د اقلیمي بدلونونو د علم تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقلیمي بدلونونو د علمي تاریخچې کشف د نوولسمې پېړۍ له لومړیو څخه پیل شو، هغه مهال چې د لومړي ځل لپاره په لرغونې اقلیم پوهنه کې یخي عصر او طبیعي بدلونونو د پوهانو پام ځانته واړوه او په طبیعت باندې د ګلخانه یي ګازونو په اغېز وپوهېدل. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې ساینس پوهانو د لومړي ځل لپاره استدلال وکړ چې د انسانانو له خوا په هوا کې خپرېدونکي ګلخانه یي ګازونه د ځمکې د انرژۍ په تعادل او اقلیم کې بدلونونه رامنځته کوي. ورته مهال د اتشفشاني انرژۍ او د لمریزو بدلونونو په ګډون د اقلیمي بدلونونو اړوند ګڼ شمېر نور نظریات وړاندې شول. سربېره په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د کاربن ډای اکساید ګاز د ګرمونکي اغېز اړوند ګڼ شمېر شواهد د منلو وړ وګرځېدل. یو شمېر پوهانو دا هم څرګنده کړه چې انساني فعالیتونه په هوا کې موجود معلق ذرات (د بېلګې په توګه «ککړتیا») تولید کوي چې کولای شي یخ کوونکی اغېز ولري.

د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال علمي نظریاتو په مخ پر زیاتوالي بڼه د ګرمښت له لیدلوري ملاتړ وکړ. تر ۱۹۹۰مې لسیزې پورې د کمپیوټري موډلونو د کره توب د زیاتوالي او هغه مشاهدوي چارو پر مټ چې د یخي عصر اړوند یې د میلانکوویچ نظریه تائید کوله یو توافقي دریځ رامنځته شو؛ دا چې ګلخانه یي ګازونه په ژوره توګه په اقلیمي بدلونونو کې اغېز لري او د انساني فعالیتونو له امله د ګازونو تولید په پام وړ کچه د نړیوال ګرمښت لامل ګرځي. له ۱۹۹۰مې لسیزې راوروسته د اقلیمي بدلونونو په اړوندو څېړونو کې ګڼ شمېر برخې اضافه او پراختیا یې ومونده. دغو څېړونو د اقلیمي بدلونونو تر منځ د معمولو اړیکو، له تاریخي اطلاعاتو سره د هغو د اړیکې او د هغو د کچې او ډول د درک په برخه کې پراختیا ومونده. په دغه دوره کې ترسره شوې څېړنې د اقلیمي بدلونونو اړوند د بین الدولتي پلاوي په ارزونکو راپورونو کې په لنډه توګه وړاندې شوې دي.

اقلیمي بدلونونه په پراخه کچه تفسیر کېږي چې پر بنسټ یې هغه پام وړ او تل پاتې بدلونونو ته نغوته کېږي چې له لسیزو څخه تر میلیونونو کلونو پورې د هوا د حالاتو احصایوي شمېرې په ځان کې رانغاړي. اقلیمي بدلونونه د یو لړ فکتورونو څخه سرچینه اخلي چې په دغو کې سمندري بهیرونه (لکه سمندري څرخ)، بایوټیک بهیرونه (لکه نباتات)، د ځمکې له خوا د لمریزو وړانګو په جذب کې بدلونونه، د ځمکې د صفحو جوړښت او د اتشفشانونو راوتل او همدارنګه په طبیعي نړۍ کې د انسانانو د چارو له امله بدلونونه شاملېږي. د دغو وروستی مورد اوس مهال د نړیوال ګرمښت او «اقلیمي بدلون» لامل ګرځېدلی چې تر ډېره د انسانانو د ځانګړو اغېزو د توصیف په موخه کارول کېږي.

د ګلخانه يي اغېز لومړنۍ محاسبه، ۱۸۹۶ زکال[سمول]

د ۱۸۹۰مې لسیزې په وروستیو کې ساموئل پیرپوینټ لانګلي له فرانک ډبلیو ویری سره په ګډه هڅه وکړه څو د سپوږمۍ د سطحې تودوخه له سپوږمې څخه د تېرېدونکو او ځمکې ته د رسېدونکو ماورا بنفش وړانګو په اندازه کولو سره وټاکي. په اسمان کې د سپوږمۍ زاویې، وروسته له هغې دا موضوع روښانه کړه چې یو ساینس پوه وموندله د سپوږمۍ څخه وتونکې وړانګې باید له څومره کاربن ډای اکسایډ او د اوبو له بخار څخه تېرې شي څو ځمکې ته ورسېږي، خو د هغه اندازه ګیري له دې امله کمزورې وه چې سپوږمۍ له آسمان څخه ډېره را لاندې وه. له دې امله چې پوهان له لسیزو راهیسې د ماورا بنفش وړانګو د جذب څخه باخبره و، د هغه له خوا وړاندې شوې پایلې دومره حیرانونکې نه وې. [۱][۲]

