Jump to content

د المان اقتصادي تاريخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د ۱۹ پېړۍ تر لومړيو پورې المان چې د ګڼ شمېر هغو ايالتونو اتحاد و چې د اندازې او پرمختګ له مخې يې توپير درلود، خپله له صنعتي کېدلو څخه وړاندې ځانګړتيا وساتله، چې سوداګري په کې يو شمېر ازادو ښارونو ته نږدې متمرکز شوه. د ۱۸۴۰ ز لسيزې پر مهال د رېل ګاډي شبکې له پراخه پرمختګ څخه وروسته چټکه اقتصادي وده او عصريتوب د صنعتي کېدلو لامل شو. په ۱۹۰۰ کال اروپا کې تر ټولو لوی اقتصاد المان په څو مهمو برخو لکه کيمياوي صعنت او د فولادو توليد کې بنسټيز دريځ رامنځته کړ. د توليد لوړه وړتيا، تل پاتې سيالي او د خونديتوب پلوي وروستي سياستونه چې له متحده ايالتونو اوړ برتانيې سره يې مبارزه وکړه، اړينې ځانګړتياوې وې. [۱][۲][۳][۴]

د دويمې نړيوالې په پای ته رسېدول سره د هېواد اقتصادي زيربنا په بشپړ ډول ويجاړه شوې وه. لويديځ المان د مارشال پلان له مخې په برابر شوي مالي ملاتړ او د اقتصاد وزير “Ludwig Erhard” د اقتصادي اصولو په لارښوونې سره د بيارغونې خپله خپرونه پيل کړه، چې د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ ز لسيزو پر مهال په اقتصادي حيرانونکې پېښه “economic miracle” کې وځلېده. د ختيځ المان وروسته پاتې کېدونکي اقتصادي اسانتياوې (تاسيسات) د جګړې د بدلو يا جبران پلان د لومړيو ګامونو د يو ګام په توګه د شوروي د اشغال اشغالګر ځواک له لورې ويجاړ شول. ختيځ المان د سوسياليست پلان شوي اقتصاد د ختيځ بلاک يا “Eastern Bloc” نظام کې راونغاړل شو. دا هېواد د ژوند د معيارونو په برخه کې خورا شاته ولوېد او تر هغې وخته پورې يې خورا لوړه صنعتي ککړتيا درلوده، چې په پای کې په ۱۹۹۰ ز کال کې د لويديځ المان له لورې په ځان پورې وتړل شو او د پانګوالۍ تر چتر لاندې بېرته ورغول شو. [۵]

معاصر المان په ۲۰۱۷ ز کال کې د ۳،۶۷ تريليون امريکايي ډالر ناخالص کورني توليد په لرلو سره په اروپا کې د موټرانو، ماشين الاتو، درمل او کيمياوي او برېښنايي توليداتو غوندې د لوړ کيفيت لرونکو توکو د ستر لېږدونکي په توګه په لوی ملي اقتصاد کې خورا ماهر کاري ځواک په دندو ګوماري. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د منځنيو پېړيو المان

[سمول]

د منځنيو پېړيو المان چې د شمالي اروپا په ازادې درې “Northern European Plain” کې پروت دی، په سلګونو سيالو پاچاهيو، د شهزاده تر لانس لاندې سيمو، ديوکي پاچاهيو/ديوکيانو، بيشوپرېکس/ډايوسيسيس او ازادو ښارونو باندې ووېشل شو. اقتصادي ښېرازۍ د جغرافيوي پراختيا معنا نه درلوده، مګر له نورو ځينو سره د مرستې، نور سره د سيالۍ او د حکومت، سوداګرۍ او توليد په منځ کې د دنني پوهاوي غوښتنته يې کوله. د المان د سياسيو فوځي او اقتصادي ناڅرګندتيا په ازمايښت کې د ساتنې هيله هم پيدا شوه. [۱۱]

ښارګوټي او ښارونه

[سمول]

