د اقليمي بدلون اغېزې
د اقليمي بدلون اغېزې، فزيکي چاپيريال، ايکوسيستمونه او انساني ټولنې رانغاړي. دوی اقتصادي او ټولنيز بدلونونه شاملوي، چې په يوه ګرمېدونکې نړۍ کې له ژوند نه سرچينه اخلي. د انسان له امله اقليمي بدلون د توجېح د وړتيا په اړه د ګواښونو له جملې نه دی. [۱][۲]
د اقليمي بدلون زياتره فزيکي اغېزې د هوا د زياتو پېښو، د يخچالونو د بيا ترمیم، د موسمې پېښو په وختونو کې بدلونونه (د بوټو له وخته مخکې ګل نيونه)، د سيند د سطحې پورته کېدلو او د شمالي قطب په يخونو کې د کموالي په ګډون وارله مخه د مشاهدې يا کتلو وړ دي.سمندرد ۱۹۸۰ لسيزو راهيسې، د انسان په واسطه د توليد شوي کاربن ډای اکسايد د ( ٪۳۰ - ٪۲۰ ) تر منځ نيولی دی، چې همدا د سمندرد اسيدي کېدو لامل کېږي. د ۱۹۷۰ ز راهيسې سمندرپه اقليمي سيستم، د تودوخې په لوړوالي او د مرجاني تپو په له منځه وړنه کې له ٪۹۰ نه زياته تودوخه جذب کړې ده. ان که د ځمکې د سطحې د تودوخې درجه ثابته هم ده، د سيند د کچې پورته کېدل به دوام ولري او د زياتو پېړيو لپاره به سمندر له اتموسفير نه د پرېمانه تودوخې جذب ته دوام ورکړي. [۳][۴][۵][۶]
د تودوخې درجه د ځمکې پر سطحه او شمالي عرض البلدونو کې په تېزۍ سره لوړېږي. د همدې لپاره د نړیوالې تودوخې د هرو 1 °C لپاره په شمالي امريکا کې د تودوخې درجه نږدې (3 °F (1.6 °C)) زياتوي. اقليمي بدلون وار له مخه د ځمکې په نابرابرۍ کې د منځنیو حالتونو د بدلونونو او په حداکثر لوړه درجه او تخليه شوي د خاورې د لندبل، د تباه کوونکي اور خطر او د کرنې اغېزمنول شاملېږي. د هوا حد اکثر چې په تکرار او غلظت کې زيات شوی دی، ګرمې څپې، وچکالي او توپانونه په کې شاملېږي. دا بدلونونه په طبيعي ايکو سيستم او هغو پرمختللو هېوادونو کې په ښه ډول حس شوي دي، چې توافق په کې ستونزمن دی. دا د خلکو په چاپېريالي مهاجرت کې پايله لرلی شي، چې د خوړو لپاره په ځمکه، تغذيې، فايبر، د ودانۍ او ترکاڼۍ په لرګو او انرژي باندې تکيه لري. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د اقليمي بدلون راتلونکې اغېزه، په هغې اندازې پورې اړه لري، چې ملتونه يې د مخنيوي په هڅو، ګلخانه يي ګازونو د توليد په کمولو او د اقليمي بدلون د نه لاسرسي وړ اغېزو سره د توافق په برخو کې عملي کوي. په راتلونکو څو لسيزو کې د کړنلارو کړې پریکړې به په نړيوال اقليم، ايکوسيستمونو او انساني ټولنو باندې نه یوازې د دې پېړۍ، بلکې د راتلونکو زرګونو کلونو لپاره ژورې اغېزې ولري، ځکه چې د نږدې مودې اقليمي بدلون کړنلارې په اړين ډول د اوږد مهاله اقليمي بدلون پرحالت اغېزکوي. د دقيقې لږونې کړنلارې کېدای شي، د دې وړتيا ولري، چې نړيواله تودوخه په (2100) کې له صنعت نه د مخکې کچو سره په تړاو نږدې 2 °C يا له دې نه ښکته اندازې پورې رامحدوده کړي. له لږوونې نه پرته د انرژي لوړه غوښتنه او د فوسيلي مايع يا ګاز پراخه ګټه اخېستنه کېدای شي، د نړۍ د تودوخې نږدې 4 °C رهبري کړي. د نړيوالې تودوخې په پراخوالي سره په ټولنې او ايکوسيستمونو د اټکل له مخې محدوديتونو سره د توافق تر کچې مقابله وکړي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
مشاهده او د ځمکې د کُرې راتلونکې تودوخه (ګرمېدنه)
