Jump to content

د المرابطون سلسله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د المرابطون سلسله د بربر قوم د مسلمانانو یوه سلسله ده چې مرکز یې د نننۍ ورځې په مراکش خاوره کې و. دې سلسلې له ۱۰۵۰مې لسیزې څخه تر ۱۱۴۷ کال پورې داسې یوه سترواکۍ رامنځته کړه چې له لویدیځ مغرب او اندلس پورې غځېدلې وه او بیا د الموحد سلسلې له خوا له منځه ولاړه.[۱][۲][۳][۴]

د المرابطون سلسله د لامتونا، ګودالا او ماسوفا د کوچي بربر قومونو له ایتلاف څخه رامنځته شوه چېرې چې دغو قومونو په نننۍ موریتانیا او لویدیځې سحرا کې ژوند کاوه او د درا، نایجر او سینیګال سیندونو تر منځ به یې تګ راتګ کاوه. مغرب لور ته د هغوی د پراختیا پر مهال،  هغوی په ۱۰۷۰ میلادي کال کې د مراکش ښار خپله پلازمېنه وګرځوله. له دې لږه موده وروسته، دا سترواکۍ په دوو برخو ووېشل شوه: شمالي برخه یې په مغرب کې وه چې مشري یې یوسف بن تشفین او د هغه ځایناستو کوله او سویلي برخه یې په سحرا کې وه چې مشري يې ابوبکر ابن عمر او د هغه ځایناستو کوله.[۵][۶][۷][۸][۹]

المرابطون خپل کنټرول تر اندلس (په ایبریا کې د مسلمانو خاورې) ته وغځاوه او په دغه سیمه کې د مسیحي سلطنتونو د پرمختګ د لنډمهاله توقف له اړخه ډېر حیاتي و، چې په ۱۰۸۶ کال کې د ساګراجاس جګړه تر ټولو بریالۍ جګړه وه. دې جګړې د لومړي ځل لپاره مغرب او اندلس له سیاسي اړخه سره یو موټي کړل او المرابطون یې د مدیترانې په لویدیځ کې د بربر تر مشرۍ لاندې په لومړۍ اسلامي سترواکۍ باندې بدل کړل. د دې سترواکۍ حاکمانو هېڅکله خپل ځانونه خلیفه و نه ګڼل، پر ځای یې ځان ته امیر المسلمین لقب ورکړ او په ورته وخت کې یې په بغداد کې د عباسي خلفای حاکمیت په رسمیت منل. د المرابطون سترواکۍ همداشان د صحرا له سیمې سره په اسلامی کېدو او د مغرب په شهرنشیني کې ډېره مرسته وکړه، په داسې حال کې چې کلتوري پراختیا د اندلس او افریقا تر منځه د اړیکې په رامنځته کېدو سره را وپاریده.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۲][۱۴]

د اوج له یوې وړې دورې وروسته، په اندلس کې د المرابطون ځواک په ۱۱۱۸ کال کې د زاراګوزا د جګړې له بایللو وروسته مخ پر خوړندتیا پیل وکړ. د دوی د سقوط وروستی دلیل د مسمودا په مشرۍ د الموحد بغاوت و چې په ۱۱۲۰مه لسیزه کې د ابن تومرت له خوا په مغرب کې پیل شو. د المرابطون وروستی حاکم، اسحاق بن علی هغه مهال ووژل شو کله چې الموحدانو مراکش په ۱۱۴۷ کال کې ونیو او خپل ځانونه یې د افریقا په شمال او اندلس کې د یوه واکمن ځواک په توګه تثبیت کړ.[۱۵][۱۶]

نوم

[سمول]

د المرابطون اصطلاح د عربي ژبې د المرابط له کلیمې اخیستل شوی، چې په هسپانوي ژبه کې ورته المراوید (almorávide) ویل کېږي.[۱۷]