د المان د سيمو ټول نفوس په ۱۰۵۶ ز کال کې د درېيم هنري د پای په وخت کې نږدې له ۵ تر ۶ ميليون پورې او په ۱۱۹۰ ز کال کې د فريدريش بارباروسا “Friedrich Barbarossa” له واکمنۍ څخه وروسته نږدې له ۷ څخه تر ۸ ميليون پورې اټکل شوی و. زياتره اوسېدونکي بزګران وو، چې د اشرافو او روحانيونو تر واک لاندې “serfdom” ښار کې استوګن وو. ښارګوټي وار په وار راڅرګند شول او په ۱۲ پېړۍ کې د سوداګريزو لارو په اوږدو او د سترواکۍ کوټ او کلاګانو ته نږدې زيات نوي ښارونه جوړ شول. ياد ښارګوټي د ښاري حقوقي نظام تر لاس لاندې وو. د “Cologne” غوندې ښارونو چې د سترواک ازاد ښارونو “Imperial Free Cities” دريځ يې تر لاسه کړی و، ځايي ځمکوالو يا اشقفانو ته نو ځواب ويونکي نه وو، مګر له دليل پرته د سترواک تابع وو او له سترو سوداګريزو او قانوني ازاديو څخه يې خوند واخيست. ښارګوټي د اشرافو د يوې شورا له لورې اداره کېدل، چې په عمومي ډول سوداګريز روڼ اندي وو. کسبګرو د ګډو ګټو ټولنې جوړې کړې، چې د سختو اصولو له مخې اداره کېدلې او د ښارونو د واک تر لاسه کولو هيله يې درلوده، چې يو څو يې د ښځو پر مخ هم پرانېستې وې. ټولنه ډول ډول يا متنوع شوې وه، مګر د روحانيونو، ډاکترانو، سوداګرو، د کسب ګرو بېلابېلو ټولنو، د نامسلکي ورځ مزدورانو او بزرګرانو په معلومو ټولګيو وېشل شوې وه. بېوزلو وګړو ته بشپړ تابعيت نه ورکول کېده. سياسي کړکيچونه د ماليې ټاکنې، دولتي لګښت، د سوداګرۍ د کړنلارې او د بازار د څارنې او همدارنګه د شرکت خپلواکۍ د خنډونو له مسائلو له څخه راپورته شول. پر راين “Rhine” سيند باندې د “Cologne” مرکزي درک دا ښار د ختيځ او لويديځ تر منځ د سترو سوداګريزو لارو په څلورلارې کې ځای کړ او د کولوګني د ودې بنسټ و. د منځنيو پېړيو او د معاصرو پېړيو د لومړيو د کولوګني اقتصادي جوړښتونه پر راين سيند باندې د يو ستر بندر او د لېږد رالېږد د مهمې برخې په توګه د ښار د دريځ له مخې مشخص کېده. دا ښار د خپلو اوسېدونکو له لورې اداره کېده. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د هانسيټيک اتحاد

[سمول]

