د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ توافق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ توافق (United Nations Framework Convention on Climate Change (UNFCCC)) له اقليمي سيستم سره د انسان د خطرناکې لاسوهنې پر وړاندې د مبارزې په موخه يو نړيوال چاپيريالي تړون په فضا کې د ګلخانه يې ګاز د ورګډېدنو (تغليظ) د ثابت ساتنې په واسطه رامنځته کړ. یاده هوکړه د چاپيريال او پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې د ۱۵۴ دولتونو له خوا لاسليک شوه، چې په غير رسمي ډول د ځمکې د انتها(اوج) په توګه پېژندل کېږي او په ۱۹۹۲ ز کې د جون له ۳ نه تر ۱۴ پورې په Rio de Janeiro کې داير شو. په بن کې يې يو د دارالنشاء مرکز رامنځ ته کړ او د ۱۹۹۴ز کال د مارچ په ۲۱ ځواک ته داخل (تطبيق يې پيل) شو. ذکر شوی تړون د روانې علمي څېړنې او باقاعده ليدنو، خبرواترو او د راتلونکې کړنلارې د هوکړو غوښتنه کوي، چې د ايکوسيستمونو لپاره طرحه شوي دي، چې له اقليمي بدلون سره په طبيعي ډول سمون ولري او دا اطمیناني کړي چې د خوړو توليد نه دی ګواښل شوی او اقتصادي ودې ته په يوه ثابت ډول يا سلوک کې د پرمخ تلنې توانايي ورکړي. [۱][۲][۳]

د (Kyoto Protocol) چې په ۱۹۹۷ز کې لاسليک شو او له ۲۰۰۵ ز نه تر ۲۰۲۰ ز پورې يې دوام  وکړ، د UNFCCC تر چتر لاندې د معيارونو لومړنی تطبيق و. د پاريس توافق چې په ۲۰۱۶ ز کې د تطبيق ساحې ته راووت، د کيوټو پروتوکول ځايناستی شو. تر ۲۰۲۰ ز پورې UNFCCC ۱۹۷ دولتي غړي يا ډلې درلودې. د دې ستره پرېکړه نيوونکې برخه (د ډلو يا غړو کنفرانس Conference of the Parties) د اقليمي بدلون په اړه د پرمختګ ارزونې په موخه په کلني ډول سره ويني. [۴][۵][۶]

یاد تړون د لاسليک کوونکو درې ډلې دولتونو لپاره بېلابېل مسووليتونه رامنځته کړل. نوموړي درې ډلې پرمختللي هېوادونه، پرمختللي هېوادونه چې ځانګړي مالي مسؤليتونه لري او مخ پر وده هېوادونه دي. پرمختللو هېوادونو ته لومړی ضميمه هېوادونه هم وايي، چې په اصل کې له ۳۸ دولتونو نه تشکيل شوي و، چې له هغې ډلې ۱۳ يې په ديموکراسۍ کې د لېږد او د مارکېټ اقتصاد او اروپايي اتحاديه کې د ختيځي اروپا دولتونه وو. ټول يې (د اقتصادي مرستې او پرمختګ لپاره سازمان) پورې اړه لري. د لومړۍ ضميمې هېوادونو باندې غوښتنه کېږي چې ملي کړنلارو سره توافق وکړي او د ګلخانه يي ګازونو د خپل زيان رسوونکو انتشاراتو په محدودولو سره د اقليمي بدلون د لږونې په برخه کې ځواب ويونکي معيارونه په پام کې ونيسي او پر هغو ګامونو باندې په انفرادي ډول د بېرته ورګرځېدلو د موخې يا په ګډه  سره د ۱۹۹۰ ز د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدو د کچې په اړه راپور ورکړي. د ځانګړی مالي مسؤليت لرونکي پرمختللو هېوادونو ته دويمه ضميمه دولتونه هم وايي. دوی د اولې ضميمې ټول هېوادونه رانغاړي، په استثنا د هغو هېوادونو چې ديموکراسۍ ته په لېږد يا مارکېټ اقتصاد کې دي. دويمه ضميمه هېوادونه غوښتنه کوي چې د هغو بيو د پوره کولو په موخه نوې او اضافي مالي سرچينې چمتو کړي، چې د مخ پر وده هېوادونو په واسطه د هغوی په مجبوريت سره په قانع کولو کې، تر څو د سرچينې او د نزول په واسطه د دوی له منځه وړنې د ټولو ګلخانه يي ګازونو لپاره چې د Montreal Protocol له مخې نه دي اداره شوي. ابهام شته دی. له مخ پر ودې هېوادونو نه بيا دا غوښتنه کېږي، چې د خپلې شته لړليکونه د UNFCCC دارالانشاء ته وسپاري. د دې لپاره چې کليدي لاسليک کوونکي دولتونه، خپلو انفرادي ژمنو ته معتقد نه دي، نو UNFCCC د تصويب له راهيسې د کاربن ډای اکسايد د خپرېدونې په کمولو کې د نابرياليتوب له امله نقد شوی دی. [۷][۸]