په عربي ژبه کې المرابط په لغت کې «هغه چا ته ویل کېږي چې غوټه تړي» خو په اصطلاح کې «په کلا کې جګړې ته چمتو کس» ته ویل کېږي. دا اصلاح د رباط له مفهوم سره تړلې ده چې د شمالي افریقا سرحدي صومعه-کلا ته ویل کېږي چې ربط په خپله تړلو یا یو ځای کولو ته وايي او رابط بیا د کمپ وهلو په معنی ده.[۱۸][۱۹]

د المرابطون نوم د مالکي حقوقي مکتب له نوم «دارالمرابطین» سره تړلی ده، چې په سوس الاکسا یعنې ننني مراکش کې د یوه عالم، وجاج بن زلو له خوا جوړ شوی و. ابن زلو خپل شاګرد عبدالله ابن یاسین د ادرار (نننۍ ورځې موریتانیا) د سنهاجا بربریانو ته د مالکي اسلام د تبلیغ لپاره ور ولیږه. له همدې امله د المرابطون نوم د دارالمرابطون له پیروانو څخه را اخیستل شوی ده یعنې «د هغو کسانو کور چې د خدای (ج) په لاره کې یې پیوند خوړلی».[۲۰]

په دقیقه توګه دا مشخصه نه ده چې المرابطون څه وخت او ولې دا نوم ځان ته وټاکه. البکري چې په ۱۰۶۸ کال کې د هغوی له بریاوو وړاندې لیکلي دي، چې پخوا به هغوی ته المرابیتون ویل کېده، خو خپل دلایل یې روښانه کړې نه دي. دری سلیزې وروسته ابن ابی زر وړاندیز وکړ چې دا نوم له پخوا څخه د عبدالله ابن یاسین له خوا ټاکل شوی و، ځکه چې د هغه د تعالیمو پر وړاندې په ادرار (موریتانیا) کې د ګودالا بربریانو تر منځ له مقاومت وروسته، هغه خپل یو شمېر پیروان را ټول کړل او په یوه ساحلي ټاپو (چې احتمال لري د ارګین په خلیج کې د تیدرا ټاپو وي) د یوه ربط (صومعه – کلا) جوړولو کار پیل کړ. ابن ازاري لیکلي دي چې دا نوم د ابن یاسین له خوا هغه وخت وړاندیز شو چې په ۱۰۵۴ کال کې یې د درا په دره کې سخته جګړه وکړه او زیات شمېر زیانونه یې ولیدل او د خپل سرتېرو د مورال لوړولو لپاره یې دا نوم وټاکه چې معنی «په مبارزه کې استقامت» دی. دا که هره توضیح سهي وي، خو داسې ښکاري چې دا نوم د المرابطون له خوا خپل ځان ته ټاکل شوی و او تر ډېره په دې خاطر تر څو له هر ډول قبیله اې یا قومي هویت څخه ځان وساتي.[۲۱][۲۲]

دا نوم کېدای شي د اجلو په کلي (د نننۍ ورځې تیزنیت ته نږدې) د وجاج ابن زولو رباط پورې تړلی وي، چېرې چې د المرابطون راتلونکی روحاني مشر عبدالله ابن یاسین هلته خپلې لومړۍ زده کړې تر لاسه کړي. د ۱۳مې پېړۍ مراکشي بیوګرافي لیکونکيابن الزیات التعدیلي او له هغه وړاندې په ۱۲مه پېړۍ کې قادي ایاد لیکلي دي چې وجاج روزنیز مرکز ته به دارالمرابیتین (د المرابطون کور) ویل کېده او کېدای شي یاسین له همدې څخه الهام خیستی وي او د خپل خوځښت لپاره یې دا نوم ټاکلی وي.[۲۳][۲۴]

تاریخ

[سمول]

منشاء

[سمول]

