د اقليم سيستم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځمکي د اقليم سيستم يو پېچلی سيستم دی چې پنځه تعاملي اجزاء لري: اتموسفير (هوا)، هايډروسفير (اوبه)، کراوسفير (يخ او هميشنی يخ)، ليتوسفير (د ځمکې پورتنی ډبرين پوښ او بايوسفير (ژوندي شيان). اقليم د اقليمي سيستم شمېريزې ځانګړتياوې دي چې د منځنۍ هوا استازولي کوي، عموماً د دېرشو کلونو له مودې څخه زيات وي او ټاکنه يې د اقلیم په نظام کې د پروسې په مجموعې سره کېږي، لکه د بحر بهنګ او د هوا نمونې. په اتموسفير او سمندرونو کې څرخ په بنسټيز ډول د لمريزو وړانګو په مټ په خوځښت راځي او تودوخه له هغو تودو سيمو څخه هغو سيمو ته لېږدوي، کومې چې له لمر څخه کمه انرژي تر لاسه کوي. د اوبو جريان هم د اقلیم د سيستم په اوږدو کې انرژۍ ته خوځښت ورکوي. سربېره پر دې، د ژوند لپاره اړين ډول ډول کيمیاوي عناصر د بېلا بېلو اجزاوو په منځ کې په پرله پسې ډول بيا جوړېږي.[۱][۲]

شونې ده چې د داخلي بدلونونو او بهرنيو ځواکونو له امله د اقلیم نظام بدلون پیدا کړي. شونې ده چې دا بهرني ځواکونه طبيعي وي، لکه په لمريز شدت کې بدلونونه او د اورشيندو چاودېدل، يا یې لامل انسانان وي. د تودوخې ايسارونکي د شنو خونو ګازونو راټولېدل، کوم چې عموماً د فوسيلي سون توکو د سوځونکو خلکو له خوا خوشې کېږي، د نړيوالې تودوخې لامل ګرځي. د انسانانو فعاليتونه هم يخونکې زرې  خارجوي، خو د دوی خالص اغېز د شنې خونې د ګازونو څخه ډېر کم دی. شونې ده چې بدلونونه د بېلا بېلو اقليمونو د سيستونو په اجزاوو کې د اغېزو د پروسو په مټ زیات شي.

د اقليم  د سيستم اجزاء[سمول]

اتموسفير له ځمکې چاپېر دی او له سطحې څخه سلګونه کيلو متره لرې خپور شوی دی. اتموسفير تر ډېره بريده له «انريټ نايټروجين» (۷۸٪)، اکسيجن (۲۱٪) او ارګن (۰.۹٪) څخه جوړ دی. په اتموسفير کې ځينې ډېر کم ګازونه، لکه د اوبو بخار او کاربن ډای اکسايډ، هغه ګازونه دي چې د اقليم د سيستم د فعاليت لپاره تر ټولو مهم دي، ځکه دا د شنې خونې ګازونه دي، کوم چې له لمر څخه ښکارېدونکې رڼا سره مرسته کوي چې سطحې ته داخل شي، خو د ځينو انفراريد وړانګو (پټې وړانګې) مخه نيسي، کومې چې د ځمکې سطحه خارجوي، تر څو د لمر د وړانګو توازن برابر کړي. له همدې امله د سطحې د تودوخې درجه لوړيږي. هايډرولوجيکي جريان په اتموسفير کې د ابو جريان دی. نه يواځې دا چې هايډرولوجيکل جريان د ورښت نمونې ټاکي، د اقليم په سيستم کې د انرژۍ په خوځښت کې هم اغېز لري.[۳][۴][۵]

