د الجزایر کورنۍ جګړه
د الجزایر کورنۍ جګړه (په عربي ژبه: الحرب الأهلية الجزائرية) چې په الجزایر کې د تورې لسیزې (په عربي ژبه: العشرية السوداء، په فرانسوي: La décennie noire) په نوم پېژندل کېږي، د الجزایر د دولت او بېلابېلو یاغي اسلامپاله ډلو تر منځ یوه کورنۍ جګړه وه چې د ۱۹۹۲ کال د جنوري له ۱۱مې (د اسلامپالو د نفې کوونکې کودتا تر ټاکنیزې بریا وروسته) په ارامۍ کې پیل شوه، ځکه په لومړیو کې داسې برېښېده چې دولت په بریالیتوب سره د اسلامپالو غورځنګ ځپلی دی، خو وسلهوالې ډلې راڅرګندې شوې او د جهاد اعلان يې وکړ او تر ۱۹۹۴ کال پورې تاوتریخوالی تر هغې کچې ورسېد چې پر وړاندې يې د دولت مقاومت ناممکن برېښېده. په ۱۹۹۶ -۱۹۹۷ کلونو کې دا مشخصه شوه چې د اسلامپالو مقاومت له لاسه ورکړی وي، که څه هم جګړې څو کاله وروسته لا هم دوام وکړ.[۱] [۲][۳][۴]
دا جګړه د «ناولې جګړې» (la sale guerre) په نوم یادیږي، چې د ملکي افرادو پر ضد د تاوتریخوالي او شدید وحشت شاهد وه. اسلامپالو خبریالان چې له ۷۰ کسانو څخه ډېر ووژل شول او همدارنګه خارجيان موخه وګرځول چې له ۱۰۰ څخه ډېر کسان يې ووژل شول، که څه هم ډېری داسې فکر کوي چې امنیتي ځواکونو او همدارنګه اسلامپالو په کې لاس درلود، ځکه دولت په یاغیانو کې نفوذ کړی و. له ماشومانو څخه ګټه اخیستنه په ځانګړې ډول د یاغي ډلو لهخوا پراخه وه. د تلفاتو ټولیزه شمېره له ۴۴۰۰۰ څخه د ۱۰۰۰۰۰ او ۲۰۰۰۰۰ تر منځ اټکل شوې ده. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
نښته د ۱۹۹۲ کال په جنوري کې پیل شوه، کله چې د ژغورنې اسلامې جبهې (FIS) نوي او ډېر مشهور ګوند د ۱۹۹۱ د ډېسمبر په پارلماني ټاکنو کې د ازادۍ د ملي جبهې (FLN) حاکم ګوند ماتې ته تیار و. ټاکنې تر لومړي پړاو وروسته لغوه شوې او پوځ په عملي ډول د دولت کنترول ترلاسه کړ چې د اصلاحاتو پلوی ولسمشر چادلي بن جدید يې ګوښه کېدلو ته اړ کړ. پر FIS تر بندیز لګولو او د هغه د زرګونه غړو تر نیول کېدلو وروسته، اسلامپاله چریکیانو په چټکۍ ظهور وکړ او د دولت د پلویانو پر ضد يې وسلهوال بریدونه پیل کړل.
هغوی پهخپلو کې بېلابېلې وسلهوالې ډلې په ځانګړې ډول اسلامي وسلهوال غورځنګ (MIA) چې اساساً په غرونو کې فعال و او د سخت دریځو اسلامپالو وسلهواله ډله (GIA) چې اساساً په ښارونو کې فعاله وه جوړې کړې. «نه هېڅ تړون، نه هېڅ خبرې» د GIA شعار و او په ۱۹۹۴ کال کې يې په خبرو اترو کې د FIS تر بریا وروسته له FIS سره د جګړې اعلان وکړ. MIA او بېلابېلې کوچنۍ یاغي ډلې بیا سره راټولې شوې او د ژغورنې په اسلامي پوځ (AIS) بدلې شوې چې FIS ته وفادار و.
د مذاکراتو تر ماتې وروسته، په ۱۹۹۵ کال کې ټاکنې ترسره شوې او د پوځ جنرال لیامن زروال په کې بریالی شو. GIA له دولت او همدارنګه له AIS سره جګړه وکړه او د ټولو سیمو او کلیو په هدف ګرځولو سره يې د ټولوژنې ټولګه پیل کړه چې په ۱۹۹۷ کال کې خپلې اعظمي کچې ته ورسېده. د ټولوژنې پالیسي د GIA د وېشلو او عسکري تېښتې لامل شوه، حال دا چې AIS د داوړو لورو له برید سره مخ و او په ۱۹۹۷ کال کې يې له دولت سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ. په دې ترڅ کې د ۱۹۹۷ کال ټاکنې یو نوي جوړ شوي پوځي ګوند چې له ولسمشر څخه يې ملاتړ کاوه وګټلې.
