د اقلیمي بدلونونو اړوند عامه لیدلوری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقلیمي بدلونونو اړوند عامه لیدلوری د هغو لیدلورو او باورونو ټولګې ته ویل کېږي چې «په اقلیم کې د انساني چارو د اغېز له امله بدلونونه، د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته کېدونکي ګواښونه، د هغو جدیت او همدارنګه هغه افکار چې که چېرې د اقلیمي بدلونونو د مخه نیولو په برخه کې کار وه نه شي څه به کېږي» په ځان کې رانغاړي. د اقلیمي بدلونونو اړوند عامه لیدلوری د ټولنیزو دیموګرافیکي، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او چاپېریالي عواملو، رسنیز پوښښ او له بېلابېلو خبرونو او ټولیزو رسنیو سره د تعامل د څرنګوالي په ګډون ګڼ شمېر بدلون کوونکو فکتورونو ته اړوند دی. [۱][۲][۳][۴]

د اقلیمي بدلونونو اړوند نړیوال عامه لیدلوری څرګندوي چې ډېری کسان دغې ستونزې ته د یو بېړني حالت په سترګه ګوري. د ۲۰۲۱ زکال په جنوري میاشت کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د اقلیمي موضوعاتو اړوند د ترسره کړې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې. دا د اقلیمي بدلونونو اړوند یوه لویه نظرپوښتنه وه چې له ۵۰ هېوادونو څخه ۱.۲ میلیونو کسانو په کې ګډون کړی و؛ په دغه نظرپوښتنه کې ۶۴٪ ځواب ویونکو اقلیمي بدلونونه یوه بېړنۍ موضوع بللې وه او د ځمکې او ځنګلونو څخه یې ساتنه د هغو لپاره تر ټولو غوره حل لار بللې وه. د یادې نظرپوښتنې د راپور لیکونکو په خبره د دغې نظرپوښتنې پایلو «پرېکړه کوونکو ته یوه واضحه او قانع کوونکې کړنلار ښوولې ده څو خپلو موخو ته ورسېږي». [۵][۶]

عامه نظر پوښتنې[سمول]

په ۲۰۱۵ زکال کې د یوې علمي مقالې پر بنسټ چې له ۱۹۸۰ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې ترسره شوې څه باندې ۲۰۰ څېړنې په کې ارزول شوې؛ څرګنده شوه چې له ۱۹۸۰مې لسیزې څخه د ۱۹۹۰مې لسیزې تر لومړیو پورې د اقلیمي بدلونونو اړوند درک کې زیاتوالی راغلی او ورپسې د ۱۹۹۰مې لسیزې له وروستیو څخه د ۲۰۰۰ مې لسیزې تر لومړیو پورې دوره کې د هغو اړوند اندېښنو زیاتوالی موندلی – په داسې حال کې چې ورسره مخالفو لیدلورو هم شتون لرلی. ورپسې د ۲۰۰۰مې لسیزې له نیمايي وروسته د دغې لسیزې تر وروستیو پورې «د عامه اندېښنو د کمښت او پر هغو باندې د شک د زیاتوالي» یوه دوره رامنځته شوه. سربېره پر دې له ۲۰۱۰ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې بلې دورې بیا «د اقلیمي بدلونونو اړوند د احتمالي اندېښنو د ثبات» وړاندیز کاوه. [۷]

په ۲۰۰۷ زکال کې د مټیو سي نیسبت او تراز مایرز له خوا «د نړیوال ګرمښت اړوند شل کلن عامه لیدلوری» تر عنوان لاندې مقالې له ۱۹۸۰زکال وروسته په متحده ایالاتو کې دوه لسیزې په ځان کې رانغاړلې چې په دغه مقاله کې یې د نړیوال ګرمښت د لاملونو او اغېزو اړوند عامه درک، دولتي پالیسۍ، د اقلیمي بدلونونو اړوند علمي اجماع، له کیوټو هوکړې څخه عامه ملاتړ او همدارنګه د اقلیمي بدلونونو اړوند د غبرګون ښوونکو دولتي سیاستونو د اقتصادي لګښتونو اړوند اندېښنې څېړلې وې. هغوی د پوښتنو له ځوابونو وموندله چې له ۱۹۸۶ زکال څخه تر ۱۹۹۰ زکال پورې د اقلیمي بدلونونو اړوند د باخبره کسانو کچې له ۳۹٪ څخه ۷۴٪ پورې زیاتوالی لرلی. له دې سره دوی څرګنده کړه چې «په بشپړه توګه د هغو د درک کچه لا هم محدوده ده». [۸][۹]