[سمول]نړيواله تودوخه د ځمکې د اقليم سيستم د تودوخې په منځنۍ درجه کې اوږد مهاله لوړېدنې ته راجع کېږي. دا د اقليمي بدلون يو ستر اړخ دی او د وسيلوي تودوخې درجې د ثبت په واسطه ورته اشاره شوې ده، چې له صنعت نه د مخکې دورې راهيسې د نړۍ د تودوخې نږدې 1 °C ښيي. په تېرو وختو کې د اقليمي بدلون د وړتيا په پرتله، اوسنۍ ګرمېدنه هم په نړيواله توګه ايکوسيستمونو، د حيواناتو عالم، ټولنې او انسانيت باندې د اقليم بدلون اغېزه په دې پورې اړه لري، چې د ځمکې کُره نوره څومره ګرمېږي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د تودوخې (د ځمکې د کُرې د ګرمېدنې) پروژې
[سمول]د تودوخې درجې په پروژو يا طرحو کې لړۍ يو څه د ګازونو د سناريو ټاکنه او د «اقليمي حساسيت» درجه منعکس کوي. تر (۲۱۰۰ز) پورې د ځمکې د کُرې د تودوخې اټکل شوی پراخوالی په ۲۱ پېړۍ کې د متراکمو ګازاتو په کچې پورې نږدې اړيکه لري. (لکه: د ۲۰۰۰ او ۲۱۰۰ تر منځ ټول ګازات). هر څومره چې په دې دوره کې د ګازاتو تراکم لوړېږي، د تودوخې درجه هم په همغه کچه لوړېږي. اقليمي حساسيت د ماضي او راتلونکو ګلخانه يي ګازونو په اړه د اقليمي سيستم په ځواب کې شک يا نامعلومتيا منعکسوي. د اقليمي حساسيت لوړ اټکلونه، لوړه اټکل شوې تودوخه رهبري کوي، په داسې حال کې چې ټيټ اټکلونه لږه اټکل شوې تودوخه رهبري کوي. [۲۶][۲۷][۲۸]
د IPCC پينځم راپور وايي چې: له ۱۸۵۰ ز کال نه تر ۱۹۰۰ ز پورې د منځنۍ کچې اړوند د ۲۱ مې پېړۍ تر پايه پورې د نړيوالې سطحې د تودوخې درجې بدلون د ګومان له مخې له 1.5 °C نه زياتېږي او له RCP2.6 نه پرته د ټولو RCP طرحو لپاره کېدای شي، په ښه ډول 2 °C ته زيات شي. د اټکل له مخې کېدای شي، د RCP.6.0 او RCP8.5 لپاره تر 2 °C زيات شي او ډېر اټکل کېږي چې د RCP4.5 لپاره تر 2 °C پورې ونه رسېږي. د تر ټولو زياتو ګلخانه يي ګازونو په خپرېدنې سره RCP8.5 به تر (۲۱۰۰ز) پورې د تودوخې نږدې 4.3 °C زياتوالي ته زمينه مساعده کړي. د ځمکې د کُرې ګرمېدنه به د RCP تر ټولو طرحو لاندې له (۲۱۰۰ز ) نه وروسته هم له RCP2.6 نه پرته دوام وکړي. ان که د شپې له مخې د ګلخانه يي ګازونو په اغېزناک ډول کم هم کړل شي. د ځمکې د کُرې د ګرمېدنې پړاو، ځکه بېرته نه ګرځېدونکی دی، چې دکاربن ډای اکسايد ماتېدنه کلونه وخت نيسي او د نړيوالې تودوخې درجه به لږ تر لږه د راتلونکو (۱۰۰۰) کلونو لپاره د هغې د تر ټولو لوړې کچې سره نږدې پاتې شي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
د لږونې کړنلارې به اوسمهال په خپل ځای کې د صنعت نه مخکې کچو نه پورته په نږدې 2.9 °C ګرمېدنه کې اغېز ولري. که چېرې د حکومت له خوا وار له مخه شوي ټولې نامشروطې ژمنې او موخې تر لاسه شي، د تودوخې درجه به تر 2.4 °C پورې لوړه شي. که چېرې ټول هغه ۱۳۱ هېوادونه چې په ريښتيني ډول يې توافق کړی او يا د خالص صفر موخې سره د توافق اراده لري، موخه تر لاسه کړي، د تودوخې درجه به تر 2.0 °C پورې لوړه شي. که څه هم، که چېرې اوسني پلانونه په ريښتيني ډول عملي نه شي، تمه ده چې نړيواله تودوخه به، تر (۲۱۰۰) پورې 4.1 °C نه تر 4.8 °C پورې ورسېږي. د ملي پلانونو او ژمنو او په نړيواله کچه د حکومتونو په واسطه د ريښتيني عملونو تر منځ يو د پام وړ درز دی. [۳۳]
