د افغان وسله والو ځواکونو تاریخچه (۲۰۰۲- ۲۰۲۱ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۰۱ زکال په وروستیو کې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د افغان دولت له جوړېدو وروسته د افغانستان وسله وال پوځ په تدریجي بڼه د متحده ایالاتو او د هغو د نورو بهرنیو متحدینو له خوا بېرته تاسیس شو.

په پیل کې نوی ځمکنی ځواک یا د افغانستان ملي اردو (ANA) رامنځته شوه؛ په ۲۰۰۲ زکال کې پلان دا و چې د دغه پوځ شمېر ۷۰ زره تنه وي، خو د ۲۰۱۱ زکال په نیمايي کې دغه شمېره ۱۹۴۰۰۰ ته زیاته شوه. د افغان وسله وال پوځ هوايي برخه یا د افغانستان ملي هوايي پوځ وروسته د افغان هوايي ځواک (AAF) په نامه په یو جلا جوړښت واوښت. د افغانستان ملي اردو او هوايي ځواک دواړه د افغانستان د ملي دفاع وزارت تر کنټرول لاندې و. د دغو ځواکونه روزنه په پیل کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځي همکارۍ د فتر (۲۰۰۲- ۲۰۰۵ زکال)؛ ورپسې له افغانستان سره د امنیتي همکاریو دفتر (۲۰۰۵- ۲۰۰۶ زکال)؛ له دې وروسته د امنیتي مسئولیتونو د انتقال ګډې قوماندانۍ (۲۰۰۶ زکال)؛ په ۲۰۰۹ زکال کې په افغانستان کې د ناټو روزنیز ماموریت او بالاخره په ۲۰۱۴ زکال کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ته وسپارل شوه. د سدرا په خبره د اصلاحاتو په بهیر کې دغو دوامداره بدلونونو د بنسټي شیزوفرني (ګډوډۍ) رامنځته کېدو ته لار برابره او پراختیا یې ومونده. ورته مهال د متحده ایالاتو د هغه پوځي پرسونل دوامداره تغیر او تبدیل هم مرسته نه کوله چې په روزنیزو پروګرامونو یې څارنه کوله. [۱][۲][۳][۲][۴]

تر ۲۰۰۶ زکال پورې په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۰ زره پخواني وسله وال بې وسلې کړای شول. په ۲۰۰۷ زکال کې راپور ورکړل شو چې د ډي ډي آر په بهیر کې ۲۷۴ ملیشه جوړښتونه منحل شوی، له ۶۲ زره زیات غړي یې بېرته په ملکي ژوند کې ګډ شوي او همدارنګه له ۸۴ زرو میلو زیاتې سپکې او درنې وسلې راغونډې شوې دي. له دې سره نیویارک ټایمز راپورونه خپاره کړل چې د وسلو په برخه کې احتکار شوی او آن د هېواد په شمال کې هم د طالبانو ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي. په ۲۰۰۸ زکال کې د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ څرګنده کړه چې د ناقانونه وسله والو ډلو د بې وسلې کولو د پروګرام موخه دا ده چې د هېواد په ټولو برخو کې ناقانونه وسله والې ډلې له فعالیت څخه راوګرځول شي. نږدې ۲۰۰۰ دغه ډول ډلې تثبیت شوې چې د دوی ډېرو یې خپلې وسلې افغان دولت ته تسلیم کړې او یا هم له نویو جوړو شوو وسله والو ځواکونو سره مل شول.[۵]

هوايي ځواک[سمول]

افغان هوايي ځواک د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال او له هغو وړاندې نسبتا پیاوړی و، خو د ۲۰۰۱ کال تر پایه پورې د دغه پوځ د عملیاتي الوتکو شمېر تر ټولو لږ کچې ته راکم شو. متحده ایالاتو او د هغو متحدینو په ډېرې چټکۍ سره د هوايي عملیاتو په برخه کې د طالبانو پاتې وړتیاوې د جګړې په لومړیو کې له منځه یووړې. د امریکايي ځواکونو له خوا د افغانستان د هوايي اډو له نیولو وروسته مالومه شوه چې د افغانستان هوايي ځواک د شوري اتحاد له وتو وروسته څومره کمزوری شوی و. ډېری الوتکې یوازې د هغو اوسپنو په توګه وې چې د یوې لسیزې راهیسې یې زنګ وهلی و. ګڼ شمېر نورې هم د ساتنې په موخه ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې وې او یا هم پلورل شوې وې. د افغان هوايي پوځ شمېر هم د کورنۍ جګړې د اغېز له امله ډیر کم شوی و. دغه ځواکونه په تدریجي بڼه د ناټو تر مشرۍ لاندې د څو ملیتي هوايي ځواکونو له خوا پیاوړي شول. [۶][۷]

