د اقلیمي بدلونونو اړوند علمي اجماع

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یوه پیاوړې علمي اجماع شتون لري چې څرګندوي د ځمکې ګرمښت او د هوا ګرمښت د انساني فعالیتونو له امله دی. د دغې اجماع ملاتړ د ساینس پوهانو د نظریاتو او د علمي سازمانونو د دریځونو اړوند د بېلابېلو څېړنو پر مټ شوی چې ډیری دغه څېړنې په څرګنده توګه د اقلیمي بدلونونو د بین الدولتي پلاوي له تحلیلي راپورونو سره همغږې دي.

د اقلیمي بدلونونو په برخه کې نږدې ټول پوهان په دې باور دي چې انسانان د اقلیمي بدلونونو لامل ګرځي. په دې برخه کې د علمي لیکنو اړوند نظرپوښتنې هم بله لار ده چې دغه علمي اجماع یې پر مټ ارزول شوې. په ۲۰۱۹ زکال کې د علمي مقالو یو څېړنې وښووله چې د اقلیمي بدلونونو اړونده اجماع ۱۰۰٪ سمه ده. سربېره پر دې په ۲۰۲۱ زکال کې یوې څېړنې دا پایله وړاندې کړه چې ۹۹٪ علمي مقالې د دې اړوند یوه خوله دي چې اقلیمي بدلونونه د انساني فعالیتونو له امله دي. ډیر لږ شمېر مقالې چې له دغې اجماع سره همغږې نه وې، تر ډېره د تېروتنو لرونکې وې او بیا تازه شوې نه وې. [۱][۲][۳][۴][۵]

د دغې اجماع مهم ټکي[سمول]

د اقلیمي بدلونونو اړوند اوسنۍ اجماع داده چې:

  • د ځمکې اقلیم د ۱۸۰۰مې لسیزې راهیسې په پام وړ کچه ګرم شوی دی.
  • انساني فعالیتونه (تر ډېره د ګلخانه یي ګازونو خپراوی) د اقلیمي بدلونونو اصلي لاملونه دي.
  • د ګلخانه یي ګازونو د خپرېدو دوام د هغو د نړیوالو اغېزو واقعي توب او شدت ته پیاوړتیا وربخښي.
  • خلک او ملتونه په فردي او جمعي توګه کولای شي د نړیوال ګرمښت چټکتیا را کمه کړي، همدارنګه کولای شي د دغو حتمي رامنځته کېدونکو اقلیمي بدلونونو او د هغو د پایلو لپاره چمتووالی ونیسي.

د دغې اجماع اړوند ګڼ شمېر څېړنې ترسره شوي دي. تر ټولو زیات استناد هم ۲۰۱۳ زکال ته په اړونده هغه څېړنه شوی چې د ۱۹۹۰ زکال را وروسته د اقلیمي مواردو اړوند لیکل شوې شاوخوا ۱۲۰۰۰ مقالې په کې څېړل شوې او په دغو کې څه باندې ۴۰۰۰ مقالو د نړیوال ګرمښت لاملونه بیان کړي و. له دغو څخه شاوخوا ۹۷ سلنه مقالو په ښکاره او یا هم ضمني بڼه څرګنده کړې وه چې نړۍ د ګرمښت په حالت کې ده او دا ګرمښت هم د انسانانو څخه سرچینه اخلي. د دغو مقالو «پرېکنده» پایله دا وه چې ګرمښت د انساني فعالیتونو په ځانګړې توګه په اتومسفیر کې د ګلخانه یي ګازونو له خپرېدو سرچینه اخلي. طبیعي بدلونونه د دې پر ځای چې د ګرمښت لامل وګرځي په یوازې ځان یو کوچنی یخ کوونکی اغېز رامنځته کوي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

دغه علمي نظر د ملي یا نړیوالو ځایګیو لرونکو علمي بنسټونو له خوا د اقلیمي چارو د ساینس پوهانو ترمنځ د نظر پوښتنو پر بنسټ په سیستماتیکو علمي راپورونو کې بیان شوی. په ۲۰۱۴ زکال کې د اقلیمي بدلونونو اړوند بین الدولتي پلاوي د خپلو ارزونو پنځم راپور (AR5) بشپړ کړ چې پایلې یې په لاندې توګه را لنډې شوې دي: [۱۲]

