د اقتصادي نظرونو تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقتصادي نظرونو تاريخ، له لرغونې نړۍ نه د يووېشتمې پېړۍ تر نن ورځې پورې، په بېلا بېلو مضامينو کې د جلا جلا مفکرينو د فلسفو او نظرياتو مطالعه ده چې همدا بيا په سياسي اقتصاد يا اقتصادياتو بدليږي. په دې ډګر کې د اقتصادي اندونو ډېر او بېلا بېل مکاتب رانغښتي دي. د فيلسوف ارستو په څېر د لرغوني يونان ليکوالانو د شتمنۍ د تر لاسه کولو د هنر په اړه اندونه ازمويلي دي او پوښتنه يې کړې چې ايا دا غوره ده چې شتمني شخصي وي، که په عامه لاسونو کې. په منځنيو پېړيو کې، د توماس اکويناس په څېر څېړونکو استدلال کړی دی چې، دا د سوداګريو اخلاقي مسئوليت دی چې توکي په مناسبه بیه وپلوري.

په لويديځه نړۍ کې، اقتصاديات يو جلا نظام نه و، بلکې په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې تر صنعتي انقلاب او د نولسمې پېړۍ تر ستر توپير «په لويديځه نړۍ کې د عايد تر منځ توپير» پورې د فلسفې يوه برخه وه چې نړيواله اقتصادي وده يې چټکه کړه. [۱]

لرغوني اقتصادي نظرونه(له زېږد ۵۰۰ کاله مخکې)[سمول]

لرغونی يونان[سمول]

هيزيود چې له زېږد مخکې ۷۵۰ نه تر ۶۵۰ پورې فعال و، يو بيوتيايي و، چا چې د هومر د هممهاله زمانې په اړه د اقتصادي اندونو بنسټيزو اصولو په اړه لومړی پېژندل شوی اثر لیکلی دی.

چين[سمول]

فان لي (د تاو ژو ګنګ په نوم هم پېژندل کېږي) (له زېږد مخکې ۵۱۷ کې زېږېدلی)، د «يو» پاچا «ګوجيان» سلاکار و، د اقتصادي موضوعاتو په اړه يې لیکل کړي او د سوداګرۍ  «زرين» اصول يې جوړ کړي دي.

هندوستان[سمول]

د هندو متنونو ويډا (له زېږد مخکې ۱۷۰۰ -۱۱۰۰)  کې اقتصادي اندونه شته، خو اترويډا (له زېږد مخکې ۱۲۰۰) په دې برخه کې زيات څه څرګند کړي دي. د موريا سترواکۍ چانکيا (له زېږد مخکې ۳۵۰ کې زېږېدلی) له ګڼو هندي حکيمانو سره « Arthashastra» تصنيف کړی، دا د دولت، اقتصادي تګلارو او پوځي ستراتيژيو په اړه رسالې دي. [۲]

« Arthashastra» دا نظر وړاندې کړی، چې د پوهې څلور اړين ډګرونه شته، چې هغه دا دي: ويداګان، انويشکاکي (د سامخيا، يوګا او لوکاياتا فلسفه)، د حکومت علم او د اقتصاد علم (د کروندګرۍ، څاروي ساتلو او سوداګرۍ وارټا). له همدې څلورو نه نورې ټولې پوهې، شتمنۍ او انساني نېکمرغي راوتلي دي. [۳][۴]

يوناني-رومي نړۍ[سمول]

لرغونی اتن چې يو پرمختللی ښاري دولتي تمدن  او پرمختللې ټولنه وه، د ديموکراسۍ لومړۍ بڼه يې جوړه کړې وه. [۵]

د ګزنفون (له زېږد مخکې ۳۵۴-۴۳۰) « Oeconomicus» (له زېږد مخکې ۳۶۰) د کورنۍ او کروندې د مديريت په اړه اصولي بحث دی.