افغان هوايي ځواک څه باندې ۲۰۰ بېرته رغول شوې الوتکې لرلې چې په دغو کې اې-۲۹ سوپرټوکانو جټ الوتکې؛ لاکهیډ سي-۱۳۰ هرکولس او پیلاټوس پي سي- ۱۲ پوځي ټرانسپورټي الوتکې؛ یواچ-۶۰ بلک هاوک، میل مي -۱۷، مي- ۲۴ او همدارنګه بېلابېل ډوله نورې چورلکې شاملېدلې. ورته مهال یې ائرو ال-۳۹ الباتروس او سسنا ۱۸۲ روزنیزې الوتکې هم لرلې. په دې سره د افغان هوايي پوځ د پرسونل شمېر ۷۰۰۰ تنو ته ورسېد چې د محدود شمېر ښځینه پیلوټانو په ګډون یې ۴۵۰ پیلوټان لرل.

په شمېر کې زیاتوالی[سمول]

متحده ایالاتو د ۲۰۰۲ زکال په اپرېل میاشت کې یوه خیالي موخه لرله، چې وه به وکولای شي د ۲۰۰۳ زکال تر اپرېل میاشتې پورې ۱۲۰۰۰ روزل شوي چمتو افغان سرتېري ولري. څو میاشتې وروسته مالومه شوه چې دغه ډول موخه په دومره لږ وخت کې نه شي پوره کېدلای. همدا و چې د ۲۰۰۳ زکال تر نومبر میاشتې پورې یې د ۹۰۰۰ سرتېرو په روزنیز پروګرام پیل وکړ. [۸]

په لومړنیو طرحو کې د ۳۱ کنډکونو یا لوا ګانو جوړول شامل و. له دغو ۳۱ لواګانو څخه ۲۸ لوا ګانې جوړې او جګړې ته چمتو شوې. په پیل کې څلور منطقوي قول اردو ګانې رامنځته شوې چې په ۲۰۱۹ زکال کې یې شمېر اوو ته زیات شو.

د متحده ایالاتو پالیسي دا وه چې د پوځ شمېر د ۲۰۱۰ زکال تر اکتوبر میاشتې پورې ۱۳۴۰۰۰ تنو ته ورسېږي. د افغانستان پوځ دغې موخې ته د ۲۰۱۰ زکال په می میاشت کې لاسرسی وموند او تر ۲۰۱۱ زکال پورې یې خپلې وروستۍ موخې یعنې ۱۷۱ زرو تنو ته د پوځ د شمېر د زیاتولو پر لور ګام واخیست. واقعي شمېره (د پلان شوې شمېرې پر خلاف) د ۲۰۱۱ زکال په مۍ میاشت کې شاوخوا ۱۶۴۰۰۰ تنو ته ورسېده. د پوځ د شمېر دغه زیاتوالي لار برابره کړه څو متحده ایالات وکولای شي د ۲۰۱۱ زکال په جولای میاشت کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په کمولو لاس پورې کړي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي او همدارنګه د نورو ننګونو له امله د افغانستان د ملي اردو شمېر ورځ تر بلې زیات کړای شو. په پریمانه کچه ښځینه سرتېرې هم له هغو سره مل شوې. د ۲۰۱۳ زکال په لومړیو کې راپورونو څرګنده کړه چې د افغانستان د ملي اردو شمېر ۲۰۰۰۰۰ ته رسېدلی. له دې سره د افغانستان د بیارغونې د ځانګړي څېړونکي دفتر (سیګار) د ۲۰۱۳ زکال په جنوري میاشت کې څرګنده کړه چې: [۱۳]

د افغان امنیتي ځواکونو د ځواک معلومول له ستونزو ډکه چاره ده. د متحده ایالاتو او ائتلاف ځواکونه د خپل پرسونل د شمېر اړوند په افغان امنیتي ځواکونو باندې اتکا لري. ... په افغانستان کې د امنیتي مسئولیتونو د لېږد ګډې قوماندانۍ.. څرګنده کړې.. «هېڅ داسې باور وړ کړنلار شتون نه لري چې د [ملي اردو] د پرسونل کره شمېر دې وړاندې کړي».