د ګواښونو د تحلیل (Risk Analysis) په نامه علمي مجلې کې ۲۰۱۰ زکال ته اړوندې یوې علمي مقالې د اقلیمي بدلونونو اړوند د خلکو د درک د کچې د مالومولو په موخه د ۱۹۹۲ زکال او ۲۰۰۹ زکال نظرپوښتنې پرتله کړې. په ۱۹۹۲ زکال کې عامه وګړو د اقلیمي بدلونونو او د اوزون د طبقې د تخریب ترمنځ توپیر نه شو کولای. د دغې مقالې څېړونکو د ذهني موډلونو له میتودولوژي څخه په ګټنې موندلې وه چې تر ۲۰۰۹ زکال پورې د اقلیمی بدلونونو اړند عامه درک په پام وړ کچه زیاتوالی درلود، هغه مهال ډیری کسانو دا نه وه منلې چې نړیوال ګرمښت «په لومړۍ درجه کې په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکساید د غلظت د زیاتوالي له امله» دی، یا هم دا چې د فوسیلي سون توکو سوزول د کاربن ډای اکساید مهمه منبع جوړوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د اروپايي اتحادیې له خوا په ترسره شوې نظرپوښتنه کې ۹۱٪ چینايي ، ۷۳٪ بریتانوي، ۷۰٪ اروپايي او ۶۰٪ امریکايي ګډونوالو د اقلیمي بدلونونو د کمښت په موخه د پیاوړو پالیسیو له جوړولو ملاتړ وکړ. په دغه نظرپوښتنه کې ۶۳٪ اروپايي، ۵۹٪ بریتانوي، ۵۰٪ امریکایي او ۶۰٪ چینایي ګډونوالو تجدید منونکې انرژۍ ته له مخه کولو ملاتړ کړی و. د بریتانوي او اروپايي وګړو لپاره هستوي انرژي د فوسیلي سون توکو پر مټ د تولید کېدونکې انرژۍ غوره ځای نیونکې وه. [۱۴]

ورته مهال په دغه نظر پوښتنه کې ګډون کوونکو ۶۹٪ اروپایانو، ۷۱٪ بریتانویانو، ۶۲٪ امریکایانو او ۸۹٪ چینایانو په هغو توکو او خدمتونو باندې د لا زیاتو مالیاتو له لګولو ملاتړ کاوه چې په نړیوال ګرمښت کې یې زیات رول درلود. [۱۵]

د همدغې اقلیمي نظر پوښتنې د ۲۰۲۲ زکال په ګڼه کې د اروپا او بریتانیا څخه ۸۷٪ ګډون کوونکي په دې یوه خوله و چې د دوی دولتونه د اقلیمي تغیراتو په برخه کې ډیر کرار حرکت لري، په داسې حال کې چې دغه کچه د امریکایانو او چینایانو ترمنځ په ترتیب سره ۷۶٪ او ۷۴٪ وه. له اروپايي اتحادیې او چین څخه ګډون کوونکو (په ترتیب سره ۸۰٪ او ۹۱٪) دا فکر هم درلود چې اقلیمي بدلونونه د هغوی په ورځني ژوند اغېز لري. ورته مهال امریکایانو (۶۷٪) او بریتانویانو (۶۵٪) بیا د هغوی څخه لږ کم دغه ډول فکر درلود. د دغې نظرپوښتنې نورو موندنو ښووله چې په اروپايي اتحادیه کې ۶۳٪ وګړي غواړي د انرژۍ لګښتونه له هغو څخه ګټنې ته اړوند وي او تر ټولو زیات مصرف کوونکي باید زیات لګښت ورکړي. دغه کچه بیا په چین کې ۸۳٪، په بریتانیا کې ۶۳٪ او په متحده ایالاتو کې ۵۷٪ وه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د چینايي ګډون کوونکو د ۸۴٪ برخې سره په پرتله د متحده ایالاتو څخه ۶۶٪، له بریتانیا څخه ۵۲٪ او له اروپايي اتحادیې څخه ۶۴٪ ځواب ویونکو غوښتي و چې په هوايي چلن او ټېلري ټرانسپورټ باندې باید د هغو د چاپېریالي اغېزو له امله زیات مالیات وضع شي. ۸۸٪ چینايي، ۸۳٪ بریتانوي، ۷۲٪ امریکايي او ۸۴٪ اروپايي ځواب ویونکي په دې باور و چې که چېرې په راتلونکو کلونو کې د ګلخانه یي ګازونو له تولید کوونکو محصولاتو او انرژۍ څخه ګټنه راکمه نه شي، بیا نو نړۍ له یوې نه ډډه کېدونکې فاجعې سره مخ کېدونې ده. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