  • «د اقلیمي سیسټم ګرمښت له ابهام پرته موضوع ده او له ۱۹۵۰مې لسیزې را وروسته ګڼ شمېر مشاهده شوي بدلونونه له لسیزو نیولې تر زریزو پورې بې مخینې دي».[۱۳]
  • «په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکساید، میتان او نایتروجن اکساید غلظت په بې مخینې ډول لږ تر لږه د ۸۰۰ زره کلونو په پرتله زیاتوالی موندلی دی».[۱۴]
  • په اقلیمي سیسټم باندې د انسان اغېز څرګند دی. دا ډېره څرګنده ده (له ۹۵٪ څخه تر ۱۰۰٪ احتمال له مخې) چې انساني اغېز له ۱۹۵۱ زکال څخه تر ۲۰۱۰ زکال پورې د نړۍ د ګرمښت اصلي لامل دی.[۱۵][۱۶][۱۷]
  • «د [نړیوالې] تودوخې د کچې زیاتوالی د شدیدو، ټول شمولو او نه جبران کېدونکو اغېزو احتمال زیاتوي».[۱۸]
  • «له راتلونکو اقلیمي بدلونونو سره د جوړ راتلو لومړنی ګام د زیان منلو کمښت او له فعلي اقلیمي بدلونونو سره ځان مخ کول دي». [۱۹]
  • «د اقلیمي اغېزو ټولیز ګواښونه کولای شو د اقلیمي بدلونونو د کچې په راکمولو سره کم کړو».[۲۰]
  • د اقلیمي بدلونونو د کمښت په موخه له نوو سیاستونو پرته، وړاندوینې د دې حکایت کوي چې تر ۲۱۰۰ زکال پورې به نړیواله تودوخه د صنعتي کېدو له مهال څخه د وړاندې تودوخې په پرتله له ۳.۷ سانتي ګراد درجو نیولې تر ۴.۸ سانتي ګراد درجو پورې لوړه شي (اوسط کچه؛ د اقلیم د نه قطعیت په ګډون محدوده یې له ۲.۵ څخه تر ۷.۸ سانتي ګراد درجو پورې رسېږي).[۲۱]
  • ګویا دا چې په نړیواله کچه د ګلخانه يي ګازونو د تولید اوسنی کچه به د صنعتي کېدو وړاندې مهال په پرتله له ۱.۵ درجې څخه تر ۲ سانتي ګراد درجو پورې د نړیوال ګرمښت لامل وګرځي بشپړه سمه خبره نه ده. د کانکون د هوکړې د برخې په توګه ورکړل شوې ژمنې په ټولیزه توګه د سپما پر بنسټ د انرژۍ د مصرف له سناریو ګانو سره همغږې دي چې له ۶۶٪ څخه تر ۱۰۰٪ دا احتمال لري د صنعتي کېدو وړاندې مهال د کچې په پرتله به نړیوال ګرمښت (په ۲۱۰۰ زکال کې) له دریو سانتي ګراد درجو څخه کمې کچې ته محدود کړي. [۲۲][۲۳]

ملي او نړیوالو اکاډمیو او همدارنګه علمي ټولنو د نړیوال ګرمښت په برخه کې موجوده علمي نظریه ارزولې ده. دغه ارزونې په ټولیزه توګه د اقلیمي بدلونونو اړوند د بین الدولتي پلاوي له نتایجو سره همغږې دي.

یو شمېر علمي بنسټونو دولتونو ته د ځانګړو پالیسیو د اتخاذ لارښوونه کړې، ځکه چې ساینس کولای شي د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د یو اغېزمن غبرګون په برخه کې د معلوماتو د وړاندې کوونکي په توګه رول ولوبوي. له دې سره د پالیسیو په برخه کې پرېکړې کېدای شي ارزښتي قضاوت ته اړتیا ولري او له همدې امله هم په دغه علمي نظر کې ځای پر ځای شوې نه دي. [۲۴][۲۵]

ملي یا نړیوال ځایګي لرونکي هېڅ علمي بنسټ د دغو اصلي ټکو اړوند کوم رسمي مخالفت نه دی څرګند کړی. وروستی ملي یا نړیوال علمي بنسټ چې له دغو سره یې له خپل مخالفت لاس واخیست، نفتي ځمک پوهانو ته اړونده امریکايي ټولنه وه چې په ۲۰۰۷ زکال کې یې خپل دریځ اوسني بې پلوه دریځ ته واړوه. یو شمېر نور بنسټونه په ځانګړې توګه هغه بنسټونه چې پر ځمک پوهنې باندې تمرکز لري بې پلوه دریځونه لري.