د نړۍ د ميترولوژيکي سازمان د ۲۰۲۱ ز راپور له مخې : ٪۴۴ موکه شته چې نړيواله تودوخه په لنډمهاله توګه وار له مخه له (۲۱۰۰ – ۲۰۲۱ ز) پورې کلونو کې د 1.5 حد نه تېره شي. [۳۴]
يو له هغو مېتودونو نه چې عالمان يې د انسان له امله د اقليمي بدلون د اغېزو د اټکل په موخه کاروي، په اقليم کې د تېرو طبيعي بدلونونو پلټنه ده. عالمانو د ځمکې په تېر (ماضي) اقليم کې د بدلونونو د مشخص کولو په موخه بېلابېل proxy معلومات کارولي دي. د proxy معلوماتو په سرچينو کې تاريخي سابقه، لکه: د ونو کړۍ، د يخ کتلې، corals او د سمندر او جهيل رسوبات شاملېږي. معلومات ښيي چې اوسنۍ تودوخه په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې هر څه په فوقيت ورکړي دي. [۳۵][۳۶][۳۷]
د ۲۱ مې پېړۍ تر پايه پورې د تودوخې درجه کېدای شي، داسې يوې کچې ته ورسېږي، چې د منځنۍ Pilocene (نږدې ۳ ميليونه کلونو پخوا) راهيسې نه وي تجربه شوی. په هغه وخت کې د تودوخې درجې د صنعتي نه مخکې تودوخې درجې په پرتله نږدې 2-4 °C ګرمه وه او د نړيوال مفهوم (mean) سيند کچه، د اوسنۍ کچې په پرتله ۲۵ متره پورته يا لوړه وه. [۳۸][۳۹]
فزيکي اغېزې
[سمول]د ثبوت پراخه کچه ښيي چې، اقليمي سيستم تود شوی دی. د نړيوالې تودوخې ثبوت د متحده ايالتونو د ملي اقيانوسي او اتموسفيري اداري په ګراف کې ښودل شوی دی. د ګراف ځيني برخې مثبت ميلان ښيي. لکه: په ځمکه او سمندر کې د تودوخې درجې لوړېدل او د سيند د کچې پورته کېدل. د ګراف ځيني برخې منفي ميلان ښيي، لکه: په شمالي نيمه کُره کې د واورې لږ شوی پوښښ او شمالي قطب ته د منسوب سمندریز يخ ردول، چې دواړه د نړيوالې تودوخې ښودونکي دي. د تودوخې (ګرمېدنې) ثبوت، په بيولوژيکي سيستمونو کې څرګند دی. لکه: د قطبونو پر لور د تاريخي بوټو او د يوې سيمې ژوو په وېش کې بدلونونه. [۴۰][۴۱]
سرچینې
[سمول]- ↑ Perspectives on climate change and sustainability. Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (PDF). Cambridge, UK: IPCC. 2007. p. 819. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 19 October 2020. بياځلي په 12 June 2020.
- ↑ Rockström, Johan; et al. (2009). "Planetary Boundaries: Exploring the Safe Operating Space for Humanity". Ecology and Society. 14 (2). doi:10.5751/ES-03180-140232.
- ↑ Cramer, W., et al., Executive summary, in: Chapter 18: Detection and attribution of observed impacts (archived 18 October 2014), pp.982–984, in IPCC AR5 WG2 A 2014
- ↑ Settele, J., et al., Section 4.3.2.1: Phenology, in: Chapter 4: Terrestrial and inland water systems (archived 20 October 2014), p.291, in IPCC AR5 WG2 A 2014
- ↑ Hegerl, G.C.; et al. "Ch 9: Understanding and Attributing Climate Change". Executive Summary. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 December 2018. بياځلي په 28 December 2018., in IPCC AR4 WG1 2007
- ↑ IPCC SROCC Summary for Policymakers. 2019. p. 9.
- ↑ "IPCC WGI Interactive Atlas: Regional information". IPCC WG1 Interactive Atlas. IPCC. بياځلي په 15 December 2021.
- ↑ IPCC SRCCL Summary for Policymakers. 2019. p. 9.
