د الوتنې تخنیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د الوتنې تخنیک هغه علم یا هنر دی چې د الوتونکو ماشینونو له څېړنې، ډیزاین او جوړولو او په اتموسفیر کې د الوتکو او راکټونو د عملیاتو له تخنیکونو سره اړوند دی. د بریتانیا د هوايي چلند سلطنتي ټولنه "د هوايي چلند هنر، علم او انجنیري" او "د هوايي چلند مسلک (چې فضانوردي هم په کې شاملېږي) تعریفوي.[۱]

که څه هم دا اصطلاح په لومړیو کې یوازې د الوتکې عملیاتو ته کارېده، خو تر هغه را وروسته پراخه شوې ده او ټکنالوژي، سوداګري او د الوتکې نورې اړوندې برخې هم په کې شاملېږي. د «هوايي چلند» اصطلاح کله ناکله د «الوتنې تخنیک» د اصطلاح پر ځای کارول کېږي، خو «د الوتنې تخنیک» په اصطلاح کې د هوايي کښتیو په څېر تر هوا سپکې کښتۍ او بالستیک نقلیه وسایل شاملېږي، په داسې حال کې چې «هوايي چلند» له تخنیکي پلوه داسې نه ده.[۲][۳]

د هوايي چلند د علم یوه لویه برخه د ډینامیک یوه څانګه ده چې ایروډینامیک بلل کېږي، دا برخه د هوا حرکت او له محرکو اجسامو لکه الوتکو سره د هوا د تعامل ډول څېړي.

تاریخچه[سمول]

لومړنۍ مفکورې[سمول]

د هوايي چلند په اړه له هر ډول واقعي پوهې پرته د پرواز یا الوتنې هڅې له پخوا زمانو څخه شوې دي، دا هڅې معمولاً د وزرونو په جوړولو او له یوه برج څخه بل برج ته په الوتلو سره شوې دي چې پایلې یې وژونکې وې.[۴]

ځيرک څېړونکي د دې په لټه کې وو چې د مرغانو الوت وڅېړي او له دې لارې معقوله پوهه ترلاسه کړي. په منځنیو پېړیو کې د اسلام د طلایي دورې علماوو لکه عباس بن فرناس هم دې ته ورته څېړنې وکړې. د اوسنۍ هوايي چلند بنسټګرانو «لیونارډو ډاوینچي» د رنسانس پر مهال او «کیلي» په ۱۷۹۹ کال کې خپلې څېړنې د مرغانو د الوت له څېړلو څخه پیل کړې.[۵][۶][۷][۸]

داسې باور موجود دی چې انسان لېږدوونکي کاغذ پرانونه په لرغوني چین کې په پراخ ډول کارېدل. په ۱۲۸۲ کال کې ایټالوي کاشف «مارکوپولو» د چین د هغه مهال تخنیکونه تشرېح کړل. چینایانو د ګرمې هوا کوچني بالونونه یا فانوسونه او د لوبو داسې وسایل هم جوړول چې څرخېدونکي وزرونه به یې لرل.[۹]

د لومړنیو اروپایانو له ډلې یو کس چې د الوتنې په اړه یې علمي بحث پیل کړی هغه «راجر بیکن» و چې تر هوا د سپک بالون او د رپېدونکو وزرونو د هغې وسیلې لپاره یې د عملیاتو اصول تشرېح کړل چې ده یې په راتلونکي کې د جوړېدو وړاندوېینه کړې وه. ښاغلي بیکن ویل چې د بالون پورته وړونکې وسیله به یې یو «ایتر» وي چې دی یې په ترکیب نه پوهېده.[۱۰]

د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو کې «لیونارډو ډاوینچي» د مرغانو په اړه خپلې څېړنې د څرخېدونکو وزرونو د چورلکې یا هیلیکوپټر په څېر د لومړنیو الوتونکو ماشینونو د طرحو لپاره وغځولې. که څه هم د ده طرحې منطقي وې، خو د اړوند علم پر بنسټ نه وې ولاړې. د څلور کسیزې پېچي هیلیکوپټر په څېر د ده ډېرې طرحې لویې نیمګړتیاوې لري. دی لږ تر لږه دومره پوهېده چې "یو جسم په هوا کې دومره مقاومت کولی شي، څومره یې چې هوا له جسم سره کولی شي". (نیوټن د حرکت درېیم قانون تر ۱۶۸۷ کال پورې نه و خپور کړی.) د ده د تحلیلونو پایله دا شوه چې انساني ځواک په یوازې ځان د الوت لپاره کافي نه دی او په راتلونکو طرحو کې یې د فنر په څېر د میخانیکي ځواک سرچینه شامله وه. د ډاوینچي اثار د ده تر مړینې وروسته له منځه لاړل او تر هغه وخته بیا را څرګند نه‌شول چې د جورج کیلي اثار پرې غالب شول.[۱۱][۱۲]