په ۲۰۲۲ زکال کې د اروپا د پانګونې د بانک د اقلیمي نظرپوښتنې پر بنسټ، ۸۴٪ اروپايي وګړو څرګنده کړې وه چې که چېرې په نږدې راتلونکې کې په پام وړ کچه د توکو او انرژۍ په لګښت کې کمښت رامنځته نه شي، د هغو منفي اغېزې به بیا نه جبران کېدونکې بڼه ومومي. د اروپايي اتحادیې ۶۳٪ وګړي د دې غوښتونکي و چې د انرژۍ بیه باید د هغو د مصرف پر بنسټ وي او همدارنګه په هغو کسانو او سوداګریو باندې د انرژۍ بیې لوړې کړي چې په زیاته کچه انرژي مصرف کوي. ورته مهال له اروپايي اتحادیې څخه ۴۰٪ ځواب ویونکي د دې غوښتونکي و چې دولت باید په نږدې راتلونکي کې د انرژۍ اړوند مالیات کم کړي. د اروپايي اتحادیې څخه ۸۷٪ او له بریتانیا څخه ۸۵٪ ګډون کوونکي په دې باور و چې د دوی دولتونه د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې کرار مخکې تګ کوي. سربېره پر دې له بریتانیا، اروپايي اتحادیې او متحده ایالاتو څخه ډېر لږ شمېر ګډون کوونکي باوري و چې د هغوی دولتونه به تر ۲۰۳۰ زکال پورې د کاربن د خپرواي په کمښت کې بریالي شي. [۲۹][۳۰]

د اروپايي اتحادیې او چین ډیری وګړو (په ترتیب سره ۸۰٪ او ۹۱٪) ادعا کوله چې دوی په خپل ورځني ژوند کې اقلیمي بدلونونه تجربه کوي. ورته مهال امریکایانو (۶۷٪) او بریتانویانو (۶۵٪) ته په خپل ورځني ژوند کې د اقلیمي بدلونونو اغېزو په لږ کچه اهمیت درلود. [۳۱]

په ۲۰۲۱ زکال کې د لویډز ریجسټر فونډېشن له خوا د نړیوال ګواښ نظرپوښتنه چې ګالوپ بنسټ ترسره کړه وه یې ښووله چې ۶۷٪ وګړي اقلیمي بدلونونه د خپل هېواد د وګړو پر وړاندې ګواښ بولي چې د ۲۰۱۹ زکال د ۶۹٪ کچې څخه یې لږ توپیر درلود؛ دغه توپیر کېدای شي د وګړو په روغتیا او هوساینې باندې د کوېډ – ۱۹ وبا د اغېز امله رامنځته شوی وي. دغه نظرپوښتنه چې په ۲۰۲۱ زکال کې د نړۍ په ۱۲۱ هېوادونو کې ترسره شوه، شاوخوا ۱۲۵۰۰۰ تنو په کې ونډه اخیستې وه. [۳۲][۳۳][۳۴]