د ساینس پوهانو او علمي لیکنو اړوند نظر پوښتنې[سمول]

نړیوال ګرمښت ته د اړوندو علمي نظریاتو د ارزونې په موخه بېلابېلې نظرپوښتنې شوې دي. د دغو نظر پوښتنو پایلې دا دي چې نږدې ټول اقلیم پوهان د انساني اقلیمي بدلونونو څخه ملاتړ کوي. [۲۶]

په ۲۰۰۴ زکال کې ځمک پوهې او د علومو تاریخ لیکونکې نائومي اورسکس د اقلیمي بدلونونو اړوند د علمي لیکنو لنډیز وړاندې کړ. هغې له ۱۹۹۳ زکال څخه تر ۲۰۰۳ زکال پورې په علمي ژورنالونو کې د خپرو شوو ۹۲۸ مقالو لنډیزونه تحلیل کړل او دې پایلې ته ورسېده چې په اقلیمي بدلونونو کې د انساني اغېز اړوند علمي اجماع شتون لري.

اورسکس دغه لنډیزونه په شپږو ډلګیو ووېشل: د اجماع د دریځ څرګند تائید، د اغېزو ارزونه، د کمښت وړاندیزونه، کړنلارې، د لرغونې اقلیم پوهنې تجزیه او تحلیل او د اجماع د دریځ سره مخالفت. د ۷۵٪ مقالو لنډیزونه لومړۍ ډلګۍ ته اړوند و (یعنې په څرګنده یا ضمني بڼه یې هغه منلی و)؛ ۲۵٪ نورو د لرغونې اقلیم پوهنې له لارو چارو سره کار درلود، له همدې امله یې په اقلیمي بدلونونو کې د انساني اغېز اړوند هېڅ دریځ نه درلود. له دغو څخه هېڅ یوې مقالې د دغې اجماع له دریځ سره مخالفت نه درلود او لیکونکو یې هغه «پام وړ» بللی و. د دغه راپور پر بنسټ، «هغه لیکوالان چې په اقلیم باندې اغېز کوونکي موارد ارزوي، کړنلارو ته یې پراختیا ورکوي یا هم لرغوني اقلیمي بدلونونه څېړي، کېدای شي باوري وي چې اوسني اقلیمي بدلونونه طبیعي دي. په داسې حال کې چې هېڅ یوې دغې مقالې د دغې موضوع اړوند بحث نه دی کړی».

ډنیس برې او هانس فون سټورچ د ۲۰۰۸ زکال په اګست میاشت کې د نړۍ په ۳۴ هېوادونو کې د ۲۰۵۸ اقلیم پوهانو په ګډون یوه نظر پوښتنه ترسره کړه. د ځانګړې پېژندنې لرونکی یو انټرنټي لېنک هر ځواب ویونکي ته ورکړل شو چې په دغه برخه کې ګڼ شمېر ځوابونه لرې کړي. په ټولیزه توګه ۳۷۳ ځوابونه ترلاسه شول چې د ځوابونو کچه یې ۱۸.۲٪ سلنه وه. د دغې نظرپوښتنې پر مټ د اقلیمي بدلونونو اړوند د ټولیزې اجماع په اړه هېڅ مقاله تر اوسه نه ده خپره شوې (فبروري ۲۰۱۰ زکال)، خو د دغې نظر پوښتنې پر بنسټ یوه بله موضوع خپره شوه.

په دغه نظرپوښتنه کې ۷۶ پوښتنو شتون درلود چې په څو برخو ویشل شوې وې. په دغو کې د ځواب ویونکو دیموګرافیکو معلوماتو، د اقلیمي بدلونونو له علم څخه د هغوی ارزونو، د دغه علم د موثریت د کچې، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو، جوړ راتلو او کمښت، د اقلیمي بدلونونو د بین الدولتي پلاوي اړوند د هغوی نظر او وګړو ته د اقلیمي پوهې اړوند د معلوماتو د رسونې د څرنګوالي برخو شتون درلود. هرې پوښتنې له ۱ څخه تر ۷ یعنې له «له اصلا هېڅ» څخه تر «ډیر زیات» پورې ځواب درلود.