په ۱۸۹۶ زکال کې سوانت ارنیوس د ماورا بنفش وړانګو د زیات جذب اړوند د لانګلي له مشاهداتو ګټنه وکړه، چېرې چې د سپوږمۍ وړانګې د کمې زوایې له مخې له اتومسفیر تېرېږي او له زیاتې کچې کاربن ډای اکساید سره مخ کېږي؛ څو په راتلونکي کې د کاربن ډای اکساید په کچه کې د کمښت پر مټ د اتومسفیر یخ کوونکی اغېز اټکل کړي. هغه وموندله چې یخ اتومسفیر ډیر لږ د اوبو بخار (او نور ګلخانه يي ګازونه) په ځان کې ساتي، همدا و چې د هغو یخ کوونکی اغېز یې محاسبه کړ. نوموړي همدارنګه وموندله چې د اتومسفیر یخ کېدل په لوړ جغرافیايي عرض لرونکو برخو کې د واورې او یخ د زیاتوالي لامل ګرځي او د دې له امله بیا په زیاته کچه د لمر وړانګې منعکسې کېږي او د ځمکې کره نوره هم سړه کېږي؛ دا هغه ډول موندنه وه چې جیمز کرول یې له وړاندې اټکل کړی و. په ټولیزه توګه ارنیوس محاسبه وکړه چې د کاربن ډای اکسایډ د کچې نیمايي کېدل د یخي عصر د بېرته رامنځته کېدو لپاره کفایت کوي. نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکساید دوه چنده توب به په ټولیزه توګه له ۵ څخه تر ۶ سانتي ګراد درجو پورې هوا ګرمه کړي. [۳]

سربېره پر دې د ارنیوس همکار آروید هوګبوم چې د ځمکې پر ګرمښت باندې په هوا کې د موجود کاربونیک اسید د اغېز تر عنوان لاندې ۱۸۹۶ زکال ته په اړونده د ارنیوس په لیکنه کې په پریمانه کچه یاد شوی، هڅه یې وکړه څو د کاربن د نړیوال څرخ د درک په موخه د کاربن ډای اکساید خپرونکې طبیعي سرچینې په ډاګه کړې. هوګبوم ومونده چې په ۱۸۹۰مه لسیزه کې د صنعتي منابعو په ځانګړې توګه د ډبرو د سکرو د سوزولو له امله تولید کېدونکی کاربن د هغو له طبیعي منابعو سره د پرتلې وړ دی. ارنیوس وموندله چې د انسانانو له خوا د کاربن دغه خپراوی به بالاخره د نړۍ د ګرومونکې انرژۍ تعادل له منځه یوسي. په داسې حال کې چې په ۱۸۹۶ زکال کې په کمه کچه د کاربن ډای اکساید د تولید له امله ارنیوس فکر کاوه چې نړۍ به په زرګونو کلونو کې ګرمه شي او دغه ګرمښت یې د بشریت لپاره ګټمن باله. نوموړي خپله دغه وړاندوینه په ۱۹۰۸ زکال کې اصلاح کړه او دغه موده یې سلګونو کلونو ته راکمه کړه ځکه چې د تېلو څخه د ګټنې کچه په زیاتوالي وه او همدارنګه یې بیا هم دغه چاره بشریت ته ګټمنه وبلله. [۴][۵][۶][۷][۸]

په ۱۸۹۹ زکال کې توماس کروډر چمبرلین دغې نظریې ته پراختیا ورکړه او څرګنده یې کړه چې اقلیمي تغیرات کېدای شي په اتومسفیر کې د موجود کاربن په غلظت کې له بدلونونو څخه سرچینه واخلي. [۹]

له شلمې پېړۍ وروسته[سمول]

د ساینس پوهانو له خوا د نړیوال ګرمښت وړاندوینې، ۱۹۷۰مه لسیزه[سمول]

د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې په هوا کې د معلقو ذراتو د شتون شواهدو او همدارنګه د هوا د سړېدو یو لړ مواردو ریډ برایسون او یو شمېر نور ساینس پوهان وهڅول څو د هوا د شدید سړښت اړوند خبرداری ورکړي. د برایسون او نورو پوهانو له خوا دغه ډول پوښتنو او اندېښنو د نړیوال سړښت د عواملو اړوند د څېړنو نوې څپه رامنځته کړه. ورته مهال نویو شواهدو د هغو مداري څرخو پر مټ چې د یخي عصر د مهالوېش پر مټ ترسیم شوې وې څرګندوله یې چې اقلیم به د زرګونو کلونو په ترڅ کې په تدریجي بڼه یخ شي. دغه مهال ته اړوندې ګڼ شمېر علمي کړۍ دې پایلې ته ورسېدې چې د نړۍ د ګرمښت یا سړښت د څرنګوالي اړوند لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده ځکه چې تر دغه مهال پورې په دغه موضوع علمي اجماع نه وه رامنځته شوې. ورته مهال د راتلونکې پېړۍ لپاره له ۱۹۶۵ زکال څخه تر ۱۹۷۹ زکال پورې د علمي اثارو یو ارزونې څرګنده کړه چې اوو مقالو د نړۍ د سړښت او ۴۴ نورو د هغو د ګرمښت وړاندوینه کړې (ګڼ شمېر نورو مقالو بیا د اقلیم اړوند هېڅ وړاندوینه نه لرله)؛ هغه مقالې چې ګرمښت ته اړوندې وې تر ډېره په راتلونکو عملي اثارو کې یادې شوې وې. د نړۍ ګرمښت ته اړوندو دغو مقالو د ګلخانه یي ګازونو په موضوع ډېر ټینګار درلود او همدارنګه یې کچه د سړښت اړوند مقالو په نسبت شپږ ځله زیاته وه. دغې موضوع د دې څرګندويي کوله چې پوهان تر ډېره د نړۍ په ګرمښت ټینګار لري او له همدې امله یې پام د ګلخانه يي ګازونو اغېز ته واړوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د پوهانو ترمنځ مخ پر زیاتوالي اجماع: له ۱۹۸۸ زکال څخه تر اوسه[سمول]

