د اقلیمي بدلون سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقلیمي بدلون سیاست اقلیمي بدلون ته د غبرګون د څرنګوالي په اړه له بېلابېلو لید لورو څخه رامنځته کېږي. نړیواله تودوخه د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرښت او د انساني اقتصادي فعالیتونو له امله ډېرېږي چې ځانګړي لاملونه یې د فوسیلي سون‌توکو سوځول، د سمنټو او پولادو د تولید په څېر ځینې صنعتونه او د کرنې او ځنګلونو لپاره د ځمکې کارول دي. له صنعتي انقلاب راهیسې فوسیلي سون‌توکي د اقتصادي او ټکنالوژیک پرمختګ لپاره د انرژۍ اصلي سرچینه ده. د فوسیلي سون‌توکو او نورو کاربن‌محوره صنعتونو مرکزيت له اقلیم سره د تطابق د پالیسیو پر وړاندې د ډېر مقاومت لامل شوی، که څه هم چې د دا ډول پالیسۍ د ضرورت په اړه پراخه علمي اجماع موجوده ده.

اقلیمي بدلون لومړی ځل په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د یوې سیاسي موضوع په توګه را څرګند شو. د اقلیمي بدلون د کمولو هڅې له ۱۹۹۰یمې لسیزې راهیسې په نړیواله سیاسي اجنډا کې برجسته دي او په ملي او ځايي کچه ډېره پاملرنه ورته شوې ده. اقلیمي بدلون یوه پېچلې نړیواله ستونزه ده. دا مهمه نه ده چې د ګازونو خپرښت له کوم ځای څخه سرچینه اخلي، خو د ګلخانه‌يي ګازونو خپرښت په ټوله نړۍ کې نړیواله تودوخه ډېروي. له دې سره سره د نړیوالې تودوخې اغېزې د یوه موقعیت یا اقتصاد نازکۍ ته په کتو سره ډېرې بېلابېلې دي. نړیواله تودوخه په ټولیز ډول منفي اغېزې لري او اټکل کېږي چې د تودوخې له زیاتوالي سره به دا اغېزې لا ډېرې شي. د فوسیلي سون‌توکو او نوې کېدونکې انرژۍ له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې وړتیا له یوه هېواد څخه بل هېواد ته ډېر توپیر لري.

بېلابېلو هغو مسؤولیتونو، ګټو او د اقلیم اړوندو ګواښونو چې د نړۍ هېوادونه ورسره مخ دي، د اقلیمي بدلون له لومړنیو کنفرانسونو سره مرسته کړې تر څو د دې ستونزې د حل په موخه د ارادې ښودلو عمومي بیانونه خپاره شي او د ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار د راکمولو لپاره پرمختللي هېوادونه غیر الزامي ژمنې وکړي. په ۲۱مه پېړۍ کې د اقلیم د تمویل په څېر داسې میکانیزمونو ته پاملرنه زیاته شوې ده چې زیانمن هېوادونه له اقلیمي بدلون سره تطابق وکړي. په ځینو هېوادونو او ځايي قضايي حوزو کې د اقلیم د تطابق پالیسۍ تصویب شوې دي چې دا په نړیواله کچه تر ژمنو لوړې دي. سره له دې د ګلخانه‌يي ګازونو په خپرښت کې محلي کمښتونه چې د دا ډول پالیسیو لاسته راوړنې دي، د نړۍ تودوخه تر هغه مهاله نه راکموي چې په ټوله نړۍ کې د دغو ګازونو د خپرښت ټولیز حجم راکم نه‌شي.

۲۰۲۰مې لسیزې ته له داخلېدو راهیسې د فوسیلي سون‌توکو پر ځای د نوې کېدونکې انرژۍ له سرچینو استفاده ډېره زیاته شوې ده. ځینې هېوادونه اوس نږدې ټوله برېښنا له نوې کېدونکو سرچینو څخه تولیدوي. د اقلیمي بدلون د ګواښ په اړه عامه پوهاوی په لویه کچه کې د ځوانانو د ټولنیزو خوځښتونو له لارې ډېر شوی دی او د اقلیمي بدلون محسوسې اغېزې هم په دغه پوهاوي کې شاملې دي چې د شدید موسم پېښې او د سمندر د اوبو کچه لوړېدل یې د بېلګې په توګه یادولی شو. په ګڼو سروې ګانو یا نظرپوښتنو کې ګډونوالو له اقلیمي بدلون سره مقابلې ته د لومړیتوب په توګه رایه ورکړې ده، دا چاره د دې لامل کېږي چې سیاستوال هغو پالیسيو ته ژمن پاتې شي چې اقلیمي اقدامات په کې شامل وي. د کوویډ-۱۹ وبا او اقتصادي ځوړ له امله د اقتصادي بیاځواکمنۍ لپاره غوښتنې ډېرې شوې دي. له اقلیمي بدلون څخه انکار په ۲۰۱۹ کال کې ډېر کمزوری شو او دا مهال و چې مخالفتونه د ځنډ د تشویق پر ستراتیژیو را وڅرخېدل.