المرابطون چې ورته کله نا کله «الملثمون» («حجاب لرونکي» چې د عربي له لیتام کلیمې څخه اخیستل شوی چې د «حجاب» معنی ورکوي) ویل کېږي په اصل کې یې رېښه د صحرا د سنحاجا له ګڼو کوچیانیو قبیلو را اخیستل شوې ده چې په سویل کې د سینګال سیند او په شمال کې د درا د سیند تر منځ پرته سیمه کې اوسېدل. د المرابطون لومړنی او اصلي قبیله لامتونا نومیږی. د معاصرو عربي پېښو لیکونکو په وینا لکه الیعقوبی، البکري او ابن حوقل چې په سویلي صحرا کې د اوداغوست (Aoudaghost) سیمه دوی ونیوله. د فرانسوي مورخ شارل انډره ژولین په وینا: «د المرابطون د سترواکۍ اصلي برخه د صحرا د سنحاجا په سیمه کې د لومتونا قبیله وه چې د هغوی د اوسېدو اصلي ځان په موریتانیا کې د ادرار سیمه وه. باور پر دې دی چې د توارګ قوم د هغوی له لمسیانو څخه دي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

دغه کوچیانۍ قبیلې په ۹مه پېړۍ کې په اسلام باندې مشرفې شوې. وروسته په ۱۰مه پېړۍ کې هغوی سره متحد شول او د نویو مسلمان شوو کسانو په شور او شوق سره یې د «سوډانیانو» (د افریقا د سویل صحرا بت پرستو خلکو) پر وړاندې یې ګڼ بریدونه تر سره کړل. سنهاجا لامتونا د خپل پاچا تینباروتان ابن اوسفیشر پر مهال یې د اوداغوست کلا جوړه کړه (یا ونیوه)، کوم چې د صحرا تر منځ د سوداګرۍ د تګ راتګ پر لاره یو مهم مرکز و. د سنهاجا د اتحاد له ړنګیدو وروسته، اوداغوست د غنا سترواکۍ ته ورکړل شو او له صحرا هاخوا لارې بیا له Sijilmasa څخه د  Zenata Maghrawa په مټ ونیول شوي. مغراوا هم د سو او درا له درو څخه د سانهاجا ګازولا او لامتا له شړلو لپاره له دې بې اتفاقي څخه ګټه پورته کړه. په ۱۰۳۵ کال کې، د لامتونا مشر ابو عبدالله محمد بن تیفات (مشهور په تارسینا) هڅه وکړه تر څو د سنهاجا د صحرا قبایل بیا سره یو موټي کړي، خو د هغه سلطنت څه کم دری کاله دوام وکړ.[۳۱][۳۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Norris, H.T.; Chalmeta, P. (1993). "al-Murābiṭūn". In Bosworth, C.E.; van Donzel, E.; Heinrichs, W.P.; Pellat, Ch. (eds.). Encyclopaedia of Islam, Second Edition. Vol. 7. Brill. pp. 583–591.
  2. G. Stewart, Is the Caliph a Pope?, in: The Muslim World, Vol. 21, Iss. 2, pp. 185–196, April 1931: "The Almoravid dynasty, among the Berbers of North Africa, founded a considerable empire, Morocco being the result of their conquests"
  3. Sadiqi, Fatima, The place of Berber in Morocco, International Journal of the Sociology of Language, 123.1 (2009): 7–22 : "The Almoravids were the first relatively recent Berber dynasty that ruled Morocco. The leaders of this dynasty came from the Moroccan deep south."
  4. Bennison 2016، مم. 336, 341.
  5. Messier, Ronald A. (2009). "Almoravids". In Fleet, Kate; Krämer, Gudrun; Matringe, Denis; Nawas, John; Rowson, Everett (eds.). Encyclopaedia of Islam, Three. Brill. ISBN 978-9004181304. ISSN 1873-9830.
  6. Sluglett, Peter; Currie, Andrew (2014). Atlas of Islamic History. Routledge. p. 31. ISBN 978-1-138-82128-6. The Almoravids were an alliance of Sanhaja Berbers from the Guddala, Lamtuna and Massufa tribes, which formed in the 1040s in the area that is now Mauritania and Western Sahara.
  7. Meynier, Gilbert (2010). L'Algérie, coeur du Maghreb classique: de l'ouverture islamo-arabe au repli (698–1518) (in فرانسوي). La Découverte. ISBN 978-2-7071-5231-2.