د اپلاتون بحث (جمهوريت) (له زېږد مخکې ۳۸۰-۳۶۰) يوه بېلګه ښاري دولت تشرېح کوي چې د فلسفي پاچايانو له خوا پر مخ وړل کېده، دا بحث د کار او توليد په برخه کې د تخصص لرونکی و. د جوزف شومپيتر په وينا: اپلاتون د پيسو اعتباري نظر لومړی ملاتړی پېژندل شوی، په دې معنا چې پيسې د پور د حساب لپاره يو واحد دی. اپلاتون په دې اند و چې د ګډو ګټو د لټون لپاره شريک ملکيت او له ټولنيزې تفرقې نه د ځان ساتنې په موخه چې پېښېږي «او دا هغه مهال و چې ځينې سخت خپه او ځينې بيا د همداسې پېښو له امله خوشحاله کېږي» د شريک ملکيت دودول اړين دي.[۶][۷]

د ارستو سياست (له زېږد مخکې ۳۵۰) د اپلاتون د حکومت پر موډل(طرحه) چې د فيلسوفانو پاچهي وه، د نیوکې په توګه د دولت مختلفې بڼې ارزوي (سلطنت، د اشرافو حکومت، مشروطه حکومت «پر اساسي قانون ولاړ»، استبدادي، اوليګارشي «د بډايانو حکومت» او ديموکراسي). اپلاتون چې اقتصاد پوهانو په کې لېواتيا درلوده، د يوې داسې ټولنې طرحه وړاندې کړه چې د سرچينو پر شريک ملکيت ولاړه وه. ارستو دې نمونې ته د الګارشي د لعنت په سترګه کتل. که څه هم ارستو په شريکه د ډېرو شيانو له لرلو نه ملاتړ کاوه، خو هغه استدلال کاوه چې، هر څه په اسانه توګه شريکېدای نه شي، ځکه چې «انساني طبيعيت کمزوری دی». [۸]

ارستو ليکلي:«په څرګند ډول دا غوره ده چې شتمني بايد شخصي وي، خو استعمال به يې عام وي او د قانون جوړوونکو ځانګړې دنده دا ده چې په انسان کې د خېرغوښتنې حس پيدا کړي». ارستو په خپل کتاب «د سياست لومړی کتاب» کې د کورنيو او بازار تبادلاتو پر عمومي طبيعيت بحث کړی دی. د هغه په باور: «د ملکيت هنر» يا «د شتمنۍ تر لاسه کولو» يو ځانګړی هنر شته، خو له دې امله چې دا ټول سره يو ډول دي، ډېر خلک د راټولولو لپاره ليوني دي، د يو تن د کورنۍ لپاره«د شتمنۍ تر لاسه کول اړين او د درناوي وړ دي»، په داسې حال کې چې يوازې د راټولولو لپاره د پلور په سوداګرۍ کې تبادلات «د انصاف تر مخې د ترټلو وړ دي، ځکه چې دا د درناوي وړ نه دي». د خلکو په ليکنو کې، ارستو ويلي دي چې: په ټوليز ډول دوی فکر کاوه چې د شتمنۍ تر لاسه کول (chrematistike) یا يې يو شان بولي، يا د اويکونوميا (د کورنۍ سمبالښت- oikonomos) اصل، چې د oikos معنا ده، «کور» او د (تهيميس معنا ده «دود») سره او د nomos معنا ده «قانون». ارستو خپله له سود سره سخت مخالف و او د انحصار له لارې د شتمنۍ تر لاسه کولو نه يې کرکه کوله. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ارستو د اپلاتون د توکو د تبادلې لپاره د اعتباري پيسو نظر رد کړ، دا هغه نظر دی چې پيسې خپل ارزښت د هغو توکو د پيرلو په مټ ځواک تر لاسه کوي، چې پرې ولاړ دی او يوازې يوه «وسيله» ده، يوازينۍ موخه يې د تبادلاتو منځګړی کېدل دي چې په خپله يې معنا دا ده چې «بې ارزښته...د يوې وسيلې په توګه د ژوند د هېڅ اړتياوو لپاره بې ګټې».  [۱۴]

په منځنېو پېړيو کې اقتصادي نظرونه (۵۰۰-۱۵۰۰ز)[سمول]

توماس اکويناس[سمول]