د هانسيټيک اتحاد په شمالي او مرکزي اروپا کې د ښارګوټو او ښارونو د سوداګرو ټولنو يو سوداګريز او دفاعي اتحاد و، چې په بالتيک سمندرګي، شمال سمندرګي او د منځنيو پېړيو د وروستيو پر مهال (له ۱۲ څخه تر ۱۵ پېړۍ) يې د بېړۍ چلولو وړ نښتل شويو سيندونو په اوږدو کې پر سمندري سوداګرۍ باندې واکمني وکړه. د اتحاديې هر غړي ښار د خپل حاکميت قانوني نظام ته پاملرنه کوله او له ازاد سترواک ښارونو څخه پرته يې يوازې ټاکلې سياسي خپلواکي درلوده. د ګډو ګټو ټولنې چې د “Lubeck” او “Hamburg” ښارونو په يوې هوکړې سره يې فعاليت پيل کړ، د خپلو اقتصادي پانګو د پياوړتيا او يو ځای کولو لکه د سوداګريزو لارو خوندي کول او د ماليې لومړيتوبونو، د بيو د اداره کولو او غوره خونديتوب او د خپلو سيمه ييزو توکو د بازار موندنې په موخه سره يو ځای شوې. د سترواکۍ دننه د سوداګرۍ مهم مرکزونه لکه پر راين سيند باندې کولوګني او په شمال سمندرګي باندې بريمين “Bremen” له اتحاديې سره يو ځای شول، چې دا چاره د ستر ديپلوماتيک درناوي لامل شوه. د خوښې وړ منشورونه چې زياتره وختونه ځانګړي وو او د ستر اقتصادي پټ ځواک لپاره د بېلابېلو ځايي شهزاده ګانو له لورې په رسميت پېژندل شوي وو، د سوداګريزو عملياتو لپاره ورکول شول. هانسيټيک اتحاد د خپلې ودې پر مهال په لويديځ کې د لندن او ايدنبرګ تر منځ ختيځ کې “Novgorod” او ناروې کې “Bergen” ته په حقيقت کې ټولو ښارونو کې سوداګريز چارځايونه يا پوسټونه او “kontors” په خپل واک کې وساتل. د ۱۴ پېړۍ په وروستيو کې ياد ځواکمن اتحاد د اړتيا په حالت کې فوځي وسايلو سره خپلې ګټې پر مخ وېوړې. دا حالت له ۱۳۶۱ څخه تر ۱۳۷۰ ز کال پورې د ډنمارک له خپلواکۍ پاچاهۍ سره په يوه جګړه کې اوج ته ورسېد. د هانسيټيک اتحاد اصلي ښار “Lubeck” پاتې شو، چې په ۱۳۵۶ ز کال په کې لومړنی غذايي رژيم تر سره او رسمي جوړښت يې اعلان شو. ياد اتحاد له ۱۴۵۰ زکال څخه وروسته د يو شمېر عواملو له امله له منځه ولاړ. لکه: د ۱۵ پېړۍ کړکېچ، د ستر سوداګريز واک پر لور د سيمه ييزو لاردانو بدلېدونکي سياستونه، د سپينو زرو کړکېچ “silver crisis” او د يوروشيا په پراخه سوداګريزه شبکه کې ژۍ ته کېدنه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۳۴۷ او ۱۳۵۱ ز کالونو تر منځ المان او اروپا د تور مرګ “Black Death” وبا د خورا سخت پيل ښکار شو. ياده وبا سره له دې چې د اټکل له مخې له ۳۰ څخه تر ۶۰ سلنه اروپايي نفوس د ناڅاپه مړينې لامل شوه، د پراخه ټولنيز او اقتصادي ګډوډۍ او ژورې مذهبي ناخوښۍ او تعصب لامل هم شوه. لږه کۍ ډلې او په ځانګړي ډول يهوديان پړ، په نښه شوي او تر بريد لاندې نيول شوي وو. د پايلې په توګه زياتو يهودانو سيمه پرېښوده او په ختيځه اروپا کې استوګن شول. د نفوس د لويو برخو مړينه د کاري ځواک د ستر سقوط لامل شوه. انساني ځواک لږ پيداکېدونکی توکی شو او د منځنۍ کچې يا اوسط کارکونکو ټولنيز او اقتصادي حالت ځکه د څو پېړيو لپاره وده وکړه، چې ګومارونکي د لوړې اجورې ورکولو ته اړ ايستل شوي وو. [۲۳][۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Mitchell, Allan (2006). The Great Train Race: Railways and the Franco-German Rivalry, 1815-1914. Berghahn Books. ISBN 978-1-84545-136-3.
  2. Fred Aftalion, Otto Theodor Benfey. "A History of the International Chemical Industry". University of Pennsylvania Press. Archived from the original on September 1, 2020. نه اخيستل شوی April 4, 2019. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  3. Haber, Ludwig Fritz (1958), The Chemical Industry During the Nineteenth Century
  4. James, Harold (2012). Krupp: A History of the Legendary German Firm. Princeton University Press.
  5. "The U.S. State Department Analyzes the Soviet Note on Berlin". German History in Documents. نه اخيستل شوی April 13, 2019.
  6. "Germany". CIA World Factbook. Central Intelligence Agency. نه اخيستل شوی October 6, 2011.
  7. Anna M. Cienciala. "Lecture Notes 17. Eastern Europe 1945-1956: Population Shifts; The Cold War and Stalinization; the Balkans; Poland and Hungary in 1956; Czechoslovakia 1968". Web Ku Edu. نه اخيستل شوی April 13, 2019.
  8. "The Economic History of Germany". Sjsu Edu. نه اخيستل شوی April 13, 2019.
  9. Jaap Sleifer (July 7, 2014). Planning Ahead and Falling Behind: The East German Economy in Comparison with West Germany 1936-2002. De Gruyter. pp. 49–. ISBN 978-3-05-008539-5.
  10. "Germany's capital exports under the euro | vox". Voxeu.org. August 2, 2011. Archived from the original on February 22, 2014. نه اخيستل شوی August 13, 2014.
  11. Horst Fuhrmann, Germany in the High Middle Ages (Cambridge University Press, 1986)
  12. Horst Fuhrmann (October 9, 1986). Germany in the High Middle Ages: C.1050-1200. Cambridge University Press. pp. 11–. ISBN 978-0-521-31980-5.
  13. Robert C. Allen. "Economic structure and agricultural productivity in Europe, 1300-1800, page 9" (PDF). University of British Columbia. نه اخيستل شوی March 19, 2019.
  14. Fuhrmann, Germany in the High Middle Ages (1986) ch 1
  15. Haverkamp, Alfred (1988). Medieval Germany, 1056–1273. Oxford University Press.
  16. David Nicholas, The Growth of the Medieval City: From Late Antiquity to the Early Fourteenth Century (Longman, 1997) pp 69-72, 133-42, 202-20, 244-45, 300-307
  17. Paul Strait, Cologne in the Twelfth Century (1974)
  18. Joseph P. Huffman, Family, Commerce, and Religion in London and Cologne (1998) covers from 1000 to 1300.
  19. Day 1914، م. 252.
  20. Istvan Szepesi, "Reflecting the Nation: The Historiography of Hanseatic Institutions". Waterloo Historical Review 7 (2015). online Archived September 5, 2017, at the Wayback Machine.
  21. Murray N. Rothbard (November 23, 2009). "The Great Depression of the 14th Century". Mises Institute. نه اخيستل شوی March 14, 2019.
  22. Thompson 1931، مم. 146–79.
  23. Austin Alchon, Suzanne (2003). A pest in the land: new world epidemics in a global perspectiveress. University of New Mexico P. p. 21. ISBN 978-0-8263-2871-7.
  24. Alfred Haverkamp. "Jews in the Medieval German Kingdom" (PDF). University of Trier. نه اخيستل شوی March 19, 2019.