د بالون الوتنه[سمول]

تر هوا د سپکې الوتنې مدرنه دوره د اوولسمې پېړۍ په لومړیو کې د ګالیله په ازمېښتونو سره پیل شوه، ګالیله په دغو ازمېښتونو کې وښوده چې هوا وزن لري. د ۱۶۵۰ کال په شاوخوا کې «سیرانو ډو برژراک» څو فانتزي ناولونه ولیکل. په دغو ناولونو کې یې د پورته تګ اصل د یوې داسې مادې (پرخې یا شبنم) په مرسته تشرېح کړ چې فکر یې کاوه تر هوا سپکه ده. «فرانچسکو لانا ډټرزي» د سمندر پر سطحه د هوا فشار اندازه کړ او په ۱۶۷۰ کال کې یې لومړنۍ پورته وړونکې وسیله د داسې منځ‌تشو فلزي کرو په ډول وړاندیز کړه چې ټوله هوا ترې ایستل شوې وه. دا تر ځای پر ځای شوې هوا سپک دي او هوايي کښتۍ پورته کولی شي.[۱۳][۱۴]

د ۱۸مې پېړۍ له منځنیو کلونو را وروسته «مونټګولفیر وروڼو» په فرانسه کې د بالون ازمېښت پیل کړ. د دوی بالونونه له کاغذ څخه جوړ شوي وو او لومړني ازمېښتونه یې د بخار په مرسته وکړل چې د پورته وړونګي ګاز په توګه یې کاراوه، دا چې د متراکم کېدو پر مهال دغه بخار پر کاغذ اغېز کاوه، له همدې امله یې ډېر دوام نه کاوه. دوی د بخار د یوه ډول پر ځای پر لوګي تېر وتل او خپل بالونونه یې له ګرمې دودجنې هوا ډکول چې دا یې «الکتریکي لوګی» باله؛ که څه هم دوی د کار پر اصولو سم نه پوهېدل، خو له دې سره سره یې هم بریالي فعالیتونه وکړل. دوی په ۱۷۸۳ کال کې د نمایش د اجرا لپاره د فرانسې د علومو اکاډمۍ ته وبلل شول.[۱۵]

کیلي او د مدرن هوايي چلند بنسټ[سمول]

سر جورج کیلي (۱۷۷۳-۱۸۵۷) د معاصر هوايي چلند بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي. لومړی ځل په ۱۸۴۶ کال کې «د الوتکې پلار» وبلل شو او هانسون بیا «د هوايي الوتنو پلار» وباله. دی لومړنی او رښتینی علمي څېړونکی و چې خپلې څېړنې یې خپرې کړې. په دغو څېړنو کې د لومړي ځل لپاره د الوتنې ځواک او اساسي اصول شامل وو.[۱۶][۴][۱۷]

ده په ۱۸۰۹ کال کې «د هوايي چلند په اړه» یوه رساله خپره کړه. په دې رساله کې یې د هوايي چلند لومړنۍ علمي مسئله څرګنده کړه او ویې لیکل: "ټوله ستونزه په دې حدودو کې محدودېږي، یعنې د دې لپاره چې یوه سطحه د هوا د مقاومت په مقابل کې ټاکلی وزن واخلي". ده پر الوتکه اغېز لرونکي څلور ځواکونه وپېژندل: فشار، پورته تګ، کشېدل او وزن او په خپلو طراحیو کې متفاوت کنټرول او ثبات.[۱۸]

۱۹مه پېړۍ[سمول]

د نولسمې پېړۍ په جریان کې د کیلي نظرونه اصلاح، اثبات او پراخ شول او د «اوټو لیلینتال» په اثارو کې اوج ته ورسېدل.

