د المان او شوروي اقتصادي اړيکې ((1934-1941

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په 1933ز کال کې په المان کې واک ته د نازيانو له رسېدو وروسته، د نازي المان او شوروي اتحاد تر منځ اړيکې په چټکۍ سره مخ په خرابېدو شوې. د دواړو خواوو تر منځ سوداګري کمه شوه. د څو کلونو د لوړ کړکېچ او دوښمنۍ وروسته، دواړو حکومتونو په 1939ز کال کې د اړيکو پر ښه کولو پيل وکړ. د همدې کال د اګست په مياشت کې، دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پور د یو تړون تر سره کولو له لارې، خپلې اقتصادي اړيکې پراخه کړې، په داسې حال کې چې شوروي اتحاد د وسلو، پوځي ټيکنالوژۍ او ملکي ماشيندرۍ په بدل کې المان ته مهم خام مواد واستول. دا تړون د مولوتوف-ربینتروپ تړون سره يوځای و، له کوم تړون سره چې پټ پروټوکولونه هم ملګري وو، چې تر مخې يې مرکزي اروپا د دوی تر منځ وېشل کېده، له کوم وروسته چې هم نازي ځواکونو او هم شوروي ځواکونو په هغو سيمو بريدونه وکړل، چې د دوی د نفوذ په ساحه کې داخلې شوې وې.

دې دواړو هېوادونو وروسته د 1940ز کال کې د يو ستر سوداګريز تړون سره خپلې اقتصادي اړيکې لا پراخه کړې. په همدې بنسټ، المان د مهمو خامو موادو د پام وړ مقدار تر لاسه کړ چې په راتلونکو جګړو کې يې ورته اړتيا درلوده، لکه پيټروليم، غلې دانې، ربړ او منګانيز (يو ډول فلز دی)، په داسې حال کې چې بېرته يې شوروي اتحاد ته وسلې، ټيکنالوژي او د توليد ماشينونه واستول. په محوري تړون کې د احتمالي شوروي اتحاد د شموليت په اړوند نه حل کېدونکو خبرو اترو څخه وروسته، دواړو حکومتونو ګڼې شخړې حل کړې او د 1941ز کال د جنورۍ په مياشت کې د المان-شوروي د پولې او سوداګريز تړون له لارې يې خپلې ډېرې اقتصادي راکړې ورکړې سره لا پراخه کړې.

د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړيکې په ناڅاپي ډول هغه وخت پرې شوې، کله چې المان د 1941ز کال د مولوټوف – ربينټروپ تړون څخه سرغړونې کولو سره په شوروي اتحاد بريد وکړ.

مخينه[سمول]

دوديز اقتصاد، لومړۍ نړيواله جګړه او روسي اوښتون (انقلاب)[سمول]

په المان کې د اقتصادي او پوځي فعاليتونو لپاره د مهمو خامو موادو په ګډون د اړینو خامو موادو سرچينې کمې نه وې.

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته، المان په کلني ډول د يو اعشاريه پنځه ميليارده ريخمارکه په ارزښت خام مواد او نور سامان له روسيې واردول. په هر حال، له لومړۍ نړيوالې جګړې مخکې د دواړو هېوادونو اقتصاد ډېر توپير درلود. المان په نړۍ کې دويم ستر سوداګريز اقتصاد ته وده کړې وه، چېرته چې لوړ ماهر افرادي ځواک تر ډېره بريده د خصوصي سکتور تر واک لاندې و. په داسې حال کې چې امپراتوري روسيه له جګړې څخه مخکې پنځوسو کلونو کې لس ځله په زياتې چټکتيا سره نوې شوې وه، خو د هغې اقتصاد بيا هم دولتي فرمانونو پورې تړاو درلود او صنعت يې د تزاري دولت په مټ له نږدې څخه تنظيم کېدو. [۱][۲][۳]

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته المان ته د روسيې صادرات په چټکۍ سره کم شول. سربېره پر دې، د روسيې د 1917ز کال له اوښتون وروسته، نوي کمونستي دولت د ټولو درندو صنعتونو، بانکدارۍ او اورګاډو د لارو ملکيت تر لاسه کړ، په داسې حال کې چې په 1921ز کال کې، نوې اقتصادي تګلارې د کوچنۍ پیمانې توليد او بزګري تقريباً ټول خصوصي سکتور ته پرېښودل. د جګړې له امله د ا لمان ويجاړ شوي اقتصاد هڅه کوله چې بېرته له جګړې څخه مخکې کچې ورسېږي، داسې حال کې چې په 1923 ز کال کې د پيسو پړسوب هم خپل زيان درلود.  [۲][۴][۵]

په شوروي اتحاد کې، يوازې تر 1927ز کال پورې، صنعتي توليد د تزار په واکمنۍ کې نږدې د 1931ز کال کچه تر لاسه کړې وه، خو المان ته د شوروي صادرات تر 1927ز کال پورې لوړ او په کلني ډول تر 433 ميليونه ريخمارکه ورسېدل، له هغې وروسته کله چې د 1920ز لسيزې په منځ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ تړونونه لاسليک شول.[۴][۵][۶]

