Jump to content

د اقليم د بدلون ځورمنتيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقليم بدلون ځورمنتيا (د اقليم ځورمنتيا يا د اقليم د خطر ځورمنتيا) د اقليم د بدلون په اړه د ځورمنتيا ارزونه ده، چې د اقليم بدلون په اړه د ټولنې د غبرګون په بحث کې لکه د اقليم د بدلون توافق، د اقليم د خطر ارزونې يا په د اقليم برابرۍ د اندېښنو په مشخص کولو کې د پړاوونو لپاره کارول کېږي. د اقليم ځورمنتيا د بېلابېلو معناګانو، حالتونو او د اقليم د بدلون په څېړنه کې د بېلابېلو برخو يو پراخ ډول شاملوي، مګر له ۲۰۰۵ز راهيسې په علمي څېړنه کې يو مرکزي مفهوم دی. ياد مفهوم د IPCC په درېيم راپور کې په دې ډول تعريف شوی دی: «د اقليم د بدلون وړتيا او نابرابرۍ په ګډون هغه پړاو يا درجه چې يو سيستم ورته په کې د اقليم د بدلون په منفي اغېزو سره اغېزمنوونکی او ورسره مبارزه ناشونې وي». [۱][۲]

ځورمنتيا په بنسټيز ډول په دوو سترو ډلبنديو باندې وېشل کېدلی شي، چې يوه يې د ټولنيزو او اقتصادي عواملو پر بنسټ اقتصادي ځورمنتيا ده او بله يې جغرافيوي ځورمنتيا ده. هيڅ يوه يې په دوه اړخيز ډول ځانتنۍ (ځانګړې) نه ده. د اقليم د بدلون په اړه په نړيوال پلاوي کې د ځورمنتيا په اړه د سيستم کچې طريقې سره په ليکه کې، زياتره څېړنه اقليمي ځورمنتيا د ټولنو، اقتصادي سيستمونو يا جغرافيو د تشرېح کولو په موخه کاروي. که څه هم د اقليم د بدلون پراخو اغېزو د لږو منظمو اندېښنو د تشرېح کولو په موخه د اقليمي ځورمنتيا کارونې ته لارښوونه کړې ده. لکه: د انفرادي روغتيا ځورمنتيا، د اغېزمن شوو سيستمونو تر شا زيان منونکي حالتونه يا نور کاريالونه، لکه: د انفرادي حيواني نوعو د ځورمنتيا تشرېح کول. ګڼ سازمانونه او توکي شته چې د نړيوالې ټولنې او عالمانو له خوا د اقليم د ځورمنتيا ارزونې په پار کارول کېږي. [۳]

ډولونه

[سمول]

د اقليم د بدلون منفي اغېزې هغه دي چې د وده وال غښتلي او پراخه اقليم عځېدنې (ارتجاعيت) ساختمان او غبرګون سيستمونو لږه وړتيا لري. که څه هم هغه څه چې يوه زيان منوونکې ټولنه رامنځته کوي، لا هم د بحث لپاره خلاص بحث دی. IPCC ځورمنتيا د درې ځانګړنو په کارولو سره تعريف کړې دی: د سمون وړ وړتيا يا ظرفيت، حساسيت او د اقليم بدلون په اړه څرګندتيا. د سمون وړ ظرفيت د د ارتجاعيت ساختمان د جوړولو په موخه د يوې ټولنې ظرفيت ته راجع کېږی، په داسې حال کې چې د حساسيت او څرګندتيا عناصر دواړه په اقتصادي او جغرافيوي عناصرو پورې تړلي دي چې په بېلابېلو ټولنو کې په پراخ ډول توپير لري. که څه هم د زيان منونکو ټولنو تر منځ زياتې ټولنې شته. [۴]

ځورمنتيا په بنسټيز ډول په دوو سترو ډلبنديو باندې وېشل کېدلی شي، چې يوه يې ټولنيزو او اقتصادي عواملو پر بنسټ اقتصادي ځورمنتيا ده او بله يې جغرافيوي ځورمنتيا ده. هيڅ يوه يې په دوه اړخيز ډول ځانتنۍ (ځانګړې) نه ده.