د دغې پوښتنې په ځواب کې «چې څومره باوري یاست، اقلیمي بدلونونه، طبیعي یا هم انساني اوس مهال د رامنځته کېدو په حال کې دي؟»؛ ۶۷.۱٪ ګډون کوونکو ویلي و چې بشپړ موافق دي، ۲۶.۷٪ تر زیاتې کچې موافق و، ۶.۲٪ بیا ویلي وو چې په ډیره کمه کچه (۲-۴) له دغو سره موافق دي، خو هېچا هم نه و ویلي چې موافق نه دي. ورته مهال د دغې پوښتنې اړوند چې «څومره باوري یاست، وروستي یا راتلونکي اقلیمي بدلونونه د انساني فعالیتونو له امله دي یا به له هغو څخه وي؟»؛ ۳۴.۶ سلنه ګډون کوونکي بشپړ موافق وو، ۴۸.۹٪ هم تر ډیره بریده، ۱۵.۱٪ په لږ کچه او ۱.۳۵٪ هم له دغې موضوع سره هېڅ موافق نه وو. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Myers, Krista F.; Doran, Peter T.; Cook, John; Kotcher, John E.; Myers, Teresa A. (20 October 2021). "Consensus revisited: quantifying scientific agreement on climate change and climate expertise among Earth scientists 10 years later". Environmental Research Letters. 16 (10): 104030. Bibcode:2021ERL....16j4030M. doi:10.1088/1748-9326/ac2774. S2CID 239047650 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. John Cook; et al. (April 2016). "Consensus on consensus: a synthesis of consensus estimates on human-caused global warming". Environmental Research Letters. 11 (4): 048002. Bibcode:2016ERL....11d8002C. doi:10.1088/1748-9326/11/4/048002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Powell, James Lawrence (20 November 2019). "Scientists Reach 100% Consensus on Anthropogenic Global Warming". Bulletin of Science, Technology & Society. 37 (4): 183–184. doi:10.1177/0270467619886266. S2CID 213454806. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lynas, Mark; Houlton, Benjamin Z.; Perry, Simon (19 October 2021). "Greater than 99% consensus on human caused climate change in the peer-reviewed scientific literature". Environmental Research Letters. 16 (11): 114005. Bibcode:2021ERL....16k4005L. doi:10.1088/1748-9326/ac2966. S2CID 239032360 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Benestad, Rasmus E.; Nuccitelli, Dana; Lewandowsky, Stephan; Hayhoe, Katharine; Hygen, Hans Olav; van Dorland, Rob; Cook, John (1 November 2016). "Learning from mistakes in climate research". Theoretical and Applied Climatology (په انګلیسي ژبه کي). 126 (3): 699–703. Bibcode:2016ThApC.126..699B. doi:10.1007/s00704-015-1597-5. ISSN 1434-4483. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Cook, John; Oreskes, Naomi; Doran, Peter T.; Anderegg, William R. L.; Verheggen, Bart; Maibach, Ed W.; Carlton, J. Stuart; Lewandowsky, Stephan; Skuce, Andrew G.; Green, Sarah A.; Nuccitelli, Dana; Jacobs, Peter; Richardson, Mark; Winkler, Bärbel; Painting, Rob; Rice, Ken (2016). "Consensus on consensus: a synthesis of consensus estimates on human-caused global warming". Environmental Research Letters (په انګلیسي ژبه کي). 11 (4): 048002. Bibcode:2016ERL....11d8002C. doi:10.1088/1748-9326/11/4/048002. ISSN 1748-9326. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Cook, John; Nuccitelli, Dana; Green, Sarah A.; Richardson, Mark; Winkler, Bärbel; Painting, Rob; Way, Robert; Jacobs, Peter; Skuce, Andrew (15 May 2013). "Quantifying the consensus on anthropogenic global warming in the scientific literature". Environ. Res. Lett. IOP Publishing Ltd. 8 (2): 024024. Bibcode:2013ERL.....8b4024C. doi:10.1088/1748-9326/8/2/024024. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Scientific and Public Perspectives on Climate Change / Scientists' vs. Public Understanding of Human-Caused Global Warming". climatecommunication.yale.edu. Yale University. 29 May 2013. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Wuebbles, D.J.; Fahey, D.W.; Hibbard, K.A.; Deangelo, B.; Doherty, S.; Hayhoe, K.; Horton, R.; Kossin, J.P.; Taylor, P.C.; Waple, A.M.; Yohe, C.P. (23 November 2018). "Climate Science Special Report / Fourth National Climate Assessment (NCA4), Volume I /Executive Summary / Highlights of the Findings of the U.S. Global Change Research Program Climate Science Special Report". globalchange.gov. U.S. Global Change Research Program: 1–470. doi:10.7930/J0DJ5CTG. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . Scientific consensus: Earth's climate is warming. Climate Change: Vital Signs of the Planet. National Aeronautics and Space Administration (NASA)
