د المان او جاپان اړيکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د المان او جاپان تر منځ اړيکې د پروس له لورې (چې په ۱۸۶۶/۱۸۷۰ز کالونو کې يې د الماني سترواکۍ جوړښت ولوټه) له جاپان څخه په لومړۍ سفارتي ليدنې سره ۱۸۶۱ز کال کې په رسمي ډول رامنځته شوې. جاپان د ۱۸۶۷ز کال له ميجي بيارغونې “Meifi Restoration” څخه وروسته په چټکۍ سره عصري شو، چې زياتره وختونه يې د سخت فکري او کلتوري بدلون له لارې له الماني موډلونو څخه ګټه پورته کوله. وروسته له هغې چې جاپان په ۱۹۰۰ کال کې ځان له انګليستان سره متحد کړ، المان او جاپان يې له امله په لومړۍ نړيواله جګړه کې دښمنان شول. جاپان په ۱۹۱۴ز کال کې الماني سترواکۍ باندې جګړه اعلان کړه او چين او ارام سمندر کې يې د المان مهم ملکيتونه ونيول.

په ۱۹۳۰ز لسيزه کې دواړو هېوادونو د يو بل د سيمو پر وړاندې ظالمانه فوځي کړه وړه غوره کړل. دا چاره د اړيکو د بيا ټينګولو او په پای کې د سياسي او فوځي اتحاد لامل شوه، چې متحد هېواد «ايټاليا» يې په کې ځای ورکړ. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال که څه هم ياد اتحاد د متحدينو تر منځ د سترو واټنونو له امله ټاکلی يا محدود و، د ډېری برخې لپاره جاپان او المان بېلې بېلې جګړې وکړې او په پای کې يې په بېل يا ځانګړي ډول غاړه کېښوده.

له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د دواړو هېوادونو اقتصاد چټکه بيارغونه وازمايله؛ دوه اړخيزې اړيکې چې اوس پر اقتصادي موضوعګانو باندې متمرکز وې، ژر بېرته جوړې شوې. نن ورځ جاپان او المان په ترتيب سره د نړۍ درېيم او څلورم لوی اقتصادونه دي او د سياسي، کلتوري، پوهنيزې او اقتصادي ملګرتيا له زياتو ډولونو څخه ستره ګټه تر لاسه کوي.

د بيرتيلسمان فونډېشن پول “Bertelsmann Foundation Poll” يا د بيرتيلسمان بنسټ د ۲۰۱۲ز کال د وروستۍ رای شمېرنې له مخې المانيان جاپان ته په مثبت ډول په درنه سترګه ګوي او ياد ملت لږ سيال او زيات ملګری ګڼي. المان په اړه د جاپانيانو نظر هم مثبت دی او ۹۷٪ المان ته په مثبت او يوازې درې سلنه په منفي ډول ګوري. [۱]

تاريخچه[سمول]

لومړۍ اړيکې او د جاپان د ګوښه کېدنې يا انزوا پای (له ۱۸۷۱ز کال څخه وړاندې)[سمول]

د جاپان او المان تر منځ اړيکې له توکيوګاوا شوګيونېټ ‘Tokugawa Shogunate’ (۱۶۰۳-۱۸۶۸زکال) څخه پيلېږي او دا هغه مهال و، چې المانيان د هالنډ په پلوۍ د ختيځ هند هالنډي شرکت لپاره د کار کولو په موخه جاپان ته ورسېدل. لومړني غوره مستند دليلونه په ترتيب سره ۱۶۹۰ او ۱۸۲۰ ز لسيزو کې د انګيلبيرټ کايمپفر “Engelbert Kaempfer” (۱۶۵۱-۱۷۱۶ز کال) او فيليپ فرانز بالتاسار اون سيبولډ “Philipp Franz Balthasar von Siebold” (۱۷۹۶-۱۸۶۶ز کال) ډاکترانو دي. دواړو ډيجيما کې د هالنډ د سوداګريزې پوستې له رئيس سره ايډو “Edo” ته د زور يا جبري سفر پر مهال شوګن “Shogun”’ ته د درناوي لپاره لاړل. سيبولډ د “Nippon, Archiv zur Beschreibung von Japan” (نيپون، د جاپان د تشرېح ارشيف) نومي کتاب ليکوال شو، چې شلمه پېړۍ کې د جاپان په اړه د معلوماتو له خورا ارزښتناکو سرچينو څخه دی؛ نوموړي له ۱۹۷۹ز کال راهيسې خپلې هغه لاسته راوړنې چې په خپل وياړ يې د المان له لورې د کالني انعام په ورکړې سره پېژندل شوې وې، جاپاني پوهانو ته ورکړې. له جاپان څخه د اون سيبولډ دويمه ليدنه (۱۸۶۲-۱۸۵۹زکال) يو ناورين ځکه شو، چې نوموړي جاپان کې د هالنډي سياست د اغېزمنولو هڅه وکړه او کوښښ يې وکړ، چې ياد هېواد کې د سياسي استازي په توګه يوه تل پاتې دنده تر لاسه کړي.[۲][۳]