تړون[سمول]

د کاري چوکاټ د تړون متن په نيويارک کې د حکومتونو تر منځ د مذاکراتي کمېټو په يوه ناسته کې د ۱۹۹۲ ز کال د اپريل له ۳۰ نه د می تر ۹ پورې چمتو شوی دی. ذکر شوی تړون د ۱۹۹۲ ز د می په ۹ تصويب شو او د ۱۹۹۲ ز د جون په ۴ د چاپېريال او پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې (Rio de Jeneiro کې، چې د خپل مشهور عنوان (د نړۍ څوکه) په نوم پېژندل کېږي) د لاسليک لپاره خلاص شو. د ۱۹۹۲ ز د جون په ۱۲ مه نېټه ۱۵۴ دولتونوUNFCCC لاسليک کړ، چې د تصويب له مخې د لاسليک کوونکو حکومتونه بايد «د ځمکې د اقليمي سيستم پر وړاندې د زيان رسوونکې زهري لاسوهنې مخنيوي» په موخې سره د ګلخانه يي ګازونو فضايي يا اتموسفيريک غلظت کم کړي. دا ژمنتيا به ممکن د ګلخانه يي ګازونو په خپرېدنه کې د ثابت کمښت غوښتنه وکړي. د تړون ډلې يا ګوندونو په کلني ډول له ۱۹۹۵ز راهيسې د ډلو يا غړو په کنفرانسونو کې د اقليمي بدلون اړوند د پرمختګ اروزنې په پار سره کتلي دي.[۹][۱۰][۱۱]

د تړون ۳ (۱) بند بيانوي چې، غړي بايد د عامو مګر بېلو مسؤليتونو او د پام وړ وړتياوو پر بنسټ د اقليمي سيستم د ساتنې لپاره عمل وکړي او دا چې پرمختللي هېوادونه بايد د اقليمي بدلون په نښه کولو کې مشري په غاړه واخلي. تر څلورم بند لاندې ټولې ډلې د اقليمي بدلون د مخاطب کولو په موخه عمومي ژمنې کوي. د بېلګې په ډول: د اقليمي بدلون کمښت او د اقليمي بدلون وروستيو اغېزو سره توافق کوونه. ۴ (۷) بند بيانوي چې: [۱۲][۱۳][۱۴]

هغه برخه چې د مخ پر ودې هېوادونو ډلې به په کې په ګټور ډول د تړون له مخې خپلې ژمنې عملي کړي، د پرمختللو هېوادونو د ډلو په واسطه د تړون له مخې د دوی پر ژمنو باندې تکيه کوي، چې د مالي سرچينو او د تکنالوژي د لېږد اړوند دي او په بشپړ ډول به مسؤل وګڼل شي، چې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د فقر له منځه وړل د مخ پر وده هېوادونو د ډلو لومړني او مهم لومړیتوبونه دي.

د ياد کاري چوکاټ تړون د لومړۍ ضميمې ډلو موخه مشخص کوي، چې هغه د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدونې (کاربن ډای اکسايد) ثابتې ساتنې او د نور زيان رسوونکي ګلخانه يي ګازونه دي، چې تر ۲۰۰۰ ز پورې د ۱۹۹۰ ز کال په کچه د Montreal Protocol تر چتر لاندې نه دي تنظيم شوي. [۱۵]

UNFCCC د ملګرو ملتونو د دارلانشاء يا سکرتريت نوم هم دی چې په Haus Carstanjen کې د دفترونو او د جرمني په بن کې د ملګرو ملتونو د Campus (چې د Langer Eugen په توګه پېژندل کېږي) په لرلو سره د تړون د ملاتړ مسؤلیت  لري. له ۲۰۱۰ز نه تر ۲۰۱۶ ز پورې د دارالانشاء امیره (Christiana Figueres) وه. د ۲۰۱۶ په جولای کې (Patricia Espinosa) په (Figueres) بريالۍ شوه. ذکر شوې دارلانشاء د اقليمي بدلون په اړه د حکومتونو خپلمنځي منصفه پلاوي د برابرو هڅو په واسطه بشپړ شو، چې د ليدنو او د بېلابېلو کړنلاړو د بحث په وسیله د اجماع د ترلاسه کولو موخه لري. د UNFCCC د تړون له لاسليک نه راپدېخوا د ډلو کنفرانسونو د تړون د موخو د ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه بحث کړی دی.

