Jump to content

د اقليم بدلون په اړوند بين الدولتي پلاوی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقليم بدلون په اړوند بين الدولتي پلاوی (IPCC) د ملګرو ملتونو يوه بين الدولتي ده. دا اداره دنده لري چې د انسان د فعاليتونو له امله د پيدا شوي اقلیمي بدلون په اړه علمي پوهه لوړه کړي. IPCC په 1988ز کال کې د هوا پېژندنې نړيوال سازمان (WMO) او د ملګرو ملتونو چاپيريال پروګرام (UNEP) له خوا جوړه شوې اداره ده. ملګرو ملتونو د همدې کال په وروستيو کې د IPCC جوړېدل تاييد کړل. دا اداره د سويټزرلينډ په جينيوا کې يو سکرتريت لري چې WMO يې کوربه توب کوي. 195 غړي هېوادونه لري، کوم چې IPCC اداره کوي. غړي هېوادونه د ارزونې د يو جريان له لارې د ساينسپوهانو يو دفتر غوره کوي. دا جريان عموماً له شپږو تر اوو کلونو پورې وي. د دې دفتر له خوا د پوهانو ټاکنه کېږي، تر څو د IPCC راپورونه چمتو کړي. دا اداره د حکومتونو او څارونکو سازمانونو له خوا له نومونو څخه متخصصين تر لاسه کوي. IPC درې کاري ډلې او يوه ځانګړې ډله لري، چې د دې ادارې علمي کارونه پر مخ وړي. [۱][۲][۳][۴]

IPCC حکومتونو ته د اقلیم د بدلون د پوهې د حالت په اړه خبر ورکوي. دا کار د دې موضوع په اړوند د ټولې اړوندې علمي څېړنې په ارزونې سره تر سره کوي. په دې کې طبيعي، اقتصادي او ټولنيزې اغېزې او خطرونه شامل دي. په دې کې د احتمالي ځواب ويلو اختيارونه هم شامل دي. IPCC په خپله اصلي څېړنه نه تر سره کوي. موخه يې دا ده چې واقعي (عيني) او ټولشموله وي. زرګونه ساينسپوهان او نور متخصصين د دې خپرونو د ارزونې لپاره په رضاکارانه ډول کار کوي. دوی د پاليسي جوړونکو او عامو خلکو لپاره په "تشخيصي راپورونو" کې مهمې پايلې ترتيب کوي؛ متخصصينو دا کار په سايسني ټولنه کې د همرتبه ارزونې تر ټولو ستره پروسه بللې ده.[۵][۶][۷]

IPCC د اقلیم د بدلون په اړوند په نړيواله کچه منل شوې اداره ده. د اقليم مخکښ ساينسپوهان او ټول غړي حکومتونه د دې ادارې موندنې تاييدوي. رسنۍ، حکومتونه، د مدني ټولنې سازمانونه او سوداګر د دې ادارې د راپورونو حواله ورکوي. د IPCC راپورونه د اقليم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کارچوکاټ کنوانسيون (UNFCCC) له خوا تر سره کېدونکو کلنيو اقليمي بحثونو کې مهمه ونډه لري. د IPCC د ارزونې پنځم راپور د 2015 د پاريس په تاریخي تړون مهم اغېز درلود. د 2007 نوبل سولې جايزه د اقليم بدلون پوهاوي برخه کې د مرستو له امله د IPCC  او Al Gore سره شريکه تر لاسه کړې وه.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

IPCC په 2023ز کال کې د خپلې ارزونې اوم جريان پيل کړ. د 2021ز کال د اګست په مياشت کې، IPCC د اقليمي بدلون د فيزيکي ساينس پر بنسټ په شپږم تشخيصي راپور (IPCC AR6) کې د خپلې I کاري ډلې ونډه خپره کړه. ګارډين دا راپور د "سترو حتمي او نه بدلېدونکو اقلیمي بدلونونو" "تر اوسه تر ټولو سخت ګواښ" وباله. په ټوله نړۍ کې ډېرو ورځپاڼو دې شعار ته انعکاس ورکړ. د 2022ز کال د فبرورۍ په مياشت کې، IPCC د اغېزو او موافقت په اړه د خپل II کاري ګروپ راپور نشر کړ. د 2022ز کال د اپريل په مياشت کې يې په شپږمه ارزونه کې د کاري ګروپ III "اقليمي بدلون کمولو" کې خپله ونډه تشريح کړه. څلورم تشخيصي راپور د 2023 په مارچ مياشت کې په يو ترکيبي راپور سره پای ته ورسېد.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ارزونې د شپږم راپور د مودې پر مهال، IPCC درې ځانګړي راپورونه خپاره کړل. لومړی او تر ټولو ډېر اغېزناک ځانګړی راپور په 2028ز کال کې د 1.5°C (يو اعشاريه پنځه سانتي ګراد) نړيوالې تودوخې په اړوند ځانګړی راپور و. په 2019ز کال کې د اقليم بدلون او ځمکې په اړه ځانګړی راپور (SRCCL)، او په بدلېدونکي اقليم کې سمندر او کريوسفير (يخين غلاف) په اړه ځانګړی راپور (SROCC) خپور شو. IPCC همدا راز په 2019ز کال کې خپله کاري طريقه هم تازه کړه. له همدې امله د IPCC په تاریخ کې د ارزونې شپږم جريان تر ټولو زیات هيله لرونکی و.[۱۹]