  8. Extract from Encyclopedia Universalis on Almoravids.
  9. Messier, Ronald A. (2009). "Almoravids". In Fleet, Kate; Krämer, Gudrun; Matringe, Denis; Nawas, John; Rowson, Everett (eds.). Encyclopaedia of Islam, Three. Brill. ISBN 978-9004181304. ISSN 1873-9830.
  10. Gómez-Rivas, Camilo (2014). Law and the Islamization of Morocco under the Almoravids: The Fatwās of Ibn Rushd al-Jadd to the Far Maghrib (in انګليسي). Brill. p. 3. ISBN 978-90-04-27984-1.
  11. Kennedy, Hugh (2016). Caliphate: The History of an Idea (in انګليسي). Basic Books. ISBN 978-0-465-09438-7.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Bennison 2016، م. 61.
  13. Abun-Nasr 1987، م. 87.
  14. Bennison 2016، مم. 43–46, 61.
  15. Bennison 2016، مم. 55–56.
  16. Bennison 2016، مم. 58–61.
  17. "Definition of Almoravid". Lexico Dictionaries | English (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 16 October 2019. بياځلي په 2019-10-15.
  18. Nehemia Levtzion, "Abd Allah b. Yasin and the Almoravids", in: John Ralph Willis, Studies in West African Islamic History, p. 54.
  19. P. F. de Moraes Farias, "The Almoravids: Some Questions Concerning the Character of the Movement", Bulletin de l'IFAN, series B, 29: 3–4 (794–878), 1967.
  20. Messier 2010.
  21. Ibn Abi Zar, p. 81.
  22. Ibn Abi Zar's account is translated in N. Levtzion and J. F. P. Hopkins, eds (2000), Corpus of Early Arabic Sources for West African History, University of Ghana, pp. 239ff. For tentative identification of the ribat, see Moraes Farias (1967).
  23. Ibn al-Zayyat (1220). التشوف إلى معرفة رجال التصوف [Looking to know the men of Sufism]. p. 89.
  24. Qadi Ayyad. ترتيب المدارك وتنوير المسالك لمعرفة أعلام مذهب مالك [Biographies of Eminent Maliki Scholars]. pp. 839–840.
  25. Baadj, Amar S. (2015). Saladin, the Almohads and the Banū Ghāniya: The Contest for North Africa (12th and 13th centuries) (in انګليسي). Brill. p. 13. ISBN 978-90-04-29857-6.
  26. Julien, Charles André (1970). History of North Africa: Tunisia, Algeria, Morocco: From the Arab Conquest to 1830 (in انګليسي). Praeger. p. 77. ISBN 978-0-7100-6614-5.
  27. Willis, John Ralph (2012). Studies in West African Islamic History: Volume 1: The Cultivators of Islam, Volume 2: The Evolution of Islamic Institutions & Volume 3: The Growth of Arabic Literature (in انګليسي). Routledge. pp. 88–90. ISBN 978-1-136-25160-3.
  28. Abun-Nasr, Jamil M. (1971). A history of the Maghrib. Internet Archive. Cambridge [Eng.] University Press. p. 92. ISBN 978-0-521-07981-5.
  29. Baadj, Amar S. (2015). Saladin, the Almohads and the Banū Ghāniya: The Contest for North Africa (12th and 13th centuries) (in انګليسي). Brill. p. 13. ISBN 978-90-04-29857-6.
  30. Brill, E. J. (1993). E.J. Brill's First Encyclopaedia of Islam: 1913–1936. A–Bābā Beg (in انګليسي). Brill. p. 318. ISBN 978-90-04-09787-2.
  31. Julien, Charles André (1970). History of North Africa: Tunisia, Algeria, Morocco: From the Arab Conquest to 1830 (in انګليسي). Praeger. p. 77. ISBN 978-0-7100-6614-5.
  32. Lewicki 1992، مم. 308–309 or pp. 160–161 in 1988 edition.