په ۱۹۹۹ کال کې د ولسمشر په توګه د عبدالعزیز بوتلفلیقه تر ټاکل کېدو وروسته تاوتريخوالی لږ شو ځکه ډېری یاغیانود عفوې له نوي قانون څخه په ګټې اخیستنې «توبه وایستله». د GIA پاتې شوني د راتلونکو دوو کلونو په بهیر کې ښکار شول او په عملي ډول تر ۲۰۰۲ کال پورې ورک شول، البته له یوې انشعابي ډلې پرته چې د تبلیغ او جګړې لپاره د سلفیانو ډلې (GSPC) په نوم یادېده او د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر کې یې القاعده څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او خپلې یاغي مبارزې ته يې دوام ورکړ چې په پای کې یې د سیمې نورو هېوادونو ته پراختیا ومونده. [۱۳][۱۴]
تاریخ
[سمول]مخینه/پسمنظر
[سمول]هغه ټولنیز شرایط چې د FLN له دولت څخه د نارضایتۍ او جهاد ته د لېوالتيا لامل شول دا دي: په ۱۹۶۰مه او ۷۰مه لسیزه کې د نفوس چاودېدنه چې د دندو د تامین په وړتیا کې تر ولاړ اقتصاد مخکې وه، په ښاري سیمو کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کور، خوړو او ښاري بېخبناوو؛ او د تېلو په قیمت کې ټيټوالی، چې خرڅلاو يې د الجزایر د صادراتو ۹۵ سلنه او د دولت د بودیجې ۶۰٪ برخه جوړوله؛ د سوسیالیزم او ولسي دیموکراسۍ پر بنسټ د امپریالیزم ضد یو واحد ګوندي دولت- خو اداره يې د لوړپوړو پوځي او ګوندي ختیځو نومنکلاتورانو (یو ډله افراد چې د هېواد د ټولو برخو کلیدي منصبونه په واک کې لري، ژباړن) په لاس کې وه؛ «په لویه کچه فساد»؛ اوزګار عربي ژبي پوهنتون فارغه ځوانان «له دې چې حقوق او عربي ژبې ادبیات د کاري فرصتونو او بودیجوي پلوه د فرانسې پهواسطه تدریسېدونکو علومو څخه په ټيټه درجه کې ځای پرځای شوي وو» ناهیلي شول؛ یادو مسائلو ته په ځواب کې «تر ټولو جدي بغاوتونه تر خپلواکۍ وروسته» د ۱۹۸۸ کال په اکتوبر کې پېښ شول، کله چې د (هیتیستیان) په نوم پېژندل شوي زرګونه ښاري ځوانانو د امینیتي ځواکونه لهخوا د سلګونه افرادو له وژل کېدو سره سره د سړکونو کنټرول ترلاسه کړ. [۱۵]
تر خپلواکۍ وروسته په الجزایر کې اسلام د ورورولۍ د خورا پېژندل شوي غیرسیاسي اسلام پر ځای چې د افریقا د شمال په ګڼو سیمو کې موندل کېږي «اسلامي بیداري/احیا» او سلفي سیاسي اسلام و. وروڼه/اخوان تر خپلواکۍ وروسته د FLN دولت لهخوا د نه ملاتړ په کسات کې لهمنځه یوړل شول او ځمکې يې د FLN دولت لهخوا ضبط او بیا ووېشل شوې. په ۱۹۸۰مه لسیزه کې دولت دوه پېژندل شوي اسلامي علما محمد غزالي او یوسف القرضاوي راوبلل تر څو د واکمنې ازادې ملي جبهې (FLN) ګوند د «مذهبي لویوالي» «ملي پاله اېډیولوژي» پیاوړې کړي. روحانیونو د دې کار د ترسره کولو پر ځای د «اسلامي بېدارۍ» د دودولو لپاره هڅه وکړه، ځکه هغوی د اخوان المسلمین «هملاري» او د سعودي عربستان او د فارس خلیج د نورو پاچاهيو ملاتړي وو. غزالي د سیمهییزو «سخت دریځو» امامانو د مواضع په ګټه یو شمېر فتواوې (اسلامي قضايي احکام) صادرې کړې. [۱۶][۱۷][۱۸]
یو بل اسلامپال مصطفی بویالی «تکړه لمسوونکی مبلغ» چې د الجزایر د خپلواکۍ پخوانی سرتېری و د جهاد له طریقه د شریعت د پلي کولو او اسلامي حکومت د رامنځته کولو غوښتونکی شو. په ۱۹۸۲ کال کې د امنیتي سرویس لهخوا تر ځورونې وروسته هغه تر ځمکه لاندې د اسلامي ارمه (MIA) غورځنګ رامنځته کړ، چې له کوچنیو ډلو څخه جوړ یوه سسته اتحادیه وه او خپله يې امیر و. د هغه ډلې د رژیم پر ضد یو لړ «زغرد بریدونه» ترسره کړل او ویې کولی شوی د پنځو کلونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي تر هغه چې بویالي د ۱۹۸۷ کال په فبرورۍ کې ومړ. [۱۹]
همدارنګه په ۱۹۸۰ لسیزه کې څو سوه ځوانان په افغانستان کې د جهاد لپاره له الجزایر څخه د پېښور اډو ته ولاړل. دا چې الجزایر د شوروي اتحاد د جهادي دوښمن نږدې متحد و، په دې توګه یادو جهادیانو تمایل درلود چې د افغانستان جهاد د الجزایر دFLN دولت پر وړاندې یوه «پیلامه» وګڼي. په افغانستان کې د مارکیسیت دولت تر نسکورېدو وروسته ډېری سلفي-جهادیان الجزایر ته راستانه شول او د ژغورنې له اسلامي جبهي (FIS) او وروسته یې د GIA یاغیانو څخه ملاتړ وکړ. [۲۰][۲۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ Kepel, Jihad, 2002: p.255