د ګوندونو لومړني[سمول]

د Kyoto Protocol د ګوندونو لومړني کنفرانس پرېکړه وکړه چې د لومړۍ ضميمې ګوندونو موخه، چې تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدنې کچه تر ۱۹۹۰ز پورې ثابت ساتل دي، وړ موخه نه وه او په وروستيو کنفرانسونو کې نورو بحثونو په ۱۹۹۷ ز کې د Kyoto Protocol ته زمينه برابره کړه. د Kyoto Protocol تر نړيوال قانون لاندې په قانوني ډول د پرمختللو هېوادونو لپاره تړلي مجبوريتونه شامل او رامنځته کړل، چې د ۲۰۱۲ – ۲۰۰۸ ز په موده کې د خپلو ګلخانه يي ګازونو خپرېدنه راکمه کړي. د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د ۲۰۱۰ ز کال کنفرانس يو توافق رامنځته کړ، چې له مخې يې راتلونکې نړيواله تودوخه بايد له صنعتي نه د مخکې کچې اړوند تر 2 °C (3.6 °F) ټيټې پورې محدوده وي. [۱۶][۱۷]

د( Kyoto Protocol) دوه تعهدي دورې لرلې، چې لومړنۍ يې له ۲۰۰۸ ز نه تر ۲۰۱۲ ز پورې دوام وکړ. نوموړی پروتوکول يا تړون په ۲۰۱۲ز کې تعديل شو ، چې دويمه دوره يې د دوحې په تعديل کې له ۲۰۱۳ ز نه تر ۲۰۲۰ ز پورې رانغاړي. [۱۸]

يو له تر ټولو لومړنۍ دندې نه چې د UNFCCC له خوا تنظيم شو، د لاسليک کوونکو ملتونو لپاره و، چې د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدو او له منځه وړنو د ملي ګلخانه يي ګاز شته لړليک جوړ کړي، چې د لومړۍ ضميمې هېوادونو د رسېدنې لپاره د ۱۹۹۰ ز کال د نښې جوړولو په موخه د Kyoto Protocol او د ګلخانه يي ګاز د کمښت اړوند د هغو هېوادونو د ژمنتيا لپاره کارېده. تازه شوي لړليکونه بايد په کلني ډول د لومړۍ ضميمه هېوادونو له خوا تسليم شي. [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچینې[سمول]

  1. "Article 2" (PDF). The United Nations Framework Convention on Climate Change. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "United Nations Framework Convention on Climate Change (UNFCCC)". World Health Organization (WHO). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. H.K., Jacobson (2001). "United Nations Framework Convention on Climate Change: Climate Policy: International". Science Direct. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "About UNFCCC". United Nations Global Market place (ungm). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. R. Stavins, J. Zou, et al., "International Cooperation: Agreements and Instruments." Archived 29 September 2014 at the Wayback Machine. Chapter 13 in: Climate Change 2014: Mitigation of Climate Change. Contribution of Working Group III to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge University Press, 2014.
  6. "What is the UNFCCC & the COP". Climate Leaders. Lead India. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. H.K., Jacobson (2001). "United Nations Framework Convention on Climate Change: Climate Policy: International". Science Direct. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Schiermeier, Quirin (2012). "The Kyoto Protocol: Hot air". Nature. 491 (7426): 656–658. Bibcode:2012Natur.491..656S. doi:10.1038/491656a. PMID 23192127. S2CID 4401151. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "What is the UNFCCC & the COP". Climate Leaders. Lead India. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. R. Stavins, J. Zou, et al., "International Cooperation: Agreements and Instruments." Archived 29 September 2014 at the Wayback Machine. Chapter 13 in: Climate Change 2014: Mitigation of Climate Change. Contribution of Working Group III to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge University Press, 2014.
  11. Status of Ratification of the Convention, United Nations Framework Convention on Climate Change, د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۱۵ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. UNFCCC Article 4: Commitments, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۱ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in United Nations 1992
  13. UNFCCC Article 3: Principles الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in United Nations 1992
  14. UNFCCC Article 4: Commitments, paragraph 7, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۱ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in United Nations 1992
  15. UNFCCC Article 4: Commitments: 2a, b, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۱ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in United Nations 1992
  16. Depledge, J. (25 November 2000), United Nations Framework Convention on Climate Change (UNFCCC) Technical paper: Tracing the Origins of the Kyoto Protocol: An Article-by-Article Textual History (PDF), UNFCCC, د کتاب پاڼې 6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. King, D.; et al. (July 2011), "Copenhagen and Cancun", International climate change negotiations: Key lessons and next steps, Oxford, UK: Smith School of Enterprise and the Environment, University of Oxford, د کتاب پاڼې 12, doi:10.4210/ssee.pbs.2011.0003 (غير نشط 31 October 2021), د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اگسټ ۲۰۱۳ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) PDF version is also available Archived 13 January 2012 at the Wayback Machine.
  18. Art. 2.1 (a) of Paris Agreement: Holding the increase in the global average temperature to well below 2 °C above pre-industrial levels and pursuing efforts to limit the temperature increase to 1.5 °C above pre-industrial levels, recognizing that this would significantly reduce the risks and impacts of climate change;
  19. Figueres 2012
  20. Allan & Kruppa 2012
  21. Status of Ratification of the Kyoto Protocol: (withdrawal of Canada), UNFCCC, 18 January 2012 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)