د اقلیمي بدلون په اړه فردي اقدام
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| ځانګړې وېشنيزه |
د اقلیمي بدلون په اړه فردي اقدام ښايي د غذايي رژیم، د اوږدو او لنډو سفرونو د وسایلو، په کورونو کې د انرژۍ د مصرف، د توکو او خدمتونو د استفادې او د کورنۍ د اندازې په څېر په ګڼو برخو کې شخصي انتخابونه راونغاړي. د دې تر څنګ افراد د اقلیمي بدلونونو د اړوندو ستونزو په اړه په ځايي او سیستمي ملاتړو پروګرامونو کې برخه اخیستی شي. له ۲۰۲۰ کال راهیسې د انتشار یا خپرښت بودیجې نامشخصې دي، خو د هر کس لپاره د کاربن د کلنۍ اړتیا هغه منځني اټکلونه چې تر ۲۱۰۰ کال پورې تر ۲ درجو پورې د نړیوالې تودوخې د محدودولو موخې ته په رسېدو کې اړین دي، ټول د کاربن ډای اکسایډ د معادلو ۵ ټنو تر نړیوال اوسط کم دي. او په کلني ډول ۱.۵ منځنۍ درجې ته د رسېدو لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲.۳ ټنه ته اړتیا ده. د اروپايي اتحادیې د اقليمي نظرپوښتنې ۶۶ سلنه ځوابوونکو ویلي چې اقلیمي بدلونونه به تر ۲۰۵۰ کال پورې یوه جدي اندېښنه وي.[۱][۲][۳][۴][۵]
ګڼو څېړنو ښودلې ده چې کله خلک په ځانګړي ډول هغه خلک چې په پرمختللو هېوادونو کې ژوند کوي، غواړي چې د کاربن کچه کمه کړي، څو مهم او اغېزناک اقدامات شته چې دوی یې کولای شي؛ په دې کې د جامو او الکتریکي محصولاتو اوږدمهالې استفاده، کورونو ته برېښنا رسونه، بدیلې کچې ته د تکثیر محدودول، له پرلهپسې پروازونو او نفتي موټرونو څخه ډډه او یو نباتي غذايي رژیم خوړل د بېلګې په توګه یادولی شو. دا سپارښتنې د ژوند د ډول لپاره له نورو هغو معمولو سپارښتنو سره لوی توپیر لري چې تر ډېره یې اغېزې کمې دي یا کمې ګټورې ګڼل کېږي. خو ځینې نور څېړونکي وايي چې له حده ډېر استهلاک یا مصرف د نفوس تر ډېرېدو هم لوړ دی او له غوښو او لبنیاتي خوړو څخه ډډه د چاپېریالي اغېزونو د کمولو لپاره تر ټولو ښه لاره ده.[۶][۷][۸]
د وړانديز شوي انفرادي هدف اندازه
[سمول]تر ۲۰۲۱ کال پورې تر ۱.۵ درجې تودوخې لاندې د پاتې کېدو د ۵۰-۵۰ چانس لپاره د کاربن پاتې بودیجه د ۲۰۲۰ کال د انتشار د کچې له مخې د کاربن ډای اکسایډ ۴۶۰ میلیارده ټنه یا ۲/۱۱+۱ ده. د ۲۰۱۰مې لسیزې په وروستیو کې د هر کس پر سر په کلني ډول د ګلخانهيي ګازونو نړیوال اوسط شاوخوا ۷ ټنه و چې ۰.۷ ټنه له کاربن ډای اکسایډ خپروونکو خوړو، ۱.۱ ټنه له کورونو او ۰.۸ ټنه له لېږد رالېږد یا ترانسپورت څخه و. په دې ډله کې شاوخوا ۵ ټنه واقعي کاربن ډای اکسایډ و. د پېړۍ تر پای پورې د ۱.۵ درجې تودوخې لپاره د پاریس د هوکړهلیک موخې ته د رسېدو لپاره اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د هر کس کلنی کاربن ۲.