د اقلیمي بدلون اغېزې[سمول]

نړیواله تودوخه د انساني فعالیتونو له امله د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرښت په پایله کې ګرمېږي. تر ۲۰۲۱ کال پورې د تودوخې منځنۍ درجه له پخوانۍ صنعتي کچې څخه شاوخوا ۱.۲ سانتي ګراد ته لوړه شوې ده. دغه زیاتوالي مخکې له مخکې د ډېرو نباتاتو او حیواناتو په منځه وړلو او د زرګونو انسانانو په مړینه کې رول لرلی دی. په ۲۰۱۵ کال کې د پاریس په کنفرانس کې هېوادونو هوکړه وکړه چې له ۲ سانتي ګراد درجو څخه د تودوخې د لوړېدو مخه به نیسي او هڅه به کوي چې دا درجه ۱.۵ سانتي ګراد ته محدوده کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره لا تر اوسه مشخص اقدامات نه دي شوي. د شته پالیسیو او ژمنو له مخې اټکل کېږي چې د نړۍ تودوخه به تر ۲۱۰۰ کال پورې شاوخوا ۳ سانتي ګراد ته لوړه شي. که د اقلیم د اوج احتمالي نقطې را مخې ته شي، ښايي د نړیوالې تودوخې اغېزې تر دې لا ډېرې شي.[۱][۲]

جمعي اقدام[سمول]

د اقلیم اوسنۍ پالیسیانې د ځینو هغو ټولنیزو او سیاسي خوځښتونو تر اغېز لاندې دي چې د اقلیمي اقدام لپاره د سیاسي ارادې د رامنځته کولو پر بېلابېلو برخو تمرکز کوي. په دې کې د اقلیمي عدالت خوځښت، د ځوانانو اقلیمي خوځښت او د فوسیلي سون‌توکو له صنعتونو څخه د ډډې خوځښتونه شامل دي.

د فوسیلي سون‌توکو د نه کارولو خوځښت[سمول]

د فوسیلي سون توکو نه کارول او په اقلیمي حل‌لارو کې پانګونه د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي فشارونو د کارولو له لارې د اقلیمي بدلون د کمولو یوه هڅه ده تر له هغو شتمنیو، ونډو او نورو مالي وسایلو څخه ډډه وشي چې د فوسیلي سون‌توکو په استخراج کې له ښکېلو شرکتونو سره تړاو لري.

د فوسیلي سون‌توکو د نه استفادې کمپاینونه په ۲۰۲۱ کال کې د متحدو ایالتونو په پوهنتونونو کې راڅرګند شول او زده‌کونکو له خپلو دولتونو څخه وغوښتل چې د فوسیلي سون‌توکو په صنعت کې پانګونه پر پاکه انرژۍ او هغو ټولنو کې پانګونې ته بدله کړي چې اقلیمي بدلون ډېر اغېز پرې کړی وي. په ۲۰۱۲ کال کې «یونایټي کالج» د لوړو زده‌کړو لومړنۍ مؤسسه شوه چې له فوسیلي سون‌توکو څخه یې خپله پانګونه وایسته.

د راپور له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د فوسیلي سون‌توکو استخراج په تاریخ کې د استخراج تر ټولو ګړندی حرکت و. د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې ۱۴۸۵ ادارو په ټوله نړۍ کې د ۳۹.۲ ټریلیون ډالرو شتمنیو په لرلو سره له فوسیلي سون‌توکو څخه د خپلو شتمنیو پر ایستلو پیل کړی یا یې د ایستلو ژمنه کړې ده.

د ځوانانو خوځښت[سمول]

د اقلیم د بدلون لپاره د ښوونځيو اعتراض چې د اقلیم لپاره د ځوانانو اعتراض هم بلل کېږي او بېلابېل نور نومونه هم لري، د ښوونځيو د زده‌کونکو یو نړیوال حرکت دی چې د جمعې ورځې ټولګي پرېږدي تر څو په لاریونونو کې برخه واخلي او له سیاسي مشرانو څخه د اقلیمي بدلون او بیا نوې کېدونکې انرژۍ ته د فوسیل سون توکو د صنعت د انتقال د مخنیوي لپاره د اقدام غوښتنه وکړي.

تبلیغات او پراخ تنظیم هغه مهال پیل شو چې سویډنۍ زده کونکې «ګریټا ټنبرګ» د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې د سویډن د پارلمان مخې ته اعتراض وکړ چې په لاس کې یې پر یوه لوحه (د اقلیمي بدلون لپاره د ښوونځي اعتراض) لیکل شوي وو.

د ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه نړیوال اعتراضونه په ۱۲۵ هېوادونو کې پیل شول چې په ۲۲۰۰ اعتراضونو کې څه باندې یو میلیون معترضین راټول شول. د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې په ۲۴مه نېټه په دویم نړیوال اعتراض کې په ۱۵۰ هېوادونو کې ۱۶۰۰ لاریونونه وشول چې په سلګونو زره معترضین یې راجلب کړل. په مې میاشت کې لاریونونه د اروپا د ۲۰۱۹ کال له پارلماني ټاکنو سره برابر وو.

په ۲۰۱۹ کال کې د راتلونکي لپاره ‎نړیواله اونۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې د ۴۵۰۰ اعتراضونو لړۍ وه چې د سپټمبر ۲۰مه نېټه او د جمعې ورځ، همدا راز د سپتمبر ۲۷مه د جمعې ورځ یې د تمرکز ورځې وې. د سپټمبر د ۲۰مې نېټې اعتراض چې احتمالاً د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی اقلیمي لاریونون دی، شاوخوا ۴ میلیون لاریون کونکي په کې راټول شول چې ډېری یې د ښوونځي زده کونکي وو او په جرمني کې دا شمېره ۱.۴ میلیونه وه. د سپټمبر په ٢٧مه نېټه په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه ميليونه کسانو په لاريونونو کې برخه اخيستې وه چې په ايټاليا کې څه باندې يو ميليون او په کاناډا کې څو سوه زره لاريون کوونکي وو.

سرچينې[سمول]

  1. Mann 2021, chpt. 8 , p.213
  2. IPCCSR 2018, Section 3.5.2 & 3.5.5