اقتصادي ځورمنتيا

[سمول]

د دې په بنسټيزه کچه کې، په اقتصادي ډول هغه ټولنه زيان منوونکې ده، چې د اقليم د بدلون د اغېزو لپاره په بشپړ ډول ځکه نه ده چمتو شوې، چې د اړينو مالي سرچينو کمښت لري. د اقليم د ارتجاعي ټولنې برابرول به په ساختمان (زېربنا)، د ښار پلان کولو، د همېشنيو انرژي سرچينو روزنو او د چمتووالي سيستمونو کې پراخه پانګې اچونې ته اړتيا ولري. له نړيوال ليد نه ډېر اټکل دی چې هغه خلک، چې په فقر يا د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د اقليم بدلون په واسطه به تر ټولو زيات اغېزمن شي او د همدې له امله تر ټولو زيات زيان منونکي ځکه دي، چې په ارتجاعي ساختمان کې د پانګې اچونې په موخه به د مالي سرچينو ډېره لږه اندازه ولري. دوی به په مکرر ډول د پېښېدونکو طبيعي بدلون اړوند آفتونو نه وروسته د پاکوالي د هڅو لپاره هم لږې مالي سرچينې ولري. [۵]

جغرافيوي ځورمنتيا

[سمول]

د ځورمنتيا دويم پېژند، د جغرافيوي ځورمنتيا اړوند دی. په جغرافيوي ډول د اقليم د بدلون تر ټولو زيات زيان منونکي درکونه هغه دي، چې د طبيعي خطرونو، لکه: د سيند د کچې راپورته کېدلو او د ايکوسيستم په خدمتونو کې خوړو ته د لاسرسي په ګډون د ناڅاپي بدلونونو د هر اړخيزو اغېزو په واسطه به اغېزمن شوي وي. د ټاپوګانو اړوند سيمې، په عادي ډول د يو څه زيات زيان منوونکو په توګه يادې شوې دي، مګرهغه ټولنې چې د ژوند ډول يې په سخت ډول د معاش پر بنسټ دی، هم په ستر خطر کې دي. [۶]

زيان منوونکې ټولنې، له لاندې ځانګړنو نه د يوې يا څو د لرلو کږلون (ميلان) لري: [۷]

  • د خوړو ناخونديتوب
  • د اوبو کمښت
  • حساس سمندري ايکوسيستم
  • کوچنۍ ټاپو ټولنه.

د نړۍ شاوخوا د اقليم بدلون کليوالي ټولنو باندې اغېزه کوي چې د خپل معيشت لپاره په زياته کچه په خپلې کرنې او طبيعي سرچينو باندې تکيه کوي. د اقليمي پېښو زيات شوی تکرار او سختي (شدت) په ناورته ډول مېرمنې، کليوالې سيمې، وچې ځمکې او ټاپووزمه ټولنې اغېزمنوي. دا د دوی د ژوند په ډولونو کې له يوه زيات ناڅاپي بدلونونو ته لارښوونه کوي او دوی مجبوروي چې له دې بدلون سره توافق وکړي. د سيمه یيزو او حکومتي استازوليو لپاره دا يو څه زيات د اهميت وړ ګرځي، چې د بدلون پر وړاندې د غبرګون په موخه کړنلارې جوړې کړي او ساختمان (زېربنا) برابره کړي چې د هغې اغېزمنې اړتياوې پوره کړي. ګڼ سازمانونه د سمون (توافق)، کمښت (لږونې) او ارتجاعي پلانونو د جوړولو په موخه کار کوي، چې د نړۍ شاوخوا د خطر په هغو ټولنو او کليوالي سيمو سره به مرسته وکړي، چې د ژوندي پاتې کېدو په موخه د ځمکې پر سرچينو باندې تکيه کوي. [۸][۹]

د سيمې يا برخې له مخې توپيرونه

[سمول]