۳ ټنه وي. تر ۲۰۲۰ کال پورې د هند اوسط کابو دغه موخه ترلاسه کړې ده، د فرانسې او چین اوسط ترې پورته دی او متحد ایالتونه او استرالیا بیا ډېر پورته تللي دي. د ګلخانهيي ګازونو سړي سر انتشار هم د هېوادونو تر منځ ډېر بېلابېل دی او د شتمنو خلکو د ګلخانهيي ګازونو د انتشار کچه لوړه ده. په ۲۰۱۵ کال کې د اکسفام راپور وښوده چې د نړۍ ۱۰ سلنه ډېر شتمن نفوس د نیمو ګلخانهيي ګازونو د انشتار مسؤول دی. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې ۵ سلنه ډېرو شتمنو خلکو له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د ګلخانهيي ګازونو د انشتار په وده کې شاوخوا ۴۰ سلنه برخه لرلې ده.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
سفر او تګ راتګ
[سمول]د شخصي موټر د استفادې لپاره د بدیلونو په توګه ګڼ انتخابونه موجود دي، خو د شخصي نقلیه وسایلو استفاده ښايي د ځای او لاسرسي د دلایلو له مخې اړینه وي. د یوې نقلیه وسیلې د عمر د دوران ارزونه د موټر د تولید چاپېریالي اغېزې، د سونتوکو مصرف او د موټر عاقبت یا برخهلیک ارزوي. دغه چاپېریالي اغېزې د نورو عواملو تر منځ د ګلخانهيي ګازونو په خپرښت یا انتشار، تولید شویو جامدو ضایعاتو او د انرژۍ د سرچینو په مصرف کې اندازه کولی شو. د داخلي احتراق د موتور لرونکو نقلیه وسایلو لپاره تر ټولو معمول بدیلونه الکټریکي نقلیه وسایل او هیبریډي-الکټریکي موټرونه دي. د برقي موټرونو د انتشار کچه تر نفتي موټرونو کمه ده. د شخصي نقلیه وسایلو د چلولو پر مهال د ککړتیاوو د کمولو لپاره ځینې نور انتخابونه د سفر مخکې پلانول دي تر څو یو لنډ مسیر په ډېرو کمو ترافیکو کې طی شي. که ترافیک یا ګڼه ګوڼه کمه وي او یو مسیر طی شي، دا چاره په تګ راتګ کې د وخت سپما ده او د کمو سونتوکو د ضایع کېدو لامل کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
ګډ سفرونه یا له یو بل سره موټرونه شریکول هم د ترانسپورت یا لېږد رالېږد لپاره بدیل دی. ګډ سفرونه په واټونو کې د موټرونو شمېر را کموي او په پایله کې یې د ترافیکو کچه او د انرژۍ مصرف کمېږي. په ۲۰۰۹ کال کې یوې څېړنې اټکل وکړ چې که په هرو ۱۰۰ نقلیه وسایلو کې یوه وسیله یو اضافي کس ولېږدوي، دا چاره د ۷.۲ میلیونه ټنه ګلخانهيي ګازونو د انتشار مخه نیسي. د اوبر او لیفټ په څېر د ګډو سفرونو خدمات [هغه خدمات دي چې د موټر مالک د خپل موټر خالي څوکۍ له نورو هممسیره مسافرو سره شریکوي] د لېږد رالېږد لپاره مناسب انتخاب کېدای شي، خو د اندېښمنو ساینس پوهانو اتحادیه وايي چې د ګډو سفرونو خدمات دا مهال په منځني ډول د اقلیمي ککړتیا د ۶۹ سلنه ډېرېدو لامل کېږي. د هغه وخت او انرژۍ په ډېرېدو سره چې د ګډ سفر یو موټر چلوونکی یې د خپلو مشتریانو لپاره مصرفوي، ډېره ککړتیا رامنځته کوي. د دې تر څنګ په واټونو کې ګڼ نقلیه وسایل موجود وي چې خلکو له دې پرته عمومي نقلیه وسایل کارول، پلي تلل یا یې د بایسکېل په مرسته ځان رساوه. که د ګډو سفرونو خدمات د برقي نقلیه وسایلو او ګډو سفرونو په څېر ستراتيژۍ ډېرې کړي، په دې صورت کې د ګلخانهيي ګازونو انتشار کمولای شي. په ځینو ښارونو کې د ګډو سفرونو داسې خدمات موجود دي چې که مشتري نور انتخابونه ونه لري، یوې لنډمهالې نقلیه وسیلې ته لاسرسی لرلای شي.[۲۵][۲۶][۲۷]