اقتصاد پوه «نکولای کونډراټيف» ته ويل شوي و چې د شوروي اقتصاد مطالعه کړي، او نوموړي د کرارې احتياطي ودې ملاتړ کړی و، کومې چې د نوي اقتصادي تګلارې د پاتې بازار اقتصاد پر ځای وساته. د 1920ز لسيزې په وروستيو کې، جوزف سټالين اقتصاد مخالف لوري ته يووړ، د شوروي د اقتصاد لپاره يې د خپل پنځه کلن پلان د بشپړې پيمانې اشتراکي صنعت کارۍ بريالي پړاو پيل کړ، کوم چې تر هغه وخته له 80% څخه زيات له خصوصي سکتور څخه جوړ و، له داسې پلانونو سره چې د ازاد بازار ټول پاتې شوني له منځه يوسي. «کونډراټيف» د انقلاب ضد مساوات د تيورۍ په ملاتړ تورن و، له کوم وروسته چې هغه له دندې لرې او له دې امله بندي کړای شو چې کولاک پروفيسر دی. اووري 2004، 406 پاڼه، د نوموړي د اته کلن بند د سزا د پای پر لور، نوموړی دويم ځلې محاکمه شو، او په همدې ورځ د «کمونارکا» د ويشتلو په ميدان کې په ډزو سره اعدام شو.[۴][۶][۷][۸]

د 1930ز لسيزې لومړي کلونه[سمول]

د 1930ز لسيزې په لومړيو کې، د شوروي واردات کم شول، ځکه چې کمونستي نمونې زيات پر ځان بسياوالی تر لاسه کړی و. د شوروي اقتصادي پلان جوړنکې ادارې، د دوښمنو بهرنيو قدرتونو باوجود ډېر ښه شو. له دې وروسته داسې یو سيستم و، په کوم کې چې د ملي حسابونو او اقتصادي اقداماتو ډېره مناسبه ارزونه شامله وه. په ګوسپلان کې راغليو بدلونونو د هغې فعاليت لا پسې ښه کړ.[۹][۱۰]

که څه هم د پخوانيو کچو په پرتله د شوروي په صنعتي پيداوار کې د پام وړ زياتوالی راغلی و، د المان په حکومت د شوروي د بې باورۍ له امله، په 1934ز کال کې، المان ته د شوروي صادرات 223 ميليونه ريخمارکو ته راښکته شول. سره له دې چې د شوروي اتحاد تر واک لاندې نفوس د المان د نفوس دوه برابره و، بيا هم د هغې صنعتي پيداوار وروسته پاتې و، لامل يې د پخواني تزار حکومت وروسته پاتې ماهيت او له جوړېدو وروسته په شوروي اتحاد د لوېديځو قدرتونو او نورو له خوا بريدونه وو.د شوروي د پولادو پیداور، د 1933ز کال په ستر رکود کې د المان د اقتصادي زوال پر مهال تقريباً زیات شو. لاندې له 1912 څخه تر 1933ز کال پورې له شاهي روسيې او شوروي اتحاد څخه د المان واردات دي: [۴][۱۱][۱۲][۱۳]

کال له روسيې/شوروي اتحاد څخه واردات* کال له روسيې/شوروي اتحاد څخه واردات
1912 1,528 1928 379
1913 1,425 1929 426
1923 147 1930 436
1924 141 1931 304
1925 230 1932 271
1926 323 1933 194
1927 433
*ميليونه ريخمارکه

له دې امله چې نازي دولت له متحده ايالاتو او انګلستان سره په پراخه کچه سوداګري درلوده، المان ته د شوروي صادرات د المان د وارداتو ډېره کمه سلنه وه. په همدې وخت کې، شوروي په عموم کې په بهرنيو رانيونکو کې ډېره کمه لېوالتيا درلودله.[۱۴]

نازي دور او په اړيکو کې خرابوالی[سمول]

واک ته د نازیانو رسېدل[سمول]

واک ته د نازي ګوند رسېدلو د المان او د شوروي اتحاد تر منځ کړکېچ زيات کړ، د نازي د توکميزې ايډيالوژۍ سره چې شوروي اتحاد فکر کاوه، دا ايډيالوژي د توکميز سلاوي " untermenschen" (نيمه انسان) څخه ډکه ده، چې د دوی د يهودي بالشويکي بادارانو له خوا ورباندې حکومت کېدو. په 1934ز کال کې، هټلر د «pan-Slav ideals» (د سلاو قومي ارمانونه) پر ضد د يوې حتمي جګړې په اړه خبرې وکړې، په کومه جګړه کې به چې بريا، په نړۍ د تلپاتې واکمنۍ لامل وګرځي، که څه هم نوموړي وويل چې دوی به د دې لارې يو څه برخه له روسانو سره يوځای ووهي، که دې کار له دوی سره مرسته کوله. دا احساسات تقريباً د هټلر د 1925ز کال د «Mein Kampf» د ليکنو انعکاس دی، په کومو کې چې نوموړي ويلي و چې د المان تقدير د ختيځ پر لور هغه ډول تاوېدل دي، څه ډول يې چې شپږ سوه کاله مخکې کړي وو، او په روسيه کې د يهوديانو واکمني به همدا راز د يو دولت په توګه د روسيې پای وي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Ericson 1999، صص. 1–2.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Ericson 1999، صص. 11–12.
  3. Hehn 2005، ص. 15.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ Overy 2004، ص. 397.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Overy 2004، ص. 396.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Ericson 1999، صص. 14–15.
  7. Overy 2004، ص. 400.
  8. Overy 2004، ص. 406.
  9. Overy 2004، ص. 410.
  10. Overy 2004، ص. 408.
  11. Ericson 1999, p. 187
  12. Overy 2004، ص. 398.
  13. Hehn 2005، ص. 212.
  14. Wegner 1997، ص. 19.
  15. Bendersky 2000، ص. 177.
  16. Shirer 1990، ص. 716.
  17. Rauschning 2006، صص. 136–137.
  18. Müller او Ueberschär 2002، ص. 244.