توماس اکويناس (۱۲۲۵-۱۲۷۴ز) يو ايټالوي د الاهياتو عالم او اقتصادي ليکوال و. هغه په کلن او پاريس کې درسونه ورکړي او د هغو کاتوليکو پوهانو د ډلې غړی و چې د ښوونځي د سړو په نوم پېژندل کېدل، دوی خپلې څېړنې له الاهياتو نه ورهاخوا تر فلسفې او علمي بحثونو پورې وغځولې. هغه د « Summa Theologica Aquinas» په نوم رساله کې د عادلانه نرخ په اړه بحث کړی دی او عادلانه بیه يې د ټولنيز نظم د بيا جوړولو لپاره اړينه بللی ده. په ډېرو برخو کې د اوږدې مودې برابرۍ د نوي مفهوم سره په يو شان والي کې، يو مناسب نرخ، د هغه د مزدور او کورنۍ د پالنې په ګډون د هغه د توليد د لګښتونو د پوره کولو لپاره بسنه کوله. اکويناس وايي: دا له اخلاقو سره خلاف ده چې پلورونکي يوازې د دې لپاره نرخونه لوړ کړي، چې اخستونکي ورته زياته اړتيا لري.

اکويناس د پوښتنو او ځوابونو په بڼه د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث کړی، پراخه برخې چې د ارستو له نظرونو سره يې سروکار دی. ۷۷ او ۷۸ پوښتنې يې له اقتصادي مسایلو په اړوند دي، په عمده توګه دا چې يو مناسب نرخ به څه وي او د يوه پلرونکي د عادلانه کېدو په اړه څوک چې عيب لرونکي توکي وړاندې کوي. اکويناس د هر ډول درغلۍ پر ضد دليل وړاندې کړی او سپارښتنه يې کړې ده چې، تل بايد د ښو خدماتو په وړاندې بدله ورکړل شي. د هغه په باور، کېدای شي چې بشري قانون پر نامناسبه معامله بنديزونه ونه لګوي، خو الهي قانون داسې کړي دي.

ډنس سکوټس[سمول]

پر اکويناس يو مرکزي نيوکه کوونکی ډنس سکوټس (۱۲۶۵-۱۳۰۸ز) و، په اصل کې له ډنس سکاټلنډ نه و، په اکسفورډ، کلن او پارس کې يې تدريس کړی. هغه په خپل اثر Sententiae (۱۲۹۵ ز) کې باور کړی، چې شونې ده، د مناسب نرخ د محاسبې په اړه له اکويناس زیات دقيق و اوسي، د مزدور او لګښتونو پر مصارفو يې ټينګار کړی، که څه هم مني چې شونې ده، لګښتونه د مبالغې پر بنسټ زيات شي،  ځکه چې عموماً د مناسب نرخ په اړه د اخیستونکي او پلورونکي په نظرياتو کې توپير وي.  د سکاټوس په نظر، که چېرې خلک له معاملاتو نه ګټه نه تر لاسه کوي، دوی به سوداګري نه کولای. سکاټس وايي چې: د توکو د انتقال او د عوامو لپاره د لاسرسي وړ ګرځولو له امله، سوداګر يوه اړينه او ګټوره دنده تر سره کوي.[۱۵]

سرچینې[سمول]

  1. "www.historyhaven.com". مؤرشف من الأصل في ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. S.D.Chamola. Kautilya Arthshastra and the Science of Management: Relevance for the Contemporary Society. Hope India Publications. د کتاب پاڼې 48. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. I. W. Mabbett (1964). "The Date of the Arthaśāstra". Journal of the American Oriental Society. 84 (2): 162–169. doi:10.2307/597102. JSTOR 597102. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Olivelle, Patrick (2013), King, Governance, and Law in Ancient India: Kauṭilya's Arthaśāstra, Oxford UK: Oxford University Press, د کتاب پاڼي 66–69, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199891825 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. David Held, Models of Democracy (Polity, 2006) 3rd Ed., pp. 11 ff.
  6. Chpt 1 Graeco-Roman Economics, History of Economic Analysis, Joseph Schumpeter, (1954)
  7. Republic, 462b-c
  8. Aristotle, Politics Book II, Part V Archived 2011-06-29 at the Wayback Machine.
  9. Aristotle Politics Book I, Part X Archived 2011-06-29 at the Wayback Machine.
  10. Book I, Part III
  11. M. M. Austin; Vidal-Naquet, Pierre (1980). Economic and Social History of Ancient Greece. University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520042674. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Amemiya, Takeshi. Economy and Economics of Ancient Greece. Taylor & Francis, 7 May 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Aristotle, Politics Book I, Part XI Archived 2011-06-29 at the Wayback Machine.
  14. Aristotle, Politics Book I, Part IX Archived 2011-06-29 at the Wayback Machine.
  15. Mochrie (2005) p. 5