په ۱۸۵۴ز کال کې متحده ايالتونو کانګاوا کنوانسيون “Convention of Kangawa” کې جاپان باندې فشار راوړ، چې د جاپان ګوښه کېدنه يا بېلوالی يې پای ته ورسوله. دا د جاپاني ولس له لورې ځکه يو نابرابر تړون ګڼل شوی و، چې متحده ايالتونو د جاپان د زياتره امتيازونو په بدل کې ورته امتيازونه ورنه کړل. په زياتو حالتونو کې جاپان په اغېزناک ډول د خورا سيمه ييزتوب نظام ته اړ شوی و، چې باندنيو اوسېدونکو لپاره يې لاره هواره کړه، چې د جاپان د حقوقي نظام پر ځای د خپلې استازولۍ يا کونسلي محکمو ته غاړه کېږدي، سوداګرۍ لپاره بندرونه پرانيزي او وروسته ان عيسوي مذهبي مبلغانو ته هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکړي. د جاپان د ګوښه کېدنې له پای ته رسېدلو څخه لږه موده وروسته د شوګيونېټ پای “End of Shogunate” په نوم دوره کې، لومړني الماني سوداګر جاپان ته ورسېدل. په ۱۸۶۰ ز کال کې کنت فريدريک البريکت زو ايولينبرګ د پروس د سفير په توګه جاپان ته د ايولينبرګ ټولګي يا هئيت “Eulenburg Expedition” مشري وکړه؛ پروس هغه وخت په الماني کنفدراسيون کې مخکښ سيمه ييز دولت و. له څلور مياشتو خبرو اترو څخه وروسته يو بل نابرابر تړون، چې په رمسي ډول دوستۍ او سوداګرۍ ته ځانګړی شوی و، ۱۸۶۱ز کال کې د پروس او جاپان تر منځ لاسليک شو. [۴][۵]

سره له دې چې د هغو ګڼو نابرابرو خبرو اترو له ډلې ګڼل کېدې، چې د يادې مودې پر مهال جاپان باندې تپل شوې وې، مګر بيا هم د ايولينبرګ ايسکپيډېشن په نوم هئيت او د دوستۍ او سوداګرۍ د تړون لندمهاله او اوږدمهاله دواړه پايلې نن ورځ د جاپان او المان د رسمي اړيکو د پيل په توګه ستايل کېږي. د خپلې ۱۵۰ کاليزې د يادولو په موخه د ۲۰۱۰ز کال له مني څخه د ۲۰۱۱ز کال تر مني پورې المان او او جاپان دواړو هېوادونو کې پېښې (نمانځونډې) تر سره شوې او هيله يې درلوده، چې د راتلونکي لپاره د يو پل جوړولو په موخه د دوی د عمومي تېر وخت خزانې يا سرچينو لوړې کړي. [۶]

پروس کې د جاپان سياسي ماموريت[سمول]

په ۱۸۶۳ز کال کې توکيو څخه د ايولينبرګ له کتنې څخه درې کالونه وروسته د پاچا لومړي ويليم پروسي محکمې ته يو شوګيونال Shogunal” استازی راورسېد او برلين کې يې په شاندارو مراسمو سره هر کلی وشو. وروسته له هغې چې تړون لاسليک شو، ماکس اون براندت “Max von Brandt” جاپان کې د پروس لومړنی سياسي استازی شو، چې له پروس څخه وړاندې ورته له ۱۸۶۶ز کال څخه وروسته شمالي المان کنفدراسيون او په ۱۸۷۱ز کال کې نوې رامنځته شوې الماني سترواکۍ هم خپل استازي استولی وو. [۷]

په ۱۸۶۸ز کال کې توکيوګاما شوګيونېټ تړون له منځه ولاړ او د سترواک ميجي “Emperor Meiji” تر مشرۍ لاندې د جاپان سترواکي رامنځته شوه. ټينو کورنۍ ته د واک په لېږد سره جاپان له لويديځو قدرتونو سره د نابرابرو تړونونو د نه منلو غوښتنه وکړه او په پايله کې يې يوه کورنۍ جګړه رامنځته شوه. د دې نښتې پر مهال د وسلو الماني سوداګر هينري شنيل سلا وکړه او د ناکاوکا ډايميو “daimyo of Nagaoka” ته يې وسلې برابرې کړې، چې د د شوګيونېټ سيمې واکمن و. يو کال وروسته جګړه د توکيوکاوا په ماتې او د نابرابرو تړونونو په اړه له سره په خبرو اترو پای ته ورسېده. [۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Finanznachrichten – Börse & Wirtschaft aktuell". www.wallstreet-online.de. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Eberhard Friese: Philipp Franz von Siebold als früher Exponent der Ostasienwissenschaften. = Berliner Beiträge zur sozial- und wirtschaftswissenschaftlichen Japan-Forschung Bd. 15. Bochum 1983 کينډۍ:ISBN
  3. "Siebold-Preis". Tokyo.daad.de. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bert Edström, Bert. (2000) The Japanese and Europe: Images and Perceptions, p. 101
  5. Louis M. Cullen. A History of Japan 1582–1941: Internal and External Worlds (2003 ed.). Cambridge University Press. کينډۍ:ISBN
  6. German Consulate General Osaka-Kobe: 150 Years Germany-Japan: Friendship with Future
  7. Masako Hiyama: "Max von Brandt (1835–1920)". In: Brückenbauer. Pioniere des japanisch-deutschen Kulturaustausches (Berlin: Iudicium, 2005). کينډۍ:ISBN
  8. Donald Keene, Emperor of Japan: Meiji and His World, 1852–1912 (Columbia UP, 2005). کينډۍ:ISBN; p. 142
  9. Adachi Yoshio 阿達義雄. Kaishō Suneru to Boshin Niigata kōbōsen 怪商スネルと戊辰新潟攻防戦. Niigata: Toyano Shuppan 鳥屋野出版, 1985