  11. IPCC, "Summary for Policymakers" (PDF), Detection and Attribution of Climate Change, "It is extremely likely that human influence has been the dominant cause of the observed warming since the mid-20th century" (page 17) and "In this Summary for Policymakers, the following terms have been used to indicate the assessed likelihood of an outcome or a result: ... extremely likely: 95–100%" (page 2). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in IPCC AR5 WG1 2013.
  12. IPCC, 2014: Climate Change 2014: Synthesis Report. Contribution of Working Groups I, II and III to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [Core Writing Team, R. K. Pachauri and L. A. Meyer (eds.)]. IPCC, Geneva, Switzerland, 151 pp.
  13. IPCC (11 November 2013): B. Observed Changes in the Climate System, in: Summary for Policymakers (finalized version) Archived 9 March 2017 at the Wayback Machine., in: IPCC AR5 WG1 2013, p. 2
  14. IPCC (11 November 2013): B.5 Carbon and Other Biogeochemical Cycles, in: Summary for Policymakers (finalized version) Archived 9 March 2017 at the Wayback Machine., in: IPCC AR5 WG1 2013, p. 9
  15. IPCC (11 November 2013): D. Understanding the Climate System and its Recent Changes, in: Summary for Policymakers (finalized version) Archived 9 March 2017 at the Wayback Machine., in: IPCC AR5 WG1 2013, p. 13
  16. IPCC (11 November 2013): Footnote 2, in: Summary for Policymakers (finalized version) Archived 9 March 2017 at the Wayback Machine., in: IPCC AR5 WG1 2013, p. 2
  17. IPCC (11 November 2013): D. Understanding the Climate System and its Recent Changes, in: Summary for Policymakers (finalized version) Archived 9 March 2017 at the Wayback Machine., in: IPCC AR5 WG1 2013, p. 13
  18. Summary for Policymakers, p.14 (archived 25 June 2014), in IPCC AR5 WG2 A 2014
  19. Summary for Policymakers, p.23 (archived 25 June 2014), in IPCC AR5 WG2 A 2014
  20. Summary for Policymakers, p.14 (archived 25 June 2014), in IPCC AR5 WG2 A 2014
  21. SPM.3 Trends in stocks and flows of greenhouse gases and their drivers, in: Summary for Policymakers Archived 2020-01-28 at the Wayback Machine., p.8 (archived 2 July 2014), in IPCC AR5 WG3 2014
  22. SPM.4.1 Long‐term mitigation pathways, in: Summary for Policymakers, p.15 (archived 2 July 2014), in IPCC AR5 WG3 2014
  23. Victor, D., et al., Executive summary, in: Chapter 1: Introductory Chapter, p.4 (archived 3 July 2014), in IPCC AR5 WG3 2014
  24. "Question 1", 1.1, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in IPCC TAR SYR 2001, p. 38
  25. Summary, in US NRC 2001, p. 4
  26. Cook, John; Oreskes, Naomi; Doran, Peter T.; Anderegg, William R. L.; et al. (2016). "Consensus on consensus: a synthesis of consensus estimates on human-caused global warming". Environmental Research Letters. 11 (4): 048002. Bibcode:2016ERL....11d8002C. doi:10.1088/1748-9326/11/4/048002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lichter, S. Robert (24 April 2008). "Climate Scientists Agree on Warming, Disagree on Dangers, and Don't Trust the Media's Coverage of Climate Change". Statistical Assessment Service, George Mason University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)