لیلینتال یو جرمنی انجنیر او سوداګر و چې په «الوتونکي سړي» مشهور شو. دی لومړنی کس و چې د ګلایډر په مرسته یې مستندې، پرله‌پسې او بریالۍ الوتنې وکړې، په دې توګه یې «تر هوا درنه» مفکوره پر واقعیت بدله کړه. ورځپاڼو او مجلو د لیلینتال د الوت عکسونه خپاره کړل چې د الوتونکو ماشینونو د عملي کېدو د شونتیا په اړه یې پر عامه او علمي افکارو ډېره مثبته اغېزه وکړه. [۱۹][۲۰]

د ده د څېړنو په پایله کې د وزر اوسنی مفهوم رامنځته شو. په ۱۸۹۱ کال کې د الوتنې لپاره د ده هڅې د انساني الوت پیل ګڼل کېږي، «لیلینتال نورملسګلاپراټ» د هوايي الوتنې لومړنۍ الوتکه بلل کېږي او «ماشین اېنفابرېک» په نړۍ کې د الوتکو پر لومړني شرکت بدلوي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

اوټو لیلینتال «د هوايي چلند د پلار» یا «د الوتنې د پلار» په توګه یادېږي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د دې برخې د نورو مهمو څېړونکو په ډله کې د «هوراټیو فیلیپس» نوم یادولی شو.

څانګې[سمول]

د الوتنې تخنیک په درېیو لویو څانګو وېشل کېږي چې هوايي چلند، د هوايي چلند علوم او د هوايي چلند انجنیري دي.

هوايي چلند[سمول]

هوايي چلند د الوتنې د تخنیک هنر یا تمرین دی. له تاریخي پلوه هوايي چلند تر هوا د درنې الوتنې په معنا وه، خو دا مهال د بالون او هوايي کښتیو په مرسته الوت هم په کې شاملېږي.

د هوايي چلند انجنیري[سمول]

د هوايي چلند په انجنیرۍ کې د الوتکو ډیزاین او جوړول راځي چې دغو الوتکو ته ځواک ورکول، د کارولو ډول او د خوندي عملیاتو لپاره یې د کنټرول طریقې هم په کې شاملېږي.[۲۹]

د هوايي چلند د انجنیرۍ یوه لویه برخه ایروډینامیک دی چې له هوا څخه د تېرېدو علم بلل کېږي.

په فضايي الوتنو کې د فعالیتونو په ډېرېدو سره دا مهال هوايي چلند او فضانوردي دواړه د هوافضايي انجنیرۍ په توګه سره یوځای کېږي.

سرچينې[سمول]

  1. A Learned and Professional Society Archived 2014-02-09 at the Wayback Machine. (Retrieved 8 March 2014)
  2. "Aeronautics". 1. (1986). Grolier. 226. 
  3. "Aeronautics". 1. (1986). Grolier. 226. 
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Wragg 1974.
  5. Lévi-Provençal, E. (1986). "ʿAbbās b. Firnās". Encyclopaedia of Islam (2nd) I. Brill publishers. 
  6. How Invention Begins: Echoes of Old Voices in the Rise of New Machines By John H. Lienhard
  7. کينډۍ:Cite episode
  8. Lynn Townsend White, Jr. (Spring, 1961). "Eilmer of Malmesbury, an Eleventh Century Aviator: A Case Study of Technological Innovation, Its Context and Tradition", Technology and Culture 2 (2), p. 97-111 [100f.]
  9. Pelham, D.; The Penguin book of kites, Penguin (1976)
  10. Wragg 1974، صص. 10–11.
  11. Fairlie او Cayley 1965، ص. 163.
  12. Wragg 1974، ص. 11.
  13. Ege 1973، ص. 6.
  14. Ege 1973، ص. 7.
  15. Ege 1973، صص. 97–100.
  16. "Sir George Carley". Flyingmachines.org. مؤرشف من الأصل في ۱۱ فبروري ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۰۹. Sir George Cayley is one of the most important people in the history of aeronautics. Many consider him the first true scientific aerial investigator and the first person to understand the underlying principles and forces of flight. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Fairlie او Cayley 1965.
  18. Cayley, George. "On Aerial Navigation" Part 1 Archived 2013-05-11 at the Wayback Machine., Part 2 Archived 2013-05-11 at the Wayback Machine., Part 3 Archived 2013-05-11 at the Wayback Machine. Nicholson's Journal of Natural Philosophy, 1809–1810. (Via NASA). Raw text Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine.. Retrieved: 30 May 2010.
  19. "Killed In Trying To Fly", New York Herald, August 12, 1896, د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. DLR baut das erste Serien-Flugzeug der Welt nach 2017. Retrieved: 3 March 2017.
  21. "Otto-Lilienthal-Museum Anklam". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "The Lilienthal glider project". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Like a bird". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Otto-Lilienthal-Museum Anklam". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "DPMA | Otto Lilienthal". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "In perspective: Otto Lilienthal". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 20 September 2011 باندې). Remembering Germany's first "flying man".
  28. "Otto Lilienthal, the Glider King". 23 May 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Aeronautical engineering Archived 2012-07-27 at the Wayback Machine., University of Glasgow.