پلی تګ او بایسکېلونه کم ګلخانهيي ګازونه خپروي او د عمومي ترانسپورت د چلولو لپاره یو ښه بدیل دی. د دې تر څنګ په ښاري چاپېریالونو کې د اشتراکي بایسکېلونو ګڼ خدمات موجود دي. یو شخص د یو څه وخت لپاره بایسکېل په کرایه نیولی شي چې دغه چاره د شخصي بایسکېل د پېریو مالي پېټی او اړوندې چاپېریالي اغېزې کموي.[۲۸][۲۹][۳۰]
د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د ځینو شتمنو هېوادونو د خلکو تر منځ د اقلیمي بدلونو اړوند پوهاوی اغېزناک و او له دې امله یې د سفرونو په برخه کې د خپل ژوند ډول بدل کړ.[۳۱]
په ۲۰۲۲ کال کې یوې نظرپوښتنې وښوده چې په اروپا کې ۳۳ سلنه هغه خلک چې نوی موټر اخلي، پټرولي یا ډیزلي موټر انتخابوي. د دغې نظرپوښتنې ۶۷ سلنه ځوابوونکو هیبریډي یا الکتریکي موټرونو ته اشاره کړې ده. په دقیق ډول مشخصه شوه چې برقي موټرونه یوازې ۲۸ سلنه اروپایانو ته غوره انتخاب دی او له همدې امله دغه ډول موټرونه تر ټولو کم کارېدونکي دي. ۳۹ سلنه اروپایان هیبریډي موټرونو ته ترجېح ورکوي، په داسې حال کې چې ۳۳ سلنه یې بیا پټرولي او ډيزلي موټرونه خوښوي.[۳۲][۳۳][۳۴]
له بل پلوه په چین کې ۴۴ سلنه موټر پېرونکي برقي موټرونه اخلي، ۳۸ سلنه امریکایان بیا هیبریډي موټرونه انتخابوي. ۳۳ سلنه یې پېټرولي او ګازي موټرونه غوره ګڼي او یوازې ۲۹ سلنه د برقي موټرونو په لټه کې دي.[۳۵][۳۶]
په اروپايي اتحادیه کې ۴۷ سلنه هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو څخه پورته دي، هیبریډي موټرونه پېري، په داسې حال کې چې ۳۱ سلنه ځوانان بیا هیبریډي موټرونه ښه انتخاب نه ګڼي. ۳۵ سلنه بیا ښه بولي چې پټرولي یا ډيزلي موټرونه واخلي او ۲۴ سلنه هم الکتریکي موټرونه تر هیبریډي موټرونو غوره بولي.[۳۷]
په اروپايي اتحادیه کې یوازې ۱۳ سلنه خلک داسې دي چې د هېڅ ډول نقلیې وسیلې د لرلو اراده نه لري.[۳۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Carbon targets for your footprint". shrinkthatfootprint.com. 22 November 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-12-24. ترلاسهکېدو نېټه 2019-12-24.
- ↑ "İklim korumada en önemli beş adım | DW | 15.02.2019". DW.COM (in ترکي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-07-23. ترلاسهکېدو نېټه 2019-07-23.
- ↑ Reality, Better Meets (2019-02-03). "What Is A Sustainable Carbon Footprint (Per Person) To Aim For?". Better Meets Reality (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-07-23. ترلاسهکېدو نېټه 2019-07-23.
- ↑ "What exactly is a tonne of [[:کينډۍ:CO2]]?". Energuide (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-05-09. ترلاسهکېدو نېټه 2020-02-08.