په ۱۹۸۸ زکال کې نړیوال مترولوژیکي سازمان د ملګرو ملتونو د چاپېریالي پرګرام په ملاتړ د اقلیمي بدلونونو بین الدولتي پلاوی وټاکه. دغه پلاوی تر نن ورځې پورې خپلو چارو ته دوام ورکوي چې د هر مهال د علمي درک سره په مطابقت د اقلیمي بدلونونو اړوندې خپلې ارزونې او د هغو بشپړونکي راپورونه خپروي. په دغه برخه کې علمي تحولات په پنځه یا شپږ کلنه دوره کې یوځل د یاد پلاوي په ارزونکو راپورونو کې په لنډ ډول وړاندې کېږي چې تر اوسه پورې یې شپږ دغه ډول ارزونکي راپورونه خپاره شوي؛ دغه راپورونه په ۱۹۹۰ زکال، ۱۹۹۵ زکال، ۲۰۰۱ زکال، ۲۰۰۷ زکال، ۲۰۱۳/ ۲۰۱۴ زکال او ۲۰۲۱ زکال کې خپاره شول. د ۲۰۰۱ زکال راپور یې لومړنی راپور و چې په مثبته توګه یې اعلان وکړ چې مشاهده کېدونکی نړیوال ګرمښت «احتمالا» د انساني فعالیتونو له امله دی. [۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Samuel Pierpont Langley". Department of Physics and Astronomy. University of Pittsburgh. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۱۹. His publication in 1890 of infrared observations at the Allegheny Observatory in Pittsburgh together with Frank Washington Very was used by Svante Arrhenius to make the first calculations on the greenhouse effect. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. David Archer (2009). The Long Thaw: How Humans Are Changing the Next 100,000 Years of Earth's Climate. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-13654-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Svante Arrhenius (1896). "On the influence of carbonic acid in the air upon the temperature of the ground". Philosophical Magazine and Journal of Science (په انګلیسي ژبه کي). 41 (251): 237–276. doi:10.1080/14786449608620846. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Svante Arrhenius (1896). "On the Influence of Carbonic Acid in the Air upon the Temperature of the Earth". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 9 (54): 14. Bibcode:1897PASP....9...14A. doi:10.1086/121158. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Spencer Weart (2003). "The Carbon Dioxide Greenhouse Effect". The Discovery of Global Warming. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Spencer Weart (2003). "The Carbon Dioxide Greenhouse Effect". The Discovery of Global Warming. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sherwood, Steven (2011). "Science controversies past and present". Physics Today. 64 (10): 39–44 [40]. Bibcode:2011PhT....64j..39S. doi:10.1063/PT.3.1295. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Arrhenius, S., Worlds in the Making: The Evolution of the Universe. New York, Harper & Row, 1908,
  9. "Restoring the Quality of Our Environment" (PDF). The White House. 1965. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Peterson, Thomas C.; Connolley, William M.; Fleck, John (2008-09-01). "The Myth of the 1970s Global Cooling Scientific Consensus". Bulletin of the American Meteorological Society (په انګلیسي ژبه کي). 89 (9): 1325–1338. Bibcode:2008BAMS...89.1325P. doi:10.1175/2008BAMS2370.1. ISSN 0003-0007. S2CID 123635044. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Science and the Challenges Ahead. Report of the National Science Board. Washington, D.C. : National Science Board, National Science Foundation : For sale by Supt. of Docs., U.S. G.P.O. 1974 [i.e. 1975]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. W M Connolley. "The 1975 US National Academy of Sciences/National Research Council Report". د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Reid A. Bryson:A Reconciliation of several Theories of Climate Change, in: John P. Holdren (Ed.): Global Ecology. Readings toward a Rational Strategy for Man, New York etc. 1971, S. 78–84
  14. Peterson, Thomas C.; Connolley, William M.; Fleck, John (2008-09-01). "The Myth of the 1970s Global Cooling Scientific Consensus". Bulletin of the American Meteorological Society (په انګلیسي ژبه کي). 89 (9): 1325–1338. Bibcode:2008BAMS...89.1325P. doi:10.1175/2008BAMS2370.1. ISSN 0003-0007. S2CID 123635044. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "IPCC – Intergovernmental Panel on Climate Change". ipcc.ch. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)