د نظر پوښتنو پر مټ دغه ډول څېړنو په اقلیمي بدلونونو باندې د باوري او نا باوره کسانو بېلابېل ډولونه وړاندې کړل. پر دې بنسټ، څېړونکو «د نړیوال ګرمښت اړوند د پنځو جرمنانو» یا «د نړیوال ګرمښت اړوند د شپږو امریکایانو» عبارتونه توصیف کړل. د جرمني لپاره په دغه ډول کسانو کې خبرداري ورکوونکي فعالین، متقاعد شوي، احتیاط کوونکي، جلا شوي او پام کې نه نیونکي شامل وو. [۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. Shwom, Rachael; McCright, Aaron; Brechin, Steven; Dunlap, Riley; Marquart-Pyatt, Sandra; Hamilton, Lawrence (2015). Dunlap, Riley; Brulle, Robert (المحررون). "Public opinion on climate change". Climate Change and Society: Sociological Perspectives: 269–299. doi:10.1093/acprof:oso/9780199356102.003.0009. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-935611-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Shwom, Rachael; McCright, Aaron; Brechin, Steven; Dunlap, Riley; Marquart-Pyatt, Sandra; Hamilton, Lawrence (October 2015). "Public Opinion on Climate Change". Climate Change and Society. د کتاب پاڼي 269–299. doi:10.1093/acprof:oso/9780199356102.003.0009. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-935610-2. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Antilla, Liisa (2010-03-01). "Self-censorship and science: a geographical review of media coverage of climate tipping points". Public Understanding of Science. 19 (2): 240–256. doi:10.1177/0963662508094099. ISSN 0963-6625. S2CID 143093512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Diehl, Trevor; Huber, Brigitte; Gil de Zúñiga, Homero; Liu, James (2019-11-18). "Social Media and Beliefs about Climate Change: A Cross-National Analysis of News Use, Political Ideology, and Trust in Science". International Journal of Public Opinion Research. 33 (2): 197–213. doi:10.1093/ijpor/edz040. ISSN 0954-2892. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 27 January 2021 باندې). Climate change: Biggest global poll supports 'global emergency'.
  6. "The Peoples' Climate Vote". UNDP.org. United Nations Development Programme. 26 January 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۲۱. 64% of people said that climate change was an emergency – presenting a clear and convincing call for decision-makers to step up on ambition.
    - The highest level of support was in SIDS (Small Island Developing States, 74%), followed by high-income countries (72%), middle-income countries (62%), then LDCs (Least Developed Countries, 58%).
    - Regionally, the proportion of people who said climate change is a global emergency had a high level of support everywhere - in Western Europe and North America (72%), Eastern Europe and Central Asia (65%), Arab States (64%), Latin America and Caribbean (63%), Asia and Pacific (63%), and Sub-Saharan Africa (61%).
    - Four climate policies emerged as the most popular globally:
    1. Conservation of forests and land (54% public support);
    2. Solar, wind and renewable power (53%);
    3. Climate-friendly farming techniques (52%); and
    4. Investing more in green businesses and jobs (50%).
    الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (Page has download link to 68-page PDF.)
  7. Capstick, Stuart; Whitmarsh, Lorraine; Poortinga, Wouter; Pidgeon, Nick; Upham, Paul (2015). "International trends in public perceptions of climate change over the past quarter century". WIREs Climate Change. 6 (1): 35–61. doi:10.1002/wcc.321. ISSN 1757-7799. S2CID 143249638. د لاسرسي‌نېټه October 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Nisbet, Matthew C.; Myers, Teresa (January 1, 2007). "The Polls—Trends: Twenty Years of Public Opinion about Global Warming". Public Opinion Quarterly. 71 (3): 444–470. doi:10.1093/poq/nfm031. ISSN 0033-362X. د لاسرسي‌نېټه October 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Capstick, Stuart; Whitmarsh, Lorraine; Poortinga, Wouter; Pidgeon, Nick; Upham, Paul (2015). "International trends in public perceptions of climate change over the past quarter century". WIREs Climate Change. 6 (1): 35–61. doi:10.1002/wcc.321. ISSN 1757-7799. S2CID 143249638. د لاسرسي‌نېټه October 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Read, Daniel; Bostrom, Ann; Morgan, M. Granger; Fischhoff, Baruch; Smuts, Tom (1994). "What Do People Know About Global Climate Change? 2. Survey Studies of Educated Laypeople". Risk Analysis. 14 (6): 971–982. doi:10.1111/j.1539-6924.1994.tb00066.x. ISSN 1539-6924. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Reynolds, Travis William; Bostrom, Ann; Read, Daniel; Morgan, M. Granger (October 2010). "Now what do people know about global climate change? Survey studies of educated laypeople". Risk Analysis. 