په ۲۰۱۶ زکال کې راپور خپور شو چې د افغانستان ملي پوځ نږدې ۱۰۰۰ تنه جنرالان لري چې په دې سره د افغانستان د پوځ د جنرالانو شمېر د متحده ایالاتو د جنرالانو له شمېر څخه زیات وو. [۱۴]

د ۲۰۱۰مې لسیزې په وروستیو کې د افغان پوځ تاسیسات او اډې[سمول]

د ۲۰۱۰مې لسیزې تر پایه پورې په ټول هېواد کې ګڼ شمېر پوځي اډې جوړې شوې چې په دغو کې په بلخ، فراه، غزني، هرات، کابل، کندهار، میدان وردګ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او پروان ولایتونو کې مهمې پوځي اډې شاملې وې. یو شمېر له دغو څخه د متحده ایالاتو د پوځ د انجینرۍ د برخې (USACE) او نورې یې د ایساف او خپله د افغان ځواکونو له خوا جوړې شوې وې. په ۲۰۱۰ زکال کې راپور خپور شو چې په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ پوځي مرکزونه شتون لري؛ له دغو څخه ۴۰۰ یې د ایساف ځواکونو او پاتې نور ۳۰۰ یې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په واک کې وو. [۱۵]

د افغان پوځ د افسرانو د روزنې په موخه د افغانستان ملي نظامي اکاډمي د متحده ایالاتو د پوځي اکاډمۍ څخه په تقلید جوړه شوه. د مارشال فهیم ملي نظامي پوهنتون په کابل کې جوړ شو چې د قوماندانۍ ودانۍ، درسي ټولګي، خوړنځای، کتابتون او روغتیايي مرکز یې درلود. له دې سربېره د مرکزي قوماندې یو مرکز د ۸۰ میلیون ډالرو په لګښت د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر (د کابل هوايي ډګر) په خوا کې جوړ شو. په دغه مرکز کې د سرتېرو د روزنې ډېری چارې د ویرجینیا د ملي ګارد د سرتېرو له خوا پر مخ وړل کېدې. [۱۶]

ورته مهال پام وړ شمېر افغان افسران په هند کې وروزل شول؛ دغو افسرانو په دېره دون کې د هند په پوځي اکاډمۍ، پونې ته څېرمه په ملي دفاعي اکاډمۍ او یا هم په چنای کې د افسرانو د روزنې په اکاډمي کې زده کړې کولې. د افسرانو د روزنې اکاډمي به دغو افغان سرتېرو ته ۴۹ اونۍ زده کړې ورکولې او هغوی به یې افسرۍ ته د نوماندانو په توګه فارغ کول. بل پلو د هند پوځي اکاډمۍ بیا افغان افسرانو ته د زده کړو څلور کلن پروګرام وړاندې کاوه، په داسې حال کې چې ملي دفاعي اکاډمۍ بیا هغوی ته د دریو کلونو زده کړې سند ورکاوه او یو کال نور به یې هغوی په خپله تخصصي برخه کې روزل. په  ۲۰۱۴ زکال کې په هند کې په زده کړو باندې د بوختو افغان افسرانو شمېر شاوخوا ۱۱۰۰ تنه و.[۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. See Howk, 'Security Sector Reform/Building,'
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Sedra 2016، ص. 173.
  3. Sedra 2016، ص. 172.
  4. Malkasian 2021، صص. 90–94.
  5. Kirk Semple, 'Citing Taliban Threat, Afghan Ex-Militia Leaders Hoard Illegal Arms', The New York Times, Sunday, October 28, 2007, p.8
  6. Lukas Müller (2020). Wings Over the Hindu Kush: Air Forces, Aircraft and Air Warfare of Afghanistan, 1989–2001. Helion. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781913118662. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Tini Tran (January 24, 2008). "Brief with Commander, CAPTF". Department of Defense. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Giustozzi 2007، ص. 48.
  9. O'Hanlon, Michael E. "A Bright Spot Among Afghan Woes" Archived 15 June 2010 at the Wayback Machine., The Brookings Institution, 19 May 2010.
  10. Pellerindate, Cheryl (May 23, 2011). "Afghan Security Forces Grow in Numbers, Quality". American Forces Press Service. United States Department of Defense. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. What Mr. Obama changed. Archived 20 October 2017 at the Wayback Machine. The Washington Post. 3 December 2009.
  12. Al Pessin (9 December 2009). "Afghan Forces Could Start to Lead Soon, Big Challenges Remain". Voice of America. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. SIGAR Report to Congress, January 30, 2013, pp. 73–74, cited in Cordesman, The Afghan War in 2013: Meeting the Challenges of Transition – Volume III Security and the ANSF, working draft, March 28, 2013, 58.
  14. (په 19 December 2016 باندې). Being an Afghan General Is Nice Work if You Can Get It. And Many Do.. The New York Times.
  15. Turse, Nick (11 February 2010). "The 700 Military Bases of Afghanistan". Foreign Police In Focus (FPIF). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Virginia National Guard's 29th Infantry Division mentors making a diff". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "India turns to Russia to help supply arms to Afghan forces". Reuters. 30 April 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)