{{cite web}}: URL–wikilink conflict (help) - ↑ "2021-2022 EIB Climate Survey, part 3 of 3: The economic and social impact of the green transition". EIB.org (in انګليسي). ترلاسهکېدو نېټه 2022-03-30.
- ↑ Edenhofer, Ottmar; Pichs-Madruga, Ramón; et al. (2014). "Summary for Policymakers" (PDF). In IPCC (ed.). Climate change 2014: mitigation of climate change. Contribution of Working Group III to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge, UK and New York, NY, USA: Cambridge University Press. ISBN 978-1-107-65481-5. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2018-11-22. ترلاسهکېدو نېټه 2016-06-21.
- ↑ "Emissions inequality—a gulf between global rich and poor – Nicholas Beuret". Social Europe (in بريتانوی انګلیسي). 2019-04-10. خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-10-26. ترلاسهکېدو نېټه 2019-10-26.
- ↑ Westlake, Steve. "Climate change: yes, your individual action does make a difference". The Conversation (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-12-18. ترلاسهکېدو نېټه 2019-12-09.
- ↑ "In-depth Q&A: The IPCC's sixth assessment report on climate science". Carbon Brief (in انګليسي). 2021-08-09. ترلاسهکېدو نېټه 2021-08-17.
- ↑ "EDGAR - Fossil CO2 and GHG emissions of all world countries, 2019 report - European Commission". edgar.jrc.ec.europa.eu. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-06-26. ترلاسهکېدو نېټه 2020-09-05.
- ↑ Harrabin, Roger (2020-05-20). "Top 10 tips for combating climate change revealed". BBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-05-21. ترلاسهکېدو نېټه 2020-05-22.
- ↑ "Global [[:کينډۍ:CO2]] emissions have been flat for a decade, new data reveals". Carbon Brief (in انګليسي). 2021-11-04. ترلاسهکېدو نېټه 2021-11-09.
{{cite web}}: URL–wikilink conflict (help) - ↑ "COP26: Emissions of rich put climate goals at risk - study". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 2021-11-05. ترلاسهکېدو نېټه 2021-11-07.
- ↑ "India urges G20 nations to bring down per capita emissions by '30". Hindustan Times (in انګليسي). 2021-07-25. ترلاسهکېدو نېټه 2021-08-17.
- ↑ "France: CO2 emissions 1970-2020". Statista (in انګليسي). ترلاسهکېدو نېټه 2021-08-17.
- ↑ "5 charts show how your household drives up global greenhouse gas emissions". PBS NewsHour (in American English). 2019-09-21. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-01-15. ترلاسهکېدو نېټه 2020-02-08.
- ↑ Harrabin, Roger (2020-03-16). "The rich are to blame for climate change". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-03-18. ترلاسهکېدو نېټه 2020-03-18.
- ↑ "World's richest 10% produce half of carbon emissions while poorest 3.5 billion account for just a tenth". 2 December 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-10-19. ترلاسهکېدو نېټه 2020-10-18.
- ↑ Harrabin, Roger (April 13, 2021). "World's wealthiest 'at heart of climate problem'". BBC. ترلاسهکېدو نېټه August 20, 2021.
- ↑ Handy, Susan; Weston, Lisa; Mokhtarian, Patricia L. (2005-02-01). "Driving by choice or necessity?". Transportation Research Part A: Policy and Practice (in انګليسي). 39 (2–3): 183–203. doi:10.1016/j.tra.2004.09.002. ISSN 0965-8564.
- ↑ Butt, Sarah; Shaw, Andrew (2009), "Pay More, Fly Less? Changing Attitudes to Air Travel", British Social Attitudes: The 25th Report, London: SAGE Publications Ltd, pp. 129–154, doi:10.4135/9780857024350.n6, ISBN 978-1-84860-639-5, ترلاسهکېدو نېټه 2021-05-15
- ↑ "A global comparison of the life-cycle greenhouse gas emissions of combustion engine and electric passenger cars". International Council on Clean Transportation. ترلاسهکېدو نېټه 2021-11-09.
