکانو د کار لپاره او نجونو د واده او د کور د سمبالولو لپاره زده کړې کولې، ترڅو چې له واده وروسته وکولای شي د کور او ماشومانو ساتنه وکړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. From the 1944 Clark lectures by C. S. Lewis; Lewis, English Literature in the Sixteenth Century (Oxford, 1954) p. 1, کينډۍ:OCLC
  2. Melissa D. Aaron, Global Economics (2005), p. 25. In the later decades of the reign, the costs of warfare – defeating the English Armada of 1589 and funding the campaigns in the Netherlands – obliterated the surplus; England had a debt of £350,000 at Elizabeth's death in 1603.
  3. Ann Jennalie Cook (1981) The Privileged Playgoers of Shakespeare's London, 1576–1642,, Princeton University Press, pp. 49–96 کينډۍ:ISBN.
  4. Christopher Hibbert (1991) The Virgin Queen: Elizabeth I, Genius of the Golden Age, Da Capo Press, کينډۍ:ISBN.
  5. George Macaulay Trevelyan (1949) England Under the Stuarts, p. 25.
  6. With over 5% of Europe's population in 1600, England executed only 1% of the 40,000 witches killed in the period 1400–1800. William Monter (2004). "Re-contextualizing British Witchcraft". Journal of Interdisciplinary History. 35 (1): 105–111 (106). doi:10.1162/002219504323091252. S2CID 143951415. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. John Edwards (2000). "A Spanish Inquisition? The Repression of Protestantism under Mary Tudor". Reformation and Renaissance Review. 4: 62. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rafael E. Tarrago (2004). "Bloody Bess: The Persecution of Catholics in Elizabethan England". Logos: A Journal of Catholic Thought and Culture. 7: 117–133. doi:10.1353/log.2004.0010. S2CID 170503389. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. J. B. Black, The Reign of Elizabeth: 1558–1603 (2nd ed. 1959) pp. 166–88
  10. "Life in Tudor Times". Localhistories.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Spread of the Plague". BBC. 2002-08-29. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bruce M. S. Campbell (1992). Before the Black Death: Studies in the "Crisis" of the Early Fourteenth Century. Manchester U.P. د کتاب پاڼې 51. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780719039270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Richard Grassby (2002). The Business Community of Seventeenth-Century England. Cambridge U.P. د کتاب پاڼې 94. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521890861. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Life in Tudor Times". Localhistories.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Life in Tudor Times". Localhistories.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. John F. Pound, Poverty and vagrancy in Tudor England (Routledge, 2014).
  17. "Poverty in Tudor Times". Spartacus-Educational.com. مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Paul Slack, Poverty and policy in Tudor and Stuart England (1988).
  19. Martin Pugh (1999), Britain since 1789: A Concise History. La Nuova Italia Scientifica, Roma.
  20. Joan Simon (1970). Education and Society in Tudor England. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521296793. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Alison Sim (2001). The Tudor Housewife. McGill-Queen's Press. د کتاب پاڼي 29–43. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780773522336. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Nelson, William (1952). "The Teaching of English in Tudor Grammar Schools". Studies in Philology. 49 (2): 119–143. JSTOR 4173010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Cressy, David (1976). "Educational Opportunity in Tudor and Stuart England". History of Education Quarterly. 16 (3): 301–320. doi:10.2307/368112. JSTOR 368112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)