اصل[سمول]

د IPCC لپاره اصل د شنو خونو د ګازونو په اړه سلاکاري ډله (AGGG) وه. درې سازمانونو په 1986ز کال کې د AGGG جوړ کړی و. دا درې سازمانونه هر يو د ساينسي اتحاديو نړيواله شورا، د ملګرو ملتونو د چاپېريال پروګرام (UNEP) او نړيوال موسمي سازمان (WMO) وو. AGGG د شنو خونو د ګازونو په اړه د ساينسي څېړنې ارزونه کوله. دې سازمان همدا راز د شنو خونو په ګازونو کې زياتوالي هم مطالعه کړ. اقليمي ساينس د زيات پېچلي کېدو پر لور روان او ډېرې څانګې پکې رانغښتې وې. د ساينسپوهانو له دې کوچنۍ ډلې سره منابع کم وو، تر څو اقليمي علومو ته پوښښ ورکړي.[۲۰]

د متحده ايالاتو د چاپېريال خونديتوب ادارې د شنې خونې د ګاز د اخراج د محدودولو لپاره د يو نړيوال کنوانسيون غوښتنه وکړه. د ريګن ادارې وېره درلوده چې خپلواک ساينسپوهان به ډېر اغېز ولري. له همدې امله WMO او UNEP په 1988ز کال کې IPCC د يوې بین الدولتي ادارې په توګه جوړه کړه. ساينسپوهان په IPCC کې د متخصصينو او دولتي استازو په توګه برخه اخلي. IPCC د ټولو اړوندو مخکښو ساينسپوهانو په مرسته راپورونه وړاندې کوي. غړي حکومتونه هم بايد په يوه خوله دا راپورونه تاييد کړي. له همدې امله IPCC  هم يوه ساينسي اداره ده او هم يو حکومتي سازمان دی. موخه يې دا ده تر څو حکومتونو ته ووايي چې ساينسپوهان د اقليم د بدلون په اړه په څه پوهېږي. دا اداره همدا راز د اقليم د بدلون اغېزې او د هغې د سمبالښت لپاره د اختياراتو ازموینه هم کوي. IPCC دا چاره د هم مرتبه بيا کتل شويو ساينسي څېړنو د ارزونې په مټ تر سره کوي. [۲۱][۲۲][۲۳]

ملګرو ملتونو په 1988ز کال کې د IPCC جوړېدل تاييد کړل. د عمومي اسامبلۍ په قرارداد کې وويل شول چې انساني فعاليتونه اقليم بدلولای شي. شونې ده چې له دې څخه جدي اقتصادي او ټولنيزې پايلې منځ ته راشي. ويې ويل چې د شنو خونو د ګازونو زياتېدونکی غلظت کولای شي دا سياره توده کړي. دا به د سمندر د سطحې د لوړېدو لامل وګرځي. او که پر وخت اقدامات ونه شي، نو اغېزې به یې د بشريت لپاره ناورين زېږونکې وي.[۲۴]

سازمان[سمول]

د کار طريقه[سمول]

IPCC اصلي څېړنې نه تر سره کوي. دا د اقليم د بدلون د علم د حالت په اړوند جامع ارزونې چمتو کوي. دا د اقليم د بدلون په اړوند ځانګړو موضوعاتو راپورونه چمتو کوي. همدا راز د کار طريقې (اصول) چمتو کوي. د کار دا طريقې له هېوادونو سره مرسته کوي، تر څو د خپلو شنو خونو ګازونو د اخراج اټکل وکړي او له اتموسفير څخه يې لېرې کړي. د دې ادارې ارزونې په پخوانيو راپورونو او علمي خپرونو ولاړې دي. د شپږو ارزونو په اوږدو کې دا راپورونه د بدلېدونکي اقليم په اړه د زياتېدونکو شواهدو ښودنه کوي. او دا ښيي چې دا د انساني فعاليتونو له امله څه ډول منځ ته راغلي دي. [۲۵]

اصول او اداري قواعد[سمول]

IPCC په "د IPCC د کار پر مخ وړونکي اصول" کې خپل اصول ټاکلي دي. په دې کې راغلي چې IPCC به د لاندې مواردو ارزونه کوي:[۲۶]

  • د انساني فعاليتونو له امله د اقليم د بدلون خطر
  • د هغې احتمالي اغېزې، او
  • د مخنيوي لپاره احتمالي اختيارات.