ځورمنتيا زياتره په خبرو اترو کې د اقليمي سمون (توافق) سره رانغاړل شوې ده. IPCC په ۲۰۰۷ ز کې سمون (د اقليم بدلون په اړه) «د ريښتيني يا د تمې وړ اقليم بدلون د اغېزو پر وړاندې د طبيعي يا انساني سيستمونو د ځورمنتيا د کمولو په موخه نوښتونه او معيارونه» په توګه تعريف کړ. د اقليم بدلون ځورمنتيا د «د اقليم د بدلون وړتيا او نابرابرۍ په ګډون هغه پړاو يا درجه چې يو سيستم ورته په کې د اقليم د بدلون په منفي اغېزو سره اغېزمنوونکی او ورسره مبارزه ناشونې وي» په توګه تعريف شوې وه. بېلابېلې ټولنې يا سيستمونه په سیمه او برخه کې د سمون لپاره د هغوی د شته ځورمنتيا له امله يو څه ښه چمتو شوي دي. [۱۰]

سيمې

[سمول]

په ۲۰۱۱ کې څېړنو په زيات باور سره پریکړه وکړه، چې مخ پر وده هېوادونه د پرمختللو هېوادونو په پرتله د اقليم د بدلون زيات زيان منونکي دي. د then-current پرمختيايي هڅو پر بنسټ اټکل شوی و، چې په شمېرمخ پر وده هېوادونه به په ګټور ډول د اقليم بدلون سره د توافق وړتيا ولري. [۱۱][۱۲]

  • افريقا: د مشاهده شوي اقليمي بدلون وړتيا په اړه د افريقا سترې اقتصادي برخې زيان منونکې دي. دا ځورمنتيا قضاوت شوې وه چې د افريقا کمزورې سموني (توافقي) وړتيا سره يې مرسته کړې ده، چې په افريقا کې د راتلونکي اقليم بدلون د لوړې ځورمنتيا لرلو پايله لري. فکر کېده چې د سيند کچې اټکل شوې راپورته کېدل به افريقا د ساحلي ښارونو ټولنيزه اواقتصادي ځورمنتيا زياته کړي. [۱۳]
  • اسيا: تمه ده چې اقليمي بدلون په شمالي اسيا کې د permafrost په نابرابرۍ کې اغېز ولري، چې په اقليم پورې د تړلو برخو ځورمنتيا له بدو بدتروي او د سيمې اقتصاد باندې اغېزه کوي. [۱۴]
  • اسټراليا او نيوزيلنډ: په اسټراليا او نيوزيلنډ کې زياتره انساني سيستمونه د پام وړ توافقي (د سمون) وړتيا لري. که څه هم ځيني طبيعي ټولنې د ټيټ سمون وړتيا لرونکې تشخيص شوې وې. [۱۵]
  • اروپا: په اروپا کې د ټولينيزو او اقتصادي  سيستمونو سمون يو څه لوړ دی. د دې نسبت د اروپا لوړې GNP، ثابتې ودې، ثابت نفوس او په ښه ډول پرمختللي سياست، د بنسټيز او تکنالوژيکي ملاتړ سيستمونو ته ورکول کېږي. [۱۶]
  • لاتيني امريکا: په لاتيني امريکا کې د ټولنيز اقتصاد سيستمونو سمون په ځانګړي ډول د هوا د زياتو پېښو په برخه کې ډېر ټيټ دی او د دې سيمې ځورمنتيا لوړه وه. [۱۷]
  • قطبي سيمې: په ۲۰۰۱ ز کې يوه څېړنه دې پايلې ته ورسېده چې:
    • په انترکتيکا او ارکټيک کې دننه په هغو سيمو کې چې اوبه په کې د خوټېدلو ټکي ته نږدې وې، ټولنيز اقتصادي سيستمونه د اقليم بدلون په برخه کې په ځانګړي ډول زيان منونکي دي.
    • د ارکټيک برخه په بې ساري ډول د اقليم بدلون زيان منونکې ده. اټکل شوې ده، چې په ياده سيمه کې به د اقليم بدلون سترې ايکالوژيکي، ټولنپوهنيزې او اقتصادي اغېزې وي. [۱۸]