- ↑ Dalia Ghanem (October 22, 2021). "Education in Algeria: Don't Mention the War". carnegie-mec.org. لاسرسينېټه March 5, 2023. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Eleanor Beardsley (April 25, 2011). "Algeria's 'Black Decade' Still Weighs Heavily". npr.org. لاسرسينېټه March 5, 2023. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Djamila Ould Khettab (November 3, 2015). "The 'Black Decade' still weighs heavily on Algeria". aljazeera.com. لاسرسينېټه March 5, 2023. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Prince, Rob (16 October 2012). "Algerians Shed Few Tears for Deceased President Chadli Bendjedid". Foreign Policy in Focus. لاسرسينېټه ۱۷ جون ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Cavatorta, Francesco (2008). "Alternative Lessons from the 'Algerian Scenario'". Perspectives on Terrorism. 2 (1). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۱۸ باندې. لاسرسينېټه ۱۴ جون ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Kepel, Jihad, 2002: p.254
- ↑ (په 24 May 1996 باندې). 7 French Monks Reported Killed By Islamic Militants in Algeria. The New York Times.
- ↑ Entre menace, censure et liberté: La presse privé algérienne se bat pour survivre, 31 March 1998
- ↑ Coalition to Stop the Use of Child Soldiers (2001). "Global Report on Child Soldiers". child-soldiers.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۹ باندې. لاسرسينېټه ۱۶ مې ۲۰۱۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Explaining the Violence Pattern of the Algerian Civil War, Roman Hagelstein, Households in Conflict Network, pp. 9, 17" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. لاسرسينېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Ajami, Fouad (27 January 2010). "The Furrows of Algeria". New Republic. لاسرسينېټه ۰۴ جون ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 5 October 2006 باندې). Al-Qaeda's Far-Reaching New Partner.
- ↑ Algerian group backs al-Qaeda. BBC News. 23 October 2003. لاسرسينېټه ۰۷ نومبر ۲۰۰۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Takeyh, Ray (Summer 2003). "Islamism in Algeria: A struggle between hope and agony". Middle East Policy. Council on Foreign Relations. 10 (2): 62–75. doi:10.1111/1475-4967.00106. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۱۵ باندې. لاسرسينېټه ۰۶ جون ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی|archiveurl=
و|archive-url=
منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی|archivedate=
و|archive-date=
منځګړی (لارښود) - ↑ Kepel, Jihad, 2002: p.166
- ↑ Takeyh, Ray (Summer 2003). "Islamism in Algeria: A struggle between hope and agony". Middle East Policy. Council on Foreign Relations. 10 (2): 62–75. doi:10.1111/1475-4967.00106. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۱۵ باندې. لاسرسينېټه ۰۶ جون ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی|archiveurl=
و|archive-url=
منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی|archivedate=
و|archive-date=
منځګړی (لارښود) - ↑ Kepel, Jihad, 2002: p.165
- ↑ Kepel, Jihad, 2002: p.162–63
- ↑ Kepel, Jihad, 2002: p.164
- ↑ Kepel, Jihad, 2002: p.164