- ↑ Hawkins, Troy R.; Gausen, Ola Moa; Strømman, Anders Hammer (2012-09-01). "Environmental impacts of hybrid and electric vehicles—a review". The International Journal of Life Cycle Assessment (in انګليسي). 17 (8): 997–1014. doi:10.1007/s11367-012-0440-9. ISSN 1614-7502. S2CID 109391241.
- ↑ US EPA, OAR (2015-09-11). "What You Can Do to Reduce Pollution from Vehicles and Engines". US EPA (in انګليسي). ترلاسهکېدو نېټه 2021-05-05.
- ↑ Shaheen, Susan; Cohen, Adam; Bayen, Alexandre (2018-10-22). "The Benefits of Carpooling" (in انګليسي). doi:10.7922/G2DZ06GF.
{{cite journal}}: Cite journal requires|journal=(help) - ↑ Anair, Don, Jeremy Martin, Maria Cecilia Pinto de Moura, and Joshua Goldman. 2020. Ride-Hailing’s Climate Risks: Steering a Growing Industry toward a Clean Transportation Future. Cambridge, MA: Union of Concerned Scientists.
- ↑ Baptista, Patrícia; Melo, Sandra; Rolim, Catarina (2014-02-05). "Energy, Environmental and Mobility Impacts of Car-sharing Systems. Empirical Results from Lisbon, Portugal". Procedia - Social and Behavioral Sciences (in انګليسي). 111: 28–37. doi:10.1016/j.sbspro.2014.01.035. ISSN 1877-0428.
- ↑ Yang, Yong (2015-06-01). "Interactions between psychological and environmental characteristics and their impacts on walking". Journal of Transport & Health (in انګليسي). 2 (2): 195–198. doi:10.1016/j.jth.2014.11.003. ISSN 2214-1405. PMC 4480794. PMID 26120558.
- ↑ Zhang, Yongping; Mi, Zhifu (2018-06-15). "Environmental benefits of bike sharing: A big data-based analysis". Applied Energy (in انګليسي). 220: 296–301. doi:10.1016/j.apenergy.2018.03.101. ISSN 0306-2619. S2CID 115512847.
- ↑ Nesheli, Mahmood Mahmoodi; Ceder, Avishai (Avi); Ghavamirad, Farzan; Thacker, Scott (2017-03-01). "Environmental impacts of public transport systems using real-time control method". Transportation Research Part D: Transport and Environment (in انګليسي). 51: 216–226. doi:10.1016/j.trd.2016.12.006. ISSN 1361-9209.
- ↑ "Is 'green' the new black?". خوندي شوی له the original on 2011-05-26. ترلاسهکېدو نېټه 2011-03-21.
- ↑ "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (in انګليسي). ترلاسهکېدو نېټه 2022-04-04.
- ↑ fm (2022-02-02). "Cypriots prefer hybrid or electric cars". Financial Mirror (in بريتانوی انګلیسي). ترلاسهکېدو نېټه 2022-04-05.
- ↑ "Germans less enthusiastic about electric cars than other Europeans - survey". Clean Energy Wire (in انګليسي). 2022-02-01. ترلاسهکېدو نېټه 2022-04-05.
- ↑ "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (in انګليسي). ترلاسهکېدو نېټه 2022-04-04.
- ↑ Rahmani, Djamel; Loureiro, Maria L. (2018-03-21). "Why is the market for hybrid electric vehicles (HEVs) moving slowly?". PLOS ONE (in انګليسي). 13 (3): e0193777. Bibcode:2018PLoSO..1393777R. doi:10.1371/journal.pone.0193777. ISSN 1932-6203. PMC 5862411. PMID 29561860.
- ↑ "67% of Europeans will opt for a hybrid or electric vehicle as their next purchase, says EIB survey". Mayors of Europe (in American English). 2022-02-02. ترلاسهکېدو نېټه 2022-04-05.
- ↑ "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (in انګليسي). ترلاسهکېدو نېټه 2022-04-04.
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P279 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- CS1 ترکي-language sources (tr)
- CS1 American English-language sources (en-us)
- CS1 errors: URL–wikilink conflict
- CS1 بريتانوی انګلیسي-language sources (en-gb)
- CS1 errors: missing periodical