جوړ هايډروسفير په ځمکه د شته ټولو مايعو اوبو څخه جوړ دی چې د دې اوبو ډېره برخه د نړۍ په سمندرونو کې موجوده ده. سمندر د ځمکې ۷۱٪ برخه نيولې او د ځمکې له سطحې څخه په منځنۍ کچه نږدې څلور کيلو متره (۲.۵ ميله) ژوروالی لري  او د سمندر د تودوخې مواد د اتموسفير له تودوخې څخه ډېر زيات دی. په دې کې د سمندر اوبه شته چې مالګين اجزاء يې په منځنۍ کچه تقريباً ۳.۵٪ دي، خو ځای ته په کتنې سره توپير لري. بې خونده اوبه په مدخلونو (د خوږو اوبو او سمندرونو د يوځای کېدو نقطه) او ځينو ولاړو اوبو (جهيل) کې موندل کېږي او ډېرې خوږې اوبه چې د ټولو اوبو ۲.۵٪ برخه دي، په يخ او واورو کې پرتې دي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

کرايوسفير د اقليم د سيستم په ټولو برخو کې موجود دی، چېرته چې اوبه کلکې دي. په دې کې د سمندر يخ، د يخ تختې، هميشنی يخ او د واورو پوښونه شامل دي. له دې امله چې د سويلي نيمه کرې په پرتله په شمالي نيمه کره کې ځمکه زياته ده، د يادې نيمې کرې ډېره ستره برخه په واورو پوښلې ده. دواړه نيمې کرې تقريباً د يخ سمندر مساوي برخې لری. ډېرې کنګل شوې اوبه د يخ په پردو کې په ګرين لینډ او انترکتیکا کې پرتې دي چې لوړوالی يې په منځنۍ کچه دوه کيلو متره (۱.۲ ميله) دی. د يخ دا تختې کرار کرار د دوی د څندو پر لور بهېږي. [۱۱][۱۲]

د ځمکې قشر، په ځانګړي ډول غر او درې، د نړيوال باد نمونې جوړوي: د غرونو پراخه لړۍ د بادونو په وړاندې خنډونه پیدا کوي او په دې اغېز کوي چې چېرته او څومره باران وشي. د پرانيستي بحر سره نږدې ځمکه له بحر څخه د لرې پرتې ځمکې په پرتله ډېر معتدل اقليم لري. د اقليم د جوړولو د موخې لپاره، کله کله ځمکه جامده بلل کېږي، ځکه چې دا د اقليم د سيستم د جوړونکو نورو عناصرو په پرتله ډېره کراره کراره بدلېږي. د لويو وچو موقعيت هم د سمندرونو هندسه ټاکي او په همدې بنسټ د سمندر د څرخ په نمونو اغېز غورځوی. په نړۍ کې د تودوخې او نمۍ د لېږد مديريت لپاره او په همدې بنسټ د نړيوال اقليم د ټاکنې لپاره د سمندرونو موقعيتونه هم مهم دي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په پای کې، بايوسفير هم د پاتې اقليم د سيستم سره تعامل کوي. عموماً شنه بوټي د لاندې ځمکې په پرتله يا زيات تور يا راڼه وي، له همدې امله د لمر لږه او ډېره تودوخه د بوټو لرنوکو سيمو کې ايسارېږي. شنه بوټي د اوبو په رانيولو کې ښه وي، کوم چې د دې بوټو د جرړو په مټ بيا پورته راوړل کېږی. له بوټو پرته، دا اوبه به نږدې سمندرونو يا نورو د اوبو هستو ته وبهېږي. د دې پر ځای د بوټو په مټ نيول شوې اوبه په بخار بدلېږي او په دې ډول په هايډرولوجيکي جريان کې خپله ونډه لري. نمي او د تودوخې درجه د بېلا بېلو بوټو د سيمو په وېش اغېز لري. د کوچنيو «فايټوپلانکټن» (ډېر کوچني موجودات چې بوټي لري) د ودې په مټ له سمندري اوبو څخه د کاربن وتل شا او خوا هومره دي، څومره چې د ځمکې د بوټو له اتموسفير څخه وي. په داسې حال کې چې له تخنيکي اړخه انسانان هم د بايوسفير برخه دي، دوی سره د ځمکې د اقليم د سيستم د جلا اجزاوو په توګه چلند کېږی چې هغه انتروفوسفير دی، ځکه چې انسان د ځمکې په سياره زيات اغېزې لري.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د انرژۍ، اوبو او عناصرو بهنګ[سمول]