- ↑ IPCC SRCCL Summary for Policymakers. 2019. p. 9.
- ↑ IPCC SRCCL Summary for Policymakers. 2019. p. 7.
- ↑ Climate Change Is Already Driving Mass Migration Around the Globe Archived 18 December 2019 at the Wayback Machine., Natural Resources Defense Council, 25 January 2019
- ↑ Oppenheimer, M., et al., Section 19.7.1: Relationship between Adaptation Efforts, Mitigation Efforts, and Residual Impacts, in: Chapter 19: Emergent risks and key vulnerabilities (archived 20 October 2014), pp.1080–1085, in IPCC AR5 WG2 A 2014
- ↑ Oppenheimer, M., et al., Section 19.6.2.2. The Role of Adaptation and Alternative Development Pathways, in: Chapter 19: Emergent risks and key vulnerabilities (archived 20 October 2014), pp.1072–1073, in IPCC AR5 WG2 A 2014
- ↑ Field, C.B., et al., Section A-3. The Decision-making Context, in: Technical summary (archived 18 October 2014), p.55, in IPCC AR5 WG2 A 2014
- ↑ Clark, Peter U.; Shakun, Jeremy D.; Marcott, Shaun A.; Mix, Alan C.; Eby, Michael; Kulp, Scott; Levermann, Anders; Milne, Glenn A.; Pfister, Patrik L.; Santer, Benjamin D.; Schrag, Daniel P. (8 February 2016). "Consequences of twenty-first-century policy for multi-millennial climate and sea-level change". Nature Climate Change. 6 (4): 360–369. Bibcode:2016NatCC...6..360C. doi:10.1038/nclimate2923. ISSN 1758-6798. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 December 2020. بياځلي په 19 November 2020.
- ↑ SPM.4.1 Long‐term mitigation pathways, in: IPCC (2014). "Summary for Policymakers" (PDF). IPCC AR5 WG3 2014. p. 12. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 20 December 2019. بياځلي په 19 December 2019.
- ↑ IPCC (2018). "Summary for Policymakers" (PDF). IPCC SR15 2018. p. 15. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 23 July 2021. بياځلي په 19 December 2019.
- ↑ Clarke, L., et al., Section 6.3.1.3 Baseline emissions projections from fossil fuels and industry (pp.17–18 of final draft), in: Chapter 6: Assessing Transformation Pathways (archived 20 October 2014), in: IPCC AR5 WG3 2014
- ↑ Greenhouse Gas Concentrations and Climate Implications, p.14, in Prinn & Reilly 2014. The range given by Prinn and Reilly is 3.3 to 5.5 °C, with a median of 3.9 °C.
- ↑ SPM.3 Trends in stocks and flows of greenhouse gases and their drivers, in: Summary for Policymakers, p.8 (archived 2 July 2014), in IPCC AR5 WG3 2014. The range given by the Intergovernmental Panel on Climate Change is 3.7 to 4.8 °C, relative to pre-industrial levels (2.5 to 7.8 °C including climate uncertainty).
- ↑ Field, C.B., et al., Box TS.8: Adaptation Limits and Transformation, in: Technical summary Archived 1 October 2020 at the Wayback Machine. (archived 18 October 2014), p.89, in IPCC AR5 WG2 A 2014
- ↑ Kennedy, John; Ramasamy, Selvaraju; Andrew, Robbie; Arico, Salvatore; Bishop, Erin; Braathen, Geir (2019). WMO statement on the State of the Global Climate in 2018. Geneva: Chairperson, Publications Board, World Meteorological Organization. p. 6. ISBN 978-92-63-11233-0. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 November 2019. بياځلي په 24 November 2019.
- ↑ Neukom, Raphael; Steiger, Nathan; Gómez-Navarro, Juan José; Wang, Jianghao; et al. (2019). "No evidence for globally coherent warm and cold periods over the preindustrial Common Era" (PDF). Nature. 571 (7766): 550–554. Bibcode:2019Natur.571..550N. doi:10.1038/s41586-019-1401-2. ISSN 1476-4687. PMID 31341300. S2CID 198494930. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 28 July 2020. بياځلي په 29 May 2020. .
- ↑ Dunne, Daisy (24 July 2019). "Global extent of climate change is 'unparalleled' in past 2,000 years". Carbon Brief. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 December 2019. بياځلي په 24 November 2019.
- ↑ Schneider; et al., "Chapter 19: Assessing key vulnerabilities and the risk from climate change", Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change, 2007, Sec. 19.3.1 Introduction to Table 19.1, خوندي شوی له اصلي څخه په 23 December 2018, بياځلي په 28 December 2018, in IPCC AR4 WG2 2007.