30 (10): 1520–1538. doi:10.1111/j.1539-6924.2010.01448.x. ISSN 0272-4332. PMC 6170370. PMID 20649942. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Capstick, Stuart; Whitmarsh, Lorraine; Poortinga, Wouter; Pidgeon, Nick; Upham, Paul (2015). "International trends in public perceptions of climate change over the past quarter century". WIREs Climate Change. 6 (1): 35–61. doi:10.1002/wcc.321. ISSN 1757-7799. S2CID 143249638. د لاسرسي‌نېټه October 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Reynolds, Travis William; Bostrom, Ann; Read, Daniel; Morgan, M. Granger (October 2010). "Now what do people know about global climate change? Survey studies of educated laypeople". Risk Analysis. 30 (10): 1520–1538. doi:10.1111/j.1539-6924.2010.01448.x. ISSN 0272-4332. PMC 6170370. PMID 20649942. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "2021–2022 EIB Climate Survey, part 1 of 3: Europeans sceptical about successfully reducing carbon emissions by 2050, American and Chinese respondents more confident". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "2021–2022 EIB Climate Survey, part 1 of 3: Europeans sceptical about successfully reducing carbon emissions by 2050, American and Chinese respondents more confident". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "2022-2023 EIB Climate Survey, part 1 of 2: Majority of Europeans say the war in Ukraine and high energy prices should accelerate the green transition". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Three-quarters of adults in Great Britain worry about climate change - Office for National Statistics". www.ons.gov.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "2022-2023 EIB Climate Survey, part 1 of 2: Majority of Europeans say the war in Ukraine and high energy prices should accelerate the green transition". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Press corner". European Commission - European Commission (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Future of Europe: Europeans see climate change as top challenge for the EU | News | European Parliament". www.europarl.europa.eu (په انګلیسي ژبه کي). 2022-01-26. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "2022-2023 EIB Climate Survey, part 1 of 2: Majority of Europeans say the war in Ukraine and high energy prices should accelerate the green transition". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Energy poverty". energy.ec.europa.eu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "2022-2023 EIB Climate Survey, part 1 of 2: Majority of Europeans say the war in Ukraine and high energy prices should accelerate the green transition". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Site is undergoing maintenance". Agenparl - L'Informazione indipendente (په اېټاليايي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "In focus: Energy efficiency – a driver for lower energy bills". European Commission - European Commission (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "2022-2023 EIB Climate Survey, part 1 of 2: Majority of Europeans say the war in Ukraine and high energy prices should accelerate the green transition". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Press corner". European Commission - European Commission (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Council adopts regulation on reducing gas demand by 15% this winter". www.consilium.europa.eu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Survey: Ukraine energy price crisis to spur climate transition". European Investment Bank (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "2022-2023 EIB Climate Survey, part 1 of 2: Majority of Europeans say the war in Ukraine and high energy prices should accelerate the green transition". EIB.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Survey: Ukraine energy price crisis to spur climate transition". European Investment Bank (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "World Risk Poll 2021: A Resilient World? Understanding vulnerability in a changing climate" (PDF). lrfoundation.org.uk. 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 2022-10-19 باندې). Concern about climate change shrinks globally as threat grows - study. Reuters.
  34. "High experience of disasters often correlates with low resilience". The Lloyd's Register Foundation World Risk Poll (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Klinger, Kira; Metag, Julia; Schäfer, Mike S. (2022-11-17). "Global Warming's Five Germanys – Revisited and Framed in an International Context". Environmental Communication (په انګلیسي ژبه کي). 16 (8): 1108–1126. doi:10.1080/17524032.2022.2153897. ISSN 1752-4032. S2CID 254530736 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)