انرژي او عام څرخ[سمول]

د اقلیم سيستم له لمر څخه انرژي تر لاسه کوي او تر ډېرې کمې اندازې يې د ځمکې له مرکز څخه تر لاسه کوي، تر څنګ يې څپه ييزه (د مد او جزر) انرژي له سپوږمۍ تر لاسه کوي. ځمکه په دوه بڼو کې بهرنۍ فضا ته انرژي ورکوي: سپوږمۍ نېغ په نېغه د لمر د وړانګو يوه برخه منعکسه کوي او هغه د تور جسم د وړانګو په بڼه انفراريد وړانګې خوشې کوی. د راتلونکې او تلونکې انرژۍ توازن او د اقلیم د سيستم له لارې د انرژۍ تېرېدل د ځمکې د انرژۍ اندازه ټاکي. په هغه حالت کې چې د راتلونکې انرژۍ ټوليز حجم د وتونکې انرژۍ څخه زيات وي، نو د ځمکې د انرژۍ اندازه مثبته وي او د اقلیم سيتم تود وي. که ډېره انرژي بهر وځي نو د انرژۍ اندازه منفي وي او ځمکه يخوالی تجربه کوي.[۲۲]

له قطبي سيمو څخه زياته انرژي تر تودو سيمو پورې رسېږي او د دې په پايله کې د تودوخې درجې توپير اتموسفير او سمندرونو نړيوال څرخ پر مخ وړي. کله چې هوا توده شي، نو پورته کېږي، د قطب پر لور لګېږي او کله چې یخه شي بيا مخ په ښکته ځي، بېرته استواء خط ته ستنيږي. د زاويې د رفتار د خونديتوب له امله، د ځمکې څرخ په شمالي نيمه کره کې هوا ښي لور ته او په سويلي نيمه کره کې هوا چپ لور ته تاووي او په دې ډول د اتموسفير جلا جلا حجرې جوړوي. مونسون (موسمي بادونه) په باد کې موسمي بدلونونه او ورښتونه، کوم چې په تودو سيمو کې منځ ته راځي، د دې حقيقت له امله پېښېږي چې د ځمکې کتلې له سمندر څخه په اسانۍ سره تودېږي. د تودوخې د درجې توپير د ځمکې او سمندر تر منځ د فشار توپير منځ ته راوړي او یوه منظمه هوا چلوي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Climate systems". climatechange.environment.nsw.gov.au. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Earth's climate system". World Ocean Review (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Barry & Hall-McKim 2014, p. 22; Goosse 2015, section 1.2.1.
  4. Gettelman او Rood 2016، ص. 16.
  5. Gettelman او Rood 2016، صص. 14–15.
  6. "Vital Signs of the Plant: Ocean Heat Content". NASA. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Desonie 2008، ص. 4.
  8. Gettelman او Rood 2016، ص. 17.
  9. Goosse 2015، ص. 11.
  10. Kundzewicz 2008.
  11. Goosse 2015، ص. 20.
  12. Goosse 2015، ص. 22.
  13. Haug او Keigwin 2004.
  14. Gettelman او Rood 2016، صص. 18–19.
  15. Goosse 2015، ص. 25.
  16. Houze 2012.
  17. Barry او Hall-McKim 2014، صص. 135–137.
  18. Goosse 2015، ص. 26.
  19. Goosse 2015، ص. 28.
  20. Smil 2003، ص. 133.
  21. Gettelman او Rood 2016، ص. 19.
  22. Barry او Hall-McKim 2014، صص. 15–23.
  23. Gruza 2009، صص. 124-125.
  24. Barry او Hall-McKim 2014، صص. 95-97.
  25. Barry او Hall-McKim 2014، ص. 95.
  26. Bridgman او Oliver 2014، ص. 131.