سرچینې

[سمول]
  1. IPCC (2007a). "Climate Change 2007: Synthesis Report. Contribution of Working Groups I, II and III to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (Core Writing Team, Pachauri, R.K and Reisinger, A. (eds.))". IPCC, Geneva, Switzerland. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-11-02. بياځلي په 2009-05-20.
  2. IPCC (2007a). "Climate Change 2007: Synthesis Report. Contribution of Working Groups I, II and III to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (Core Writing Team, Pachauri, R.K and Reisinger, A. (eds.))". IPCC, Geneva, Switzerland. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-11-02. بياځلي په 2009-05-20.
  3. "Climate change, impacts and vulnerability in Europe 2012 — European Environment Agency". www.eea.europa.eu (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-03-01. بياځلي په 2020-12-26.
  4. J.J. McCarthy, O.F. Canziani, N.A. Leary, D.J. Dokken, K.S. White (Eds.), Climate Change 2001: Impacts, Adaptation and Vulnerability, Cambridge University Press, Cambridge.
  5. M.J. Collier et al. "Transitioning to resilience and sustainability in urban communities" Cities 2013. 32:21–S28
  6. K. Hewitt (Ed.), Interpretations of Calamity for the Viewpoint of Human Ecology, Allen and Unwin, Boston (1983), pp. 231–262
  7. Kasperson, Roger E., and Jeanne X. Kasperson. Climate change, vulnerability, and social justice. Stockholm: Stockholm Environment Institute, 2001.
  8. "Climate Change". Natural Resources Institute. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-05-11. بياځلي په 2020-08-09.
  9. "Achieving Dryland Women's Empowerment: Environmental Resilience and Social Transformation Imperatives" (PDF). Natural Resources Institute. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2021-05-11. بياځلي په 2020-08-09.
  10. IPCC (2007a). "Climate Change 2007: Synthesis Report. Contribution of Working Groups I, II and III to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (Core Writing Team, Pachauri, R.K and Reisinger, A. (eds.))". IPCC, Geneva, Switzerland. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-11-02. بياځلي په 2009-05-20.
  11. Smith, J. B.; et al. (2001). "Vulnerability to Climate Change and Reasons for Concern: A Synthesis. In: Climate Change 2001: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (J.J. McCarthy et al. Eds.)". Cambridge University Press, Cambridge, UK, and New York, N.Y. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-10-05. بياځلي په 2010-01-10.
  12. Smith, J. B.; et al. (2001). "Vulnerability to Climate Change and Reasons for Concern: A Synthesis. In: Climate Change 2001: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (J.J. McCarthy et al. Eds.)". Cambridge University Press, Cambridge, UK, and New York, N.Y. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-10-05. بياځلي په 2010-01-10.
  13. Boko, M.; et al. (2007). M. L. Parry; et al. (eds.). "Africa. In: Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change". Cambridge University Press, Cambridge, UK, and New York, N.Y. pp. 433–467. خوندي شوی له the original on 23 January 2010. بياځلي په 2009-05-20.
  14. Lal, M.; et al. (2001). J. J. McCarthy; et al. (eds.). "Asia. In: Climate Change 2001: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change". Cambridge University Press, Cambridge, UK, and New York, N.Y. خوندي شوی له the original on 23 January 2010. بياځلي په 2010-01-10.
  15. Hennessy, K.; et al. (2007). M. L. Parry; et al. (eds.). "Australia and New Zealand. In: Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change". Cambridge University Press, Cambridge, UK, and New York, N.Y. pp. 507–540. خوندي شوی له the original on 19 January 2010. بياځلي په 2009-05-20.
  16. Kundzewicz, Z. W.; et al. (2001). J. J. McCarthy; et al. (eds.). "Europe. In: Climate Change 2001: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change". Cambridge University Press, Cambridge, UK, and New York, N.Y. خوندي شوی له the original on 27 April 2012. بياځلي په 2010-01-10.
  17. Mata, L. J.; et al. (2001). "Latin America. In: Climate Change 2001: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [J. J. McCarthy et al. Eds.]". Cambridge University Press, Cambridge, UK, and New York, N.Y. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-10-05. بياځلي په 2010-01-10.
  18. Mimura, N.; et al. (2007). Executive summary. In (book chapter): Small islands. In: Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (M.L. Parry et al., (eds.)). Print version: Cambridge University Press, Cambridge, UK, and New York, N.Y. This version: IPCC website. ISBN 978-0-521-88010-7. خوندي شوی له اصلي څخه په 2011-10-14. بياځلي په 2010-05-23.