- ↑ Karl 2009 (ed.). "Global Climate Change" (PDF). Global Climate Change Impacts in the United States. pp. 22–24. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 15 November 2019. بياځلي په 2 May 2013.
{{cite book}}
: CS1 maint: numeric names: editors list (link) - ↑ United Nations Environment Programme (UNEP) (November 2010), "Ch 2: Which emissions pathways are consistent with a [[:کينډۍ:Val]] or a [[:کينډۍ:Val]] temperature limit?: Sec 2.2 What determines long-term temperature?" (PDF), The Emissions Gap Report: Are the Copenhagen Accord pledges sufficient to limit global warming to کينډۍ:Val or کينډۍ:Val? A preliminary assessment (advance copy), UNEP, خوندي شوی له the original (PDF) on 27 May 2011
{{citation}}
: URL–wikilink conflict (help), p.28. This publication is also available in e-book format Archived 25 November 2010 at the Library of Congress - ↑ "Box 8.1 Likelihood of exceeding a temperature increase at equilibrium, in: Ch 8: The Challenge of Stabilisation" (PDF), In Stern 2006, p. 195, خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 6 October 2012, بياځلي په 20 November 2012
- ↑ RCP 8.5: Business-as-usual or a worst-case scenario, Climate Nexus, retrieved from https://climatenexus.org/climate-change-news/rcp-8-5-business-as-usual-or-a-worst-case-scenario/ Archived 15 December 2019 at the Wayback Machine.
- ↑ IPCC, 2013: Summary for Policymakers. Archived 26 July 2019 at the Wayback Machine. In: Climate Change 2013: The Physical Science Basis. Contribution of Working Group I to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change p.20
- ↑ Solomon, S.; et al. (28 January 2009). "Irreversible climate change due to carbon dioxide emissions". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 106 (6). US National Academy of Sciences: 1704–9. Bibcode:2009PNAS..106.1704S. doi:10.1073/pnas.0812721106. PMC 2632717. PMID 19179281.
- ↑ Meehl, G.A.; et al., "Ch 10: Global Climate Projections", In IPCC AR4 WG1 2007, Sec 10.7.2 Climate Change Commitment to Year 3000 and Beyond to Equilibrium
- ↑ Temperatures Archived 23 December 2019 at the Wayback Machine., Climate Action Tracker
- ↑ HERSHER, REBECCA (26 May 2021). "Earth Is Barreling Toward 1.5 Degrees Celsius Of Warming, Scientists Warn". NPR. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 June 2021. بياځلي په 1 June 2021.
- ↑ Joyce, Christopher (30 August 2018). "To Predict Effects Of Global Warming, Scientists Looked Back 20,000 Years". NPR. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 December 2019. بياځلي په 29 December 2019.
- ↑ Overpeck, J.T. (20 August 2008), NOAA Paleoclimatology Global Warming – The Story: Proxy Data, NOAA Paleoclimatology Program – NCDC Paleoclimatology Branch, خوندي شوی له اصلي څخه په 3 February 2017, بياځلي په 20 November 2012
- ↑ The 20th century was the hottest in nearly 2,000 years, studies show Archived 25 July 2019 at the Wayback Machine., 25 July 2019
- ↑ Jansen, E.; Overpeck, J.; Briffa, K. R.; Duplessy, J.-C.; et al. "Chapter 6: Palaeoclimate". In IPCC AR4 WG1 2007. Sec. 6.3.2 What Does the Record of the Mid-Pliocene Show?. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 December 2018. بياځلي په 28 December 2018.
- ↑ Oppenheimer, M.; Glavovic, B.; Hinkel, J.; van de Wal, R.; et al. (2019). "Chapter 4: Sea Level Rise and Implications for Low Lying Islands, Coasts and Communities" (PDF). IPCC SROCC 2019. p. 323. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 20 December 2019. بياځلي په 3 January 2020.
- ↑ Solomon; et al., "Technical Summary", Consistency Among Observations, TS.3.4 Consistency Among Observations, خوندي شوی له اصلي څخه په 23 December 2018, بياځلي په 28 December 2018, in IPCC AR4 WG1 2007.
- ↑ Rosenzweig; et al., "Chapter 1: Assessment of Observed Changes and Responses in Natural and Managed Systems", IPCC AR4 WG2 2007, Executive summary, خوندي شوی له اصلي څخه په 23 December 2018, بياځلي په 28 December 2018