د IPCC د قوانينو تر مخې، د دې ادارې ارزونې جامع، مواقعي، پرانيستې او رڼې وي. په دې کې د اقليم بدلون د ساينسي پوهې اړوند ټولو معلوماتو ته پوښښ ورکړل شوی وي. له دې څخه ساينسي، تخنيکي او ټولنيز اقتصادي معلومات تر لاسه کېږی. د IPCC راپورونه بايد د تګلارې د سپارښتونو په اړوند بې پری وي. په هر حال، شونې ده چې د تګلارو د پلې کولو اړوند په واقعي عواملو هم تمرکز ولري. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. "About the IPCC". Intergovernmental Panel on Climate Change. لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "UN General Assembly Resolution 43/53 "Protection of global climate for present and future generations of mankind"" (PDF). UN General Assembly Resolutions 43rd Session 1988-1989. United Nations. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۲۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Annex C to Appendix C to the Principles Governing IPCC Work". IPCC Procedures. IPCC. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Structure of the IPCC". Intergovernmental Panel on Climate Change. لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Procedures — IPCC". لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. (په 9 August 2021 باندې). IPCC, the world's unrivalled authority on climate science.
  7. "Structure of the IPCC". Intergovernmental Panel on Climate Change. لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. (په 2 February 2007 باندې). Scientists offered cash to dispute climate study.
  9. (په 9 August 2021 باندې). IPCC, the world's unrivalled authority on climate science.
  10. "What is the UNFCCC?". UNFCCC. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. IPCC. "Principles Governing IPCC Work". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود). Approved 1–3 October 1998, last amended 14–18 October 2013.
  12. Schleussner, Carl-Friedrich; Rogelj, Joeri; Schaeffer, Michiel; Lissner, Tabea; Licker, Rachel; Fischer, Erich M.; Knutti, Reto; Levermann, Anders; Frieler, Katja; Hare, William (25 July 2016). "Science and policy characteristics of the Paris Agreement temperature goal" (PDF). Nature Climate Change. 6 (9): 827. Bibcode:2016NatCC...6..827S. doi:10.1038/nclimate3096. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "The Nobel Peace Prize 2007". The Nobel Prize. Nobel Prize Outreach. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. IPCC, 2021: Climate Change 2021: The Physical Science Basis. Contribution of Working Group I to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change[Masson-Delmotte, V., P. Zhai, A. Pirani, S.L. Connors, C. Péan, S. Berger, N. Caud, Y. Chen, L. Goldfarb, M.I. Gomis, M. Huang, K. Leitzell, E. Lonnoy, J.B.R. Matthews, T.K. Maycock, T. Waterfield, O. Yelekçi, R. Yu, and B. Zhou (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, New York, US, In press, doi:10.1017/9781009157896.
  15. (په 9 August 2021 باندې). Major climate changes inevitable and irreversible – IPCC's starkest warning yet. The Guardian.
  16. (په 10 August 2021 باندې). 'Code red for humanity': what the papers say about the IPCC report on the climate crisis. The Guardian.
  17. "Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Mitigation of climate change". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Decisions adopted by the 43rd Session of the Panel" (PDF). مخونه 11 decision 6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Potter, Thomas D. (Winter 1986). "Advisory Group on Greenhouse Gases Established Jointly by WMO, UNEP, and ICSU". Environmental Conservation. 13 (4): 365. Bibcode:1986EnvCo..13..365P. doi:10.1017/S0376892900035505. S2CID 84551617. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Weart, Spencer R. (2008). "Democracy and Policy Advice (1980s)". The Discovery of Global Warming (چاپ Revised and expanded). Cambridge, Mass. OCLC 872115457. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-41755-7. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۱۳ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "IPCC Factsheet: What is the IPCC?" (PDF). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. "UN General Assembly Resolution 43/53 "Protection of global climate for present and future generations of mankind"" (PDF). UN General Assembly Resolutions 43rd Session 1988-1989. United Nations. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۲۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. IPCC. "Principles Governing IPCC Work". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود). Approved 1–3 October 1998, last amended 14–18 October 2013.
  27. IPCC. "Principles Governing IPCC Work". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود). Approved 1–3 October 1998, last amended 14–18 October 2013.